• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي ډېر ژر به د جام منار د خوندي کولو کار پیل کړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۵۶ GMT+۱

په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان وکړ، چې د جام منار د خوندي کول کار به ډېر ژر پیل کړي. دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو پلاوي د جام منار د وضعیت ارزونه کړې ده.

په دغه پلاوي کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې رییس محمد حسیب نسیمي او یوه تخنیکي ډله برخه لري.

د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، دغه پلاوى د جام منار جام د وضعيت د څېړلو لپاره سيمې ته تللى و.

څو ورځې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته عکسونه لېږلي او ویلي وو، چې د سختو بارانونو له امله د دغه تاریخي منار شاوخوا سېلابونو لاندې کړې ده.

په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د جام منار شاوخوا سېمه بايد پاکه شي.

جام منار د دوولسمې پیړۍ په وروستیو کې له خټو جوړ شوی و،چې قراني ایتونه پر لیکل شوي.

دغه منار،چې د غوري تمدن يوه له غوره اثارو څخه بلل کېږي په ٢٠٠٢ کال کې د يونسکو د نړيوال فرهنګي ميراث په نوملړ کې ثبت شوی؛خو په تيرو دوو لسیزو کې یې بيارغورنې ته د نه پاملرنې له امله د ړنګېدو د احتمال خبرداری ورکړل شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

اسلامي جمهوري ورځپاڼه: طالبانو په مشهد کې افغان کونسلګرۍ کې یو ایرانی عکاس شکنجه کړی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۱

جمهوري اسلامي ورځپاڼې د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې څه موده وړاندې د طالبانو یوه ډیپلومات په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ کې یو ایرانی انځور اخیستونکی «شکنجه» کړ. د دې ورځپاڼې په وینا، دغه طالب دیپلومات وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې عکس اخیستونکي شکایت وکړ.

له مشهد څخه باوري سرچينو د افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړه، چې دغه پېښه د شنبې په ورځ د ١٤٠٢ کال د مرغومي په ٢٥مه وشوه.

زمونږ سرچینې وایی له دغې پیښې وروسته ایراني انځور اخیستونکي د طالبانو له ډیپلوماټ ډاکتر سلیم چې د تاوتریخوالی اصلی عامل و د ایران حکومت ته شکایت وکړ .

د ایران اسلامي جمهوریت بیا دغه طالب دیپلومات د «ناغوښتونکي عنصر» په توګه وپېژاند او د یوه ایراني تبعه د وهلو له امله یې له خپل هېواده واېست. خو د هغه پر ځای یې د طالبانو یو بل دیپلومات ومانه.

سلیم چې د طالبانو غړی و، په مشهد کې د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ د لومړي سکرتر په توګه کار کاوه.

100%

اسلامي جمهوري ورځپاڼې نن لیکلي: د طالبانو ډلې په دې وروستیو کې په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ ته د کونسلي د کارونو لپاره درې ډیپلوماټان استولي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شول، چې یو له دغو ډیپلوماټانو څخه "سلیم" دی. "ویل کیږي چې هغه یو ایراني عکس اخیستونکی په مشهد کې افغان کونسلګرۍ ته یووړ او هلته یې شکنجه یې کړ، چې وروسته له ایران څخه وشړل شو او پر ځای یې د طالبانو بل دیپلومات وټاکل شو."

جمهوري اسلامي ورځپاڼې په خپله مقاله کې لیکلي چې ډاکټر سلیم د طالبانو د حقاني شبکې غړی دی.

د جمهوري اسلامي ورځپاڼې د راپور له مخې، همدغه درې دیپلوماتان څو میاشتې مخکې له ډیپلوماټیک مصونیت او موټر څخه په استفادې د مشهد هوايي ډګر ته تللي وو او د طالبانو پېژندل شوی مخالف قاري عیسا محمدي یې "وتښتاوه".

تر دې مخکې قاري عیسا تېر کال ویلي وو چې د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خوا ټاکل شوي کسان غواړي چې له ایران څخه یې د یوې دسیسې له مخې وتښتوي.

په همدې حال کې اسلامي جمهوري ورځپاڼې په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ کې د طالبانو دا اقدام پر ایران برید بللی دی.

ډیپلوماټکو قوانینو کې په ډاکه شوې ده، چې د ډيپلوماټيکو اصولو له مخې د کونسلګرۍ د رييسانو ټاکل او تاسيس بايد د کوربه هېواد په موافقه وي.

ورځپاڼې مشهد کې افغان کونسلګرۍ ته د طالبانو د پلاوي وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي، د طالبانو دا نامناسب عمل د یوې ډلې په توګه چې تر اوسه د ایران په ګډون د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، د ایران هېواد ته د سپکاوی یوه بیلګه ده."

لیکوال وايي، راپورونه ښيي چې په ایران او روسیه کې د تروریستي پېښو عاملین د طالبانو په واکمنۍ او په جغرافیه کې روزل شوي، نو په مشهد کې د افغان کونسل جنرال ټاکل له قانوني لارو چارو پرته د ایران د بې احترامۍ تر څنګ. "د طالبانو د ناوړه اهدافو نښه ده."

د «جمهوري اسلامي» ورځپاڼه وايي، د طالب ډلې د زړورتيا په اړه د ايران د ډيپلوماتيک نظام چوپتيا د پوښتنې وړ ده.

د افغانستان انټرنېشنل ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۸مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو رسمي مکتوب لېږلی او په مشهد کې د افغانستان کونسل عبدالجبار انصاري یې کابل ته بللی دی.

په کندهار کې د ترافيکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۲۱ نور ټپیان شول

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند وايي، د دغه ولایت په ميوند ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې د يوې ماشومې په ګډون درې کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان شوي دي. اسدالله جمشيد وايي ټپیان، چې زيات يې ماشومان دي د کندهار ميرویس روغتون ته انتقال شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشيد وايي، چې پېښه تېره ورځ ناوخته د ټېلر موټر او زرنج رکشا د ټکر له امله رامنځ ته شوې.

جمشيد زياتوي، چې په زرنج رکشا کې ماشومان زيات وو، نو ځکه ډېره برخه یې ټپيان شوي دي.

تېره ورځ په بلخ کې هم د یوې ټرافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او پنځه تنه نور ټپيان شوي وه.

په هیواد کي لا هم د ترافيکې پېښو ګراف لوړ دی.

ډېر کسان د موټرونو تېز سرعت، بې احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه مراعتول او غيري معياري سړکونه  د ترافيکې پېښو د زياتېدو لاملونه يادوي.

الماني رسنۍ: د ننۍ پیښې بریدګر سلیمان الف د افغانستان په هرات ولایت کې زیږیدلی و

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د الماني رسنیو د رپوټونو له مخې، د جرمني په مانهایم ښار کې د اسلام د ښي اړخو منتقدینو پر غونډې برید کوونکی ۲۵ کلن سلیمان الف دی چې د افغانستان په هرات ولایت کې زیږدلی و.‌

د دغو رسنیو په وینا،‌ په یاد برید کې شپږ تنه ټپیان شوي دي او د یو ټپي چې پولیس دی روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

تر دې وړاندې د المان پولیسو ویلي و، چې په مانهایم ښار کې یو سړي له چاقو سره د اسلام د ښي اړخو منتقدینو پر غونډې برید کړی او څو تنه یې ټپیان کړي دي.

په ټپیانو کې د اسلام ضد د یوې مشهورې څېرې نوم هم لیدل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په ونیا، برید کوونکی د پولیسو له خوا ټپي شوی او بیا نیول شوی دی.

د ازادي جبهې او مقاومت جبهې په کابل کې د طالبانو پر وړاندې د دوه جلا بریدونو خبر ورکړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهې د کابل په خیرخانه سیمه کې د شوې چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست. دغه جبهه وايي، چې په دې بريد کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د ملي مقاومت جبهې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د طالبانو د دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی.

تر دې مخکې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د کابل په خیرخانه سیمه کې د یوې زورورې چاودنې د اوریدو خبر ورکړی و.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د جمعې په ورځ ماښام اته نیمې بجې د خواجه بغرا غونډۍ د پنجشد فامیلي سړک ته څېرمه یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر موټر برید کړی.

د ازادۍ جبهې د دغه برید ویډیو خپره کړه چې په کې چاودنه لیدل کېږي.

له بلې خوا د ملي مقاومت جبهې ویلي، چې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې یې د طالبانو دوه غړي وژلي او د دې ډلې یو بل غړی یې ټپي کړی دی.

د مقاومت جبهې په خبره په دې برید کې د دغې جبهې ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په هغې اعلاميه کې چې دغې جبهې د جمعې په ورځ خپره کړې، ويل شوي چې دغه بريد د شپې په ٨:٢٥ بجو شوى دى.

د مقاومت جبهه وايي، چې د دوی ځواکونو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند فضل بیک سیمه کې د طالبانو پر یوه موټر برید کړی دی.

طالب چارواکو تر اوسه د ازادۍ جبهې او مقاومت جبهې د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي مقاومت جبهه وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د طالبانو پر ضد خپلو "هدفي" عملیاتو ته دوام ورکړي.

د څارویو د ملاتړ یوه موسسه له کابل څخه امریکا ته ۳۰۰ سپي او پیشوګانې لېږدوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۱۹:۵۹ GMT+۱

د څارویو یوې ملاتړې موسسې ویلي، چې کابل کې ۳۰۰ سپي او پیشوګانې امریکا کې د نوي ژوند پېلولو ته تیاري نیسي.

د کابل د کوچنیو څارویو د ژغورلو امریکايي موسسې وویل، چې امریکا ته د دغو څارویو د لېږد لپاره د چمتووالي ټول پړاوونه بشپړ شوي دي.

دا څاروي د امریکا واشنګټن، مریلنډ او ویرجینیا ته لېږدول کیږي او هلته به خپل دایمي کورونه پیدا کړي.

100%

د کابل د کوچنیو څارویو د ژغورنې موسسې د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه څاروي به د څلورو ورځو څخه په لږه موده کې واشتنګټن ډي سي ته ولېږدول شی.

د دغه سازمان په وینا، د دغو سپیو او پیشوګانو د لېږدولو الوتکه به په اروپا کې لنډه دمه وکړي، چې په ترڅ کې به یې الوتکې ته تېل اچول کېږي او د څارویو درملنه او تغذیه به کېږي.

100%

دغه څاروي به د جون په درېیمه واشنګټن ته ورسیږي او سم‌دستي به په ویرجینیا کې د پنډر څارویو پناه ځای په ګډون په بېلابېلو پناه ځایونو کې ځای پر ځای شي.

د دغه سازمان د فیسبوک پاڼې په یادښتونو کې راغلي، چې د دغو څارویو له ډلې څخه ډېری یې په «وحشتناک» حالت کې له کابل ښار څخه ژغورل شوي دي.

په ورته وخت کې ډبلیو اس ای۹ په نوم رسنۍ د کابل د کوچنیو څارویو د ژغورنې موسسې د بنسټګر او مشر شارلوټ ماکسول جونز له قوله لیکلي، چې نوموړي دغه ناانتفاعي موسسه شاوخوا پنځه کاله وړاندې جوړه کړې وه.

ښاغلي جونز زیاته کړه، چې دغه اداره په کابل کې ۹۲ کارکوونکي لري او ۱۵نور د څارویو د لېږد رالېږد په برخه کې کار کوي. هغه زیاته کړه، د کابل د کوچنیو څارویو د ژغورنې اداره په کابل کې د ۱۰متخصصینو په لرلو ۲۴ساعته فعال روغتون لري.

100%

د هغه په ​​وينا، دغه سازمان توانیدلی چې د دغو څارويو د لېږدولو لپاره د يوې کارګو الوتکې د اجاره کولو لپاره درېیو میاشتو کې ٨٢٠ زره ډالره راټول کړي.

ښاغلي جونز زیاته کړه چې له دغو پیشوګانو څخه به ۱۲ له متحده ایالاتو څخه کاناډا ته واستول شي او پاتې نور به د امریکا په ټولو ایالتونو کې خپل نوي کورونه ومومي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د څارویو د ساتنې لپاره کوم سازمان یا میکانیزم شتون نه لري.