د اسراییل پوځ وايي، د غزې په شمال کې یې جګړه ییز عملیات بشپړ کړي دي

اسراییلي ځواکونو له څو ورځنیو سختو جګړو وروسته د غزي په شمال کې په جبالیا سیمه کې خپل عملیات پای ته ورسول. په دغو عملیاتو کې، اسراییلو په جبالیا سمه شاوخوا ۲۰۰ هوایي بریدونه کړي دي.
اسراییلي ځواکونو له څو ورځنیو سختو جګړو وروسته د غزي په شمال کې په جبالیا سیمه کې خپل عملیات پای ته ورسول. په دغو عملیاتو کې، اسراییلو په جبالیا سمه شاوخوا ۲۰۰ هوایي بریدونه کړي دي.
د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ ویلي، چې د رفح په مرکز کې یې د حماس له تونلونو راکټونه او د نورو وسولو زیرمې موندلي دي.
په جبالیا کې له دوو اونیو سختې جګړې وروسته د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پوځیانو یې خپل عملیات بشپړ کړي او په غزه کې د نورو عملیاتو لپاره د چمتووالي په حال کې دي.
د دغو عملیاتو په ترڅ کې اسراییلي پوځیانو په غزه کې د ۲۵۰ یرغمل شویو کسانو له ډلې د اوو تنو جسدونه هم ترلاسه کړي دي.
د غزې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ په یوه تازه راپور کې وویل، چې په غزه کې د اسراییل په هوایي او ځمکني بریدونو کې ۳۶ زره او ۲۸۴ فلسطینیان وژل شوي او ګڼې سیمې په کنډوالو بدلې شوې دي.
د اسراییل یو جګپوړي امنیتي چارواکي د جمعې په ورځ وویل، چې اسراییل به د جګړې د درولو لپاره هېڅ یوې موافقې ته حاضر نه شي مګر دا چې د یرغمل شویو ژوندې ستنیدل یې برخه وي. خو حماس د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې دوی به هغې موافقې ته چې پکې د فلسطیني زندانیانو تبادله شامله وي چمتو شي.
دوه ورځې مخکې، د اسراییل د ملي امنیت سلاکار ویلي و، چې د غزې جګړه به لږ تر لږه اووه میاشتې نور هم دوام وکړي.