فضلي: د تېرو شلو کلونو په پروژو روږدي کسان د طالبانو د کړنو عادي کولو ته کار کوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۹

د پخواني حکومت د چارو د ادارې مشر وایي، چې د تېرو شلو کلونو په پروژو روږدي کسان د طالبانو د کړنو عادي کولو ته کار کوي.
فضل محمود فضلي نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې په یوه وخت کې د درېیو ناوړه پدیدو د عادي کولو پروسه روانه ده.

د نوموړي په خبره، لومړۍ ناوړه پدیده دا ده، چې طالبان په افغانستان کې د یوه جنسیتي ښوونیز نظام په عادي کولو بوخت دي.
ښاغلی فضلي وایي، چې طالبان هڅه کوي افغان ولس او نړۍ ته قناعت ورکړي چې جنسیتي ښوونیز نظام یوه نورماله پدیده ده.
له دې سره، د پخواني حکومت د چارو د ادارې مشر پرته له دې چې د کوم کس نوم واخلي وایي؛ یو شمېر کسان غواړي چې د طالبانو کړنې عادي وښيي.
فضلي دغه راز زیاته کړه، چې دغه کسان د بهرنیانو ملاتړ هم له ځان سره لري او دوی بیا د بشري فعالانو او اتلانو په توګه مطرح کیږي.
هغه وایي: «نړۍوال زبر ځواکونه دغه پروژه یان تمویل او بیا یې په نړیوالو ستیجونو کې په سختو شرایطو کې د بشري فعالانو او اتلانو په توګه مطرح او عادي کوي.»
د نوموړي په وینا، په دغه لوبه کې ډېری تمرکز په طالبانو کېږي.
د پخواني حکومت د چارو د ادارې مشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د سیمې یو شمېر هېوادونه غواړي نړۍ له طالبانو سره تعامل وکړي.
له دې سره، طالبانو بیا نن اعلان وکړ چې د دوحې د درېیمې ناستې لپاره یې د ګډون لپاره خپل استازي ټاکلي دي او د اجنډا له نهايي کېدو وروسته به په دې ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړي.
پر دې سربېره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو چارواکي هم افغانستان ته په تلو سره له طالب چارواکو سره ګوري.
طالبان له ټولو بشري سرغړونو سره سره د امریکا او د ځینو نورو هېوادونو مالي ملاتړ هم لري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د نجونو پروړاندې د ټولو ښوونیزو مرکزونو دروازې بندې کړي او د ښځو په کار کولو یې هم بندیز لګولی دی.
له دې سره، طالبانو په تېرو څه کم دریو کلونو په ځانګړې توګه بیا په دې وروستیو میاشتو کې نېږدې هره ورځ په عام محضر کې پر خلکو تعزیري حکم عملي کوي.
دغې ډلې د سیاسي او مدني فعالیتونو د اجازې د نه ورکولو سربېره پر رسنیو هم پراخ بندیزونو لګولي دي.

نور خبرونه

رادیو