• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په کونړ کې ماین چاودنې څلور ملکي وګړي ټپیان کړي دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د کونړ لپاره د طالبانو امنيه قوماندانۍ ویاند وايي، چې د دې ولایت په مرکز اسداباد ښار کې د ماین چاودنې له امله ۴ ملکي کسان ټپیان شوي دي. فریدالله دهقان رسنيو ته ويلي، چې ټپيان یې روغتون ته انتقال کړي او د پېښې اړوند پلټنې روانې دي.

د کونړ د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن یکشنه رسنيو ته ويلي، چې ماین چاودنه د اولې ناحيې اړوند د کرهالې پل ته څېرمه د یوه هوټل مخ ته رامنځته شوې.

دهقان وايي، چې په سيمه کې د طالبانو وسله وال کسان نه وو.

د پېښې هدف لا نه دی معلوم او نه هم تر اوسه چا د چاودنې مسووليت منلی.

په دې وروستيو کې په ډېرو ولایتونو کې هدفي بريدونو او ماین چاودنو خلک اندېښمن کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره په دغه هېواد کې له سیلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان وايي؛ په سېلاب ځپلو ولايتونو کې وضعيت "خطرناک" دی.

د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې په یوه راپور کې ویلي: "د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ کې د سېلاب ځپلو ولایتونو وضعیت لا هم کړکېچن دی او د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د اضافي سرچینو سمدستي تحرک ته اړتیا لري."

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي؛ په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله څه باندې ۶۰ زره کسان اغېزمن شوي او ۷۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او تر ۵ زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړه، چې د روان کال د غويي د میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه سېلابونو د غور ولایت ۱۰ ولسوالۍ او د فاریاب ولایت اته ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.

د دغه سازمان له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د دغو سېلابونو له امله په غور او فارياب کې ١٢٠ کسان مړه شوي او سلګونه نور ورک شوي دي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د بدخشان په تیشکان ولسوالۍ کې ګرځنده ټیمونه ځای پر ځای کړي، چې د بدخشان د وروستیو سېلابونو د قربانیانو روغتیايي وضعیت وارزوي.

په وروستیو ورځو کې سختو اورښتونو او سېلابونو د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې خلکو ته د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د سېلابونو له پایلو سره د مقابلې لپاره ۱۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

ملا شيرين: په کندهار کې «ځانګړو او ملي قطعو» ته دې پاملرنه زیاته شي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو والي د کورنيو چارو له وزارت څخه غواړي، چې د امنيت په برخه کې د کندهار «ځانګړو او ملي قطعو» ته په لوړه کچه پاملرنه زياته او اړتياوې پوره کړي. په کندهار کې د طالبانو ځانګړې قطعات د ملا هبت الله اخونزاده د ځانګړو غونډو امنیت ترڅنګ ځانګړي علملیات ترسره کوي.

د کندهار د طالبانو د والي دفتر د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د حميدالله اخونزاده په مشرۍ ددې ډلې n کورنيو چارو وزارت يو پلاوی له «ځانګړې او ملي قطعاتو» څخه د لېدنې په موخه کندهار ته راغلی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پلاوي يوه اونۍ په کندهار کې د همدې دوو قطعو د ملا هبت الله ځانګړی ځواک او ملي قطعې د فعالیت، نظامي زده کړو، وسلو او وسايطو د څار او ستونزو اورېدلي دي.

د کورنيو چارو وزارت پلاوي په کندهار کې د طالبانو والي ملا شيرين ته په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې د ځانګړي قطعې ستونزې يې اورېدلې او باید په ګډه ورته پاملرنه وشي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې په کندهار کې د طالبانو نظامي قطعات څه ستونزې لري.

په کندهار کې د طالبانو والي ملا شيرين د امنيت د ټينګښت په برخه کې د ځانګړې قطعې فعالیتونه ستايلي او د کورنیو چارو له وزارت څخه یې غوښتي، چې همدې قطعو ته باید په لوړه کچه پاملرنه وکړي.

په کندهار کې یاده ځانګړې قطعه د طالبانو کورنيو چارو وزارت پورې اړوند ده او د دې ډلې د مشر هبت الله اخونزاده د غونډو، مجلسونو او لیدنو د امنيت د ټینګښت ترڅنګ په ځانګړو ورځو کې د پېښو د مخنیوي په موخه امنیت ساتي.

د طالبانو ملي قطعات بيا په ښار او ولسوالیو کې د امنيت په برخه کې کار کوي، چې د طالبانو په خبره ډېری یې د عامه نظم په ټینګښت کې دندې پر مخ وړي.

څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل – پښتو د خپلو سرچينو له قوله د ملا هبت الله د ساتنې د ځانګړې ډلې په اړه معلومات خپاره کړي و.

د معلوماتو له مخې، د ملا هبت‌الله د ځانګړي ځواک شمېر شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو ته رسیږي.
دغه قطعه د کابل، ننګرهار، پکتیا، لوګر، کندوز، بدخشان، پنجشیر، نیمروز په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې څانګې لري.
د ملا هبت‌الله یادې قطعې ته د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارت په پرتله ډېر امکانات په واک کې ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې څه موده مخکې ځینو طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي و، چې یاده ډله د داعش او نورو مخالفو ډلو د ځپلو لپاره ځانګړې قطعه جوړوي.

له دې سره، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځانکړو ځواکونو عمومي قومندانۍ په یوه مکتوب کې لیکلي، چې د ملا هبت الله په شفاهي هدایت سره هغه بې برخلیکه طالبان په دغه قطعه کې ګمارل شوي، چې د بستونو په له منځه تلو سره یې دندې له لاسه ورکړي او بې معاشه دي.

د ایران د کډوالو ملي اداره: د کډوالو د تنظیم لپاره تر ۴۰ ډیر پلانونه پلي کیږي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د ایران د کډوالو ملي ادارې مشر عبدالله مبیني په ایران کې د کډوالو د تنظیم لپاره د څه دپاسه ۴۰ پلانونو د پلي کېدو خبر ورکړ. په دغو پلانونو کې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو راټولول او ایستل، د پولو بندول، د ویزو په صادرولو کې سمونې او د بهرنیو وګړو ګمارل شامل دي.

د ایران خبري اژانس (ایرنا) د شنبې په ورځ د غبرګولي ۱۲مه د ایران د کډوالو ملي ادارې د مشر په حواله خبر ورکړ چې دغه پلانونه به په یو وخت کې پلي شي.

دغه ایراني چارواکی وویل: «د کډوالو د پالیسي جوړونې او همغږۍ شورا د سیاستونو په وړاندې د ملي یووالي او په یوه مناسب ګډ مدیریت سره ممکنه ده چې بهرنيو کډوالو په وړاندې ګامونه پورته کړو.»

وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه کابل ته ننوتل، د افغان کډوالو یوه څپه د پولو له لارې ایران ته ولاړه. کابو درې کاله وروسته له دې چې طالبانو د کابل واک ترلاسه کړی، ایران زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل.

د هغو رسمي شمېرو له مخې چې د ایران د چارواکو له خوا خپرې شوې، تېر کال له قانوني اسنادو پرته یو میلیون او ۳۰۰ زره کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

د بشري حقونو فعالانو تل له افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا د ناوړه چلند، له هغوی سره د سیستماتیک تبعیض او بنسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین پېلیږي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۰۱ GMT+۱

له «پولیو پاک افغانستان» سازمان وايي، چې د دوشنبې په ورځ به په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي. دغه سازمان د افغانستان له خلکو غواړي، چې خپل ماشومان واکسین کړي چې له ګوزڼ څخه وژغورل شي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۳مه) په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلوي، خو دا یې نه دي ویلي چې یاد کمپاین به څو ورځې دوام وکړي.

د رسمي راپورونو له مخې تېر کال په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

پوليو يو ويروس دی چې د پرنجي له لارې له اخته کس څخه بل ته خپرېږي او ډیری مهال تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمنوي.

ډیری ناروغان هیڅ نښې نه لري، خو شدیده تبه، د ستوني درد، سر درد، د زړه درد، د بدن درد او کانګې د پولیو عامې نښې دي.

ایراني چارواکي وايي، له افغانستان څخه ایران ته د نشه یي توکو د قاچاق یوه ډله یې نیولې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۱۴ GMT+۱

د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو مشر وايي، چې له افغانستان څخه ايران ته د نشه يي توکو د قاچاق يوه ډله یې د عملياتو پر مهال نيولې ده. ایرج کاکاوند ویلي؛ دغې ډلې له افغانستان څخه ایران ته نشه یې توکي د وسلو په زور قاچاق کول.

د نوموړي د ځرګندونو له مخې یادې ډلې د دښتو له لارو د ایران مرکزي ولایتونو ته نشه یي توکي لېږدول.

د صدا و سیما خبری اژانس د راپور له مخې، ایرج کاکاوند وویل: «د پولیسو له څو میاشتو پراخ څار او د پولیسو له اقداماتو وروسته په دې بریالي شول چې د نشه توکو د قاچاق وړونکو دوو سترو ډلو ته چې د هیواد په ختیځو پولو کې فعالیت کوی، سخته ماتې ورکړي.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې د نشه یي توکو د قاچاق د یادې ډلې مشري په سیستان او بلوچستان ولایت کې د یوه کس پر غاړه وه.

ښاغلي کاکاوند د نیول شویو کسانو د هویت له څرګندولو پرته وویل؛ د دغې ډلې د مشر او نورو اصلي کسانو د نیولو تر څنګ، ۳۷ تنه نور هم د ایران په نورو ولایتونو کې پېژندل شوي او نیول شوي.

دغه راز ويل شوي دي چې له نيول شويو کسانو څخه د تریاکو، شیشې، هیروینو او صنعتي توکو په ګډون څه دپاسه پنځه ټنه نشه يي توکي اووه ميله سپکې او درنې وسلې هم نيول شوي دي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د ایران د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو مشر وویل، چې په ایران کې د ۲۰۲۳ کال او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ۶۶۲ ټنو څخه زیات نشه یي توکي موندلي او نيولي دي.

ایرج کاکاوند دغې شمېرې ته په اشارې سره په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید د کمولو او بندولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه.