د قطر خیریه سازمان له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د قطر له خیریه سازمان سره د لسو میلیونو ډالرو د مرستې د هوکړې د لاسلیک خبر ورکړ. دا هوکړه لیک له ناورینونو او جګړو څخه زیانمنو سیمو کې د اوچا او د بېړني غبرګون له مرکزي صندوق څخه د بشري فعالیتونو د ملاتړ په موخه لاسلیک شوی دی.