اناتولي: د رییسي د چورلکې په غورځېدو کې کورني اختلافونه باید له پامه و نه غورځول شي

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د ابراهیم رییسي او ورسره د مل پلاوي د چورلکې د غورځېدو په اړه په یوه مطلب کې د دې پېښې احتمالي سناریو ګانې څېړلې دي. دغه خبري اژانس لیکلي، چې د ایران د مخکیني ولسمشر د چورلکې په غورځېدو کې کورني اختلافونه باید له پامه و نه غورځول شي.