ذبیح الله مجاهد: د بشري مرستو د ناوړه کارونې په اړه د سیګار ادعاوې بې بنسټه دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد‏ د سیګار د راپور په ردولو سره ویلي:« مالیات، لګښتونه، د اوبو او برېښنا لګښت او ګمرکي مالیات د افغانستان د حکومت ملي بودجې پورې اړه لري او موږ د بهرنیو موسسو له بشري مرستو څخه د ناوړه کارونې ادعاوې ردوو.»