• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تسنیم: عبدالغني برادر او امیرخان متقي د ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۰۴:۳۲ GMT+۱

تسنیم خبری اژانس وايي؛ د عبدالغني برادر او امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ځي. ایران د ښاغلي رییسي او د هغه د ملګرو د جنازې لپاره ۳ ورځني مراسم جوړ کړي، چې وړمه ورځ د چورلکې غورځېدو پېښه کې ووژل شول

تسنیم خبري اژانس نن د خپلو سرچینو په حواله لیکلي:«د طالبانو د لومړي وزیر د مرستیال، د بهرنیو چارووزیر او اقتصادي مرستیال سربېره نور لوړ پوړي چارواکي به هم د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

تسنیم تهران ته د طالبانو د تګ دقیق وخت نه دی روښانه کړی.

د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د تدفین رسمي مراسم د سه شنبې په ورځ ( د غبرګولي لومړۍ) په تبریز کې پیل شول. وروسته د هغوی جسدونه تهران ته ولېږدول شول.

د چورلکۍ د لوېدو پېښه کې د ابرهیم رییسي او د هغه د ملګرووژل کېدو په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

تر دې مخکې د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخوند په یوې بیانیه کې ویلي و،چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو پر مړینې «ژور خفه» شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د شانګهای په غونډه کې د قزاقستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۵ GMT+۱

د قزاقستان ولسمشر د سې شنبې په ورځ په استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کتنه کې د اقلیم د بدلون د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

قاسم جورمات توکایف وروستیو سېلابونو ته په اشارې وویل، چې د افغانستان وضعیت "جدي پاملرنې" ته اړتیا لري.

قاسم جورمات توکایف په دې ناسته کې وویل: په الماتا کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د تلپاتې پراختیا موخو لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ییز مرکز د جوړولو لپاره د قزاقستان د نوښت ملاتړ خورا مهم دی.

د قزاقستان ولسمشر د اقلیم د بدلون مسالې ته د هېوادونو د ځانګړې پاملرنې اړتیا ته په اشارې سره، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوی لپاره د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي توکایف وویل: «د سمدستي مخنیوي اقداماتو پرته، دا ستونزه کولی شي زموږ سیاره د طبیعي افتونو په ډراماتیک پړاو کې راولي.»

ښاغلي توکایف د هوا حالات په نړۍ کې یو له سترو ننګونو څخه یاد کړل او ویې ویل، چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان هڅې اړینې دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د غویي په ۳۱مه او د غبرګولي په لومړۍ نېټه د افغانستان کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره د مرستې په اړه سره خبرې اترې کوي.

روسیه، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي دي.

طالبانو په لومړي ځل د پنجشېر یاقوت استخراج کړل

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۱

پنجشېر کې د طالبانو د والي دفتر ويلي، چې په دې ولایت کې اول ځل یاقوت استخراج او په بولۍ کې پر کورنیو سوداګرو د زرو امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول. اعلاميه زیاتوي، چې کورنيو سوداګرو د دوی له والي سره د کرومايټو ډبرو د قانوني استخراج په برخه کې د پانګونې غوښتنه هم کړې ده.

طالبانو تر دې مخکې په دغه ولایت کې د زمردو استخراج پیل کړې دی او نن یې هم دا ګرانبیه ډبرې پلورلې دي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي دفتر نن په يوه اعلامیه کې ويلي، چې د کانونو اړوند کمېټې نن په ۲۲مه بولۍ کې ۳۳ زره ۸۱۹ قيراطه زمرد په ۲ لکه ۶۹ زره ۵۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنيو سوداګرو وپلورل.

اعلاميه زياتوي، چې یو شمېر بهرنيو پانګوالو هم د پنجشير د طالبانو له والي سره په ليدنه کې د کانونو په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندي طالبانو ويلي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.

د طالبانو د کانونو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

طالبان: په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ ټپیان شوي دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۱

پېښو ته د رسېدو په چاروکو کې د طالبانو وزارت ویاند وايي، په تېرو نږدې لسو ورځو کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه شوي دي. جانان سایق په خبري ناسته کې زیاته کړه، چې د وروستیو سېلابونو امله شاوخوا ۱۵ زره کورونه وېجاړ شوي دي.

ښاغلي سایق نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې دغه مړینه روان کال د غويي له ۲۰ د غبرګولي تر لومړۍ په بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، بادغیس، بامیان او کاپیسا ولایتونو کې ځايي خلکو ته اوښتې ده.

سایق زیاتوي په وروستیو سېلابونو کې کې شاوخوا ۶ زره څاروي مړه شوي دي.

دغه طالب چارواکي وايي روان سېلابونه د اقلیمي بدلون په نتجه کې رامنځته شوي دي.

طالبان له نړیوالو مرستندویه سازمانونو غواړي چې له دې سېلابونو ځپلو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

طالبان وايي له دې سېلاب ځپلو سره یې خوراکي او نغدي مرستې هم کړې دي.

همدارنګه له هغو زیانمنو کورنیو سره چې په سېلابونو کې یې څاروي له لاسه ورکړي دي، هم ورسره نغدي مرستې شوې دي.

دوی زیاتوي په سېلاب ځپلو سیمو کې ځايي کمیټې جوړې شوې او د مرستو رسولو په برخه کې همکاري کوي.

د پېښو ته د رسېدو په چارواکو د طالبانو وزارت په دغه خبري ناسته کې ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به سېلاب ځپلو کورنیو ته د کورونو د جوړوله پروسه اعلان شي.

بامیان کې پر سیلانیانو برید؛ روسیې خپلو وګړو ته خبرداری ور کړ چې افغانستان ته دې نه ځي

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۲:۵۶ GMT+۱

د روسيې بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې پر بهرنيو سيلانيانو د بريد له امله له خپلو وګړو په کلکه غوښتي چې دغه هېواد ته له سفر ډډه وکړي. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې روسیه په افغانستان کې پر بهرنیو سیلانیانو د "ترهګریزو بریدونو" په اړه اندېښنه لري.

وسله والو تېره جمعه د بامیان په مرکز کې پر بهرنیو سیلانیانو او د هغوی پر ملګرو برید وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په دې برید کې د دریو بهرنیانو او دریو افغانانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او د څلورو بهرنیانو په ګډون اوه تنه نور ټپیان شوي دي. داعش د دې برید مسوولیت منلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه برید ته په اشارې سره په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپله په رسمي ویب پاڼه کې لیکلي: "په اوسني وضعیت کې د افغانستان امنیتي وضعیت خورا ستونزمن دی او موږ په کلکه" مشوره درک وو، چې د شخصي موخو لپاره دې هېواد ته د سفر کولو او د سیاحت څخه ډډه وکړئ."

په ورته وخت کې د سیاحت د یوې بهرنۍ ادارې مشر جو شیفر ای اېف پي ته ویلي، که دغه بریدونه تکرار شي، "په افغانستان کې به د ګرځندوی صنعت ختم شي."

د شیفرت سیاحتي ادارې مشر جو شیفر وايي، په بامیان کې له وسله وال برید وروسته ګڼو مراجعینو افغانستان ته خپل سفرونه لغوه کړي او دا اداره په افغانستان کې پر خپلو فعالیتونو بیا کتنه کوي.

هغه اې اېف پي ته وویل، "موږ به د ډلو شمیر کم کړو، موږ په لیرې پرتو سیمو کې سفرونه لغوه کوو او موږ په عامه ځایونو کې سفرونه کم کوو."

ډووېن براو د ۲۰ اوره نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلې د توپ اچونې سلاکار روزونکی وټاکل شو

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې ډووېن براو يې په راتلونکي ۲۰ اوره نړیوال جام کې د افغان ملي لوبډلې د توپ اچونې سلاکار روزونکی ټاکلی دی. براو د وېسټ انديز لوبډلې نامتو تېز توپ اچوونکی او الراونډر لوبغاړی و.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن خبر ورکړ، چې ډووېن براو به د ۲۰۲۴ کال د شل اوره نړیوال جام له پيل وړاندې له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

افغان کرېکټ بورډ هیله من دی، چې د براو په ورتګ او تجربو سره به یې د تېزې توپ اچونې په برخه کې مثبت تغير راسي.

۴۰ کلن ډووېن براو په ۲۹۵ نړیوالو لوبو کې ۶ زره ۴۲۳ منډې لري او ور سره یې ۳۶۳ وېکټې هم اخیستې دي.

اوس مهال ډووېن براوو د ۲۰ اوره لوبو مخکښ وېکټ اخیستونکی دی، چې په دې بڼه کې یې هم ۶۲۵ ويکټې ترلاسه کړې دي.

دغه راز نوموړی په دې بڼه کې نږدې ۷۰۰۰ منډې هم لري چې له همدې امله دی په ۲۰ اوره سیالیو کې یو له تر ټولو بریالیو الراونډر لوبغاړو شمېرل کېږي.

افغان لوبغاړي وار له مخه سینټ کېټس او نیوېس ټاپو ته رسېدلي

لوبډله په راتلونکې مياشت کې په امريکا او ويسټ انډيز کې د نړیوال شل اوره جام له پیلېدو مخکې په انتیګا کې د لسو ورځو تمریناتي کمپ لري.