د طالبانو پلاوي د تهران سفر کې د قطر له امیر او حماس د سیاسي دفتر له مشر سره کتلي دي

د طالبانو پلاوي د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره وکتل. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي دریمه) د دغو لیدنو انځورونه په خپله ایکس پاڼه خپاره کړي دي.





