• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي وايي، له افغانستان څخه ایران ته د نشه یي توکو د قاچاق یوه ډله یې نیولې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۱۴ GMT+۱

د ايران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو مشر وايي، چې له افغانستان څخه ايران ته د نشه يي توکو د قاچاق يوه ډله یې د عملياتو پر مهال نيولې ده. ایرج کاکاوند ویلي؛ دغې ډلې له افغانستان څخه ایران ته نشه یې توکي د وسلو په زور قاچاق کول.

د نوموړي د ځرګندونو له مخې یادې ډلې د دښتو له لارو د ایران مرکزي ولایتونو ته نشه یي توکي لېږدول.

د صدا و سیما خبری اژانس د راپور له مخې، ایرج کاکاوند وویل: «د پولیسو له څو میاشتو پراخ څار او د پولیسو له اقداماتو وروسته په دې بریالي شول چې د نشه توکو د قاچاق وړونکو دوو سترو ډلو ته چې د هیواد په ختیځو پولو کې فعالیت کوی، سخته ماتې ورکړي.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې د نشه یي توکو د قاچاق د یادې ډلې مشري په سیستان او بلوچستان ولایت کې د یوه کس پر غاړه وه.

ښاغلي کاکاوند د نیول شویو کسانو د هویت له څرګندولو پرته وویل؛ د دغې ډلې د مشر او نورو اصلي کسانو د نیولو تر څنګ، ۳۷ تنه نور هم د ایران په نورو ولایتونو کې پېژندل شوي او نیول شوي.

دغه راز ويل شوي دي چې له نيول شويو کسانو څخه د تریاکو، شیشې، هیروینو او صنعتي توکو په ګډون څه دپاسه پنځه ټنه نشه يي توکي اووه ميله سپکې او درنې وسلې هم نيول شوي دي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د ایران د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو مشر وویل، چې په ایران کې د ۲۰۲۳ کال او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ۶۶۲ ټنو څخه زیات نشه یي توکي موندلي او نيولي دي.

ایرج کاکاوند دغې شمېرې ته په اشارې سره په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید د کمولو او بندولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، کابل کې یې دوه ماشومان د تښتونکو له منګولو ژغورلي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۲۶ GMT+۱

د کابل لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، هغه دوه ماشومان یې د تښتونکو له منګولو ژغورلي چې کابل ښار کې څلور ورځې وړاندې تښتول شوي وو. د دغه خبر له مخې، د یادې پېښې په تړاو یې یو کس هم نیولی. خو پر طالبانو تور دی چې د انسان تښتونو په ډېریو پېښو کې د دوی وسله وال لاس لري.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تېر ماښام شنبه ناوخته د (غبرګولي ۱۲مه) په ایکس پاڼه لیکلي، په کابل ښار کې یې د یوه سوداګر دوه زامن چې څلور ورځې وړاندې د سړي تښتونکو له لوري تښتول شوي وو، د دغه وزارت له لوري ژغورل شوي او په تړاو یې یو انسان تښتونکی هم نیول شوی.

سره له دې چې طالبان په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول کابل ښار کې د بشپړ امنیت د ټينګښت ادعاوې کوي خو په ورته وخت کې بیا له کابل او نورو ولایتونو څخه د چاودنو او تښتونو بې شمېره راپورونه ورکړل کیږي.

د یوه بل خبر له مخې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ويلي، چې د دغې ډلې د غزني امنیه قوماندان مخدوم عالم، زوی او خوریی د سړي تښتونکو له لوري تښتول شوي و چې په فاریاب کې ژغورل شوي او د سړي تښتونکو ډله یې نیولې ده.

طالبان وايي، دغه دوه ماشومان یې تېره ورځ شنبه د سړي تښتونکو له منګولو ژغورلي خو دا یې نه دي ویلي چې د انسان تښتونکو ډله څو تنه وو.

پر طالبانو ډېر شک دی چې د سړي تښتونکو په دېریو پېښو د دغې ډلې وسله وال لاس لري او دغه کار د پیسو لپاره کوي.

طالبانو ته ورته ناپېژاندو وسله والو د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي شپږمه په مزارشریف کې د یوه سوداګر حاجي عبدالله پنبه پلورونکي زوی، د ښوونځي له لارې په زور موټر ته پورته کړ او ویې تښتاوه.

د دغې پېښې ویډیوګانې د یوه کور د امنیتي کمرو له خوا ثبتې شوې وې او په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې. د طالبانو یوه امنیتي مسوول په غږیز فایل کې منلې چې تښتونکو د طالبانو په څېر جامې اغوستې دي.

د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي وو چې د طالبانو ۲۵۰۰ غړي د بېلابېلو جرمونو په تور دغې ډلې خپلو زندانونو ته اچولي دي. سرچینو ویلي، چې یو شمېر بندیان د پیسو په بدل کې د سړي تښتونو په تور نیول شوي دي.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې طالبانو د تښتونکو له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه ډېر راپورونه خپاره کړي، خو د خلکو تر منځ داسې انګیرنې او ګنګوسې دي چې تښتونکي د طالبانو غړي وو. همدارنګه افغانستان انټرنشنل هم داسې راپورونه ترلاسه کړي چې طالبان په بېلابېلو جرمونو لکه غلا، قتل، سړي تښتونو او جنسي تېريو کې لاس لري.

طالبان: له دوه نیم زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شول

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه او زور ۲۶۷۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي. دغه وزارت وایي؛ له ایرانه په راستنو شویو کډوالو کې ۳۰ تنه بې سرپرسته ماشومان او له پاکستانه په راستنو شویو کډوالو کې ۱۲ بندیان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یک شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۳مه) په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې له ایران څخه ۱۹۵۸ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول.

یاد وزارت وايي، په راستنو شویو کډوالو کې ۳۰ تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي چې د کورنیو موندلو په موخه د وار چایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.

همدارنګه یاد وزات وايي، چې د غبرګولي میاشت په ۱۱مه او ۱۲مه نیټه ۷۱۲ تنه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه کړل شوي.

د کډوالو وزات د تورخم او سپین بولدک د سرحدي امریتونو په حواله وايي، چې ۷۰ کورنۍ چې د غړو یې ۲۷۰ تنو ته رسیږي د تورخم او ۵۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۳۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارو په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

د پاکستان له لوري په جبري توګه په تازه راستنو کړل شویو کډوالو کې ۱۲ هغه بندیان هم شامل وو چې د پاکستان په بند خونو کې بندیان وو.

د کډوالو وزارت ویلي؛ چې تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان دفترونو ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې او بې ثباتۍ له امله اوس‌مهال دوی د اوو مېلیونو راستنو شویو کډوالو او درې مېلیونه کورنیو بې ځایه شویو کوربه دي.

د خبرپاڼې له مخې، تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه ۹۵۳ زره کډوال په زور او خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

جواد ظریف: امریکا هڅه کوله چې د بن په غونډه کې په افغانستان کې د ښو طالبانو حکومت جوړ کړي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي چې د بن په غونډه کې «امریکایي ملګرو» په افغانستان کې د «ښو طالبانو حکومت» د جوړولو پلان جوړ کړی و او اروپا په دغه هیواد کې د پاچاهۍ د رامنځته کولو په هڅه کې وه.

جواد ظریف وویل چې ایران د بن په غونډه کې خپلې غوښتنې پوره کړې او د افغانستان د پخواني حکومت په جوړولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي ظریف د ایران د حقوقي څېړنو له انسټیټیوټ سره په مرکه کې زیاته کړه چې د هغه وخت ایران په افغانستان کې د امریکا او اروپا د پروګرامونو پر وړاندې خنډ و. هغه د ۲۰۰۱ کال په لومړیو کې په افغانستان کې د اروپا او امریکا تګلارې "ناسمې" وبللې.

ښاغلي ظریف ټینګار وکړ چې ایران د بن په غونډه کې خپلې ټولې غوښتنې پوره کړې.

محمد جواد ظریف زیاته کړه چې په ۲۰۰۳ کال کې یې په عراق باندې د امریکې له برید مخکې له امریکې سره درې ځله خبرې اترې کړې وې او د قدس ځواکونو پخوانی قوماندان قاسم سلیماني هم په دې لړ کې ملګرتیا کړې وه.

جواد ظریف زیاته کړه، ایران د بن په غونډه کې له امریکې سره په ډګري ډیپلوماسۍ کې ډیره زیاته همغږي لرله.

په دغه مرکه کې د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړه په ګاونډیو هیوادونو کې د ترهګرو ډلو منل د ښه ګاونډیتوب له اصولو څخه سرغړونه ده.

هغه وویل د ایران او ګاونډیانو ترمنځ اړیکې باید پوځي اړیکې نه وي بلکې د خبرو اترو پر بنسټ ولاړې وي .

طالبان وايي، د پنجشېر د زمردو د کیندنې لپاره يې تر ۵۰۰ ډېر جوازونه صادر کړي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۴۵ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رييس ویلي، چې په دغه ولايت کې د کانونو نا قانونه کیندنې، د معدني موادو او قيمتي ډبرو قاچاق پای ته رسیدلی دی.

محمد قاسم امیري ویلي، طالبانو د پنجشیر د زمرد کان د "قانوني کیندنې" لپاره له ۵۶۰ څخه زیات جوازونه کان کیندونکو ته ویشلي دي.

د طالبانو د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې په پنجشیر کې د کانونو د کیندنې د جوازونو په وېش سره څه باندې لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

قاسم امیري د طالبانو د کانونو له وزارت څخه وغوښتل، چې د پنجشیر د ټولو کانونو د سروې لپاره یو تخنیکي ټیم واستوي او د یاقوتو د کیندنې لپاره جواز صادر کړي.

د طالبانو د کانونو وزیر ویلي، چې د پنجشیر خلکو ته باید د یاقوتو او زمردو د جوازونو په ورکولو او د کاري فرصتونو په برخه کې لومړیتوب ورکړل شي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو څو ځلې د پنجشېر زمرد داوطلبۍ ته اېښي دي.

دغې ډلې د اقتصادي بحران له امله د افغانستان پر کانونو تمرکز کړی، هغه څه چې د طالبانو د مخالفانو له خوا ناقانونه بلل کیږي.

امیرخان متقي د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د ماناداره ګډون غوښتنه وکړه

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي< چې دا ډله به د دوحې له درېیمې ناستې وروسته خپل دریځ اعلان کړي. امیر خان متقي په دې ناسته کې د طالبانو د ماناداره ګډون غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي وو، چې د دې غونډې لپاره یې خپل استازي ټاکلي او د دې غونډې اجنډا ترلاسه کولو ته په تمه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) ویلي، چې توماس نیکلاسون په کابل کې له امیر خان متقي سره په لیدنه کې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د ګډون پر «اهمیت» خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په دې ناسته کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي.

طالبانو د دوحې درېیمه ناسته کې د مهمو مسایلو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، امیرخان متقي ویلي، چې د طالبانو تګلاره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د «توازن او مثبت تعامل» پر بنسټ ولاړه ده.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي ویلي و، چې د دوحې د غونډې د اجنډا له ترلاسه کولو وروسته به د دې ډلې استازي د دوحې د درېیمې غونډې په مهمو بحثونو کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه به د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه ترسره شي.

طالبانو په دوحه کې په تېرو دوو ناستو کې چې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې ترسره شوې، ګډون نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د دوحې په دویمه ناسته کې د طالبانو نه ګډون پر دې ناستې اغېز نه دی کړی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په دې غونډه کې د ګډون لپاره څو شرطونه ایښي دي. یو له دغو شرطونو څخه دې ډلې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ورکول دي.