ملګري ملتونه: تېرکال په افغانستان کې ۸۰۰ کسان د ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وایي، په افغانستان کې د ناچاوده توکو د پاکولو لپاره د یوې بنسټیزې حل لارې د موندنې له هڅو ملاتړ کوي. ژان پیر لاکروا ویلي، چې تېرکال په افغانستان کې ۸۰۰ کسان د ماینونو او چاودېدونکو توکو په چاودنو کې وژل شوي دي.