• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د ننګرهار په مومندرې کې د کښتۍ ډوبیدو پیښه کې ۸ کسان مړه او ۲ لادرکه دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د ننګرهار د امنيه قومندانۍ ویاند وايي، چې نن سهار د مومندرې ولسوالۍ په باسول سیمه کې د کښتۍ د ډوبېدو په پیښه کې ۸ کسان مړي شوي او ۲ نور لادرکه دي. بصير زابلی زياتوي، چې د خلګو په همکارۍ ۱۶ کسان ژغورل شوي هم دي، چې ۱۱ یې ټپیان و او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي.

د طالبانو د ننګرهار د امنيه قومندانۍ ویاند بصير زابلي وايي،‌ چې په دې کښتۍ کې ۲۶ کسان ناست و، چې له سيند څخه د اوښتلو پر مهال کښتۍ خرابه شوې او ډوبه شوې وه.

د هغه د معلوماتو له مخي، چې د ۱۶ ژغورل شویو کسانو څخه یې ۱۱ ټپي او روغتيايي مرکز ته انتقال کړي.

هغه وایي په اوبو کې د دوو ورکو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

په مړو او ټپيانو کې ښځي او ماشومان شامل دي.

له ډوبي شوي کښتۍ ژغورل شوی کس افغانستان انټرنشنل ته ويلي: « په کښتۍ کې ځای لږ او کسان زيات وه، کله چي کښتۍ د سیند منځ ته ورسېده، د کښتۍ جنراتور اوبه واخيستي او بند شو، خلګ وارخطا شول او کښتۍ له اوبو ډکه او واوښتل.»

د دغه کس په خبره، چې د ستونزي پر مهال يې لا هم خلګو ته ډاډ ګيرنه ورکول او دوه ماشومان یې هم وژغورل.

د سېمې يوه بل اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د مړو د مېندلو لپاره د مومندرې ولسوالۍ ګڼ خلک راووتل او هڅه يې کول، چې مړي بیا ومومي.

سيمه ايز اوسېدونکي وايي د دغو کلیو خلک هره ورځ سهار په دغې کښتۍ کې باسول ته د خپلو خپلوانو لېدو کتو، له بازاره د خوراکي توکو د پېرلو او د رسمي دندو لپاره تګ راتګ کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

قرغزستان له تاجکستان سره په همکارۍ پاکستان ته برېښنا صادروي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د قرغزستان د انرژۍ وزارت د دغه هېواد د انرژۍ د پراختیا لس کلن ملي پلان اعلان کړ. د دغه پروګرام له مخې به، قرغزستان د تاجکستان په همکارۍ په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان ته برېښنا صادروي. دغه بریښنا به افغانستان او سویلي اسیا ته د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې صادرېږي.

دغه هېواد په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې سویلي اسیا ته ۱.۲۵ میلیارد کیلو واټ ساعت برېښنا صادره کړي.

د قرغزستان د انرژۍ وزارت ویلي، د دغه هېواد د اوبو برېښنا بندونه په اوړي کې د سویلي اسیا هېوادونو ته د برېښنا د صادرولو ظرفیت لري، خو قرغزستان معمولاً په ژمي کې د برېښنا له کمښت سره مخامخ وي.

د قرغزستان چارواکي وايي، چې سویلي اسیا ته د برېښنا صادرات به هر کال زیات شي. دغه وزارت پلان لري، چې په ۲۰۲۶ کال کې سویلي اسیا ته د برېښنا صادرات ۱.۷ میلیارد کیلو واټ په ساعت کې لوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په پېل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د کاسا ۱۰۰۰پروژې د بیا پېلولو په موخه ګډ تړون لاسلیک کړ. دغه تړون وروسته له هغې لاسلیک شو چې د بشکیک او دوشنبې ترمنځ سرحدي شخړې او په هغو سیمو کې د ودانیو د جوړولو کار ودرول شو.

قرغزستان اوس مهال له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د لوړ ولتاژ برېښنا مزي جوړوي. همدا راز په افغانستان کې هم د برېښنا مزو د جوړولو کار بیا پیل شوې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته درول شوي و.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له افغانستان سره د نړۍوال بانک د پراختیايي مرستو د ځنډولو له امله له ستونزو سره مخامخ شوې. خو د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د هېوادونو ترمنځ د وروستیو هوکړو پر بنسټ د دغې پروژې کار چټک شوی دی.

ډيپلوماټ: ازبکستان د افغان ټرانس پټلۍ لپاره د قطر او اماراتو مالي ملاتړ بیا بیا غوښتی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د ډیپلوماټ مجلې د رپوټ له مخې، د روان کال له پیل راهیسې، ازبکستان له قطر او متحده عربي اماراتو سره د ترمز-مزار شریف-کابل-پیښور پټلۍ د مالي ملاتړ په اړه څو ځلې خبرې کړې. ازبکستان له دغو هیوادونو غوښتي چې د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د دغې پروژې په جوړولو کې همکاري‌ وکړي.

دغه پټلۍ د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره نښلوي او تر سوېلي اسیا او منځني ختیخ یې توکو ته بازار پیدا کوي.

د ډیپلوماټ مجلې د راپور له مخې، افغان- ټرانس پروژه د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره سمندر ته د لاسرسي او همدارنګه د هغوی د ترانزیتي امکاناتو او جیوپولیټیک رول د پیاوړتیا په برخه کې خورا مهمه ده، خو د افغان- ټرانس د پټلۍ پلي کول له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله ځڼډيلې وه.

د جمهوریت په دوره کې د دغې پروژې د پلي کیدو پر وړاندې لوی ګواښ طالبان وو خو اوس په افغانستان کې د طالبانو رژیم چمتو دی چې د دغې لارې امنیت د تضمین کړي.

د دې پروژې لپاره پاتې بل لوی خنډ د پانګونې موضوع ده او له همدې امله تاشکند د خلیج پر هیوادونو غږ کړی چې په دې برخه کې همکاري وکړي. قزاقستان، روسیې او بیلاروس هم دې پروژې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د ټرانس-افغان پروژې په اړه د خبرو په پرمخ وړلو کې د ازبکستان ونډه مهمه ده، خو د ترانسپورت او ترانزیټي موضوعاتو په اړه د طالبانو له رژیم سره د ایران د فعالو اړیکو په پام کې نیولو سره ښايي دغه وضعیت بدل شي.

ایران د هرات- خواف پټلۍ تر واخان غځول غواړي چې پاکستان، تاجکستان او چین سره وصل کړي او هم د مزار پټلۍ تر هرات په یوه لاین سره وتړي.

له بلې خوا د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې، د نړیوال ټرانسپورټ دهلیز (ITC) د جوړولو لپاره چې بیلاروس-روسیه-قزاقستان-اوزبکستان-افغانستان-پاکستان سره نښلوي، د دغو هیوادونو ترمنځ یو یادداشت لاسلیک شو.

د دغې لارې اوږدوالی ۵ زره ۵۳۲ کیلومتره دی او د بار وړلو موده یې ۲۰ ورځې ده. دغه موده د سمندر تر لارې درې چنده چټکه ده.

د دغې لارې کارول د سیمې هیوادونو د او شمالي قدرتونو لپاره سویلي اسیا او منځني ختیځ ته د توکو د صادرولو په برخه کې خورا پراخې اقتصادي ګټې لري.

د تاشکند بله هڅه

دې وروستیو کې هم ازبکستان د افغان ټرانس پروژې لپاره کابل ته پلاوی لېږلی و.
100%
دې وروستیو کې هم ازبکستان د افغان ټرانس پروژې لپاره کابل ته پلاوی لېږلی و.

ډیپلوماټ په خپل راپور کې زیاتوي تاشکند همدا راز په پام کې لري چې د چین – قرغزستان – ازبکستان پټلۍ تر افغانستان وغځوي او ټاکل شوې چې د دغې پروژې عملي چارې ډیر ژر پیل شي.

دغه پروژه به د پیښور پر لور ټرانس- افغان مسیر ته د لا ډیرې کارګو د جذبولو سبب شي.

تاشکند په سویل کې د خپلو ګټو د ساتلو او لا زیاتولو لپاره دې ته اړتیا لري چې د ایران او ترکمنستان سره سیالۍ کې برلاسې اوسي.

د همدې لپاره باید د تعرفو پالیسي تقویه کړي، ګمرکي طرزالعملونه ساده کړي، د سړکونو وضعیت او د ټرانسپورټ خدماتو کیفیت ښه کړي تر څو لا ډیر سوداګر د ټرانس-افغان مسیر کارولو ته مخه کړي.

طالبانو په پروان کې یو کس د شرابو د انتقال له امله ۳۹ دورې وواهه

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د پروان ولایت د ابتدايیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته د شرابو د انتقال له امله سزا ورکړل شوې ده. د خبرپاڼې له مخي، دغه کس د شرابو د انتقال په جرم نیول شوی او په عام محضر کې ۳۹ دورې وهل شوی دی.

په اعلاميه کې د دغه کس د هويت په اړه نور جزيات ندي ورکول شوي، خو ویل شوي، چې هغه په دوه کاله تنفيذي بند محکوم شوی هم دی.

د طالبانو سترې محکمې پر اېکس ټولنیزې شبکې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې تېره اونۍ د دغې ډلې ولايتي محکمو په پکتیکا او غزني ولایتونو کې يو يو کس او په غور کې ۸ کسان د بېلابيلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دورو وهلي او ځيني يې په تنفيذي بند محکوم کړي دي.

د دغه محکمې د معلوماتو له مخي، دوه ورځي وړاندي په کندوز کې هم څلور کسان په عام محضر کې هر يو ۳۹ دورې وهل شوي، دوه کسان په دوو کلونو او دوه نور په څلور او شپږ مياشتني بند محکوم شوي دي.

د دغه ډلې محکمې په تېره اونۍ کې په خوست ولایت کې هم ۱۰ کسان په دورو وهلي او په بند یې محکوم کړي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو له مخې، دې ډلې په شاوخوا یوه میاشت کې د «غلا، لواطت، زنا، بچه بازۍ، د الکولي مشروباتو د پلور» او نورو جرمونو په تور شاوخوا ۵۲ کسانو ته په عام محضر کې سزا ور کړې ده.

‏د طالبانو دغه ډول سزاوې د نړیوالو بشري سازمانونو له غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

طالبان وايي د هرات په ګذره ولسوالۍ کې یې د شیعه ګانو پر جومات د برید عاملان نیولي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو د والي مرستیال، مهاجر فراهي اعلان وکړ، چې په دغه ولایت کې د داعش یوه "مهمه" ډله نیول شوې ده. ښاغلي فراهي ادعا وکړه، چې نیول شویو کسانو د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدي ښارګوټي کې د امام زمان پر جومات په برید کې لاس درلود.

ښاغلي فراهي نیول شوي کسان "فتنګر" بللي دي. طالبان معمولاً د داعش غړي په دې نوم سره یادوي.

مهاجر فراهي نن په اېکس ټولنيزه شبکه کې لیکلي، چې له دغو کسانو يو ځانمرګي واسکټ، يو موټر او يو شمېر وسلې ترلاسه شوي دي.

د غوايي په ۱۰ مه شپه وسله والو د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدي ښارګوټي کې د امام زمان په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت هغه وخت وویل، چې په دغه برید کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون شپږ عبادت کوونکي وژل شوي دي.

له دې پېښې یوه ورځ وروسته داعش په خپل ټیلیګرام چینل کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې پېښې پړه پر غاړه واخیسته.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې «یو نامعلومو وسله والو د کلاشینکوف په وسیله د جومات پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي».

عيني شاهدان وايي، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

طالبان: په مشهد کې د افغان کونسل په توګه د عبدالجبار انصار لاسلیک د اعتبار وړ نه دی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د ایران په مشهد کې د افغانستان د کونسل په توګه د عبدالجبار انصار لاسلیک او رتبه د اعتبار وړ نه دي. ښاغلي بلخي ویلي چې ښاغلی انصار نور نشي کولای په ایران کې له دیپلوماتیکو مصونیتونو او امتیازاتو ناوړه ګټه پورته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په خپل اېکس کې لیکلي، د عبدالجبار انصار دنده د دې ډلې د ریاست الوزرا د حکم پر اساس د غبرګولي په ۶مه نېټه پای ته رسېدلې ده.

بلخي په دغه یادښت کې لیکلي دي، چې د ویانا د دیپلوماتیکو قوانینو او کنوانسینونو له مخې د کونسلي برخې مسوولین تر وظیفې ختمېدو وروسته بېرته خپل وطن ته ستنېږي او خپل ديپلوماتیک کارت کوربه هېواد ته سپاري.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ښاغلی انصار پر فساد او د کونسلۍ چارو کې پر لاسوهنه تورن کړی دی.

د نوموړي په مقابل کې دا اقدام له هغه وروسته دی چې د ایران په مشهد کې پخوانیو دیپلوماتانو د طالبانو له لوري د ټاکل شوي جنرال کونسل د ځای پر ځای کېدو مخه ونیوله.

په همدې حال کې اسلامي جمهوري ورځپاڼې په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ کې د طالبانو دا اقدام پر ایران برید بللی دی.

ډیپلوماټکو قوانینو کې په ډاکه شوې ده، چې د ډيپلوماټيکو اصولو له مخې د کونسلګرۍ د رييسانو ټاکل او تاسيس بايد د کوربه هېواد په موافقه وي.

ورځپاڼې مشهد کې افغان کونسلګرۍ ته د طالبانو د پلاوي وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي، د طالبانو دا نامناسب عمل د یوې ډلې په توګه چې تر اوسه د ایران په ګډون د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، د ایران هېواد ته د سپکاوی یوه بیلګه ده."