• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له سېلاب ځپلو سره د ایران د بشري مرستو دویمه جوپه بلخ ته ورسېده

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ايران د بشري مرستو دويمه جوپه بلخ ته ورسېده او طالبانو ته وسپارل شوه. په مزارشريف کې د ايران کونسل حميد رضا احمدي وايي، په دغو مرستو کې درمل، غالۍ، کمپلې، بسترې، خوراکي توکي، خيمې او نور توکي شامل دي.

د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ایران د بشري مرستو لومړۍ الوتکه د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي درېیمه) په مزارشریف کې طالبانو ته سپارل شوې وه.

د دغو مرستو دویمه جوپه د شنبې په ورځ بلخ ولایت ته ورسېده.

د دانشجویان ایران په نوم خبري اژانس د خبر له مخې، چې دغه مرستې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په غوښتنه افغانستان ته استول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو څو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له وروستیو بارانونو او سېلابونو راوتلو وروسته سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

حکمت کرزی: د نجونو پر زده‌کړو بندیز په اسلام او افغاني کلتور کې هیڅ رېښه نه لري

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال په نړېوال امنیتي کنفرانس کې ویلي، چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز هېڅ دیني دلیل او له افغاني کلتور سره ریښه نه لري. حکمت کرزي د نړۍ له هېوادو وغوښتل چې له طالبانو سره خبرو کې د نجونو د زده‌کړو پر ارزښت ټینګار وکړي.

حکمت خلیل کرزي په نړېوال امنیتي کنفرانس کې د نجونو د زده‌کړو، په افغانستان کې د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیتونو، په دغه هېواد کې د بشري ناورین او د ګونتانامو زندان په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي کرزي وویل؛ افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي یا پوهنتون ته نه شي تللی او نه هم کار کولای شي.

هغه زیاته کړه، د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بندیز هېڅ توجیه نه لري او ټینګار یې وکړ، چې دا موضوع په اسلام او افغاني کلتور کې رېښه نه لري.

حکمت کرزي د افغانستان په تېر حکومت کې د ښځو د زده‌کړو او د رایې ورکولو حق ته په اشارې سره وویل چې د طالبانو دغه کړنه په افغانستان کې هیڅ کلتوري تاریخ نه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال مخ په زیاتیدونکې توندلارۍ او بې وزلۍ ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې که د ځوانانو د زده‌کړو موضوع ته پام ونه شي، «ترهګرې ډلې به دغه ځوانان خپل کړي.»

د کرزي په وینا ځوانان د مایوسۍ او د پرمختګ فرصت د نشتوالي له امله له ترهګرو ډلو سره یوځای کیږي.

حکمت خلیل کرزي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې په افغانستان کې د امریکا پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې امریکا په «غچ اخیستنې» افغانستان ته ور دننه شوه.

هغه وویل؛ چې امريکا د القاعده او طالبانو د غړو د نيولو ترڅنګ «په سلګونو عام افغانان هم ونيول او د ګونتانامو او بګرام زندانونو ته يې ولېږل.»

حکمت کرزي د سولې په برخه کې د طالبانو د لېوالتیا په اړه زیاته کړه، چې «د طالبانو ډېر لوړ پوړي قوماندانان تسلیم شول او د سولې وړاندیزونه هم وشول، خو موږ هېڅکله ونه منل، ځکه موږ سولې ته لېواله نه وو.»

خلیل کرزي په افغانستان کې د اقلیمي بدلون خطرناکو پایلو ته هم اشاره وکړه چې په کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د مرګونو سېلابونو راوتل هم شامل دي او ویلي یې دي چې «خلک د طالبانو د رژیم له امله چې هلته شتون لري ځوریږي.»

هغه زياته کړه، چې طالبان د بشر ضد سياستونو او د ملايانو د حکومت جوړولو له امله منزوي شوي او دې وضعيت ټول هېواد ته ستونزې پيدا کړې دي.

حنیف اتمر: په افغانستان کې له دوو زرو زیاتو سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته کوو

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۵:۱۸ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو مخکنی وزیر حنیف اتمر وايي، د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له دوو زرو زیاتو زیامنو کسانو سره مرسته کوي. اتمر وايي، د «سولې او عدالت ګوند» غړي د غور، فاریاب او بدخشان ولایتونو له شاوخوا درې سوه کورنیو سره مرستې کوي.

هغه وايي، دغه مرستې تر هغو کورنیو رسوي چې لا یې مرستې نه وي ترلاسه کړې.

ښاغلي اتمر د شنبې په ورځ د (غبرګولي پنځمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د «سولې او عدالت ګوند» د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره د مرستو تر څنګ هڅه کوي چې د نړېوالو مرستو راجلبولو لپاره د معلوماتو په راټولو کې هم مرسته وکړي.

هغه وايي، ګوند به یې له شاوخوا درې سوه کورنیو سره د یوې میاشتې خوراکي توکو مرسته وکړي.

حنیف اتمر د پخواني حکومت له چارواکو یو دی چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمونو سره مرستې اعلانوي.

زرغون بهیر: د طالبانو په استخباراتو کې د کندهاريانو او حقاني شبکې ترمنځ مخالفت زور اخیستی

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۴:۳۳ GMT+۱

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر ویلي چې په وروستیو دوو میاشتو کې په ولایتونو کې د طالبانو په استخباراتي ریاستونو کې بدلونونو د دغې ډلې ترمنځ مخالفتونه ډیر کړي. دغه سیاسي بهیر وايي چې د طالبانو استخبارات د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې تر منځ وېشل شوي دي.

د افغانستان زرغون بهیر د استخباراتو څانګې د شنبې په ورځ د (غبرګولي پنځمه) لیکلي چې د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د ملا وثیق چې د هبت الله له ملاتړه برخمن دی او د حقاني شبکې تر منځ وېشل شوی دی.

دغه سیاسي بهیر وايي،دا مهال د دغو دوو لوریو تر منځ د کابل ولایت د استخباراتو په اداره کې چې د ملا وثیق له خوا یې ملاتړ کیږي مخالفت روان دی.

زرغون بهیر لیکلي، عبدالله غزنوي چې د ملا وثیق زوم دی، د حقاني شبکې له نیوکو وروسته د وثیق د دفتر له ریاسته لرې شوی.

دغه بهیر وايي چې اوس د طالبانو د استخباراتو د څانګې د بهرنیو اړیکو مشر د ملا وثیق لمسی شمس الله په نوم یو کس دی، په داسې حال کې چې حقاني شبکه د طالبانو د استخباراتو د څانګې د لومړي مرستیال تاجمیر جواد ملاتړ کوي.

د زرغون بهیرد ادعا له مخې د وثیق او تاجمیر ترمنځ اړیکې خړې پړې دي او ملا هبت الله یوازې یو ځل له تاجمیر سره لیدلي دي.

د زرغون بهیر په وینا تاجمیر هڅه کوي چې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو اوسنی مشر له واکه لیرې کړي، د زرغون بهیر د راپور له مخې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ دغه مخالفتونه د دې لامل شول چې دواړه ډلې وسلې ته لاس کړي، خو کندهاري طالبانو د دوی تر منځ راغلي.

زرغون بهیر وايي، په دې وروستیو کې د طالبانو د استخباراتو په عمومي ریاست کې بدلونونه راغلي چې د دغې ادارې د ولایتي رییسانو نوی نوملړ به خپور شي.

د طالبانو تر منځ د وسله والو نښتو او د واک د وېش پر سر د دغې ډلې تر منځ د مخالفتونو له راپورونو سره سره، طالب چارواکو تل دغه اختلافات رد کړي دي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت په بدخشان کې د «سیاحتي جاذبو درې ورځنی کنفرانس» جوړ کړ

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د بدخشان په پوهنتون کې درې ورځنی د «سياحتي جاذبو کنفرانس» نن پيل کړ. طالب چارواکو په دې کنفرانس کې وويل؛ هڅه کوي، چې د هېواد سیاحتي صنعت ته وده ورکړي؛ څو تاريخي او سياحتي ځایونو ته بهرني سېلانيان را جذب کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن شنبه پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره کړي اعلامیه کې ویلي، چې د بدخشان پوهنتون په دې کنفرانس کې د طالبانو د رییس الوزرا ادارې مرستیال عبداسلام حنيفي، د لوړو زده کړو، اقتصاد، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو طالب چارواکو او نورو طالب مشرانو ترڅنګ، د پوهنتون استادانو، لیکوالانو او څېړونکو برخه اخیستې.

د لوړه زده کړو وزارت د طالبانو د اقتصاد وزير دین محمد حنيف له قوله ليکلي: « موږ هڅه کوو په افغانستان کې سیاحتي صنعت ته وده ورکړو او د افغانستان کلتور او تمدن تر نورو ورسوو.»

په کنفرانس کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري معين سعدالدین سعید وویل، چې بهرني او داخلي سيلانيان کولای شي له ځنډ او خنډ پرته له ټولو سېمو لیدنه وکړي.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنيفي بيا له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د افغانستان ښکلاوي نړۍ ته وړاندي کوي او د سیاحتي جاذبو لیدلو په اړه پوهاوي لوړوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندامحمد نديم بيا د سياحتي جذبو اړوند د مقالو لیکل ارزښتناکه بللي او ويلي يې دي، چې دا ډول هڅې د سيالانيانو د جذب لپاره ګټوري دي.

نديم د دې ترڅنګ وايي: «مشرتابه خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د مالیو معافولو سلسله پیل کړې، مشرتابه هوډ لري چې د بېوزلو لپاره په ځینو برخو کې مالیې معاف کړي.»

هغه زياتوي، چې له بېلابېلو وزارتونو سره په همغږۍ کې یې په ودانیزو پروژو کې خپلو علمي او مسلکي کدرونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د بدخشان پوهنتون استاد نظرمحمد نيازي ګرځندويي د هيوادونو د عاید درېیمه سرچينه وبلله او زياته یې کړه: « موږ په ګډه هڅه کوو دغه عاید ته لاره پرانيزو.»

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخي؛ په دې کنفرانس کې به د افغانستان د ګرځندوی صنعت د پراختيا، د لرغونو سېمو او سياحتي ظرفيتونو او د بېلابېلو سېمو د پېژندنې اړوند مقالې هم وړاندي شي.

بدخشان د افغانستان یو له هغو سېمو دی، چې شنه، تاريخي، د تفريح او ليدو ځايونه لري.

څه موده مخکي د دې ولایت د خلګو او ځايي طالبانو ترمنځ د کوکنارو د کښت په اړه لانجې هم رامنځ ته شوې وې.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره افغانستان ته د بهرنيو سيالانو تګ زيات شوی.

طالبان پر داسي مهال د سياحتي جاذبو ملي کنفرانس جوړوي، چې د ثور په ۲۸ مه د جمعې په ورځ په باميانو کې وسله والو په يو بريد کې درې اسپانوی سیلانیان او درې افغانان ووژل.

او یو هسپانوي او یو لیتوانیایي ټپیان شول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د څلورو بهرنیو سېلانیانو په ګډون د ۷ کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی و.

د دغه بريد مسوليت داعش پر غاړه اخیستی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په بامیان کې یې د دغه وسله وال برید په تړاو اووه کسان نیولي دي

عبدالسلام حنيفي: د واخان له لارې د چين او افغانستان نښلولو ته ژمن يو

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال په بدخشان کې د «سياحتي جاذبو کنفرانس» کې وويل، چې د واخان له لارې د چين سره دافغانستان نښلولو ته ژمن دي او د دې لاري پر جوړېدو به کار وکړي. بل لوري بيا د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د اقلیم په ککړتيا کې لویديځ ملامت کړ.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن شبنه د بدخشان پوهنتون په «سياحتي جاذبو کنفرانس» کې د رییس الوزرا د ادارې مرستیال عبدالسلام حنيفي هغه خبرو ته اشاره کړې، چې ويلي دي: « د واخان له لارې له چين سره د افغانستان نښلولو ته ژمن یو.»

حنيفي په دې کفنرانس کې ويلي، چې د ابرشيم لاره به بيا جوړوو او افغانستان به د واخان له لارې له چين سره نښلوو.

د واخان دهلیز د بدخشان په پامیر غرونو کې موقعیت لري او له شمال ختیځ څخه افغانستان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.

دغه دهلیز د افغانستان او د چین د شینجک یا کاشغر سیمې تر منځ یوازېنۍ نښلېدونکې لار ده.

بل لورې د طالبانود لوړو زده کړو وزارت عملي مستیال لطف الله خيرخواه په دې کنفرانس کې ويلي، چې غرب د خپلو ګټو لپاره چاپيريال ککړ کړی دی.

هغه په دې اړه زياتوي: « دغې ککړتیا اقلیمي بدلون راوستی او افغانستان هم د همدغه اقلیمي بدلون قرباني دی.»

طالبان وايي، د کنفرانس جوړېدو موخه د ګرځندوی صنعت ته پراختيا، نړۍ ته د لرغونو سېمو، او د افغانستان د ښکلاوو پېژندل دي.

دغه درې ورځني کنفرانس د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د بدخشان په پوهنتون کې نن پيل شو.

طالبان وايي، چې د کنفرانس پر مهال د لیکوالو او څېړونکو له لوري د موضوع اړوند مقالې به هم وړاندي شي.