• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان راتلونکي مالي کال ته ۳.۶ سلنه ودې او تر ۱۲ سلنې د انفلاسیون کمېدو ته هیله من دی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د پاکستان د پلان وزارت وايي، راتلونکي مالي کال کې هیله لري چې تر ۳.۶۰ سلنې وده وکړي او تر ۱۲ سلنې انلاسیون کم شي. دوو سرچینو رویټرز ته ویلي، دغه هېواد به د ۳ ورځو په ځنډ د جون پر ۱۰ کلنۍ بودیجه اعلان کړي. پاکستان کې مالي کال د جولای په اوله یانې نږدې یوه میاشت وروسته پیلېږي.

راتلونکي مالي کال ته د پاکستان د پلان وزارت دا هیله منتیا په داسې مهال ده چې له پیسو نړیوالو صندوق سره پر نور پور خبرې کوي.

دا وزارت وايي، دغه هیله منتیا یې له سیاسي ټیکاو، د پیسو ارزښت او د پسو نړیوال صندوق پروګرام له مخې د اقتصادي ټیکاو له پلانونو او د سونتوکو او نورو موادو د نرخ د کمېدو له اټکل سره تړلې ده.

د پاکستان مرکزي بانک هم د تېرې مۍ میاشتې لومړیو کې خپل نیم کلن راپور کې وویل، چې په ځینو اقتصادي برخو کې له پرمختګ سره د سیاسي ناڅرګندتیا له امله د دغه هېواد اقتصاد له خنډونو سره لاس ګرېوان دی.

له دې سره دغه بانک د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره د پاکستان ناخالصه وده له دوو تر درې سلنې اټکل کړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټي ټي پي: تېره میاشت مو په ۹۸ بریدونو کې ۹۰ نظامیان وژلي او ۱۲۴ نور مو ټپیان کړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان وايي، تېره میاشت یې په پاکستان کې د امنیتی ځواکونو پرضد ۹۸ وسلوال بریدونه کړي چې پکې ۹۰ تنه وژل شوي او ۱۲۴ نور ټپیان دي. دغه وسلواله ډله ادعا کوي چې د تېرې میاشتې په دې مړو او ژوبلو کې۱۰۳ پوځیان، ۶۵ پولیس ،۳۸ ملیشه ځواکونه او ۸ د څارګرو ادارو غړي شامل دي.

دا ډله وايي، زیات بریدونه یې پښتونخوا صوبې په دېره اسماعیل خان د پاکستان د حکومتي ځواکونو پرضد کړي دي.

ټي ټي پي وايي، په دې بریدونو کې یې ۳۶ واره په سناپیر او لیزز په واسطه د پاکستان ځواکونه په نښه کړي دي.

دوی زیاتوي یوازې یې ۱۱ وارې تعرضي، ۵ وارې د لاسي بمونو، ۷ هدفمند، ۱۱ ځوابیه او چریکي بریدونه هم کړي دي.

دوی همدراز لیکلي چې ۱۴ کمینونه یې نیولي او ۲ مزایلونه یې توغولي دي.

ټي ټي پي ادعا کوي چې تېره میاشت یې له پاکستاني نظامیانو ۴ کلاشنګوفونه، ۱ توپانچه او یو موبایل هم ولجه کړی دی.

100%

دوی زیاتوي په تېره یوه میاشت کې ۲۰ امنیتي کامرې، ۵ نظامي موټران، ۳ ډرون کامرې او یو چیک پاینټ یې تخریب کړي دي.

دغه ډله وايي په تېره میاشت کې یې په جنوبي پنچاب او کوټه کې هم بریدونه کړي دي.

ټي ټي پي په تېره میاشت کې ځان ته د اوښتو زیانونو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

پاکستاني طالبانو دا هم نه ده په ډاکه کړې چېتر تېرو میاشتو یې بریدونه زیات شوي او که کموالی پکې راغلی دی.

د تېر جمهوري نظام د ړنګېدو وروسته د افغان طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو سره د پاکستاني طالبانو بریدونه په پاکستان کې څو برابره زیات شوي دي.

پاکستان پوځ وايي ددغه هېواد مخالف وسلوال د افغانستان په خاوره کې مېشت دي او له هغه ځایه د پاکستان پرضد بریدونه پلانوي او عملي کوي.

د پاکستان دا ادعا تل طالبانو رد کړې ده او د پاکستان ناامني یې د دغه هېواد کورنۍ مسله بللې ده.

د اسراییل پوځ وايي، د غزې په شمال کې یې جګړه ییز عملیات بشپړ کړي دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۲۱:۵۴ GMT+۱

اسراییلي ځواکونو له څو ورځنیو سختو جګړو وروسته د غزي په شمال کې په جبالیا سیمه کې خپل عملیات پای ته ورسول. په دغو عملیاتو کې، اسراییلو په جبالیا سمه شاوخوا ۲۰۰ هوایي بریدونه کړي دي.

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ ویلي، چې د رفح په مرکز کې یې د حماس له تونلونو راکټونه او د نورو وسولو زیرمې موندلي دي.

په جبالیا کې له دوو اونیو سختې جګړې وروسته د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پوځیانو یې خپل عملیات بشپړ کړي او په غزه کې د نورو عملیاتو لپاره د چمتووالي په حال کې دي.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې اسراییلي پوځیانو په غزه کې د ۲۵۰ یرغمل شویو کسانو له ډلې د اوو تنو جسدونه هم ترلاسه کړي دي.

د غزې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ په یوه تازه راپور کې وویل، چې په غزه کې د اسراییل په هوایي او ځمکني بریدونو کې ۳۶ زره او ۲۸۴ فلسطینیان وژل شوي او ګڼې سیمې په کنډوالو بدلې شوې دي.

د اسراییل یو جګپوړي امنیتي چارواکي د جمعې په ورځ وویل، چې اسراییل به د جګړې د درولو لپاره هېڅ یوې موافقې ته حاضر نه شي مګر دا چې د یرغمل شویو ژوندې ستنیدل یې برخه وي. خو حماس د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې دوی به هغې موافقې ته چې پکې د فلسطیني زندانیانو تبادله شامله وي چمتو شي.

دوه ورځې مخکې، د اسراییل د ملي امنیت سلاکار ویلي و، چې د غزې جګړه به لږ تر لږه اووه میاشتې نور هم دوام وکړي.

الماني رسنۍ: د ننۍ پیښې بریدګر سلیمان الف د افغانستان په هرات ولایت کې زیږیدلی و

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د الماني رسنیو د رپوټونو له مخې، د جرمني په مانهایم ښار کې د اسلام د ښي اړخو منتقدینو پر غونډې برید کوونکی ۲۵ کلن سلیمان الف دی چې د افغانستان په هرات ولایت کې زیږدلی و.‌

د دغو رسنیو په وینا،‌ په یاد برید کې شپږ تنه ټپیان شوي دي او د یو ټپي چې پولیس دی روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

تر دې وړاندې د المان پولیسو ویلي و، چې په مانهایم ښار کې یو سړي له چاقو سره د اسلام د ښي اړخو منتقدینو پر غونډې برید کړی او څو تنه یې ټپیان کړي دي.

په ټپیانو کې د اسلام ضد د یوې مشهورې څېرې نوم هم لیدل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په ونیا، برید کوونکی د پولیسو له خوا ټپي شوی او بیا نیول شوی دی.

پولنډ د بیلاروس سره په سرحدي سیمو کې د کډوالو تګ راتګ منع کړ

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۳ GMT+۱

د پولند لومړي وزیر دونالد تاسک وویل، چې بلاروس سره د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې د «د سیمې له خلکو پرته د نورو» تګ رتګ منع دی.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي اتمه) د کډوالو ۵۰ کسیزه ډلې له سرحد څخه د تېریدو پر مهال پر یو پولنډی سرتېري د چاقو برید وکړ.

د پولنډ حکومت وايي، چې د بیلاروس چارواکي د وارسا د بې ثباته کولو په موخه دغه هېواد ته د کډوالو یوه څپه برابروي.

د پولنډ د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په سرحدي سیمو کې د تګ راتګ محدودیت به د چنګاښ د میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل شي او درې میاشتې به دوام وکړي.

ډونالډ ټاسک وايي، چې د پولنډ حکومت هوډ لري چې له بېلاروس سره د سرحدي سیمو د امنیت لپاره له ټولو ممکنو سرچینو ګټه واخلي.

تر دې مخکې د پولنډ لومړي وزير د غبرګولي په څلورمه نېټه ویلي و، چې دغه هېواد به د روسيې او بلاروس تر منځ پر پوله د امنيت د ټينګښت لپاره ۲،۳ ميليارده يورو ولګوي.

ټاسک ټینګار کوي چې د پولنډ د امنیت لپاره د بودیجې محدودیتونه نه شته او زیاتوي: «موږ دا کار د دې لپاره پېل کړ، چې د پولنډ سرحد د سولې په وخت کې خوندي او د جګړې په وخت کې د نفوذ وړ نه وي.»

له بلاروس سره د پولنډ سرحد اروپا ته د ننوتلو یو له ستراتیژیکو لارو څخه ده او په تېرو کلونو کې ډېری کډوال له همدې لارې د اروپایي ټولنې هېوادونو ته ننوتي دي.

د روسیې او اوکراین تر منځ له جګړې وروسته، د وارسا چارواکو تل ادعا کړې، چې د بیلاروس حکومت د دغه سرحد له لارې پولنډ او اروپايي ټولنې ته په زرګونه کډوال داخل کړي دي.

دغه چارواکي ادعا کوي چې بیلاروس هڅه کوي چې پولنډ ته د کډوالو په استولو دغه هېواد ناامنه کړي. خو د بیلاروس چارواکي دا تورونه بې اساسه بولي او وايي، چې پولنډ ته د کډوالو په راتګ کې کوم رول نه لري.

سویډن اوکرایین ته د څه د پاسه یو ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرستې استوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د سویډن حکومت ویلي، چې له اوکراین سره به د ۱.۲۳ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کوي. دا تر دې دمه د سویډن له خوا له کییف سره تر ټولو لویه مرسته ده.

تر دې مخکې، هسپانیا او بلجیم هم له اوکراین سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو ژمنه کړې وه.

د سویډن د دفاع وزیر پال جانسون، د دغې پوځي مرستې د اعلان پر مهال وویل، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې له پېل راهېسې دا اوکراین ته د دغه هېواد تر ټولو لویه مرسته ده.

د سویډن په مرستو کې ټانکونه، زغره وال ګاډي او د توپخانې مهمات شامل دي، چې اوکراین یې په وروستیو میاشتو کې له کمښت سره مخامخ دی. همدا راز، په دې مرستو کې د اضافي تجهیزاتو پېرلو لپاره مالي ملاتړ هم شامل دی.

تر دې مخکې هسپانیا او بلجیم د روانې اونۍ په اوږدو کې له اوکراین سره د یو میلیارد ډالرو پوځي مرستو ژمنه کړې وه. په دغو مرستو کې ۳۰امریکايي ایف ۱۶ جنګي الوتکې شاملې وې.

په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل، اوکراین او لویدیځ متحدان یې یوځای پیاوړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فرانسې ولسمشر او د جرمني صدراعظم د سې شنبې په ورځ د جرمني په مسبرګ ښار کې په یوه غونډه کې وویل، چې اوکراین ته باید اجازه ورکړل شي چې په روسیه کې دننه پر پوځي اهدافو برید وکړي.

تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ اکانومیسټ مجلې ته ویلي و،چې د ناټو غړي باید اوکراین ته اجازه ورکړي چې د روسیې په خاوره کې د برید لپاره د لویدیځ له خوا ورکړل شوې وسلې وکاروي.

دغه نظر د ناټو د ځینو اروپايي غړو له خوا هم تایید شوی و او په وروستي اقدام کې کاناډا او فنلنډ هم له دغه پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

پولیټیکو مجلې هم د درېیو امریکايي چارواکو او دوو نورو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په پټه اوکراین ته اجازه ورکړې وه چې د امریکا له خوا ورکړل شوې وسلې په روسیه کې د برید لپاره ورکاروي.

د دغه راپور له مخې، د امریکا دغه موافقه یوازې د ښارکیف شاوخوا سیمو کې شوې وه.