• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په رفح باندې د اسراییل په تازه برید کې ۲۱ کسان وژل شوي دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۲۰:۰۶ GMT+۱

د الجزیرې خبري ټلویزيون د راپور له مخې؛ د رفح په لویدیځ کې د الموصي په سیمه کې پر فلسطیني کډوالو د اسراییل په هوايي برید کې ۲۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۸ مه) نېټه د اسراييل پوځ هغه سیمه په نښه کړه، چې مخکې د بشر دوستانه موخو او د فلسطيني کډوالو د اوسېدو لپاره ټاکل شوې وه.

الجزیرې لیکلي، چې په وژل شویو کې ۱۳ ښځې هم شاملې دي.

د دې شبکې په وینا؛ اوس مهال په رفح کې کوم فعال روغتون نه شته.

فلسطیني کډوال د غبرګولي  ۸ مه په رفح کې دغزې په جنوب کې له جګړې څخه د تېښتي پر مهال
100%
فلسطیني کډوال د غبرګولي ۸ مه په رفح کې دغزې په جنوب کې له جګړې څخه د تېښتي پر مهال

اسراییلي پوځ د یکشنبې په ماښام (د غبرګولي ۶مه) د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح په ښار کې د فلسطیني کډوالو پر کمپ برید وکړ،چې په ترڅ کې یې لسګونه ملکي وګړي ووژل شول.

د حماس د روغتیا وزارت ویلي، په دغه برید کې ۴۵ کسان وژل شوي او ۲۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د اسراييل پوځ (د غبرګولي ۸مه) اعلان وکړ، چې دا عمليات يې د حماس د دوو جګپوړو قوماندانانو د نښه کولو لپاره تر سره کړي، چې په دې کمپ کې ځای پر ځای شوي وه.

د اسراييل پوځ زياته کړه، چې ګومان کيږي د اسراييل له هوايي بريد وروسته دویمه چاودنه د فلسطيني کډوالو په کمپ کې د مهماتو یا نورو اور اخيستو له امله وي، چې د ملکيانو د وژل کېدو لامل شوې ده.

د اسراييل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو (د غبرګولي ۷ مه) نېټه خبرداری ورکړ، چې که دغه هېواد د غزې په جګړه کې خپلو موخو ته له رسېدو مخکې جګړه پای ته ورسوي او تسلیم شي د اکټوبر د اوومې نېټې بريد ته ورته یوه بله ډله ييزه وژنه به وشي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

نواز شریف یو ځل بیا د مسلم لیګ ن ګوند مشر وټاکل شو

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له شپږو کلونو وروسته نن بیا د دغه هېواد د مسلم لیګ نواز ګوند مشر وټاکل شو. د مسلم لیګ د پخواني مشر او د نواز شریف د ورور شهباز شریف تر استعفا وروسته نوموړي دې مشرۍ ته ځان کاندید کړ.

نواز شریف د پاکستان په څلورو صوبو او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر، ګلګت بلتستان او اسلام اباد کې هم د ګوند مشرۍ ته اسناد جمع کړي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ نوموړی په ټولو سیمو کې له سیال پرته د مسلم لیګ نواز ډلې مشر وټاکل شو.

د نواز شریف د مشرۍ لپاره په لاهور کې ګوندي غونډه کېږي او هلته به نوموړی په رسمي ډول د ګوند مشر اعلان شي.

د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د پاناما دوسیې له امله د پاکستان سترې محکمې په حکم پسې نواز شریف پر لومړي وزارت سربېره له ګوندي مشرۍ هم لرې شو.

ټرمپ وایي، که ولسمشر شي فلسطین پلوي محصلین به له امریکا وباسي

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۷:۲۵ GMT+۱

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که چېرې یو ځل بیا ولسمشر شي، د دغه هېواد له پوهنتونونو څخه به فلسطین پلوي محصلین وباسي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ له ډونالډ ټرمپ سره په جلسه کې د حاضرو کسانو له قوله راپور ورکړی، چې ټرمپ له خپلو پلویانو سره ویلي، چې بهرني اعتراض کوونکي زده کړیالان به د دې خبرې په اورېدلو خپل چلند بدل کړي.

د امریکا پولیسو په کراتو په سلګونه فلسطین پلوي زده کړیالان له بېلابېلو پوهنتونو څخه نیولي چې لاریونونه یې کول.

امریکا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې فلسطین یې لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

دا مهال د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۰ هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني.

د اسراییلي پوځ ټانکونه د رفح ښار مرکز ته ننوتل

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د اسراییل د پوځ ټانکونه د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح ښار مرکز ته ننوتل. عيني شاهدان وايي؛ د رفح ښار مشهور العوده جومات ته څېرمه اسراييلي ټانګونه ليدل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییل د پوځ ټانکونه د رفح مرکز ته له درې اونۍ هوايي عملیاتو وروسته رسېدلي، چې نړۍوال مخالفتونه یې راپارولي دي.

د اسراییل پوځ درې اونۍ وړاندې پر رفح خپل بریدونه پیل کړل او په لنډه موده کې یې د دغه ښار ختیځې سیمې ونیولې؛ خو د دغه هېواد پوځ تر اوسه په بشپړه توګه د دغه ښار په نیولو نه دی توانېدلی.

عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د سې شنبې په ورځ په زروب سیمه کې د اسراییلي ځواکونو او حماس تر منځ وسله واله نښته وشوه.

دغه خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله لیکلي: «د اسراییل پوځ له لېرې په زغره والو ټانکونو کې د داخلېدو حرکت کړی او په شاوخوا کې یې د عسکرو د شتون نښې نه لیدل کیږي.»

تر اوسه د اسراییلي پوځ ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي.

رویټرز همدا راز راپور ورکړی، چې اسراییلي ټانکونو او جنګیالیو د دوشنبې په ماښام او د سې شنبې په ورځ په رفح ښار کې پر هدفونو بریدونه وکړل.

د یکشنبې په شپه په رفح کې د فلسطیني کډوالو پر یوه کمپ د اسراییل هوايي برید د نړۍوالې ټولنې له پراخو نیوکو سره مخ شو.

­­په دغه برید کې ۴۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

اوکراین او بلجیم دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي او د بلجیم لومړي وزیر الکساندر ډی کرو د سې شنبې په ورځ د غبرګولي په اتمه نېټه دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ. په دې تړون کې له اوکراين سره د روان کال تر ٩٠٠ ميليونه يورو د بلجيم پوځي مرستې شاملې دي.

د دغه امنیتي تړون له مخې؛ بلجیم اوکراین ته ۳۰ F-۱۶ جنګي الوتکې ورکوي.

ولادیمیر زېلینسکي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي: "په دې تړون کې د بلجیم څخه سږکال اوکراین ته لږ تر لږه ۹۷۷ ملیون یورو نظامي مرسته شامله ده او همدارنګه د لسو کلونو لپاره د اوکراین سره د مرستې ژمنه هم شامله ده."

د اوکراین ولسمشر د دغه تړون د لاسلیک لپاره د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته تللی دی.

اوکراین هم د دوشنبې په ورځ له هسپانیې سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ.
د دې موافقې له مخې؛ هسپانیه به اوکراین ته تر ۲۰۲۴ کال پورې د یو میلیارد یورو په ارزښت پوځي تجهیزات ورکوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اوکراین سره د ۲۷۵ میلیونو ډالرو نوې پوځي مرستې اعلان وکړ.

رفح ته څېرمه د مصري پوله ساتو او اسرايیلي ځواکونو تر منځ يو پر بل ‌بريدونه کړي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۶:۲۶ GMT+۱

اسراییلي رسنیو ویلي، چې مصري پوله ساتو او اسراییلي ځواکونو رفح ښار ته څېرمه پر یو بل ډزې کړې دي.

جروزالم پوسټ په یوه راپور کې لیکلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه یو مصري سرحدي ساتونکی وژل شوی دی.

په دې پيښه کې اسراييلي پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.

دغې رسنۍ د اسرايیلي پوځ د سرچینو له قوله لیکلي، چې د مصر سرحدي ساتونکو پر اسراییلي ځواکونو ډزې وکړې، چې وروسته اسراییلي پوځیانو ځوابي ډزې وکړې.

له دې پېښې وروسته د اسراییلي پوځ چارواکو له مصري چارواکو سره اړیکه ونیوله، چې د ډزو مخه ونیسي.

د اسراییل پوځ رسنیو ته ویلي، چې د دې پېښې په اړه به له مصري چارواکو سره خبرې او څېړنې وکړي.