• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیګار: د امریکا همکارو موسسو طالبانو ته تر لسو میلیونه ډالرو ډېره مالیه ورکړې

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۹:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش ویلي، چې د امریکا همکارو موسسو طالبانو ته له لس میلیونه ډالرو څخه زیاته مالیه ورکړې ده.

سیګار لیکلي؛ دغو بنسټونو طالبانو ته د اوبو او برېښنا د خدماتو، ګمرکي مالیاتو او نورو برخو کې ۱۰.۹میلیونه ډالر ورکړي دي.

سیګار په هغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د غویي ۳۱مه) خپور شو، په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو بشرې مرستو ته د مالیې له ورکولو څخه د طالبانو د ګټې او د دغو سازمانونو له خوا د دقیق راپور ورکولو د نشتوالي په اړه څېړنه کړې ده.

سیګار ویلي؛ د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر څخه تر ۲۰۲۳ کال د سپټمبره پورې له افغانستان سره څه باندې ۱،۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

دا شمېر د جمهوريت په شلو کلونو کې له افغانستان سره د امریکا د ټولو مالي مرستو نږدې ۶۳ سلنه ده.

سیګار د خپل راپور لپاره له هغو ۱۴۴مرستندویه موسسو معلومات راټول کړي، چې له ۲۰۲۱ کال راهېسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې کار کوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش ویلي، چې د ۶۵ مرستندویه موسسو څخه ۳۸ یې د سیګار پوښتنلیک ته ځواب ویلی دی.

د دغو بنسټونو ۵۸ سلنې برخې ویلي، چې دوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې حکومت ته مالیه ورکړې.

دغو ۳۸ ځواب ویونکو طالبانو ته لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیون ډالره مالیه ورکړې ده.

طالبانو ته د مالیاتو د نه ورکولو پایلې:

د سیګار د راپور له مخې؛ طالبانو ته د مالیاتو نه ورکول به په افغانستان کې د مرستندویه موسسو لپاره «ناوړه پایلې» ولري.

په دغه راپور کې راغلي؛ که په افغانستان کې مرستندویه موسسې طالبانو ته مالیه ور نه کړي، ښايي د هغوی بانکي حسابونه او دفترونه وتړل شي او نومونه یې د هغو سازمانونو له لېست څخه واېستل شي، چې په افغانستان کې د فعالیت اجازه لري.

طالبانو په افغانستان کې مرستندویه موسسو ته شرط اېښی چې د مالیې په ورکولو فعالیت کولی شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په ۲۰۲۲ کال کې ویلي وو، چې که نا دولتي بنسټونه طالبانو ته مالیه ور نه کړي، نه شي کولی چې په دغه هېواد کې خپل کار ته دوام ورکړي.

د مرستندویه بنسټونو په کارونو کې د طالبانو لاسوهنه

سیګار راپور ورکړی، چې مرستندویه موسسې د خپلو برنامو په پلي کولو کې د طالبانو له لاسوهنې سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، چې طالبان له د مرستو د منحرفولو لپاره بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې نادولتي بنسټونو کې نفوذ وکړي او د دوی په کارونو کې لاسوهنه وکړي.

د دغه راپور له مخې؛ طالبان په بېلابېلو چارو کې لکه د کارکوونکو استخدام، له منابعو او وسایطو استفاده او داسې نورو کې لاسوهنه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له پنځه میاشتني ځنډ وروسته د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال ملي بودیجه تایید کړه

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۱

له قانوني نېټې نېږدې پنځه میاشتې تېریږي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د افغانستان د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال ملي بودیجه تایید کړه.

ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د ۱۴۰۳لمریز مالي کال ملي بودیجه د ملا هبت الله اخوندزاده له خوا له هر اړخیز غور او دقت وروسته توشیح شوه.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: «د روان مالي کال په ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او همدارنګه د سږ کال ملي بودیجه به هم لکه د تېر کال له خپلو کورنیو عوایدو څخه چمتو شوې ده.»

ذبیح الله مجاهد وایي، د مالیې وزارت به د ۱۴۰۳ مالي کال ملي بودیجه د هېواد په مالي سیستم کې ځای پر ځای کړي.

هغه زیاتوي: « د روان مالي کال اړوند ټولو (عادي او انکشافي) برخو ته به په پوره روڼتیا سره په نورمال ډول رسیدګي وشي.»

نوموړي د بودیجې اندازه او جوړښت نه دی روښانه کړی.

پر طالبانو نیوکه ده، چې د ملي بودیجې په اړه د افغانستان خلکو ته معلومات نه ورکوي او د افغانستان د بودیجې یوه لویه برخه دوی د خپلو وسله والو په تمویل لګوي.

تسنیم: عبدالغني برادر او امیرخان متقي د ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۱

تسنیم خبری اژانس وايي؛ د عبدالغني برادر او امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ځي. ایران د ښاغلي رییسي او د هغه د ملګرو د جنازې لپاره ۳ ورځني مراسم جوړ کړي، چې وړمه ورځ د چورلکې غورځېدو پېښه کې ووژل شول

تسنیم خبري اژانس نن د خپلو سرچینو په حواله لیکلي:«د طالبانو د لومړي وزیر د مرستیال، د بهرنیو چارووزیر او اقتصادي مرستیال سربېره نور لوړ پوړي چارواکي به هم د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

تسنیم تهران ته د طالبانو د تګ دقیق وخت نه دی روښانه کړی.

د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د تدفین رسمي مراسم د سه شنبې په ورځ ( د غبرګولي لومړۍ) په تبریز کې پیل شول. وروسته د هغوی جسدونه تهران ته ولېږدول شول.

د چورلکۍ د لوېدو پېښه کې د ابرهیم رییسي او د هغه د ملګرووژل کېدو په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

تر دې مخکې د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخوند په یوې بیانیه کې ویلي و،چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو پر مړینې «ژور خفه» شوی دی.

د شانګهای په غونډه کې د قزاقستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۵ GMT+۱

د قزاقستان ولسمشر د سې شنبې په ورځ په استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کتنه کې د اقلیم د بدلون د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

قاسم جورمات توکایف وروستیو سېلابونو ته په اشارې وویل، چې د افغانستان وضعیت "جدي پاملرنې" ته اړتیا لري.

قاسم جورمات توکایف په دې ناسته کې وویل: په الماتا کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د تلپاتې پراختیا موخو لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ییز مرکز د جوړولو لپاره د قزاقستان د نوښت ملاتړ خورا مهم دی.

د قزاقستان ولسمشر د اقلیم د بدلون مسالې ته د هېوادونو د ځانګړې پاملرنې اړتیا ته په اشارې سره، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوی لپاره د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي توکایف وویل: «د سمدستي مخنیوي اقداماتو پرته، دا ستونزه کولی شي زموږ سیاره د طبیعي افتونو په ډراماتیک پړاو کې راولي.»

ښاغلي توکایف د هوا حالات په نړۍ کې یو له سترو ننګونو څخه یاد کړل او ویې ویل، چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان هڅې اړینې دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د غویي په ۳۱مه او د غبرګولي په لومړۍ نېټه د افغانستان کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره د مرستې په اړه سره خبرې اترې کوي.

روسیه، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي دي.

طالبانو په لومړي ځل د پنجشېر یاقوت استخراج کړل

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۱

پنجشېر کې د طالبانو د والي دفتر ويلي، چې په دې ولایت کې اول ځل یاقوت استخراج او په بولۍ کې پر کورنیو سوداګرو د زرو امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول. اعلاميه زیاتوي، چې کورنيو سوداګرو د دوی له والي سره د کرومايټو ډبرو د قانوني استخراج په برخه کې د پانګونې غوښتنه هم کړې ده.

طالبانو تر دې مخکې په دغه ولایت کې د زمردو استخراج پیل کړې دی او نن یې هم دا ګرانبیه ډبرې پلورلې دي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي دفتر نن په يوه اعلامیه کې ويلي، چې د کانونو اړوند کمېټې نن په ۲۲مه بولۍ کې ۳۳ زره ۸۱۹ قيراطه زمرد په ۲ لکه ۶۹ زره ۵۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنيو سوداګرو وپلورل.

اعلاميه زياتوي، چې یو شمېر بهرنيو پانګوالو هم د پنجشير د طالبانو له والي سره په ليدنه کې د کانونو په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندي طالبانو ويلي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.

د طالبانو د کانونو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

طالبان: په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ ټپیان شوي دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۱

پېښو ته د رسېدو په چاروکو کې د طالبانو وزارت ویاند وايي، په تېرو نږدې لسو ورځو کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه شوي دي. جانان سایق په خبري ناسته کې زیاته کړه، چې د وروستیو سېلابونو امله شاوخوا ۱۵ زره کورونه وېجاړ شوي دي.

ښاغلي سایق نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې دغه مړینه روان کال د غويي له ۲۰ د غبرګولي تر لومړۍ په بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، بادغیس، بامیان او کاپیسا ولایتونو کې ځايي خلکو ته اوښتې ده.

سایق زیاتوي په وروستیو سېلابونو کې کې شاوخوا ۶ زره څاروي مړه شوي دي.

دغه طالب چارواکي وايي روان سېلابونه د اقلیمي بدلون په نتجه کې رامنځته شوي دي.

طالبان له نړیوالو مرستندویه سازمانونو غواړي چې له دې سېلابونو ځپلو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

طالبان وايي له دې سېلاب ځپلو سره یې خوراکي او نغدي مرستې هم کړې دي.

همدارنګه له هغو زیانمنو کورنیو سره چې په سېلابونو کې یې څاروي له لاسه ورکړي دي، هم ورسره نغدي مرستې شوې دي.

دوی زیاتوي په سېلاب ځپلو سیمو کې ځايي کمیټې جوړې شوې او د مرستو رسولو په برخه کې همکاري کوي.

د پېښو ته د رسېدو په چارواکو د طالبانو وزارت په دغه خبري ناسته کې ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به سېلاب ځپلو کورنیو ته د کورونو د جوړوله پروسه اعلان شي.