سیګار لیکلي؛ دغو بنسټونو طالبانو ته د اوبو او برېښنا د خدماتو، ګمرکي مالیاتو او نورو برخو کې ۱۰.۹میلیونه ډالر ورکړي دي.
سیګار په هغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د غویي ۳۱مه) خپور شو، په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو بشرې مرستو ته د مالیې له ورکولو څخه د طالبانو د ګټې او د دغو سازمانونو له خوا د دقیق راپور ورکولو د نشتوالي په اړه څېړنه کړې ده.
سیګار ویلي؛ د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر څخه تر ۲۰۲۳ کال د سپټمبره پورې له افغانستان سره څه باندې ۱،۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
دا شمېر د جمهوريت په شلو کلونو کې له افغانستان سره د امریکا د ټولو مالي مرستو نږدې ۶۳ سلنه ده.
سیګار د خپل راپور لپاره له هغو ۱۴۴مرستندویه موسسو معلومات راټول کړي، چې له ۲۰۲۱ کال راهېسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې کار کوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش ویلي، چې د ۶۵ مرستندویه موسسو څخه ۳۸ یې د سیګار پوښتنلیک ته ځواب ویلی دی.
د دغو بنسټونو ۵۸ سلنې برخې ویلي، چې دوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې حکومت ته مالیه ورکړې.
دغو ۳۸ ځواب ویونکو طالبانو ته لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیون ډالره مالیه ورکړې ده.
طالبانو ته د مالیاتو د نه ورکولو پایلې:
د سیګار د راپور له مخې؛ طالبانو ته د مالیاتو نه ورکول به په افغانستان کې د مرستندویه موسسو لپاره «ناوړه پایلې» ولري.
په دغه راپور کې راغلي؛ که په افغانستان کې مرستندویه موسسې طالبانو ته مالیه ور نه کړي، ښايي د هغوی بانکي حسابونه او دفترونه وتړل شي او نومونه یې د هغو سازمانونو له لېست څخه واېستل شي، چې په افغانستان کې د فعالیت اجازه لري.
طالبانو په افغانستان کې مرستندویه موسسو ته شرط اېښی چې د مالیې په ورکولو فعالیت کولی شي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په ۲۰۲۲ کال کې ویلي وو، چې که نا دولتي بنسټونه طالبانو ته مالیه ور نه کړي، نه شي کولی چې په دغه هېواد کې خپل کار ته دوام ورکړي.
د مرستندویه بنسټونو په کارونو کې د طالبانو لاسوهنه
سیګار راپور ورکړی، چې مرستندویه موسسې د خپلو برنامو په پلي کولو کې د طالبانو له لاسوهنې سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې طالبان له د مرستو د منحرفولو لپاره بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې نادولتي بنسټونو کې نفوذ وکړي او د دوی په کارونو کې لاسوهنه وکړي.
د دغه راپور له مخې؛ طالبان په بېلابېلو چارو کې لکه د کارکوونکو استخدام، له منابعو او وسایطو استفاده او داسې نورو کې لاسوهنه کوي.