سویډن اوکرایین ته د څه د پاسه یو ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرستې استوي

د سویډن حکومت ویلي، چې له اوکراین سره به د ۱.۲۳ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کوي. دا تر دې دمه د سویډن له خوا له کییف سره تر ټولو لویه مرسته ده.

د سویډن حکومت ویلي، چې له اوکراین سره به د ۱.۲۳ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کوي. دا تر دې دمه د سویډن له خوا له کییف سره تر ټولو لویه مرسته ده.
تر دې مخکې، هسپانیا او بلجیم هم له اوکراین سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو ژمنه کړې وه.
د سویډن د دفاع وزیر پال جانسون، د دغې پوځي مرستې د اعلان پر مهال وویل، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې له پېل راهېسې دا اوکراین ته د دغه هېواد تر ټولو لویه مرسته ده.
د سویډن په مرستو کې ټانکونه، زغره وال ګاډي او د توپخانې مهمات شامل دي، چې اوکراین یې په وروستیو میاشتو کې له کمښت سره مخامخ دی. همدا راز، په دې مرستو کې د اضافي تجهیزاتو پېرلو لپاره مالي ملاتړ هم شامل دی.
تر دې مخکې هسپانیا او بلجیم د روانې اونۍ په اوږدو کې له اوکراین سره د یو میلیارد ډالرو پوځي مرستو ژمنه کړې وه. په دغو مرستو کې ۳۰امریکايي ایف ۱۶ جنګي الوتکې شاملې وې.
په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل، اوکراین او لویدیځ متحدان یې یوځای پیاوړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د فرانسې ولسمشر او د جرمني صدراعظم د سې شنبې په ورځ د جرمني په مسبرګ ښار کې په یوه غونډه کې وویل، چې اوکراین ته باید اجازه ورکړل شي چې په روسیه کې دننه پر پوځي اهدافو برید وکړي.
تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ اکانومیسټ مجلې ته ویلي و،چې د ناټو غړي باید اوکراین ته اجازه ورکړي چې د روسیې په خاوره کې د برید لپاره د لویدیځ له خوا ورکړل شوې وسلې وکاروي.
دغه نظر د ناټو د ځینو اروپايي غړو له خوا هم تایید شوی و او په وروستي اقدام کې کاناډا او فنلنډ هم له دغه پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
پولیټیکو مجلې هم د درېیو امریکايي چارواکو او دوو نورو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په پټه اوکراین ته اجازه ورکړې وه چې د امریکا له خوا ورکړل شوې وسلې په روسیه کې د برید لپاره ورکاروي.
د دغه راپور له مخې، د امریکا دغه موافقه یوازې د ښارکیف شاوخوا سیمو کې شوې وه.


د پاکستان پوځ وايي بېګا یې د پېښور ښار په حسن خېل سیمه کې د استخباراتي معلوماتو له مخې عملیات کړي چې پکې دوه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي. له بلې خوا نن د پښتونخوا په بنو کې د چاودنې له امله څلور پاکستاني پوځیان ووژل او درې ټپیان شول.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې پېښور ته څېرمه په وژل شویو کې یو هم د محمد په نوم د طالبانو ځايي قومندان دی.
پوځ وايي دې وسلوالو په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لاس درلود.
دوی زیاتوي چې په عملیاتو کې یې باروت، مهمات او وسلې هم نیولې دي.
په ورته مهال د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جاني خېل کې د پوځ پر کاروان چاودنه شوې ده.
که څه هم پوځ لا څه نه دي ویلي، خو سرچینې وايي، په دغه برید کې څلور سرتېري وژل شوي او درې ټپیان دي.

د هند په ختیځو ایالتونو بیهار او اډیسا کې لږ تر لږه ۵۴ کسان د تودوخې د شکمنې څپې له امله مړه شوي او تمه ده چې په سیمه کې د تودوخې څپې د شنبې تر ورځې دوام وکړي.
هند د ګرمې هوا پرلپسې څپې تجربه کوي او د پلازمینې نوې ډیلي یوې برخې پدې اونۍ کې د هیواد ترټولو لوړه تودوخه کچه چې د سانټې ګرید په کچه ۵۲.۹ درجې وه، ثبت کړې ده. هندي چارواکو د هوا پیژندې وسایلو په اړه څیړنې پیل کړي، چې مطمین شي چې دغه لوړه کچه د کومې تخنیکي ستونزې له امله نه وي ثبت شوي.
د هند د هوا پېژندنې اداره وايي، چې پداسې حال کې چې تمه کیږي چې په شمال لویدیز او مرکزي هند کې د تودوخې کچه به په راتلونکو ورځو کې راټیټه شي، په ختیځ هند کې د تودوخې موجوده څپې ښايي چې دوه ورځې دوام وکړي. دغه اداره وايي، دوی هغه مهال د تودوخې څپې په اړه خبرداری ورکوي چې د هوا د ګرمۍ کچه د عادې ورځو په پرتله د سانټي ګرید په کچه ۶.۵ درجې لوړه وي.
په بیهار کې د پنجشنبې په ورځ په ټولیزه توګه ۱۴ کسان د ګرمې هوا له امله مړه شوي. د چارواکو په وینا، له دغو کسانو لس هغه یې په روانو ټولټاکنو کې د کار پرمهال مړه شوي دي.
د بهار په ځینو برخو کې د شنبې په ورځ د رای ورکولو په وروستي پړاو کې خلکو خپلې رایې وکارولې.
په همدې ورځ د اوډیسا په رورکیلا سیمه کې په دولتي روغتون کې د ۱۰ تنو د مړینې راپور هم ورکړل شوی و. د چارواکو په وینا د دغو کسانو مړینې د اوډیشا سیمه ییز حکومت دې ته هڅولی چې د سهار له ۱۱ بجو څخه د ماسپښین تر ۳ بجو پورې په ازاده فضا کې د خلکو پر ګرځیدو د بندیز په اړه مشورې وکړي.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په ګاونډي بیهار ایالت کې د شکمن تودوخې له امله درې تنه مړه شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف راتلونکې اونۍ چین ته په پنځه ورځني سفر ځي. دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې وايي، د چین ولسمشر او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي شریف ته د سفر بلنه ور کړې ده.
د اعلامیې له مخې، شهباز شریف څلور ورځې وروسته، یانې د جولای پر څلورمه سفیر پیلوي چې تر اتمې به دوام وکړي.
د نوموړي دا سفر درې پړاوونو لري، چې لومړی د چین پلازمېنې بېجینګ ته تلل او بیا د دغه هېواد دوو نورو ښارونو شیان او شنژانګ ته تګ هم پکې شامل دی.
شهباز شریف به بېجینګ کې د ولسمشر شي جن پینګ او لومړي وزیر لي کانګ سره پر لیدنه سربېره د چین د واکمن ګوند د مرکزي کمېټې له مشر او نورو چارواکو سره هم وویني.
د لومړي وزیر شهباز شریف دا سفر په داسې مهال دی، چې تر بل هر وخت په پاکستان کې پر چینايي کمپنیو بریدونه ډېر شوي دي.
د تېر مارچ په وروستیو کې د پښتونخوا په شانګله کې د پنځو چینايي انجینرانو تر وژل کېدو وروسته بېجینګ په پاکستان کې د دوو برېښنابندونو پر پروژو کار ودراوه.

د جمهوریپال ګوند مشر او د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د متحده ایالتونونو په پخوانیو یا واکمنو ولسمشرانو کې لومړنی کس دی چې محکمه یې مجرم بولي. نوموړی د چوپ پاتېدو قضیه کې په خپلو مالي اسنادو کې د درغلۍ اړوند ۳۴ برخو کې مجرم وبلل شو.
نیویارک کې پرون محکمې وویل، چې ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال تر ټاکنو مخکې د لوڅو فلمونو لوبغاړې سټورمي ډانیل ته پیسې ور کړې چې له ده سره جنسي اړیکې رسوا نه کړي او په دې برخه کې یې په مالي اسنادو کې جعل کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د محکمې ۱۲ کسیز منصفه پلاوي نوموړی په دې تړاو په ټولو هغو ۳۴ برخو کې مجرم بللی چې پرې تورن شوی و.
خو ډونلډ ټرمپ وايي، چې یو مخ بې ګنا دی او د دې ټولو مسوولیت د جو بایډن پر حکومت اچوي.
محکمه به را روانه جولای میاشت کې ډونلډ ټرمپ ته سزا واوروي، خو نوموړی د دې حکمونو په مقابل کې د استیناف غوښتنه کولی او ننګولی یې شي.
د ډونلډ ټرمپ وکیل ټاډ بلنش له سي اېن اېن سره په خبرو کې ویلي، ټرمپ به ځینې ګامونه پورته کړي او که نتیجه یې ور نه کړه، نو ممکن ډېر ژر د بیا کتنې غوښتنه وکړي.
هغه زیاته کړه چې اول باید د نیویارک محکمه خپل حکم وکړ ي، بیا به یې په مقابل کې د ټرمپ ډله ګام پورته کړي.
جمهوریپال سناتور ټډ کروز د محکمې حکم غندي او وايي: «نن د امریکا لپاره توره ورځ ده. دا ټوله محاکمه جعلي وه، له سیاسي ځور او شکنجې پرته بل څه نه و.»
د محکمې په پرېکړه پسې د امریکا إر جمهوریپالو او ډیموکراټانو سربېره په ولس کې هم درز زیات شوی دی.
ځینې خلکو د ښاغلي ټرمپ محکومېدل غندلي، خو نورو یې هرکلی کړی دی.
دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد یو پخوانی یا اوسنی ولسمشر په محکمه کې مجرم پېژندل کېږي.
د محکمې له دې پرېکړې سره ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه اخیستلی شي، چې لا د مخه ورته نوماند شوی دی.

پاکستان کې د فرورۍ د میاشتې له لانجمنو ټول ټاکنو وروسته جوړیدونکی د دریو ګوندونو -مسلم لیګ، پیپلز پارټی او ایم کیو ایم- ایتلافي حکومت په دغه هیواد کې د سیاسي بحران په حل کولو کې پاتې راغلی دی.
اوس داسې ښکاري چې پاکستان له یوې خوا د یوه ژور سیاسي انقطاب سره مخ دی چې پکې د واکمنو ګوندونو او د اپوزیشن د سیاسي ګوندونو، په خاصه توګه د عمران خان ګوند تر منځ تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.
له بلې خوا په ظاهره د پارلمان د واکمنو ګوندونو او د قضا د عالي محکمو قاضیانو هم یو بل په علني توګه د اساسي قانون د محتویاتو نه په سرغړونه تورن کړي.
دا خبره د پاکستان په دولتي نظام کې مخ په زیاتیدونکې شخړو ښکاري، خو لکه چې ټول خبر دي، د پاکستان په دولتي چارو کې د تصمیم نیولو تر ټولو زیات او اخري صلاحیت د اساسي قانون نه ماورا د جنرالانو سره دی، نو په تیره څه موده کې د قضا او د پوځ تر منځ ترینګلتیا ورو ورو د یوه څرګند ټکر شکل غوره کړی دی.
پخوا هم څو څو واره د عالي قضا په قاضیانو باندې د پوځ د استخباراتو د موسسې ای ایس ای له خوا د خپلې خوښې د احکاماتو د جاري کولو لپاره د فشار اچولو خبرونه په مطبوعاتو کې خپاره شوي.
خو د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۶د اسلام اباد د عالي محکمې یا های کورټ د شپږو قاضیانو د سترې محکمې د عالي شورا په نوم لیکل شوي خپل ګډ لیک کې، چې سملاسي په خواله رسنیو کې خپور هم شو، په ای ایس ای باندې تور پورې کړو چې ډیر ځله یې د هغوی په کار کې په غیرقانوني توګه د دې لپاره مداخله کړې ده او د دغې عالي محکمې قاضیان یې د خپلې خوښې فیصلې کولو باندې مجبور کړي.
په دغه لیک کې د اسلام اباد شپږو قاضیانو د فشار د ځینې خطرناکو مثالونو ذکر هم کړی دی.
د مثال په توګه قاضیانو په دغه لیک کې تور پورې کړی چې استخباراتو د یوه قاضي د کور په خوبکوټه کې پټې کامرې لګولې وې چې د ناوړه استفادې لپاره د هغه د شخصي ژوند ویډیو ګانې ثبت کړي.
د قاضیانو ګډ لیک دا هم وايي چې ای ایس ای د یوه قاضي اوښی په دې غرض تښتولی و چې د خلاصون په بدل کې قاضي د استخبارارتی موسسې له امر سره سمې فیصلې صادرې کړي.
په اکثرو مواردو کې ای ایس ای د محاکمو د فیصلو له لارې خپلې د سیاسي مهندسۍ پروژې پر مخ بیايي، یعنې د محاکمو له لارې خپل مخالفین په زندان کې اچوي او د خپلو متحدینو د خلاصون لپاره زمینه همواروي.
په خوا یې د مسلم لیګ رهبر نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او د هغه د ګوند نور غړي بندي کول، نن سبا یې عمران خان او د هغه نور ملګري د زندان د تورو تنبو تر شا ساتلي دي.
د اسلام اباد د عالي محکمې د شپږو قاضیانو په ګډ لیک کې د اعتراضونو دوسیه تر اوسه د سترې محکمې په وړاندې پرته ده.
تر اوسه سترې محکمې په دې باره کې کوم نهايي تصمیم نه دی نیولی، خو ستره او عالي محکمه د عمران خان او د هغه د ګوندي ملګرو په دوسیو کې د مستقلو تصمیمونو د نیولو له لارې د جنرالانو د دکتاتورۍ په ضد د خپل خفګان څرګندونه کوي.
که څه هم پوځ په ځینې محاکمو باندېد فشار اچولو له لارې عمران خان یا د هغه ملګري په بندي ساتلو محکوم کړي، خو د استیناف په مراحلو کې سترې او عالي محکمې د ټیټو محاکمو دغه تصمیمونه رد کړي او د عمران خان په ګټه یې اوامر صادر کړي دي.
دغه مسله اوس ځکه ډیره حاده شوې ده چې عمران خان له محبس او د هغه په پاکستان او په خارج کې میشتو پلویانو د صدراعظم شهباز شریف یا د ولسمشر اصف علي زرداري په ځای د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د ای ایس ای لوی مشر جنرال ندیم انجم او د هغه معین جنرال فیصل نصیر د خپلو تبلیغاتي حملو هدف ګرځولي دي.
په داسې شرایطو کې چې کله ستره او عالي محکمه د زندان څخه د عمران خان د راوتلو لپاره حقوقي لارې پرانیځي نو د هغوی دغه کار د جنرالانو قهر او غضب را پاروي.

د پاکستان د محاکمو او پوځ تر منځ د ټکر یوه بله جبهه د پاکستان د زرګونو تړي تم شوو اتباعو دوسیې دي، چې د د پاکستان د استخباراتو له خوا تښتول شوي.
د قانون له مخې پوځیا له پوځ سره تړلې استخباراتي موسسې د وګړو د توقیفولو صلاحیت نه لري، خو دوی هره ورځ خلک له کورونو او د کار له ځایونو وړي.
دغه کسان شکنجه کوي او حتا په ځینې مواردو کې یې وژني، خو بیا هغوی د دغو غیرقانوني کارونو نه انکار کوي، په محاکمو کې چې پرې تور ولګیږي، نو هغوی دا تور په سپین سترګۍ ردوي.
د زرګونو تړي تمو خلکو ستره برخه بلوڅان او پښتانه تشکیلوي. پوځ وايي، بلوڅ بیلتون خوښي د پاکستان په ضد جګړه کې بوخت دي.
د پښتونخوا کې د ترهګرۍ په تور خلک تښتوي او یا هم په غونډو کې یا په خوله رسنیو کې د پوځ په پالیسیو تنقید کوونکي سیاسي فعالان او ژورنالستان هم تړی تم کیږي.
داسې خلک شته چې د لسو یا د پنځلسو کلونو نه لادرکه دي. د ځینې تښتول شویو خلکو مړي پیدا کیږي چې استخباراتي موسسې یې د مسولیت اخستلو نه انکار کوي.
د لادرکه خلکو د کورنیو غړي او حامیان له کلنو راهیسې د دغه ظلم پر ضد تظاهرات او مارشونه کوي.
د استخباراتو دا کار په ډاګه د پاکستان د قانون او له بین المللي موازینو نه سرغړونه ده، خو پوځ په دې قضایاوو کې د محاکموامر نه مني.
دوه اونۍ وړاندې په اسلام اباد کې استوګن د احمد فرهاد په نوم یو کشمیری ژورنالست د استخباراتو له خوا اختېاف شو. چې کله د احمد فرهاد مدافع وکیلانو داسې شواهد تر لاسه کړل چې هغه د ای ایس ای له خوا اختطاف شوی دی، نو د وکیلانو په خواست د اسلام اباد عالي محکمې د ای ایس ای د اسلام اباد د څانګې د رییس د احضار امر صادر کړ، خو هغه دا کار ونه کړو.
البته بندي احمد فرهاد یې کشمیر کې پولیسو ته په لاس ور کړ او د مۍ میاشتېپه نهه ویشتمه نیټه هغه په ضمانت راخلاص شو، خو په زرګونو بلوڅ او پښتانه تړي تم خلک داسې بخت نه لري.
د پاکستان عدالتونه یا محکمې له پوځ سره د نیغ په نیغه د ډغرې وهلو توان نه لري، خو په نزدې وختونو کې د هغوی له خوا مقاومت زیات شوی دی.
د پوځ او د قضا تر منځ د یوه ټکر د امکان په صورت کې ځینې سیاسي شنونکو په پاکستان کې د اضطراري حالت او یا عین د اساسي قانون د ملغا او د نظامي قانون د تپل کیدو ویره هم څرګنده کړې ده.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.