• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان پوتین ته: له روسيې سره د مثبتو اړیکو پراخولو ته جدي سياسي عزم لرو

۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۹ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ویاند وايي، د دې ډلې حکومت «له روسيې فدراسيون او چارواکو سره د مثبتو اړیکو د پراخولو لپاره جدي سياسي عزم لري.» عبدالقهار بلخي وايي، د مسکو د هغو هڅو هرکلی کوي، چې له دوی سره یې د دوه اړخیزو اړيکو د پراختيا لپاره کوي.

ښاغلي بلخي نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، « په افغانستان کې د روانو واقعیتونو منل دوه اړخيز باور پياوړی کوي».

بلخي زیاتوي: « موږ د روسيې فدراسیون ته څرګندو، چي د متقابل درناوي او مشترکو مصالحو پر بنسټ، د دواړو ولسونو د ګټو د خونديتوب په موخه د مثبتو اړیکو د لا پراختيا او ټينګښت په تړاو جدي سياسي عزم لرو.»

د طالبانو له دې هرکلي یوه ورځ مخکې د روسیې ولسمشر له طالبانو سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا وګڼله. د ده په وینا؛ د افغانستان او خاورې واک یې د دغې ډلې په لاس کې دی.

ولادیمیر پوتین وویل: «باید دې واقعیت ته په کتلو سره عمل وکړو او خپلې اړیکې له دې سره متناسبې تنظیم کړو.»

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال مشر ديميتري ميدويدوف هم پرون ويلي، چې دغه هېواد پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره پوره اړیکو جوړولو ته نږدې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان هم له مسکو سره د رغنده خبرو هڅه کوي، «خو دا به ګورو چې دوی په دې برخه کې څومره ریښتوني دي.»

روسیه یو له هغه هېوادونو څخه ده چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته یې هم افغانستان کې سفارت فعال دی او له طالبانو سره یې ورځ تر بلې اړیکي پراخېږي.

روسیه په خپل نوښت د نړۍ په کچه غونډو کې د طالبانو وزیرانو ته هم بلنې ور کوي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر په مشرۍ پلاوی څه مهال مخکې په کازان کې غونډې ته بلل شوی و او د سنت پترزبورګ اقتصادي فورم ته هم بلل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې ولسمشر وايي، له طالبانو سره د اړیکو جوړول اړین دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د روسیې ولسمشر له طالبانو سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا وګڼله. د ده په وینا؛ د افغانستان او خاورې واک یې د دغې ډلې په لاس کې دی.

ولادیمیر پوتین وویل: «باید دې واقعیت ته په کتلو سره عمل وکړو او خپلې اړیکې له دې سره متناسبې تنظیم کړو.»

د روسیې ولسمشر د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي په اتمه) تاشکند کې خبریالانو ته وویل: «دا خلک د هېواد او د هغې د خاورې کنټرول په لاس لري او د افغانستان اوسني واکمنان دي.

پوتین له وضاحت ورکولو پرته په افغانستان کې شته ستونزې یادې کړې او ویې ویل، چې «ټول پرې خبر دي.»

د روسیې ولسمشر زیاته کړه: «دا چې څنګه له اوسني واکمن (طالبانو) سره اړیکې ټینګې شي، بله پوښتنه ده، خو باید په یو ډول (له هغوی سره) اړیکې ولرو.»

نوموړي له طالبانو سره د اړيکو په اړه د منځنۍ اسيا په ګډون له سيمه ييزو شريکانو سره مشورې ته اشاره وکړه او ويې ويل: «موږ به د خپلو شریکانو او ملګرو نظرونه په پام کې ونيسو او په دې برخه کې به همغږي اوسو.»

د پوتین دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې څرګندیږي، چې د روسیې له خوا د منع شویو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د نوم د اېستلو وړاندیز د ایران له ولسمشر سره مطرح شو.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو امکان تر بل هر وخت ډېر دی.

قطري چارواکي لا هم د طالبانو حکومت ته د افغانستان د جمهوري دولت خطاب کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۲۰:۲۷ GMT+۱

د قطر د کار وزیر د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر سره وکتل او له دې ډلې سره یې د حکومت پر همکارۍ خبرې اترې وکړې.

د قطر د کار وزارت په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو دغه چارواکي ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کار او ټولنیزو چارو د وزیر خطاب کړی دی.

د قطر د کار وزارت د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي تمه) خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د قطر د کار وزیر علي بن سعید بن صمیخ المري د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر عبدالمنان عمري سره وکتل.

په دې خبرپاڼه کې د طالبانو د اسلامي امارت پر ځای د «افغانستان اسلامي جمهوریت» کارول شوی دی.

100%

طالبانو هم قطر ته د عمري د سفر په اړه نن یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې د دغه سفر موخه د افغان کارګرانو ستونزې او قطر ته د ماهره او نیمه ماهره کارګرانو لېږل دي.

که څه هم قطر تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د دغې ډلې د واکمنۍ له پېل راهیسې یې له دوی سره قوي ډېپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي.

طالبان: په بدخشان کې نږدې ۶۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۹:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په بدخشان کې یې ۵۵۸ جریبه ځمکه له کوکنارو څخه پاکه کړې ده. په وروستیو اونیو کې طالبانو د بدخشان د خلکو د اعتراضونو د سرکوب او د کوکنارو د ځمکو د ویجاړولو لپاره سلګونه جنګیالي او پوځي تجهیزات درایم، ارګو او جرم ته لېږلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کوکنار په جرایم ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې له منځه وړل شوي دي.

طالبان په داسې حال کې په بدخشان کې د کوکنارو ویجاړولو ته دوام ورکوي، چې د بدخشان د درایم او ارګو ولسوالیو خلکو په پراخو لاریونونو لاس پورې کړی دی.

دوی وايي، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د ورانولو په پلمه طالبان د خلکو کورونو ته ننوتي او ښځو ته یې سپکاوی کړی.

طالبان وایي، د امو تېلي حوزې ۶۰ زره ټنه تېل یې په ۳۳ میلیون ډالرو وپلورل

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولو وزارت وايي، چې د امو سیند د تېلو حوزې د قشقري تېلو ۶۰ زره ټنه خام تېل یې نن په بولۍ کې په ۳۳ میلیونو ډالرو وپلورل.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دې بولۍ کې ۱۸ کورنیو کمپنیو ګډون درلود، خو په دوی کې یما پټرولیم شرکت تر نورو د ګرانې بیې له امله تړون وګاټه.

د دې بولۍ په مراسمو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور او نورو طالب چارواکو هم ګډون درلود.

نوموړي په دغه غونډه کې له افغان پانګوالو غوښتي چې د تېلو او ګاز د زېرمو او د دوی چاڼخونو جوړولو کې پانګونه وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې په سرپل کې د امو سیند تېلي حوزې اړوند د قشقري تېلي څاوو پر اېستلو پیل وکړ.

طالبانو د تېر کال د نومبر پر ۲۲ وویل، چې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یې د دې څاګانو تېل پلورلي دي.

سرپل او فاریاب د تېلو درې زېرمې لري، چې قشقري، بازار کمی او زمردسای نومېږي او د رسمي شمېرو له مخې؛ ۸۷ میلیون بیلره تېل لري.

طالبانو په تېر مارچ کې وویل، چې د امو سیند تېلي حوزه کې د ورځې د تېلو استخراج ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلی دی.

پر تېلو سربېره طالبانو د اوسپنې، زمرودو، لاجوردو او نورو کاني ډبرو استخراج ته هم مخه کړې ده؛ خو د دې کانونو د قراردادونو او له هغه د تر لاسه شویو پیسو د مصرف په هکله مالومات له ولس سره نه شریکېږي.

طالبان: یو خصوصي شرکت د لوګر د سمنټو د توليد لپاره ۱۰۰ میليونه ډالره پانګونه کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د کانونو وزارت وايي، چې د «ساکو افغان» خصوصي شرکت له خپلو چینايي همکارانو سره لېواله دی، چې په لوګر ولایت کې د سمنټو د تولید لپاره سل میلیونه ډالره پانګونه وکړي. دغه وزارت ویلي، چې په دې پانګونې سره به څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو د کانونو وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) په يوې خبرپانه کې د شهاب الدین دلاور او د ساکو افغان شرکت د مشر رسول خان د ليدنې خبر ورکړی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د لوګر د سمنټو په کان کې د پانګونې په برخه کې له دغه شرکت سره د اسانتیا او همکارۍ ژمنه کړې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو د کانونو وزارت ویاند همایون افغان ویلي وو، چې واک ته د دغې ډلې له رسېدو وروسته؛ چین، قطر، ترکیه، ایران او بریتانیا په افغانستان کې د کانونو په برخه کې له اوو میلیاردو ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده.

وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰م کال په دوبي کې پر افغانستان واکمن شول د خپلو مالي اړتياو د پوره کولو لپاره يې د عایداتو د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج تمرکز کړی دی.