• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قرغزستان له تاجکستان سره په همکارۍ پاکستان ته برېښنا صادروي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د قرغزستان د انرژۍ وزارت د دغه هېواد د انرژۍ د پراختیا لس کلن ملي پلان اعلان کړ. د دغه پروګرام له مخې به، قرغزستان د تاجکستان په همکارۍ په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان ته برېښنا صادروي. دغه بریښنا به افغانستان او سویلي اسیا ته د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې صادرېږي.

دغه هېواد په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې سویلي اسیا ته ۱.۲۵ میلیارد کیلو واټ ساعت برېښنا صادره کړي.

د قرغزستان د انرژۍ وزارت ویلي، د دغه هېواد د اوبو برېښنا بندونه په اوړي کې د سویلي اسیا هېوادونو ته د برېښنا د صادرولو ظرفیت لري، خو قرغزستان معمولاً په ژمي کې د برېښنا له کمښت سره مخامخ وي.

د قرغزستان چارواکي وايي، چې سویلي اسیا ته د برېښنا صادرات به هر کال زیات شي. دغه وزارت پلان لري، چې په ۲۰۲۶ کال کې سویلي اسیا ته د برېښنا صادرات ۱.۷ میلیارد کیلو واټ په ساعت کې لوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په پېل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د کاسا ۱۰۰۰پروژې د بیا پېلولو په موخه ګډ تړون لاسلیک کړ. دغه تړون وروسته له هغې لاسلیک شو چې د بشکیک او دوشنبې ترمنځ سرحدي شخړې او په هغو سیمو کې د ودانیو د جوړولو کار ودرول شو.

قرغزستان اوس مهال له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د لوړ ولتاژ برېښنا مزي جوړوي. همدا راز په افغانستان کې هم د برېښنا مزو د جوړولو کار بیا پیل شوې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته درول شوي و.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له افغانستان سره د نړۍوال بانک د پراختیايي مرستو د ځنډولو له امله له ستونزو سره مخامخ شوې. خو د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د هېوادونو ترمنځ د وروستیو هوکړو پر بنسټ د دغې پروژې کار چټک شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ډيپلوماټ: ازبکستان د افغان ټرانس پټلۍ لپاره د قطر او اماراتو مالي ملاتړ بیا بیا غوښتی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د ډیپلوماټ مجلې د رپوټ له مخې، د روان کال له پیل راهیسې، ازبکستان له قطر او متحده عربي اماراتو سره د ترمز-مزار شریف-کابل-پیښور پټلۍ د مالي ملاتړ په اړه څو ځلې خبرې کړې. ازبکستان له دغو هیوادونو غوښتي چې د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د دغې پروژې په جوړولو کې همکاري‌ وکړي.

دغه پټلۍ د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره نښلوي او تر سوېلي اسیا او منځني ختیخ یې توکو ته بازار پیدا کوي.

د ډیپلوماټ مجلې د راپور له مخې، افغان- ټرانس پروژه د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره سمندر ته د لاسرسي او همدارنګه د هغوی د ترانزیتي امکاناتو او جیوپولیټیک رول د پیاوړتیا په برخه کې خورا مهمه ده، خو د افغان- ټرانس د پټلۍ پلي کول له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله ځڼډيلې وه.

د جمهوریت په دوره کې د دغې پروژې د پلي کیدو پر وړاندې لوی ګواښ طالبان وو خو اوس په افغانستان کې د طالبانو رژیم چمتو دی چې د دغې لارې امنیت د تضمین کړي.

د دې پروژې لپاره پاتې بل لوی خنډ د پانګونې موضوع ده او له همدې امله تاشکند د خلیج پر هیوادونو غږ کړی چې په دې برخه کې همکاري وکړي. قزاقستان، روسیې او بیلاروس هم دې پروژې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د ټرانس-افغان پروژې په اړه د خبرو په پرمخ وړلو کې د ازبکستان ونډه مهمه ده، خو د ترانسپورت او ترانزیټي موضوعاتو په اړه د طالبانو له رژیم سره د ایران د فعالو اړیکو په پام کې نیولو سره ښايي دغه وضعیت بدل شي.

ایران د هرات- خواف پټلۍ تر واخان غځول غواړي چې پاکستان، تاجکستان او چین سره وصل کړي او هم د مزار پټلۍ تر هرات په یوه لاین سره وتړي.

له بلې خوا د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې، د نړیوال ټرانسپورټ دهلیز (ITC) د جوړولو لپاره چې بیلاروس-روسیه-قزاقستان-اوزبکستان-افغانستان-پاکستان سره نښلوي، د دغو هیوادونو ترمنځ یو یادداشت لاسلیک شو.

د دغې لارې اوږدوالی ۵ زره ۵۳۲ کیلومتره دی او د بار وړلو موده یې ۲۰ ورځې ده. دغه موده د سمندر تر لارې درې چنده چټکه ده.

د دغې لارې کارول د سیمې هیوادونو د او شمالي قدرتونو لپاره سویلي اسیا او منځني ختیځ ته د توکو د صادرولو په برخه کې خورا پراخې اقتصادي ګټې لري.

د تاشکند بله هڅه

دې وروستیو کې هم ازبکستان د افغان ټرانس پروژې لپاره کابل ته پلاوی لېږلی و.
100%
دې وروستیو کې هم ازبکستان د افغان ټرانس پروژې لپاره کابل ته پلاوی لېږلی و.

ډیپلوماټ په خپل راپور کې زیاتوي تاشکند همدا راز په پام کې لري چې د چین – قرغزستان – ازبکستان پټلۍ تر افغانستان وغځوي او ټاکل شوې چې د دغې پروژې عملي چارې ډیر ژر پیل شي.

دغه پروژه به د پیښور پر لور ټرانس- افغان مسیر ته د لا ډیرې کارګو د جذبولو سبب شي.

تاشکند په سویل کې د خپلو ګټو د ساتلو او لا زیاتولو لپاره دې ته اړتیا لري چې د ایران او ترکمنستان سره سیالۍ کې برلاسې اوسي.

د همدې لپاره باید د تعرفو پالیسي تقویه کړي، ګمرکي طرزالعملونه ساده کړي، د سړکونو وضعیت او د ټرانسپورټ خدماتو کیفیت ښه کړي تر څو لا ډیر سوداګر د ټرانس-افغان مسیر کارولو ته مخه کړي.

طالبانو په پروان کې یو کس د شرابو د انتقال له امله ۳۹ دورې وواهه

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د پروان ولایت د ابتدايیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته د شرابو د انتقال له امله سزا ورکړل شوې ده. د خبرپاڼې له مخي، دغه کس د شرابو د انتقال په جرم نیول شوی او په عام محضر کې ۳۹ دورې وهل شوی دی.

په اعلاميه کې د دغه کس د هويت په اړه نور جزيات ندي ورکول شوي، خو ویل شوي، چې هغه په دوه کاله تنفيذي بند محکوم شوی هم دی.

د طالبانو سترې محکمې پر اېکس ټولنیزې شبکې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې تېره اونۍ د دغې ډلې ولايتي محکمو په پکتیکا او غزني ولایتونو کې يو يو کس او په غور کې ۸ کسان د بېلابيلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دورو وهلي او ځيني يې په تنفيذي بند محکوم کړي دي.

د دغه محکمې د معلوماتو له مخي، دوه ورځي وړاندي په کندوز کې هم څلور کسان په عام محضر کې هر يو ۳۹ دورې وهل شوي، دوه کسان په دوو کلونو او دوه نور په څلور او شپږ مياشتني بند محکوم شوي دي.

د دغه ډلې محکمې په تېره اونۍ کې په خوست ولایت کې هم ۱۰ کسان په دورو وهلي او په بند یې محکوم کړي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو له مخې، دې ډلې په شاوخوا یوه میاشت کې د «غلا، لواطت، زنا، بچه بازۍ، د الکولي مشروباتو د پلور» او نورو جرمونو په تور شاوخوا ۵۲ کسانو ته په عام محضر کې سزا ور کړې ده.

‏د طالبانو دغه ډول سزاوې د نړیوالو بشري سازمانونو له غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

د هند د اېن ډي ټلویزیون ټولپوښتنه په ټاکنو کې د مودي بری ښيي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د اېن ډي ټلویزیون د ټولپوښتنې له مخې اټکل کیږي چې د هند په ټولټاکنو کې د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند اتحاد اکثریت وګټي.

د دوو ټولپوښتتنو لنډیز اټکل کوي چې واکمن "ملي ډیموکراتیک اتحاد” کولی شي د پارلمان له ۵۴۳ څوکیو څخه ۳۵۰ وګټي.

په پارلمان کې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره د ۲۷۲ څوکیو ګټلو ته اړتیا ده.

"ملي ډیموکراتیک اتحاد” په ۲۰۱۹ ټاکنو کې ۳۵۳ څوکۍ ګټلې وې.

اټکل کیږي چې د هند د کانګرس ګوند په مشرۍ د اپوزیسیون “د هند اتحاد” له ۱۲۰ څخه ډیرې څوکۍ وګټي.

ټولپوښتنې په هند کې ډیر ښه تاریخ نه لري او ډیر وخت د ټاکنو د پایلو غلطه وړاندوینه کوي.

د شنونکو په وینا، د هند په شان په یو لوی او متنوع هیواد کې په دقیقه توګه د خلکو د نظرونو ترلاسه کول یوه ننګونه ده.

د هند ټول ټاکنې په اوو پړاوونو کې د اپریل په ۱۹ مه پیل شوې او تیره ورځ پای ته ورسیدې.

دغه ټاکنې په ډیرو برخو کې د دوبي په ګرمۍ کې ترسره شوې او نږدې یو میلیارد خلکو په کې خپلې رایې وکارولې.

د ټاکنو کمیسیون به د جون میاشتې په څلورمه د ټاکنو پایلې اعلان کړي او رایې به په بریښنایي توګه وشمیرل شي.

د دریم ځل لپاره د هند د ټاکنو په ګټلو سره به د ۷۳کلن مودي بریا د دغه هیواد د خپلواکۍ له اخیستونکي جواهر لال نهرو وروسته دویم لومړی وزیر وي چې په پرله پسې توګه د دریم ځل لپاره ټاکنې ګټي.

بنیامین نتنیاهو: په غزه کې به دایمي اوربند تر هغې ونه شي، ترڅو چې حماس له منځه نه وي تللی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې په غزه کې به دایمي اوربند تر هغه وخته پورې رامنځ ته نه شي چې د حماس پوځي وړتیاوې له منځه نه وي تللي.

دا په داسې حال کې ده، چې جوبایډن ویلي، چې اسراییل د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په بدل کې د اوربند لپاره د درې پړاوییز تړون وړاندیز کړی دی.

نتنیاهو وویل: «د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اسراییل شرطونه نه دي بدل شوي: د حماس د نظامي او حکومتولۍ وړتیاو له منځه وړل، د ټولو یرغمل شویو خوشې کول او دا ډاډ ترلاسه کول چې غزه نوره د اسراییل لپاره ګواښ نه دی.»

نتانیاهو ویلي، چې اسراییل ټینګار کوي چې د دایمي اوربند تر رامنځته کیدو مخکې دې دا شرطونه پوره شي.

بایډن د جمعې په ورځ وویل، چې اسراییل یوه هوکړه وړاندیز کړی، چې دې هوکړه کې شپږ اوونۍ اوربند شامل دی چې له مخې به یې د اسراییل پوځ جزیي شاتګ کوي او ځیني یرغمل به خوشې کیږي.

د سولې خبرې اترې له میاشتو راهېسې په ټپه ولاړې دي، اسراییل د ټولو یرغمل شویو خوشې کولو او د حماس له منځه وړل غواړي، په داسې حال کې چې حماس د دایمي اوربند، د اسراییلي ځواکونو د وتلو او د ډیرو فلسطیني بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.

حماس د جمعې په ورځ ویلي و، چې دوی د «مثبت او رغنده» تعامل لپاره چمتو دي، خو د دې ډلې یوه لوړ پوړي چارواکي محمود مرداوي د قطر ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې تر اوسه د دې وړاندیز جزییات یې نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل: «د اشغالګر پوځ د وتلو او د اوربند د ټینګولو له غوښتنې مخکې توافق ته نه شي رسیدلی. حماس هم د اسراییل د د نابودۍ لپاره ژمن دی.»

د اسلام اباد پوليسو د ويتنام د سفير مېرمن تر ورکېدو وروسته موندلې ده

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۱

پاکستاني رسنيو نن شنبه خبر ورکړی، چې پولیسو په دې هیواد کې د ویتنام د سفير مېرمن له ناردکه کېدو وروسته موندلې ده. پوليس وايي، چې هغه د ناين پارک په يوه ورزشي کلب کې وه او تر موندولو وروسته یې له خپل مېړه سره کور ته ولېږل شوه.

جيو نيوز وايي، د ویتنام د سفير د مېرمنې له نادرکه کېدو سره سم د پاکستان کورنيو چارو وزير محسن رضا نقوي امنيتي ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د هغه په پيدا کېدو او خوندي کولو کې بيړنې اقدامات وکړي.

د معلوماتو له مخ د همدې مېرمنې د موندلو لپاره پوليسو ۷ بېلابېلې ډلې جوړې او بيړنې پلټنې يې پيل کړې.

پوليسو ويلي، چې د سفير مېرمن خوندي موندل شوې او اوس مهال په خپل کور کې ده.

پاکستاني پوليسو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي، چې دا مېرمن د څومره وخت لپاره ورکه وه.