ریشي سوناک: په برېتانیا کې به پارلماني ټاکنې د جولای په څلورمه ترسره شي

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې به د جولای په څلورمه (د سرطان۱۴مه) پارلماني انتخابات ترسره شي.

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې به د جولای په څلورمه (د سرطان۱۴مه) پارلماني انتخابات ترسره شي.
د نظر پوښتنو له مخې؛ تمه کیږي چې کارګر ګوند به محافطه کاره ګوند ته چې ۱۴ کاله په واک کې پاتې شوی په دغو ټاکنو کې ماته ورکړي.
۴۴ کلن سوناک وویل، چې د هغه څه د مخه چې ځینې یې تمه لرله، ټاکنې به ترسره کړو.
سوناک نه یوازې په ټاکنو کې د کارګر حزب څخه وروسته پاتې دی، هغه په خپل ګوند کې هم یو څه منزوي شوی او یوازې د خپلو مشاورینو کوچنې ډلې پورې تړلی دی.
ښاغلي سوناک وویل: «اوس هغه وخت دی چې برېتانیا خپل راتلونکی وټاکي. موږ به د جولای په څلورمه عمومي ټاکنې ترسره کړو.»
داسې ښکاري چې سوناک خطر منلی او د خپلې نوې دورې د ټاکلو لپاره یې هر څه د رايه ورکوونکو په لاس ورکړي.
ښاغلي سوناک، څه کم دوه کاله وړاندې خپله دنده پیل کړه.


د ایرلنډ، اسپانیا او ناروې په اعلان سره د هغو هېوادونو شمېر ۱۴۰ ته ورسېد چې فلسطین په رسمیت پېژني. برېتانیا، امریکا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، اېټالیا، جاپان او سویلي کوریا تر اوسه فلسطین په رسمیت نه دی پېژندلی.
ایرلنډ، اسپانیا او ناروې د چهارشنبې په ورځ (د غبرغولي دویمه) اعلان وکړ، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژني.
د ایرلنډ لومړي وزیر سایمون هریس دغه اقدام د ایرلنډ او فلسطین لپاره یوه تاریخي او مهمه ورځ وبلله.
دا مهال د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۰هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د ۲۰۱۲کال له نومبر میاشتې راهېسې فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې له هغه وخت راهسې فلسطینیانو ته نوي حقونه په کمېټو کې د ګډون او وړاندیز کولو حق ورکړي دي؛ خو د رایې ورکولو حق یې نه دی ورکړی.
بلغاریا، چک جمهوریت، هنګري، رومانیا، مجارستان، قبرس، پولنډ او سلواکیا اروپايي ټولنه کې له شاملېدو مخکې فلسطین په رسمیت وپېژاند.
سویډن چې د دې اتحادیې غړی دی هم فلسطین په رسمیت پېژني.
د سلوانيا او مالتا په ګډون د اروپايي ټولنې څو نورو غړو هم د فلسطين په رسميت پېژندلو اعلان کړى دى.
په ورته وخت کې د شل کسیزې ډلې لس غړي هېوادونه لکه؛ ارجنټاین، برازیل، چین، هند، اندونیزیا، مکسیکو، روسیه، سعودي عربستان، سویلي افریقا او ترکیه فلسطین په رسمیت پېژني.
خو د دغه سازمان ۹غړي هېوادونه چې په کې برېتانیا، امریکا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، اېټالیا، جاپان او سویلي کوریا شامل دي، فلسطین په رسمیت نه پېژني.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف اعلان وکړ، چې دغه هېواد داسې وسله نه ده استولې چې د ځمکې په ټیټ مدار کې د نورو سپوږمکیو د څارنې او برید توان ولري. ریابکوف زیاته کړه، چې په دې اړه د امریکا راپور «جعلي خبرونه» دي.
د متحده ایالاتو فضايي قوماندانۍ د غبرګولي په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې روسیې د سویوز سپوږمکۍ راکټ د پلیسیتسک له هوايي اډې څخه توغولی دی.
دا اډه د مسکو شمال ته په ۸۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
د امریکا د فضايي قومندانۍ په وینا؛ د روسیې سویوز راکټ ښايي داسې وسله ولري، چې د ځمکې په ټیټ مدار کې نورې سپوږمکۍ په نښه کولی شي.
ریابکوف د دغه تور په رد سره وویل؛ مسکو د واشنګټن له خوا خپاره شويو «جعلي خبرونو» ته ځواب نه ورکوي.
هغه ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې د امریکا دریځ ته په پام سره مسکو به خپله تګلاره بدله نه کړي او تل یې د ځمکې په ټیټ مدار کې د وسلو له ځای پر ځای کولو سره مخالفت کړی دی.
د روسیې د لوړ پوړو ډېپلوماټانو په توګه ریابکوف اکثرا د اټومي وسلو او بې وسلې کولو مسالو په اړه د هېواد دریځونه بیانوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روسیې د دفاع وزارت د یوې فضايي بېړۍ د استولو خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام د غويي په ۲۸ ترسره شوی دی.
وزارت د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د چین بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د امریکا پر هغو ۱۲ شرکتونو او د دوی پر مهمو مشرانو یې بندیزونه ولګول چې د دغه هېواد پوځي صنعت کې ښکېل دي. دا وزارت زیاتوي، دا کار یې د امریکا له خوا د چین په مقابل کې د تایوان د وسلوالو او پر چینايي کمپنیو د بندیزونو په غبرګون کې وکړ.
د رویټرز د راپور له مخې؛ په دې بندیزونو کې د لاک هیډ مارټن، ریاتیون او جنرل ډینامېک کمپنۍ هم شاملې دي.
د دې بندیزونو له مخې؛ سر له نن څخه د دې کمپنیو شتمني په چین کې کنګل شوه او مشران یې هم دغه هېواد ته نه شي تللی.
تر دې مخکې واشنګټن د چین پر ځینو کمپنیو له روسیې سره د اقتصادي معاملو له امله بندیزونه ولګول.
خو چینايي چارواکي وايي؛ امریکا پر دغو کمپنیو له روسیې د اړیکو په پلمه کولو سره بې قانونه او یو طرفه بندیزونه لګولي دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت پر واشنګټن تور لګوي، چې د اوکرین کړکېچ کې یې بې طرفي پرېښودلې او یو طرفه اقتصادي جبر او زور وهلو ته یې مخه کړې ده.
بېجینګ پر امریکا دا تور هم لګوي، چې پر تایوان د وسلې پلورلو سره د یو موټي چین له اصولو او له دواړ اخیزو هوکړو سرغړونه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، د خارجه چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغوی دوه نور ملګري د مۍ د میاشتې په نولسمه نیټه د اذربایجان ولایت په شرق کې د هیلي کوپتر په حادثه کې مړه شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مړینې د ایران د واکمن رژیم په زعامت کې ستره تشه منځ ته را وړې ده، ځکه چې سید ابراهیم رئیسي یو عادی ولسمشر نه و.
هغه د امام خمیني د نهضت یو سابقه لرونکی او وفادار پلوی و چې د رژیم په ابتدايي ورځو کې یې د قضا د مهم غړي په حیث د رژیم بې شمیره مخالفین د اعدام په جزا محکوم کړي وو او د رژیم په افراطی پلویانو کې یې محبوبیت تر لاسه کړی و.
بیا هم په دې خبره پوهیدل لازم دي چې د ایران د اساسي قانون سره سم په رژیم کې تر ټولو ځواکمن مقام د ستر مذهبي مشر دی چې ولایت فقیه بلل کیږي.
د هغه په موجودګۍ کې اوسنۍ تشه دومره ستره نه ده چې اضطراري وضع یا کوم لاینحل سیاسي بحران منځ ته راوړي.
ابراهیم رئیسي د ایران اوسني ستر مذهبي مشر خامنه يي ته ډیر نزدې و او د دې خبرې ډیر امکان و چې د سپین ګیري خامنه يي د مړینې په صورت کې به ابراهیم رئیسي د هغه ځای ناستی وي.

د نوموړي مرګ پسې د ایران د اسلامي جمهوریت پلویان اوس مجبور دي له اساسي قانون سره سم نه یوازې په پنځوسو ورځو کې یو نوی ولسمشر انتخاب کړي، بلکې ورسره د ایران تر ټولو ځواکمنې چوکۍ یعنی ستر مذهبي مشر د راتلونکی کاندید هم ولټوي.
که څه هم ایران کې د ولسمشر او د پارلمان د غړو انتخاب د ټول ټاکنو په وسیله کیږي، خو د ایران اوسني اساسي قانون ستر مذهبي مشر تابه ته د ټول ټاکنو په پروسه کې د دومره مداخلت صلاحیت ورکړی دی چې په وجه یې د ټول ټاکنو اهمیت راغورځیدلی دی، ځکه په کې د ولس دلچسپي هم کمه شوې ده.
لږه موده وړاندې د پارلمان په ټاکنو کې د ایران په پلازمینه تهران کې تش اته فیصده رای ورکوونکو برخه اخستې وه، نو د ایران د اسلامي جمهوریت د مقاماتو لپاره به دا خبره مهمه وي چې په راتلونکو پنځوسو ورځو کې د ولسمشر د انتخاب په پروسه کې زیات خلک د رای ورکولو لپاره وهڅوي تر څو دغه ټاکنې د نړیوالو لپاره د باور وړ وګرځي.
د ایران په سیاسي اوضاعو نظر لرونکي په دې خبره پوهیږي چې د ایران د نوي ولسمشر په ټاکنو کې به سیالي په عمده ډول د افراطي مذهبې ډلو د مختلفو فریکسونونو تر منځه وي، ځکه چې معتدلې او اصلاح خوښونکې ډلې په تیرو څو کلونو کې په سیاسي توګه ضعیفې شوې دي او په ظاهره د ټاکنو د ګټلو چانس نه لري، خو برعکس د امریکا او اسراییل په مقابل کې سخت دریځه مذهبی زعامت د ایران په سیاست غلبه تر لاسه کړې ده.
سره د دې چې د امریکا له خوا په ایران لګیدلو بندیزونو د ایران د عادی اتباعو لپاره ژوند سخت او تریخ کړی دی، د ایران د اسعارو ارزښت راغورځیدلی دی، خو په مذهبي شعارونو سربیره د ایران مذهبي مشرتابه په منځني ختیځ کې د خپل سیاسي او پوځي نفوذ په خورولو سره د ایران وګړي ډاډمن کړي دي چې ګویا دغه رژیم ایران په یوه سیمه ییز ځواک بدل کړی دی.
باید دا خبره هم هیره نه کړو چې د ایران اسلامي جمهوریت یوه مذهبي دکتاتوري ده او په دغه هیواد کې د سیاسي مخالفینو بندي کول ، شکنجه کول او حتا پانسي کول یو معمول ګرځیدلی دی.
د ایران واکمن رژیم د خپلو مخالفینو د سرکوبولو کار د ملي لږه کیو لکه د کردانو او بلوڅانو په سیمو کې زیات په شدت سره کوي، دوه کاله وړاندې د ایران د ښځو په مشرۍ د ولسي پاڅون په ضد د رژیم اختناق د نړیوالو مخالفتونه راپارولي وو.

که څه هم د ایران د ولسمشر مړینه به د ایران په خارجي سیاست کې کوم خاص بدلون نه راولي، ځکه چې د ایران خارجي سیاست د مذهبي مشرتابه او له هغوي سره تړلو پوځې موسسو له خوا تشکل مومي او د ایران ولسمشر او خارجه وزارت د دغه سیاست د پلي کولو مسولیت په غاړه لري، خو بیا هم ولسمشر او خارجه وزیر نړۍ ته د رژیم د څهرې حیثیت لري.
د مثال په توګه د ایران د اصلاح خوښي پخواني ولسمشر حسن روحاني په مشرۍ رژیم په نسبي توګه معتدل رژیم ګڼل کېده.
له هغه سره د خبرو د امکاناتو او نتایجو په باره کې یوه نسبي خوشباوري وه، برعکس د فقید رئیسي په مشرۍ لږه موده وړاندې د اسرائیل سره د نیغ په نیغه پوځي شخړې د پراخیدو خطر احساسیده، اوس هم د اسرائیل او امریکا سره د ایران په مناسباتو کې د ترینګلتیا کچه لوړه ده.
که بنیادم د منځني ختیځ په سیاسي اوضاع نظر وځغلوي، نو په دې پوهیدل ګران نه دي چې اسرائیل ته په دغه سیمه د ایران پوځي قوت یواځینې چیلنج ښکاري، په خاصه توګه امریکا او اسراییل دواړه د ایران له خو د هستوي بم د جوړولو د پروژې مخنیوی غواړي، په داسې شرایطو کې د ایراني رژیم د نوې څهرې په توګه د ایران د نوي ولسمشر د ټاکلو پروسې ته به د نړۍ او د سیمې خلک خاصه پاملرنه وکړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره هم د ډیرو نزدو ګاونډي هیوادونو په حیثیت په ایران کې سیاسي بدلونونه خاص اهمیت لري.
افغانستان کې د نولس سوه نوییمو کلونو برعکس له یوې خوا د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو سره نزدې اړیکې لري او له بلې خوا یې د طالبانو په ضد مبارزه کوونکو ځینې ډلو سره هم مناسبات لري، نو د طالبانو لپاره د ایران پرمختګونه د پام وړ دي، هسې هم په افغانستان کې هر واکمن رژیم لپاره د ایران په سیاسی بدلونونو ځان پوهول خاص اهمیت لري.
هم دغه رنګه پاکستان او ایران دواړه له یوبل سره د ضدونقیض اړیکو اوږد شالید لري، ایران په پاکستان باندې تور لګوي چې د غربي هیوادونو په پشتیبانۍ د جیش العدل غوندې سني افراطي ډلې د پاکستان د خاورې نه د ایران په ضد تخریبي عملیات کوي، له بلې خوا پاکستان هم ایران ته ګوته نیسي چې د هغه د خاورې نه بلوڅ بیلتون خوښي پاکستان کې پوځې بریدونه کوي.
د هم دغه تاوتریخوالي له کبله څو میاشتې وړاندې ایران او پاکستان د یوه بل په ضد د میزایلو په وسیله بریدونه کړي وو، د دغه تنش د له مینځه وړلو لپاره د ایران فقید ولسمشر د اپریل په میاشت کې پاکستان ته سفر هم کړی و، نو ځکه پاکستان د ایران په دولتي زعامت کې راتلونکی بدلونونه په دقت سره څاری .
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د ناروې حکومت د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې هیواد یې غواړي فلسطین د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژني. د ایرلېنډ دولتي ټلویزون د یوه راپور له مخې چې ایرلېنډ او اسپانیې مشران به هم ورته یوه خبرپاڼه خپره کړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وايي؛ چې د ناروې او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو لخوا به په رسمي ډول د فلسطین په رسمیت پیژندل به په شپږو ورځو کې ترسره شي.
د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار اسټوره وايي؛ چې د دوه هېوادونو تر منځ حل لاره د اسراییلو او فلسطین تر منځ د سولې د ټینګښت لپاره یوازینې مناسبه سیاسي حل لاره ده.
د ناروې د لومړي وزیر دفتر د چهار شنبې په ورځ د (غبرګولي دویمه) په اېکس پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې د ناروې د لومړي وزیر له قوله لیکلي: «په دغه نازک وخت کې، د فلسطین په رسمیت پيژندلو څخه زموږ موخه په سیمه کې د سولې لپاره د یوه هر اړخیز پلان ملاتړ دی.»
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی؛ چې موږ باور لرو چې د دوو هېوادونو حل لاره د اسراییل په ګټه ده.
د اسپانیې حکومت یوه چارواکي ویلي؛ چې لومړی وزیر پیډرو سانچیز پلان لري چې د چهارشنبې په ورځ فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپیژني.
د اسراییل اعتراض
اسراییل د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو د ایرلېنډ او ناروې د پرېکړې په غبرګون کې له دغو دوو هېوادونو څخه خپل سفیران د بیړنۍ مشورې لپاره ورغوښتي دي.
د اسراييل د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې که اسپانيا فلسطين په رسميت وپېژني، له دغه هېواده به د اسراييل سفير هم د مشورې لپاره وروغوښتل شي.