طالبان: په مشهد کې د افغان کونسل په توګه د عبدالجبار انصار لاسلیک د اعتبار وړ نه دی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د ایران په مشهد کې د افغانستان د کونسل په توګه د عبدالجبار انصار لاسلیک او رتبه د اعتبار وړ نه دي.
ښاغلي بلخي ویلي چې ښاغلی انصار نور نشي کولای په ایران کې له دیپلوماتیکو مصونیتونو او امتیازاتو ناوړه ګټه پورته کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په خپل اېکس کې لیکلي، د عبدالجبار انصار دنده د دې ډلې د ریاست الوزرا د حکم پر اساس د غبرګولي په ۶مه نېټه پای ته رسېدلې ده.
بلخي په دغه یادښت کې لیکلي دي، چې د ویانا د دیپلوماتیکو قوانینو او کنوانسینونو له مخې د کونسلي برخې مسوولین تر وظیفې ختمېدو وروسته بېرته خپل وطن ته ستنېږي او خپل ديپلوماتیک کارت کوربه هېواد ته سپاري.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ښاغلی انصار پر فساد او د کونسلۍ چارو کې پر لاسوهنه تورن کړی دی.
د نوموړي په مقابل کې دا اقدام له هغه وروسته دی چې د ایران په مشهد کې پخوانیو دیپلوماتانو د طالبانو له لوري د ټاکل شوي جنرال کونسل د ځای پر ځای کېدو مخه ونیوله.
په همدې حال کې اسلامي جمهوري ورځپاڼې په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ کې د طالبانو دا اقدام پر ایران برید بللی دی.