• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قطري چارواکي وايي، په افغانستان کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۸:۲۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د قطر د سرې میاشتې د بشري مرستو او نړېوالې پرختیا د مسوول له قوله ويلي، چې دغه هیواد په پام کې لري چې په افغانستان کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي. طالبانو دا نه دي ویلي چې دغه روغتیايي مرکزونه به په کومو سیمو کې جوړیږي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن دوشنبه د (غبرګولي اومه) په ایکس پاڼه د قطر سرې میاشتې د بشري مرستو او نړېوالې پرختیا د مسوول محمد صلاح الدین ابراهیم له قوله لیکلي چې قطر غواړي په افغانستان کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

دغه ټلویزیون د قطري چارواکي په حواله ويلي، چې دغه روغتیايي مرکزونه به په کلني ډول شاوخوا د دوه نیم لکو ښځو او ماشومانو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تېره اونۍ د طالبانو باختر اژانس خبر ورکړی و، چې د قطر د سرې میاشتې لخوا د کندهار ولایت په ډڼد ولسوالۍ کې د ۲۴۳ زرو امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړېږي.

قطر یو د هغو ګوتو په شمېر هېوادونو څخه یو دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او له دغې ډلې سره یې له پخوا څخه خواخوږي لرله.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې، د قطر سره مياشت غواړي افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو لپاره کورونه جوړ کړي.

طالبان د همدې بنسټ د چارواکو په حواله وايي، چې تر مشورو وروسته به د کورنو د جوړېدو شمېر شریک کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، د هوا په ښه کېدو سره به د سالنګ لویې لارې د رغونې چارې بیا پیل کړي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۸ GMT+۱

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د سالنګ لویې لارې د بیا رغونې پاتې چارې به د هوا په ښه کېدو سره پیل کړي. د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د دوشنبې ورځ د (غبرګولي اومه) د یاد وزارت په حواله خبر ورکړی، چې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې قرارداد له دریو شرکتونو سره نوی شوی.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت د روان کال په غوايي میاشت کې دېته ورته خبرپاڼه خپره کړې وه.

هغه مهال یاد وزارت ویلي وو، چې د هوا په ښه کېدو سره به د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شي.

طالبانو تېر کال ویلي وو، چې د سالنګ لویه لاره یې رغولې ده.

لوړپوړو طالب چارواکو د سالنګ لاره د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته.

له هغه وروسته يو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته د يوې ويډيو په لېږلو سره وويل. چې طالبانو د سالنګ لويې لارې د بيارغونې چارې نه دې بشپړې کړې.

سالنګ د افغانستان یوه له مهمو لویو لارو څخه ده چې د هېواد څو شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي.

یونېسف: هره ورځ ۲۲ زره سېلاب ځپلو ته د څښاک پاکي اوبه رسوو

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په افغانستان کې د ورستیو سېلابونو له امله د اوبو رسولو شبکي ویجاړي شوي دي او دوی هره ورځ ۲۲ زره کسانو ته د څښاک پاکي اوبه ورکوي. دغه اداره وايي، له سېلابونو وروسته دغه خلک له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د یک شنبې په ورځ د (غبرګولي شپږمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې په افغانستان کې د ورستیو سېلابونو له امله د اوبو رسولو شبکې ویجاړې شوې او د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري .

دغه اداره وايي، ډیری کورنۍ د څښاک، پخلي او ځان مینځلو لپاره د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

یونېسف وايي، هره ورځ د دغو سېلاب ځپلو کسانو لپاره د اوبو ټانکرونه لیږدوي او د هر کس لپاره ۱۵ لېټره اوبه ورکوي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوولانو،په اېکس پاڼه د یوه انځور په خپرولو سره ویلي؛ هره ورځ ۲۲ زره کسانو ته پاکي اوبه رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ورستیو سېلابونو راوتلو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان مړه، سلګونه د اوسېدو کورونه ویجاړ شوي، زرګونه کسان زیانمن شوي او په خوراکي توکو سربېره د څښاک پاکو اوبو او درملو ته لاسرسی نه لري.

پاکستاني چارواکي وايي، د ټي‌ټي‌پي ۱۱ غړي یې پر چینايي انجنیرانو د برید په تړاو نیولي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۵:۵۷ GMT+۱

پاکستاني چارواکو ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان ۱۱غړي یې پر چینايي انجنیرانو د شوي ځانمرګي برید په تړاو نیولي دي. ‏د پاکستان دوو لوړپوړو چارواکو د یکشنبې په ورځ لاهور کې رسنیو ته ویلي چې له نیول شوې ډلې ځينې اسناد هم په لاس ورغلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دغه خبر د پاکستان د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې ادارې مشر رای طاهر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړ.

رای طاهر د یکشنبې ورځ د (غبرګولي شپږمه) رسنیو ته ویلي، «هغه ګرځنده ټیلیفون چې ځانمرګي بریدګر له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره د اړیکې لپاره کارولی و د نورو شکمنو کسانو د نیولو لامل شو.»

ښاغلی طاهر زیاتوي چې، څېړنې او اسناد دا ډاګیز کوي چې «وسله والو په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو څخه امر اخيست.»

ټي‌ټي‌پي تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو دفاع وزارت هغه مهال ویلي و چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي او ویلي یې و، د خیبرپښتنخوا هغه سیمه چې چینايي وګړي پکې په نښه شوي، د پاکستاني پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده. او د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې یې له مسوولیت څخه د هغوی تېښته بللې وه.

محسن نقوي: د دوه اړخیزو ښو اړیکو د ساتلو لپاره باید طالبان د ټي‌ټي‌پي مشران راوسپاري

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستاني طالبان په دغه هیواد کې د پنځو چینايي انجینرانو د وژنې مسوول دي. محسن نقوي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د«دوستانه اړیکو د ساتلو لپاره» دې د نور ولي محسود په ګډون د ټي‌ټي‌پي مشران پاکستان ته ور وسپاري.

د مارچ په ۲۶مه د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د چینايي انجینرانو پر کاروان یوه ځانمرګي بریدګر د پنځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ کسان ووژل.

پاکستاني طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر په لاهور کې په یوه خبري غونډه کې طالبانو ته په وینا کې وویل: «موږ د طالبانو له موقت حکومت څخه غواړو چې د نور ولي محسود په ګډون د تحریک طالبان پاکستان مشران ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري. چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې وساتل شي.»

د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو د مشرانو او غړو د شړلو او پاکستان ته د ورسپارلو په اړه د اسلام اباد غوښتنه رد کړې ده. دغه راز طالبانو د ټي ټي پي د هرکلي ترڅنګ په خيبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو د وسله والو فعاليتونو مسووليت هم رد کړی او دغه ډله يې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

نقوي وويل، په بشام کې پر چينايي وګړود بريد تر شا د تحريک طالبان پاکستان لاس و او په تړاو يې ترهګر نيول شوي دي.

هغه وویل: «موږ په دې قضیه کې داسې اسناد لرو چې منکرېدل ترې ناشوني دي.»

نقوي خبرداری ورکړ چې «ترهګر د افغانستان د موقت حکومت (طالبانو) له کمزورۍ ګټه پورته کوي او له ډیورنډ کرښې هاخوا د پاکستان امنیت ته ستونزې جوړوي.»

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی د دواړو هېوادونو تر منځ پر ډیورنډ کرښه څارنه ګړندۍ کړې ده.

سرچینې وايي، نامعلومو وسله والو په بلخ کې د یوه سوداګر وړوکی زوی تښتولی دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۳:۳۹ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ناپېژاندو وسله والو چې طالبانو ته ورته دي د یکشنبې ورځ په مزارشریف کې د یوه سوداګر حاجي عبدالله پنبه پلورونکي زوی، تښتولی دی. انسان تښتوونکي د دغه ماشوم له تښتولو وروسته په کراره له دغې سیمې په موټر کې تښتېدلي.

د یوه کور د امنیتي کمرې له خوا د ثبت شوې ویډیو له مخې، درې تنو ناپېژانده وسله والو یو ماشوم چې پر لاره روان وپه زوره خپل موټر ته پورته کړ او ویې تښتاوه.

تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د یوه غږیز فایل له مخې د طالبانو د امنیتي ځواکونو یو مسوول د ښاري ناحیو مشرانو ته وايي چې تښتونکو د طالبانو په څېر جامې اغوستې دي.

هغه وويل چې په ښار کې د طالبانو د موټرو د پلټنې امر هم صادر شوى دى.

د مزارشریف ښار يو شمېر اوسیدونکو وايي، د طالبانو له دې دعوې سره سره چې وايي بشپړ امن یې راوستی، بیا هم دوی او د دوی د ماشومانو امن خوندي نه دی.