پاکستان او قزاقستان د هر اړخیزو خپلمنځي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان له ولسمشر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراخوالي ټینګار وکړ. د پاکستان د دولتي راډيو د خبر له مخې، محمد اسحاق ډار له قاسم جومارت توکایف سره د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې کتلي دي.