• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د اېن ډي ټلویزیون ټولپوښتنه په ټاکنو کې د مودي بری ښيي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د اېن ډي ټلویزیون د ټولپوښتنې له مخې اټکل کیږي چې د هند په ټولټاکنو کې د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند اتحاد اکثریت وګټي.

د دوو ټولپوښتتنو لنډیز اټکل کوي چې واکمن "ملي ډیموکراتیک اتحاد” کولی شي د پارلمان له ۵۴۳ څوکیو څخه ۳۵۰ وګټي.

په پارلمان کې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره د ۲۷۲ څوکیو ګټلو ته اړتیا ده.

"ملي ډیموکراتیک اتحاد” په ۲۰۱۹ ټاکنو کې ۳۵۳ څوکۍ ګټلې وې.

اټکل کیږي چې د هند د کانګرس ګوند په مشرۍ د اپوزیسیون “د هند اتحاد” له ۱۲۰ څخه ډیرې څوکۍ وګټي.

ټولپوښتنې په هند کې ډیر ښه تاریخ نه لري او ډیر وخت د ټاکنو د پایلو غلطه وړاندوینه کوي.

د شنونکو په وینا، د هند په شان په یو لوی او متنوع هیواد کې په دقیقه توګه د خلکو د نظرونو ترلاسه کول یوه ننګونه ده.

د هند ټول ټاکنې په اوو پړاوونو کې د اپریل په ۱۹ مه پیل شوې او تیره ورځ پای ته ورسیدې.

دغه ټاکنې په ډیرو برخو کې د دوبي په ګرمۍ کې ترسره شوې او نږدې یو میلیارد خلکو په کې خپلې رایې وکارولې.

د ټاکنو کمیسیون به د جون میاشتې په څلورمه د ټاکنو پایلې اعلان کړي او رایې به په بریښنایي توګه وشمیرل شي.

د دریم ځل لپاره د هند د ټاکنو په ګټلو سره به د ۷۳کلن مودي بریا د دغه هیواد د خپلواکۍ له اخیستونکي جواهر لال نهرو وروسته دویم لومړی وزیر وي چې په پرله پسې توګه د دریم ځل لپاره ټاکنې ګټي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

بنیامین نتنیاهو: په غزه کې به دایمي اوربند تر هغې ونه شي، ترڅو چې حماس له منځه نه وي تللی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې په غزه کې به دایمي اوربند تر هغه وخته پورې رامنځ ته نه شي چې د حماس پوځي وړتیاوې له منځه نه وي تللي.

دا په داسې حال کې ده، چې جوبایډن ویلي، چې اسراییل د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په بدل کې د اوربند لپاره د درې پړاوییز تړون وړاندیز کړی دی.

نتنیاهو وویل: «د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اسراییل شرطونه نه دي بدل شوي: د حماس د نظامي او حکومتولۍ وړتیاو له منځه وړل، د ټولو یرغمل شویو خوشې کول او دا ډاډ ترلاسه کول چې غزه نوره د اسراییل لپاره ګواښ نه دی.»

نتانیاهو ویلي، چې اسراییل ټینګار کوي چې د دایمي اوربند تر رامنځته کیدو مخکې دې دا شرطونه پوره شي.

بایډن د جمعې په ورځ وویل، چې اسراییل یوه هوکړه وړاندیز کړی، چې دې هوکړه کې شپږ اوونۍ اوربند شامل دی چې له مخې به یې د اسراییل پوځ جزیي شاتګ کوي او ځیني یرغمل به خوشې کیږي.

د سولې خبرې اترې له میاشتو راهېسې په ټپه ولاړې دي، اسراییل د ټولو یرغمل شویو خوشې کولو او د حماس له منځه وړل غواړي، په داسې حال کې چې حماس د دایمي اوربند، د اسراییلي ځواکونو د وتلو او د ډیرو فلسطیني بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.

حماس د جمعې په ورځ ویلي و، چې دوی د «مثبت او رغنده» تعامل لپاره چمتو دي، خو د دې ډلې یوه لوړ پوړي چارواکي محمود مرداوي د قطر ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې تر اوسه د دې وړاندیز جزییات یې نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل: «د اشغالګر پوځ د وتلو او د اوربند د ټینګولو له غوښتنې مخکې توافق ته نه شي رسیدلی. حماس هم د اسراییل د د نابودۍ لپاره ژمن دی.»

پاکستان راتلونکي مالي کال ته ۳.۶ سلنه ودې او تر ۱۲ سلنې د انفلاسیون کمېدو ته هیله من دی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د پاکستان د پلان وزارت وايي، راتلونکي مالي کال کې هیله لري چې تر ۳.۶۰ سلنې وده وکړي او تر ۱۲ سلنې انلاسیون کم شي. دوو سرچینو رویټرز ته ویلي، دغه هېواد به د ۳ ورځو په ځنډ د جون پر ۱۰ کلنۍ بودیجه اعلان کړي. پاکستان کې مالي کال د جولای په اوله یانې نږدې یوه میاشت وروسته پیلېږي.

راتلونکي مالي کال ته د پاکستان د پلان وزارت دا هیله منتیا په داسې مهال ده چې له پیسو نړیوالو صندوق سره پر نور پور خبرې کوي.

دا وزارت وايي، دغه هیله منتیا یې له سیاسي ټیکاو، د پیسو ارزښت او د پسو نړیوال صندوق پروګرام له مخې د اقتصادي ټیکاو له پلانونو او د سونتوکو او نورو موادو د نرخ د کمېدو له اټکل سره تړلې ده.

د پاکستان مرکزي بانک هم د تېرې مۍ میاشتې لومړیو کې خپل نیم کلن راپور کې وویل، چې په ځینو اقتصادي برخو کې له پرمختګ سره د سیاسي ناڅرګندتیا له امله د دغه هېواد اقتصاد له خنډونو سره لاس ګرېوان دی.

له دې سره دغه بانک د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره د پاکستان ناخالصه وده له دوو تر درې سلنې اټکل کړه.

ټي ټي پي: تېره میاشت مو په ۹۸ بریدونو کې ۹۰ نظامیان وژلي او ۱۲۴ نور مو ټپیان کړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان وايي، تېره میاشت یې په پاکستان کې د امنیتی ځواکونو پرضد ۹۸ وسلوال بریدونه کړي چې پکې ۹۰ تنه وژل شوي او ۱۲۴ نور ټپیان دي. دغه وسلواله ډله ادعا کوي چې د تېرې میاشتې په دې مړو او ژوبلو کې۱۰۳ پوځیان، ۶۵ پولیس ،۳۸ ملیشه ځواکونه او ۸ د څارګرو ادارو غړي شامل دي.

دا ډله وايي، زیات بریدونه یې پښتونخوا صوبې په دېره اسماعیل خان د پاکستان د حکومتي ځواکونو پرضد کړي دي.

ټي ټي پي وايي، په دې بریدونو کې یې ۳۶ واره په سناپیر او لیزز په واسطه د پاکستان ځواکونه په نښه کړي دي.

دوی زیاتوي یوازې یې ۱۱ وارې تعرضي، ۵ وارې د لاسي بمونو، ۷ هدفمند، ۱۱ ځوابیه او چریکي بریدونه هم کړي دي.

دوی همدراز لیکلي چې ۱۴ کمینونه یې نیولي او ۲ مزایلونه یې توغولي دي.

ټي ټي پي ادعا کوي چې تېره میاشت یې له پاکستاني نظامیانو ۴ کلاشنګوفونه، ۱ توپانچه او یو موبایل هم ولجه کړی دی.

100%

دوی زیاتوي په تېره یوه میاشت کې ۲۰ امنیتي کامرې، ۵ نظامي موټران، ۳ ډرون کامرې او یو چیک پاینټ یې تخریب کړي دي.

دغه ډله وايي په تېره میاشت کې یې په جنوبي پنچاب او کوټه کې هم بریدونه کړي دي.

ټي ټي پي په تېره میاشت کې ځان ته د اوښتو زیانونو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

پاکستاني طالبانو دا هم نه ده په ډاکه کړې چېتر تېرو میاشتو یې بریدونه زیات شوي او که کموالی پکې راغلی دی.

د تېر جمهوري نظام د ړنګېدو وروسته د افغان طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو سره د پاکستاني طالبانو بریدونه په پاکستان کې څو برابره زیات شوي دي.

پاکستان پوځ وايي ددغه هېواد مخالف وسلوال د افغانستان په خاوره کې مېشت دي او له هغه ځایه د پاکستان پرضد بریدونه پلانوي او عملي کوي.

د پاکستان دا ادعا تل طالبانو رد کړې ده او د پاکستان ناامني یې د دغه هېواد کورنۍ مسله بللې ده.

د اسراییل پوځ وايي، د غزې په شمال کې یې جګړه ییز عملیات بشپړ کړي دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۲۱:۵۴ GMT+۱

اسراییلي ځواکونو له څو ورځنیو سختو جګړو وروسته د غزي په شمال کې په جبالیا سیمه کې خپل عملیات پای ته ورسول. په دغو عملیاتو کې، اسراییلو په جبالیا سمه شاوخوا ۲۰۰ هوایي بریدونه کړي دي.

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ ویلي، چې د رفح په مرکز کې یې د حماس له تونلونو راکټونه او د نورو وسولو زیرمې موندلي دي.

په جبالیا کې له دوو اونیو سختې جګړې وروسته د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پوځیانو یې خپل عملیات بشپړ کړي او په غزه کې د نورو عملیاتو لپاره د چمتووالي په حال کې دي.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې اسراییلي پوځیانو په غزه کې د ۲۵۰ یرغمل شویو کسانو له ډلې د اوو تنو جسدونه هم ترلاسه کړي دي.

د غزې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ په یوه تازه راپور کې وویل، چې په غزه کې د اسراییل په هوایي او ځمکني بریدونو کې ۳۶ زره او ۲۸۴ فلسطینیان وژل شوي او ګڼې سیمې په کنډوالو بدلې شوې دي.

د اسراییل یو جګپوړي امنیتي چارواکي د جمعې په ورځ وویل، چې اسراییل به د جګړې د درولو لپاره هېڅ یوې موافقې ته حاضر نه شي مګر دا چې د یرغمل شویو ژوندې ستنیدل یې برخه وي. خو حماس د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې دوی به هغې موافقې ته چې پکې د فلسطیني زندانیانو تبادله شامله وي چمتو شي.

دوه ورځې مخکې، د اسراییل د ملي امنیت سلاکار ویلي و، چې د غزې جګړه به لږ تر لږه اووه میاشتې نور هم دوام وکړي.

الماني رسنۍ: د ننۍ پیښې بریدګر سلیمان الف د افغانستان په هرات ولایت کې زیږیدلی و

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د الماني رسنیو د رپوټونو له مخې، د جرمني په مانهایم ښار کې د اسلام د ښي اړخو منتقدینو پر غونډې برید کوونکی ۲۵ کلن سلیمان الف دی چې د افغانستان په هرات ولایت کې زیږدلی و.‌

د دغو رسنیو په وینا،‌ په یاد برید کې شپږ تنه ټپیان شوي دي او د یو ټپي چې پولیس دی روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

تر دې وړاندې د المان پولیسو ویلي و، چې په مانهایم ښار کې یو سړي له چاقو سره د اسلام د ښي اړخو منتقدینو پر غونډې برید کړی او څو تنه یې ټپیان کړي دي.

په ټپیانو کې د اسلام ضد د یوې مشهورې څېرې نوم هم لیدل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په ونیا، برید کوونکی د پولیسو له خوا ټپي شوی او بیا نیول شوی دی.