• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مکسیکو کې د یوې ټاکنیزې غونډې د سټېج د نړېدو له امله پنځه تنه مړه شوي دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د مکسیکو په شمال کې د نیوو لیون ایالت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د «ښاریانو غورځنګ» ګوند په ټاکنیزه غونډه کې د سټیج نړېدو له امله پنځه تنه مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. چارواکو د دې پېښې لامل چټک باد او د هوا خرابوالی بللی دی.

دا هم ویل شوي، چې له دې پېښې وروسته لسګونه کسان سیمه ییزو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د نیوو لیون ایالت والي سامویل ګارسیا له خلکو غوښتي چې د خرابې هوا، تالندې او برېښنا له امله په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د مکسیکو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ښاریانو ګوند نوماند، خورخا الواریز ماینز، په ټولنیزو شبکو کې د دې پېښې لامل چټک باد بللی.

هغه روغتون ته د لېږدولو پر مهال وويل، چې روغتيايي حالت يې «ښه» دى، خو په پېښه کې د هغه ملګري ټپيان شوي دي. ښاغلي ماینز وویل چې اوس مهال یې خپل ټاکنیزې منډې ترړې ځنډولې دي.

په مکسیکو کې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې میاشتې په دویمه نېټه ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمان: د ترهګرۍ په وړاندې عملیاتو ترهګري کمه کړې نه، لا ډیره کړې

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۵:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، چې له تېرو ۱۵ کلو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ترهګري لا زیاته کړې. مولانا فضل الرحمان دغه خبرې تېره ورځ د عمران خان ګوند له یوه پلاوي سره د خبرو پر مهال رسنیو ته کړې دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند تېره ورځ ناوخته د (غبرګولي دویمه) په ایکس پاڼه د دغه ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان یوه ویډیو خپره کړې چې هغه د پاکستان تحریک انصاف ګوند له ورغلي پلاوي سره د خبرو پر مهال رسنیو ته وايي، «څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ په هوايي برید کې په وزیرستان عام خلک ووژل، خپله یې ومنله او بښنه یې وغوښته، دا څنګه ړانده عملیات دي چې یو ځل ولسي بې ګناه خلک وژنه بیا بښنه غواړه؟ دا ډول کړنې موږ ته د منلو وړ نه دي، او نه نور داسې حالت منلی شو.»

د تحریک انصاف ګوند یو پلاوی تېره ورځ مولانا فضل الرحمان ته د ګوندونو تر منځ د سیاسي اختلافاتو د کمولو په موخه ورغلي و.

مولانا فضل الرحمان له رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې په چمن، انګور اډه، غلام خان او نورو سیمو کې پاکستانی پوځ د خلکو کارو بار ور خراب کړی او بېرته یې هغوی ته د ګټې وټط بله لاره نه ده برابره کړې، او هغوی چې هلته پرلت وهلی همداسې یې بې ځوابه پریښي دي.

هغه په دغه ويډیو کې وايي، چې په ډیورنډ فرضي کرښه چې کله انګریزانو دغه کرښه راکاږله دوه وروڼه یې سره بېل کړل، ځکه دوی یوه ژبه، یو دود و دستور لري. د یوه ورور کور یوې خوا او د بل بلې خوا پاتې شو، هغه پاکستاني پوځ ته په اشارې ویلي، نو ته څنګه دوی سره بېلولی شې، «دا هڅې ډیرو نورو واکمنو هم وکړې خو دغه خلک یې سره بېل نه کړل.»

مولانا فضل الرحمان داسې مهال ډیورنډ فرضي کرښې ته د فرضي کرښې نوم اخلي چې پاکستانیو چارواکو په دې وروستیو کې د رسنیو له لارې دغه کرښه یوه «نړېواله پوله» بللې.

په پاکستان کې یو شمېر سیاسي کتونکي وایي له هغه مهاله چې مولانا فضل الرحمان او د هغه پلویانو په وروستیو ټاکنو کې ماتې وخوړه، نو ورسره هم مهاله مولانا فضل الرحمان هڅه کوي چې د بېلابېلو سیاسي ډلو سره په نږدې کېدو د پاکستان په حکومت کې ځان ته د پښو کېښودو ځای پیدا کړي.

ریشي سوناک: په برېتانیا کې به پارلماني ټاکنې د جولای په څلورمه ترسره شي

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۲۲:۱۰ GMT+۱

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې به د جولای په څلورمه (د سرطان۱۴مه) پارلماني انتخابات ترسره شي.

د نظر پوښتنو له مخې؛ تمه کیږي چې کارګر ګوند به محافطه کاره ګوند ته چې ۱۴ کاله په واک کې پاتې شوی په دغو ټاکنو کې ماته ورکړي.

۴۴ کلن سوناک وویل، چې د هغه څه د مخه چې ځینې یې تمه لرله، ټاکنې به ترسره کړو.

سوناک نه یوازې په ټاکنو کې د کارګر حزب څخه وروسته پاتې دی، هغه په ​​​​خپل ګوند کې هم یو څه منزوي شوی او یوازې د خپلو مشاورینو کوچنې ډلې پورې تړلی دی.

ښاغلي سوناک وویل: «اوس هغه وخت دی چې برېتانیا خپل راتلونکی وټاکي. موږ به د جولای په څلورمه عمومي ټاکنې ترسره کړو.»

داسې ښکاري چې سوناک خطر منلی او د خپلې نوې دورې د ټاکلو لپاره یې هر څه د رايه ورکوونکو په لاس ورکړي.

ښاغلي سوناک، څه کم دوه کاله وړاندې خپله دنده پیل کړه.

فلسطین؛ تر ۱۴۰ زیات هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د ایرلنډ، اسپانیا او ناروې په اعلان سره د هغو هېوادونو شمېر ۱۴۰ ته ورسېد چې فلسطین په رسمیت پېژني. برېتانیا، امریکا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، اېټالیا، جاپان او سویلي کوریا تر اوسه فلسطین په رسمیت نه دی پېژندلی.

ایرلنډ، اسپانیا او ناروې د چهارشنبې په ورځ (د غبرغولي دویمه) اعلان وکړ، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژني.

د ایرلنډ لومړي وزیر سایمون هریس دغه اقدام د ایرلنډ او فلسطین لپاره یوه تاریخي او مهمه ورځ وبلله.

دا مهال د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۰هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني.


د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د ۲۰۱۲کال له نومبر میاشتې راهېسې فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې له هغه وخت راهسې فلسطینیانو ته نوي حقونه په کمېټو کې د ګډون او وړاندیز کولو حق ورکړي دي؛ خو د رایې ورکولو حق یې نه دی ورکړی.

بلغاریا، چک جمهوریت، هنګري، رومانیا، مجارستان، قبرس، پولنډ او سلواکیا اروپايي ټولنه کې له شاملېدو مخکې فلسطین په رسمیت وپېژاند.

سویډن چې د دې اتحادیې غړی دی هم فلسطین په رسمیت پېژني.

د سلوانيا او مالتا په ګډون د اروپايي ټولنې څو نورو غړو هم د فلسطين په رسميت پېژندلو اعلان کړى دى.

په ورته وخت کې د شل کسیزې ډلې لس غړي هېوادونه لکه؛ ارجنټاین، برازیل، چین، هند، اندونیزیا، مکسیکو، روسیه، سعودي عربستان، سویلي افریقا او ترکیه فلسطین په رسمیت پېژني.

خو د دغه سازمان ۹غړي هېوادونه چې په کې برېتانیا، امریکا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، اېټالیا، جاپان او سویلي کوریا شامل دي، فلسطین په رسمیت نه پېژني.

روسیه: د مسکو له خوا فضا ته د سپوږمکۍ ضد وسلو د استولو په اړه د امریکا راپور جعلي دی

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف اعلان وکړ، چې دغه هېواد داسې وسله نه ده استولې چې د ځمکې په ټیټ مدار کې د نورو سپوږمکیو د څارنې او برید توان ولري. ریابکوف زیاته کړه، چې په دې اړه د امریکا راپور «جعلي خبرونه» دي.

د متحده ایالاتو فضايي قوماندانۍ د غبرګولي په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې روسیې د سویوز سپوږمکۍ راکټ د پلیسیتسک له هوايي اډې څخه توغولی دی.

دا اډه د مسکو شمال ته په ۸۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د امریکا د فضايي قومندانۍ په وینا؛ د روسیې سویوز راکټ ښايي داسې وسله ولري، چې د ځمکې په ټیټ مدار کې نورې سپوږمکۍ په نښه کولی شي.

ریابکوف د دغه تور په رد سره وویل؛ مسکو د واشنګټن له خوا خپاره شويو «جعلي خبرونو» ته ځواب نه ورکوي.

هغه ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې د امریکا دریځ ته په پام سره مسکو به خپله تګلاره بدله نه کړي او تل یې د ځمکې په ټیټ مدار کې د وسلو له ځای پر ځای کولو سره مخالفت کړی دی.

د روسیې د لوړ پوړو ډېپلوماټانو په توګه ریابکوف اکثرا د اټومي وسلو او بې وسلې کولو مسالو په اړه د هېواد دریځونه بیانوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روسیې د دفاع وزارت د یوې فضايي بېړۍ د استولو خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام د غويي په ۲۸ ترسره شوی دی.

وزارت د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

چین د امریکا له پوځ سره پر تړلو ۱۲ کمپنیو بندیزونه ولګول

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د چین بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د امریکا پر هغو ۱۲ شرکتونو او د دوی پر مهمو مشرانو یې بندیزونه ولګول چې د دغه هېواد پوځي صنعت کې ښکېل دي. دا وزارت زیاتوي، دا کار یې د امریکا له خوا د چین په مقابل کې د تایوان د وسلوالو او پر چینايي کمپنیو د بندیزونو په غبرګون کې وکړ.

د رویټرز د راپور له مخې؛ په دې بندیزونو کې د لاک هیډ مارټن، ریاتیون او جنرل ډینامېک کمپنۍ هم شاملې دي.

د دې بندیزونو له مخې؛ سر له نن څخه د دې کمپنیو شتمني په چین کې کنګل شوه او مشران یې هم دغه هېواد ته نه شي تللی.

تر دې مخکې واشنګټن د چین پر ځینو کمپنیو له روسیې سره د اقتصادي معاملو له امله بندیزونه ولګول.

خو چینايي چارواکي وايي؛ امریکا پر دغو کمپنیو له روسیې د اړیکو په پلمه کولو سره بې قانونه او یو طرفه بندیزونه لګولي دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت پر واشنګټن تور لګوي، چې د اوکرین کړکېچ کې یې بې طرفي پرېښودلې او یو طرفه اقتصادي جبر او زور وهلو ته یې مخه کړې ده.

بېجینګ پر امریکا دا تور هم لګوي، چې پر تایوان د وسلې پلورلو سره د یو موټي چین له اصولو او له دواړ اخیزو هوکړو سرغړونه کوي.