تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي وو، چې د دې غونډې لپاره یې خپل استازي ټاکلي او د دې غونډې اجنډا ترلاسه کولو ته په تمه دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) ویلي، چې توماس نیکلاسون په کابل کې له امیر خان متقي سره په لیدنه کې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د ګډون پر «اهمیت» خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په دې ناسته کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي.
طالبانو د دوحې درېیمه ناسته کې د مهمو مسایلو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، امیرخان متقي ویلي، چې د طالبانو تګلاره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د «توازن او مثبت تعامل» پر بنسټ ولاړه ده.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي ویلي و، چې د دوحې د غونډې د اجنډا له ترلاسه کولو وروسته به د دې ډلې استازي د دوحې د درېیمې غونډې په مهمو بحثونو کې برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه به د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه ترسره شي.
طالبانو په دوحه کې په تېرو دوو ناستو کې چې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې ترسره شوې، ګډون نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د دوحې په دویمه ناسته کې د طالبانو نه ګډون پر دې ناستې اغېز نه دی کړی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په دې غونډه کې د ګډون لپاره څو شرطونه ایښي دي. یو له دغو شرطونو څخه دې ډلې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ورکول دي.