د پاکستان د پلان وزارت وايي، راتلونکي مالي کال کې هیله لري چې تر ۳.۶۰ سلنې وده وکړي او تر ۱۲ سلنې انلاسیون کم شي.
دوو سرچینو رویټرز ته ویلي، دغه هېواد به د ۳ ورځو په ځنډ د جون پر ۱۰ کلنۍ بودیجه اعلان کړي.
پاکستان کې مالي کال د جولای په اوله یانې نږدې یوه میاشت وروسته پیلېږي.
راتلونکي مالي کال ته د پاکستان د پلان وزارت دا هیله منتیا په داسې مهال ده چې له پیسو نړیوالو صندوق سره پر نور پور خبرې کوي.
دا وزارت وايي، دغه هیله منتیا یې له سیاسي ټیکاو، د پیسو ارزښت او د پسو نړیوال صندوق پروګرام له مخې د اقتصادي ټیکاو له پلانونو او د سونتوکو او نورو موادو د نرخ د کمېدو له اټکل سره تړلې ده.
د پاکستان مرکزي بانک هم د تېرې مۍ میاشتې لومړیو کې خپل نیم کلن راپور کې وویل، چې په ځینو اقتصادي برخو کې له پرمختګ سره د سیاسي ناڅرګندتیا له امله د دغه هېواد اقتصاد له خنډونو سره لاس ګرېوان دی.
له دې سره دغه بانک د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره د پاکستان ناخالصه وده له دوو تر درې سلنې اټکل کړه.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف راتلونکې اونۍ چین ته په پنځه ورځني سفر ځي.
دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې وايي، د چین ولسمشر او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي شریف ته د سفر بلنه ور کړې ده.
د اعلامیې له مخې، شهباز شریف څلور ورځې وروسته، یانې د جولای پر څلورمه سفیر پیلوي چې تر اتمې به دوام وکړي.
د نوموړي دا سفر درې پړاوونو لري، چې لومړی د چین پلازمېنې بېجینګ ته تلل او بیا د دغه هېواد دوو نورو ښارونو شیان او شنژانګ ته تګ هم پکې شامل دی.
شهباز شریف به بېجینګ کې د ولسمشر شي جن پینګ او لومړي وزیر لي کانګ سره پر لیدنه سربېره د چین د واکمن ګوند د مرکزي کمېټې له مشر او نورو چارواکو سره هم وویني.
د لومړي وزیر شهباز شریف دا سفر په داسې مهال دی، چې تر بل هر وخت په پاکستان کې پر چینايي کمپنیو بریدونه ډېر شوي دي.
د تېر مارچ په وروستیو کې د پښتونخوا په شانګله کې د پنځو چینايي انجینرانو تر وژل کېدو وروسته بېجینګ په پاکستان کې د دوو برېښنابندونو پر پروژو کار ودراوه.
د قاضیانو ګډ لیک دا هم وايي چې ای ایس ای د یوه قاضي اوښی په دې غرض تښتولی و چې د خلاصون په بدل کې قاضي د استخبارارتی موسسې له امر سره سمې فیصلې صادرې کړي.
محکمو کې د ای اېس ای لاسوهنه
په اکثرو مواردو کې ای ایس ای د محاکمو د فیصلو له لارې خپلې د سیاسي مهندسۍ پروژې پر مخ بیايي، یعنې د محاکمو له لارې خپل مخالفین په زندان کې اچوي او د خپلو متحدینو د خلاصون لپاره زمینه همواروي.
په خوا یې د مسلم لیګ رهبر نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او د هغه د ګوند نور غړي بندي کول، نن سبا یې عمران خان او د هغه نور ملګري د زندان د تورو تنبو تر شا ساتلي دي.
د اسلام اباد د عالي محکمې د شپږو قاضیانو په ګډ لیک کې د اعتراضونو دوسیه تر اوسه د سترې محکمې په وړاندې پرته ده.
تر اوسه سترې محکمې په دې باره کې کوم نهايي تصمیم نه دی نیولی، خو ستره او عالي محکمه د عمران خان او د هغه د ګوندي ملګرو په دوسیو کې د مستقلو تصمیمونو د نیولو له لارې د جنرالانو د دکتاتورۍ په ضد د خپل خفګان څرګندونه کوي.
که څه هم پوځ په ځینې محاکمو باندېد فشار اچولو له لارې عمران خان یا د هغه ملګري په بندي ساتلو محکوم کړي، خو د استیناف په مراحلو کې سترې او عالي محکمې د ټیټو محاکمو دغه تصمیمونه رد کړي او د عمران خان په ګټه یې اوامر صادر کړي دي.
دغه مسله اوس ځکه ډیره حاده شوې ده چې عمران خان له محبس او د هغه په پاکستان او په خارج کې میشتو پلویانو د صدراعظم شهباز شریف یا د ولسمشر اصف علي زرداري په ځای د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د ای ایس ای لوی مشر جنرال ندیم انجم او د هغه معین جنرال فیصل نصیر د خپلو تبلیغاتي حملو هدف ګرځولي دي.
په داسې شرایطو کې چې کله ستره او عالي محکمه د زندان څخه د عمران خان د راوتلو لپاره حقوقي لارې پرانیځي نو د هغوی دغه کار د جنرالانو قهر او غضب را پاروي.
د ورکو کسانو دوسیې
د ورکو کسانو کورنۍ خپل غړي غواړي.
د پاکستان د محاکمو او پوځ تر منځ د ټکر یوه بله جبهه د پاکستان د زرګونو تړي تم شوو اتباعو دوسیې دي، چې د د پاکستان د استخباراتو له خوا تښتول شوي.
د قانون له مخې پوځیا له پوځ سره تړلې استخباراتي موسسې د وګړو د توقیفولو صلاحیت نه لري، خو دوی هره ورځ خلک له کورونو او د کار له ځایونو وړي.
د زرګونو تړي تمو خلکو ستره برخه بلوڅان او پښتانه تشکیلوي. پوځ وايي، بلوڅ بیلتون خوښي د پاکستان په ضد جګړه کې بوخت دي.
د پښتونخوا کې د ترهګرۍ په تور خلک تښتوي او یا هم په غونډو کې یا په خوله رسنیو کې د پوځ په پالیسیو تنقید کوونکي سیاسي فعالان او ژورنالستان هم تړی تم کیږي.
داسې خلک شته چې د لسو یا د پنځلسو کلونو نه لادرکه دي. د ځینې تښتول شویو خلکو مړي پیدا کیږي چې استخباراتي موسسې یې د مسولیت اخستلو نه انکار کوي.
د لادرکه خلکو د کورنیو غړي او حامیان له کلنو راهیسې د دغه ظلم پر ضد تظاهرات او مارشونه کوي.
د استخباراتو دا کار په ډاګه د پاکستان د قانون او له بین المللي موازینو نه سرغړونه ده، خو پوځ په دې قضایاوو کې د محاکموامر نه مني.
د خبریال تښتول
دوه اونۍ وړاندې په اسلام اباد کې استوګن د احمد فرهاد په نوم یو کشمیری ژورنالست د استخباراتو له خوا اختېاف شو. چې کله د احمد فرهاد مدافع وکیلانو داسې شواهد تر لاسه کړل چې هغه د ای ایس ای له خوا اختطاف شوی دی، نو د وکیلانو په خواست د اسلام اباد عالي محکمې د ای ایس ای د اسلام اباد د څانګې د رییس د احضار امر صادر کړ، خو هغه دا کار ونه کړو.
البته بندي احمد فرهاد یې کشمیر کې پولیسو ته په لاس ور کړ او د مۍ میاشتېپه نهه ویشتمه نیټه هغه په ضمانت راخلاص شو، خو په زرګونو بلوڅ او پښتانه تړي تم خلک داسې بخت نه لري.
د پاکستان عدالتونه یا محکمې له پوځ سره د نیغ په نیغه د ډغرې وهلو توان نه لري، خو په نزدې وختونو کې د هغوی له خوا مقاومت زیات شوی دی.
د پوځ او د قضا تر منځ د یوه ټکر د امکان په صورت کې ځینې سیاسي شنونکو په پاکستان کې د اضطراري حالت او یا عین د اساسي قانون د ملغا او د نظامي قانون د تپل کیدو ویره هم څرګنده کړې ده.