• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ريشي سوناک: که ټاکنې وګټو نو د ځوانانو لپاره د «ملي خدماتو» وړاندې کول به جبري کړو

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د برتانیا لومړي وزیر ویلي، چې که محافظه کار ګوند ټاکنې وګټي، نو د ۱۸ کلونو څخه پورته عمر لرونکو ځوانانو لپاره به د «ملي خدماتو» وړاندې کول جبري کړي. ريشي سوناک وویل، چې دا پاليسي به د ټولنې په متحد کولو او د ځوانانو ترمنځ د «ګډ هدف» په موندولو کې مرسته وکړي.

محافظه کار ګوند ویلي، چې د دغه پلان له مخې به له ۱۸ کلونو پورته عمر لرونکي ځوانانو ته دوه اختیاره وړاندې شي.

ځوانان باید د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د یو کال خدمت او په میاشت کې یو ځل د اونۍ اخري دوې ورځو کې د «رضاکاری» ترمنځ یو غوره کړي.

د دې ګوند په پلان کې راغلي، چې په رضاکاری کې به د ځایی اور وژنې څانګې سره مرسته، د خیریه موسسو سره همکاري، د یوازیتوب سره مبارزه او د زړو او جلا شویو خلکو ملاتړ شامل وي.

په ورته وخت کې د اپوزيسيون کارګر ګوند وايي، چې دا پلان به هيڅکله نتیجه ورنکړي او د محافظه کار ګوند له خوا یو بله «نه عملي کیدونکې ژمنه» ده.

د محافظه کار ګوند چارواکو اټکل کړی، چې دا پروګرام به د لسیزې په پای کې ۲.۵ ملیارد پونډه لګښت ولري.

محافظه کارانو ادعا کړې، چې د دې پلان له يو ميليارډ څخه ډېره بوديجه به د ماليې د نه ورکړې د مخنيوي پروګرام له لارې تر لاسه شي.

محافظه کاران وايي، چې د دې پلان د پلي کولو لپاره به یو شاهي کمیسیون جوړ شي، چې د پوځي او مدني ټولنې متخصصین به ورته معرفي شي او د پلان د جزیاتو په اړه به کار وکړي.

په بريتانيا کې به د روان کال د چنګاښ په څلورمه نېټه عمومي ټاکنې وشي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د رییسي د چورلکې د سقوط پرمهال د «امام زمان» د شتون په اړه د یو ایراني چارواکي څرګندونې

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۲۰:۵۸ GMT+۱

د نیشاپور والي مهدي دونده وایي، چې «امام زمان» د ابراهیم رییسي د چولکې د نسکورېدې پر مهال په سیمه کې و، خو ټاکل شوې نه وه چې په معجزې سره کوم کار وکړي. امام زمان د افغانستان او ایران د مسلمانانو ترمنځ د شیعه ګانو د دولسم امام په توګه پیژندل کیږي.

د نیشاپور والي مهدي دونده د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۵مه) د رييسي د جنازې په مراسمو کې وویل: «یو کس، چې په نیشاپور کې امام زمان ته نږدې دی، د چورلکي د غورځېدو په شپه یې هغه غایب امام د مثلث په شکل ولیدی، چې د مثلث یو اړخ د امام عصر د استوګني ځای، بل اړخ ته د چورلکي د غورځېدو سېمه او بل اړخ ته د اتم امام زيارت وو.»

نوموړي د دغه کس په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی زیاته کړې: «کله چې د رییسي چورلکه ولوېدله، نو هغه په ​​تشویش سره تګ راتګ کوو؛ خو په پای کې یې وویل، چې موږ په معجزو خپل کار مخ ته نه وړو.»

په داسي حال کې، چې ایران اعلان کړی و، چې د رییسي د چورلکې د هوا د خرابوالي له امله نسکوره شوې ده. خو دغه چارواکي ویلي، چې د رييسي مړينه د هيواد او هغه په ګټه وه.

هغه په ​​دې اړه نور جزییات ورنکړل چې د رییسي په مرګ کې کومه «ګټه» وه.

د شیعه مذهبی عقیدې له مخې، د شیعه ۱۲م امام لا تر اوسه ژوندی دی مګر د ۱۴ پیړیو راهیسې غایب دی.

په همدې حال کې د ایران اسلامي جمهوري په دې باور دی، چې مشر یې د امام زمان ځای ناستی دی.

ایران او سوډان په دغو دوو هېوادونو کې خپل سفارتونه بیا پرانیزي

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د ایران مهر خبری اژانس وایی، چې د سوډان د بهرنیو چارو وزیر حسین عواد علی او د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علی باغی کنی د دغو دواړو هیوادونو د سفارتونو د کار له بیا پیلولو سره هوکړه وکړه .

دا هوکړه ایران ته د سوډان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال شوې. هغه د ابراهیم رئیسي جنازې ته د درناوي لپاره تهران ته سفر کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تېر کال په نیمایي کې وویل، چې د ایران او سوډان حکومت به د دواړو هېوادونو د ګټو د تامین لپاره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړي.

په دغه کتنه کې د ایران او سوډان د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او په دواړو هېوادونو کې یې د خپلو سفارتونو بیا پرانستل د دغه اړیکو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه موضوع وبلله.

ایران او سوډان له اووه کلن ځنډ وروسته تېر کال د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیا پیلولو اعلان کړی و.

د پاکستان پوځ وايي، دوه پوځيان یې په خیبرپښتونخوا کې د نښتې پر مهال وژل شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، د خیبرپښتونخوا پېښور په حسن خيلو سیمه کې د پاکستان پوځ دوه عسکر له وسله والو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي. پوځ وايي، په دغه سیمه کې یې چاڼیز عملیات روان دي او تر اوسه پورې یې پنځه وسله وال وژلي او درې ژوبل شوي.

د پاکستان پوځ رسنیزې څانګې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار یکشنبه د (غبرګولي شپږمه) د دغه ایالت پېښور په حسن خيلو سیمه کې د پاکستان پوځ چانیز عملیات روان دي چې له وسله والو سره په مخامخ نښته کې یې دوه پوځيان وژل شوي او په جګړه کې یې پنځه تنه وسله وال وژلي او درې نور ټپیان دي.

تر اوسه پورې د ټي ټي پي وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ډیرو سیمو کې امنيتي حالت تر پخوا ډیر ترینګلی شوی او هدفي وژنې ورځ تر بلې ډیريږي.

په دغو دواړو صوبو کې هم مهاله د پاکساني پوځ له لوري چانيز عملیات هم روان دي.

د هند ګجرات ایالت په یوه تفریحي ځای کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۸ GMT+۱

هندي چارواکي وايي، په لوېدیځ ګجرات ایالت کې د یوه تفریحي ځای دننه په اورلګېدنې کې د نهو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي. تر اوسه پورې د دې اور لګېدنې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.

دغه پېښه د شنبې په ماښام د (غبرګولي پنځمه) رامنځته شوې چې د پېښې خپرو شويو انځورونو ته په کتو دغه اور د اور وژنې ډلو له لوري مهار شوی.

د انډیا ټوډي د راپور له مخې تر اوسه پورې د اور لګېدنې لامل نه دی معلوم او د ګجرات ایالت وزیر ویلي دي چې پولیسو په دې برخه کې خپلې پلټنې پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې په دغه تفریح ځای کې د کمپیوټر کیمونو کلب و چې تر ډېره بریده به پکې ماشومانو ګېمونه کول.

اسراييل د نړيوالې محکمې د پرېکړې سربیره پر غزې بريدونو ته زور ورکړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۲۲:۰۳ GMT+۱

فلسطیني ډاکټرانو د شنبې په ورځ ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په نویو بریدونو کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د ملګرو ملتونو د عالي محکمې قاضیانو اسراییلو ته امر وکړ چې د غزې په سویلي ښار رفح خپل بریدونه ودروي.

که څه هم اسراییل د فلسطیني وسله والې ډلې حماس پر ضد خپل برید ته زور ورکړی، خو د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې به راتلونکې اونۍ بیا پیل شي.

سرچینو ورویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د خبرو اترو دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د اسراییلو د استخباراتي ادارې موساد مشر د سي آی اې له مشر او د قطر له لومړي وزیر سره وکتل.

سرچينې زياته کړه: "د غونډې په پاى کې پرېکړه وشوه، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د مصر او قطر په منځګړيتوب، او د امريکا د فعالې ونډې پر بنسټ خبرې اترې پيل شي."

حماس سمدستي د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي.

په غزه کې د اوو میاشتو جګړې وروسته، منځګړي هڅه کوي چې د خبرو اترو په برخه کې پرمختګ وکړي او دغه جګړه پای ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییل غواړي هغه کسان چې د حماس له خوا یرغمل شوي، خوشي، خو حماس به د اسراییل په زندانونو کې د بندي فلسطینیانو د ازادولو په لټه کې دی.‌

سره له دې چې د جکړې د درولو لپاره د منځګړو هڅې روانې دي او د ملګرو ملتونو د عالي محکمې قاضیانو اسراییلو ته امر کړی چې په رفح کې خپل پوځي عملیات سمدستي ودروي، خو بیا هم په غزه کې جګړه روانه ده. اسراییل وايي، د حماس ډلې د لمنځه وړلو په موخه یې جګړه جالري ساتلې ده.‌