طالبان: له ۳ زرو څخه ډېر کډوال په جبري توګه او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ د ۱۹ بې سرپرسته ماشومانو په ګډون له درې زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ د ۱۹ بې سرپرسته ماشومانو په ګډون له درې زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه شول.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ ۲۳۸۶ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایران څخه راستانه کړل شول.د کډوالو وزارت وايي، یاد کډوال چې د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي ۱۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم په کې شامل دي.همدارنګه د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، چې په همدې ورځ د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو ۱۱۵۱ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت وايي، تازه راستانه کړل شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر، د خوړو نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ور پېژندلي دي.
څه موده وړاندې د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي و، چې له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو لپاره یې چمتوالی نیولی او په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې یې لنډمهاله پنډغالي جوړ کړي دي.
که څه هم چې له ایرانه د راستنو کړل شویو ټولو افغان کډوالو کره شمېرې نه دي معلومې؛ خو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د کډوالو ریاست د معلوماتو له مخې په تېرو اولس میاشتو کې ۵۶۲۳۴ کورنۍ د ننګرهار له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.