طالبان وايي، د پنجشېر د زمردو د کیندنې لپاره يې تر ۵۰۰ ډېر جوازونه صادر کړي دي

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رييس ویلي، چې په دغه ولايت کې د کانونو نا قانونه کیندنې، د معدني موادو او قيمتي ډبرو قاچاق پای ته رسیدلی دی.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رييس ویلي، چې په دغه ولايت کې د کانونو نا قانونه کیندنې، د معدني موادو او قيمتي ډبرو قاچاق پای ته رسیدلی دی.
محمد قاسم امیري ویلي، طالبانو د پنجشیر د زمرد کان د "قانوني کیندنې" لپاره له ۵۶۰ څخه زیات جوازونه کان کیندونکو ته ویشلي دي.
د طالبانو د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې په پنجشیر کې د کانونو د کیندنې د جوازونو په وېش سره څه باندې لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
قاسم امیري د طالبانو د کانونو له وزارت څخه وغوښتل، چې د پنجشیر د ټولو کانونو د سروې لپاره یو تخنیکي ټیم واستوي او د یاقوتو د کیندنې لپاره جواز صادر کړي.
د طالبانو د کانونو وزیر ویلي، چې د پنجشیر خلکو ته باید د یاقوتو او زمردو د جوازونو په ورکولو او د کاري فرصتونو په برخه کې لومړیتوب ورکړل شي.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو څو ځلې د پنجشېر زمرد داوطلبۍ ته اېښي دي.
دغې ډلې د اقتصادي بحران له امله د افغانستان پر کانونو تمرکز کړی، هغه څه چې د طالبانو د مخالفانو له خوا ناقانونه بلل کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي< چې دا ډله به د دوحې له درېیمې ناستې وروسته خپل دریځ اعلان کړي. امیر خان متقي په دې ناسته کې د طالبانو د ماناداره ګډون غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي وو، چې د دې غونډې لپاره یې خپل استازي ټاکلي او د دې غونډې اجنډا ترلاسه کولو ته په تمه دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) ویلي، چې توماس نیکلاسون په کابل کې له امیر خان متقي سره په لیدنه کې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د ګډون پر «اهمیت» خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په دې ناسته کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي.
طالبانو د دوحې درېیمه ناسته کې د مهمو مسایلو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، امیرخان متقي ویلي، چې د طالبانو تګلاره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د «توازن او مثبت تعامل» پر بنسټ ولاړه ده.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي ویلي و، چې د دوحې د غونډې د اجنډا له ترلاسه کولو وروسته به د دې ډلې استازي د دوحې د درېیمې غونډې په مهمو بحثونو کې برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه به د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه ترسره شي.
طالبانو په دوحه کې په تېرو دوو ناستو کې چې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې ترسره شوې، ګډون نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د دوحې په دویمه ناسته کې د طالبانو نه ګډون پر دې ناستې اغېز نه دی کړی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په دې غونډه کې د ګډون لپاره څو شرطونه ایښي دي. یو له دغو شرطونو څخه دې ډلې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ورکول دي.

د طالبانو د ننګرهار د امنيه قومندانۍ ویاند وايي، چې نن سهار د مومندرې ولسوالۍ په باسول سیمه کې د کښتۍ د ډوبېدو په پیښه کې ۸ کسان مړي شوي او ۲ نور لادرکه دي. بصير زابلی زياتوي، چې د خلګو په همکارۍ ۱۶ کسان ژغورل شوي هم دي، چې ۱۱ یې ټپیان و او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي.
د طالبانو د ننګرهار د امنيه قومندانۍ ویاند بصير زابلي وايي، چې په دې کښتۍ کې ۲۶ کسان ناست و، چې له سيند څخه د اوښتلو پر مهال کښتۍ خرابه شوې او ډوبه شوې وه.
د هغه د معلوماتو له مخي، چې د ۱۶ ژغورل شویو کسانو څخه یې ۱۱ ټپي او روغتيايي مرکز ته انتقال کړي.
هغه وایي په اوبو کې د دوو ورکو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
په مړو او ټپيانو کې ښځي او ماشومان شامل دي.
له ډوبي شوي کښتۍ ژغورل شوی کس افغانستان انټرنشنل ته ويلي: « په کښتۍ کې ځای لږ او کسان زيات وه، کله چي کښتۍ د سیند منځ ته ورسېده، د کښتۍ جنراتور اوبه واخيستي او بند شو، خلګ وارخطا شول او کښتۍ له اوبو ډکه او واوښتل.»
د دغه کس په خبره، چې د ستونزي پر مهال يې لا هم خلګو ته ډاډ ګيرنه ورکول او دوه ماشومان یې هم وژغورل.
د سېمې يوه بل اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د مړو د مېندلو لپاره د مومندرې ولسوالۍ ګڼ خلک راووتل او هڅه يې کول، چې مړي بیا ومومي.
سيمه ايز اوسېدونکي وايي د دغو کلیو خلک هره ورځ سهار په دغې کښتۍ کې باسول ته د خپلو خپلوانو لېدو کتو، له بازاره د خوراکي توکو د پېرلو او د رسمي دندو لپاره تګ راتګ کوي.

د قرغزستان د انرژۍ وزارت د دغه هېواد د انرژۍ د پراختیا لس کلن ملي پلان اعلان کړ. د دغه پروګرام له مخې به، قرغزستان د تاجکستان په همکارۍ په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان ته برېښنا صادروي. دغه بریښنا به افغانستان او سویلي اسیا ته د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې صادرېږي.
دغه هېواد په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې سویلي اسیا ته ۱.۲۵ میلیارد کیلو واټ ساعت برېښنا صادره کړي.
د قرغزستان د انرژۍ وزارت ویلي، د دغه هېواد د اوبو برېښنا بندونه په اوړي کې د سویلي اسیا هېوادونو ته د برېښنا د صادرولو ظرفیت لري، خو قرغزستان معمولاً په ژمي کې د برېښنا له کمښت سره مخامخ وي.
د قرغزستان چارواکي وايي، چې سویلي اسیا ته د برېښنا صادرات به هر کال زیات شي. دغه وزارت پلان لري، چې په ۲۰۲۶ کال کې سویلي اسیا ته د برېښنا صادرات ۱.۷ میلیارد کیلو واټ په ساعت کې لوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په پېل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د کاسا ۱۰۰۰پروژې د بیا پېلولو په موخه ګډ تړون لاسلیک کړ. دغه تړون وروسته له هغې لاسلیک شو چې د بشکیک او دوشنبې ترمنځ سرحدي شخړې او په هغو سیمو کې د ودانیو د جوړولو کار ودرول شو.
قرغزستان اوس مهال له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د لوړ ولتاژ برېښنا مزي جوړوي. همدا راز په افغانستان کې هم د برېښنا مزو د جوړولو کار بیا پیل شوې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته درول شوي و.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له افغانستان سره د نړۍوال بانک د پراختیايي مرستو د ځنډولو له امله له ستونزو سره مخامخ شوې. خو د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د هېوادونو ترمنځ د وروستیو هوکړو پر بنسټ د دغې پروژې کار چټک شوی دی.

د ډیپلوماټ مجلې د رپوټ له مخې، د روان کال له پیل راهیسې، ازبکستان له قطر او متحده عربي اماراتو سره د ترمز-مزار شریف-کابل-پیښور پټلۍ د مالي ملاتړ په اړه څو ځلې خبرې کړې. ازبکستان له دغو هیوادونو غوښتي چې د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د دغې پروژې په جوړولو کې همکاري وکړي.
دغه پټلۍ د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره نښلوي او تر سوېلي اسیا او منځني ختیخ یې توکو ته بازار پیدا کوي.
د ډیپلوماټ مجلې د راپور له مخې، افغان- ټرانس پروژه د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره سمندر ته د لاسرسي او همدارنګه د هغوی د ترانزیتي امکاناتو او جیوپولیټیک رول د پیاوړتیا په برخه کې خورا مهمه ده، خو د افغان- ټرانس د پټلۍ پلي کول له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله ځڼډيلې وه.
د جمهوریت په دوره کې د دغې پروژې د پلي کیدو پر وړاندې لوی ګواښ طالبان وو خو اوس په افغانستان کې د طالبانو رژیم چمتو دی چې د دغې لارې امنیت د تضمین کړي.
د دې پروژې لپاره پاتې بل لوی خنډ د پانګونې موضوع ده او له همدې امله تاشکند د خلیج پر هیوادونو غږ کړی چې په دې برخه کې همکاري وکړي. قزاقستان، روسیې او بیلاروس هم دې پروژې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ټرانس-افغان پروژې په اړه د خبرو په پرمخ وړلو کې د ازبکستان ونډه مهمه ده، خو د ترانسپورت او ترانزیټي موضوعاتو په اړه د طالبانو له رژیم سره د ایران د فعالو اړیکو په پام کې نیولو سره ښايي دغه وضعیت بدل شي.
ایران د هرات- خواف پټلۍ تر واخان غځول غواړي چې پاکستان، تاجکستان او چین سره وصل کړي او هم د مزار پټلۍ تر هرات په یوه لاین سره وتړي.
له بلې خوا د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې، د نړیوال ټرانسپورټ دهلیز (ITC) د جوړولو لپاره چې بیلاروس-روسیه-قزاقستان-اوزبکستان-افغانستان-پاکستان سره نښلوي، د دغو هیوادونو ترمنځ یو یادداشت لاسلیک شو.
د دغې لارې اوږدوالی ۵ زره ۵۳۲ کیلومتره دی او د بار وړلو موده یې ۲۰ ورځې ده. دغه موده د سمندر تر لارې درې چنده چټکه ده.
د دغې لارې کارول د سیمې هیوادونو د او شمالي قدرتونو لپاره سویلي اسیا او منځني ختیځ ته د توکو د صادرولو په برخه کې خورا پراخې اقتصادي ګټې لري.

ډیپلوماټ په خپل راپور کې زیاتوي تاشکند همدا راز په پام کې لري چې د چین – قرغزستان – ازبکستان پټلۍ تر افغانستان وغځوي او ټاکل شوې چې د دغې پروژې عملي چارې ډیر ژر پیل شي.
دغه پروژه به د پیښور پر لور ټرانس- افغان مسیر ته د لا ډیرې کارګو د جذبولو سبب شي.
تاشکند په سویل کې د خپلو ګټو د ساتلو او لا زیاتولو لپاره دې ته اړتیا لري چې د ایران او ترکمنستان سره سیالۍ کې برلاسې اوسي.
د همدې لپاره باید د تعرفو پالیسي تقویه کړي، ګمرکي طرزالعملونه ساده کړي، د سړکونو وضعیت او د ټرانسپورټ خدماتو کیفیت ښه کړي تر څو لا ډیر سوداګر د ټرانس-افغان مسیر کارولو ته مخه کړي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د پروان ولایت د ابتدايیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته د شرابو د انتقال له امله سزا ورکړل شوې ده. د خبرپاڼې له مخي، دغه کس د شرابو د انتقال په جرم نیول شوی او په عام محضر کې ۳۹ دورې وهل شوی دی.
په اعلاميه کې د دغه کس د هويت په اړه نور جزيات ندي ورکول شوي، خو ویل شوي، چې هغه په دوه کاله تنفيذي بند محکوم شوی هم دی.
د طالبانو سترې محکمې پر اېکس ټولنیزې شبکې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې تېره اونۍ د دغې ډلې ولايتي محکمو په پکتیکا او غزني ولایتونو کې يو يو کس او په غور کې ۸ کسان د بېلابيلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دورو وهلي او ځيني يې په تنفيذي بند محکوم کړي دي.
د دغه محکمې د معلوماتو له مخي، دوه ورځي وړاندي په کندوز کې هم څلور کسان په عام محضر کې هر يو ۳۹ دورې وهل شوي، دوه کسان په دوو کلونو او دوه نور په څلور او شپږ مياشتني بند محکوم شوي دي.
د دغه ډلې محکمې په تېره اونۍ کې په خوست ولایت کې هم ۱۰ کسان په دورو وهلي او په بند یې محکوم کړي دي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو له مخې، دې ډلې په شاوخوا یوه میاشت کې د «غلا، لواطت، زنا، بچه بازۍ، د الکولي مشروباتو د پلور» او نورو جرمونو په تور شاوخوا ۵۲ کسانو ته په عام محضر کې سزا ور کړې ده.
د طالبانو دغه ډول سزاوې د نړیوالو بشري سازمانونو له غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.
