ترکیې له داعش سره د همکارۍ په تور ۱۵ کسان نیولي دي

د ترکیې ټي ار ټي خبري اژانس نن راپور ورکړ، چې د دې هېواد امینتي ځواکونو له داعش سره د همکاري په تور ۱۵ کسان نیولي دي. د راپورونو له مخې، له دې کسانو ۱۳ تنه په استانبول ښار او د یادې ډلې دوه قومندانان په کرشهر کې نیول شوي دي.