• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د ازموینو اداره: سږکال به د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې واخیستل شي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۳۱ GMT+۱

د ازموینو ادارې لپاره د طالبانو رییس عبدالباقي حقاني وايي، سږکال د کانکور ازموینه په پنځه پړاوونو کې اخلي او د پښتو او دري سربېره به په عربي او انګلیسي ژبو هم دغه ازموینه اخیستل کېږي.

حقاني د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولې ۳مه) د یوې رسنیزې ناستې پرمهال خبریالانو ته ویلي، سږکال د کانکور عمومي ازموینه په پنځه پړاوونو کې اخلي.
نوموړی وايي:« لومړی پړاو ازموینه د غبرګولې میاشتې په ۱۷،۱۸، او ۱۹مه نېټه دویم پړاو د چنګاښ په لومړۍ او دوهمه نېته، درېیم پړاو د چنګاښ په ۷ او ۸مه، څلورم پړاو د چنګاښ په ۱۴،۱۵ او ۱۶مه او پنځم پړاو هغه یې د چنګاښ میاشتې په ۲۲مه نېټه اخیستل کېږي.»
د ښاغلي حقاني په خبره، د افغانستان ټولو ولایتونو کې په څلورو بېلابېلو پړاوونو کې د کانکور عمومي ازموینه اخیستل کېږي او په پنځم پړاو کې له متفرقه او له بهر مېشتو کسانو څخه ازموینه اخیستل کېږي.
نوموړي دا په ډاګه نه کړل، چې سږکال به د هېواد د ټولو ولایتونو څخه څومره زده‌کوونکي د کانکور په عمومي ازموینه کې ګډون وکړي؛ خو وايي، د کانکور د ازموینې وخت مو تر څلورو ساعتو زیات کړی دی.
حقاني په خپلو خبرو کې وویل، تېرکال کانکور ازموینې لپاره په پښتو، دري، انګلیسي او عربي ژبو شاوخوا ۴۰ زره نوې پوښتنې جوړې شوې او د راتلونکي کانکور ازموینې لپاره هم شاوخوا ۵۰ زره نوې پوښتنې د چمتو کېدو په حال کې دي.
تېرکال د ازموینې ملي ادارې د هېواد په کچه ۴۴ لویې او وړې ازموینې اخیستې وې، چې په کې شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو ګډون کړی و او نږدې ۱۲۰ زره په کې بریالي شوي وو.
دغه طالب چارواکي د خپل رسنیز کنفرانس پر مهال په کانکور ازموینه کې د نجونو د ګډون په اړه هم معلومات وړاندې نه کړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افغان ښځینه فلم جوړونکې له یوه امریکايي بنسټ څخه د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۴:۵۱ GMT+۱

یوې پېژندل شوې افغان فلم جوړونکې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د «فیمینسټانو له یوه بنسټ» نړیواله جایزه ترلاسه کړه. صحرا ماني له هغه وروسته د دې جایزې وړ وګڼل شوه چې د طالبانو په وړاندې د افغان ښځو د مقاومت مستند فلم «ډوډۍ او سره ګلان» یې سم انځور کړی و.

د فیمینسټانو یوه بنسټ د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي دویمه په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې تېره اونۍ یې په لاس انجلس کې د ښځو د حقونو د شپاړسمې کلنۍ جایزې ورکړې د مراسمو کوربتوب وکړ.

په دې مراسمو کې د نړۍ د ښځو د حقونو لپاره د ماویس لینو جایزه صحرا ماني او د «ډوډۍ او سره ګلان» مستند فلم ډلې ته ورکړل شوه. صحرا ماني ته دغه جایزه په امریکا کې د ټلویزیون د یوه پخواني ویاند جي لینو او د هغه د مېرمنې ماویس لینو، د دغه بنسټ د مدیره پلاوي غړو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې ډاکټرې سیما سمر له خوا ورکړل شوه.

اغلې ماني په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ډوډۍ او سره ګلان مستند فلم سره «زما هدف دا و چې د خپل هیواد د میرمنو مبارزه راتلونکي نسل ته ورسوم.»

هغې هیله څرګنده کړه چې که وکولای شي د افغان ښځو غږ پورته کړي او د دغه هېواد په بدلون کې برخه واخلي.

ډوډۍ او سره ګلان په کابل کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ښځو د مقاومت کیسې ته یوه کتنه ده. دا فلم د دریو افغان میرمنو کیسه بیانوي او ښیي چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د دوی ژوند څنګه بدل شو او دوی څنګه په زړورتیا سره د «جنسیتي توپیر» پر وړاندې ودریږي.

ډوډۍ او سره ګلان په ۱۴۰۲ کال کې د کانز په ۷۶وم نړېوال فستیوال کې ځانګړی نمایش درلود.

د اغلې ماني تر ځنګ، د متحده ایالاتو د کانګرس پخوانۍ استازې کارولین مالوني، او د نسایی ناروغیو متخصصه ډاکټر اسټین ډینارډ، ، د فیمینسټانو دغه بنسټ د ایوارډونو ورکړې وړ وپیژندل شوې.

د فیمینسټانو دغه بنسټ د ښځو د حقونو نړیواله جایزه هر کال یو لږ شمېر څېرو ته ورکول کیږي چې د ښځو او انجونو د حقونو په وده کې یې د پام وړ ونډه اخیستې او د هغو بې عدالتیو په اړه چې میرمنې د جنسیت له امله ورسره مخ دي د پوهاوي په لوړولو کې مرسته کړې وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د زرګونه امریکایي ډالرو د قاچاق مخه یې نیولې ده

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې طالبانو د ۲۷ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.

مفتي عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ ( د غبرګولي دویمه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې یو تن یې چې غوښتل یې ۲۷زره امریکایي ډالر په ناقانونه توګه پاکستان ته قاچاق کړي د تورخم بندر شاو خوا کې نیولی دی.

همدا راز ښاغلي قانع وایي، چې د خوست امنیه قوماندانۍ امنیتي منسوبینو درې تنه چې غوښتل یې د پېسو په بدل کې یو کور ته لاسي بمونه وغورځوي نیولي دي.

ښاغلی قانع وویل: «له نیول شویو کسانو درې کړۍ لاسي بمونه ترلاسه شوي او د هغه کس د نیولو هڅې رواني دي چې دوی ته یې ددغه ناوړه کار لپاره پیسې ورکړې وې.»

طالبانو په کابل کې مدني فعال نور اغا ابراهیمي د درېیم ځل لپاره نیولی دی

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۹:۳۶ GMT+۱

د مدني فعال نور اغا ابراهیمي د کورنۍ یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړی د کابل په خوشحال خان مېنه کې د طالب استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

د سرچینې په خبره، چې نور اغا ابراهیمي نن چهارشنبه د کابل په خوشحال خان مېنه کې دوه بجې د طالبانو له خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

د طالبانو له خوا د کابل له نیولو لس ورځې وروسته نوموړی په کابل کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو له خوا ونیول شو، چې وروسته بېرته خوشې شو.

پر نوموړي تور و، چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې لپاره کار کوي؛ خو له پلټنو وروسته بېرته خوشې شو.

نور اغا ابراهیمي دویم ځل لپاره یو ځل بیا د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا ونیول شو، چې نېږدې څلور میاشتې وروسته بېرته راخوشې شو.

د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، چې نن د درېیم ځل لپاره نوموړی د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی؛ خو تر اوسه یې ځای نه دی معلوم.

نور اغا ابراهیمي د جمهوریت پر مهال مدني او سیاسي فعالیت کاوه او د هغه پلار وصیل ابراهیمي د جمهوري دولت د لومړي مرستیال د مشاور په توګه دنده سرته رسولې ده.

طالبانو په کندهار کې له چاودنې وروسته ځانګړې امنيتي غونډه جوړه کړې ده

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱

په کندهار کې له چاودنې وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو د والي دفتر د حوزو د امرينو، د ولسوالیو د امنیتي او استخباراتي مسوولینو په موجودیت کې د لا زیات امنیت د تامین په موخه د یوې ځانګړې غونډې د جوړولو خبر ورکړ.

په کندهار کې د دوشنبې په ورځ په يوه چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور زخميان شوي وو.

په کندهار کې د طالبانو د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب والي ملا شيرين په دې غونډه کې وويل: « له هر مسوول کس څخه په دنیا او اخرت کې پوښتنه کيږي؛ خو بریالی کس هغه دی، چې ورسپارل شوی مسووليت په ښه ډول تر سره کړي.»

د کندهار د طالبانو والي خپلو امنيتي مسوولينو ته امر کړی، چې امنيتي ځواکونو ته لازمې اسانتياوې، تجهيزات او امکانات ورکړي؛ څو وکولای شي، چې په دې ولایت کې امنيت په ښه توګه تامين کړي.

دا غونډه د سې شنبې په ورځ د غبرګولي مياشتي په لومړۍ نېټه په دغه ولایت کې له چاودنې وروسته جوړه شوه.

ملا شيرين د دې ډلې امنيتي مسوولينو ته وويل: «امنيتي ځواکونو ته پوره پاملرنه وکړئ، خپلې تېروتنې سمې کړئ او د امنيت د تامين لپاره ګزمې تنظيم کړئ.»

د دې خبرپاڼې له مخې؛ په کندهار کې د طالبانو د والي مرستيال حیات الله مبارک امنیه قوماندان ته وویل، چې د امنيتي حوزو مسوولين دې په ټولو حوزو کې د خپلو ځواکونو شتون وڅېړې او هغوی دې خپلو دندو ته متوجه کړي.

هغه وويل، چې مکافات او مجازات د یوه نظام د پرمختګ لامل کيږي.

هغه وويل: «هغه کسان چې خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي د ستايلو او مکافاتو مستحق دي او د ناکامۍ پر مهال بايد مجازات شي.»

کندهار د وسله والو طالبانو اصلي مرکز بلل کېږي او دا ولایت په دې وروستيو کې د ګڼو چاودنو شاهد دی.

په تازه پېښه کې سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز کې په یوه چاودنه کې طالبانو ته تلفات اوښتي؛ خو طالبانو په دې چاودنه کي د یوه ملکي کس د وژل کېدو او درېيو نورو د زخمي کېدو خبر ورکړی و.

د وینټو موسسه او د ایټالیا فلورانس پوهنتون په بامیان کې د اړو کسانو لپاره سل کورونه جوړوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د ایټالیا د فلورانس پوهنتون او د وینټو مرستندویه موسسې مسوولانو د بامیان لپاره د طالبانو له والي سره په لیدنه کې د اړمنو او څمڅو کې اوسېدونکو کورنیو لپاره د ۱۰۰ کورونو د جوړولو ژمنه وکړه.

دغه کورونه د باميان په مرکز کې د ۳۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې؛ د وينټو موسسه د کورونو د جوړولو تر څنګ د باميان په مرکز کې د زرګران ښارګوټي د بيا جوړولو پلان هم لري.

په دې پلان کې د ښار دننه د څاګانو، کوڅو او سړکونو جوړول شامل دي.

د کور جوړولو پروژه به د ایټالیا د حکومت په مالي مرسته او د بامیان ولایت د طالبانو د ښار او کور جوړونې ریاست تر څارنې لاندې پلې شي.