• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیویارک پولیسو په بروکلین موزیم کې ۲۹ فلسطین پلوه مظاهره کوونکي ونیول

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۰۶ GMT+۱

د نیویارک پولیسو د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د بروکلين په موزیم کې د فلسطین په ملاتړ د جمعې د ورځې د مظاهرې په تړاو لږ تر لږه ۲۹ کسان نیولي دي. د پولیسو په وینا؛ په نيول شويو کسانو کې يې شپږ تنه د ځورونې او جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د بروکلين د موزيم وياند له مظاهرې وروسته رسنيو ته وويل: «په موزيم کې د هنري اثارو او د دغه موزيم په میدان کې ځينې نوي نصب شوي اثار زيانمن شوي دي.»

د موزيم د دغه مسوول په خبره مظاهره کوونکي د بروکلين ودانۍ ته له ننوتلو وروسته د ودانۍ له ځینو امنیتي کارکوونکو سره فزیکي ناوړه چلند وکړ.

فلسطین پلوه مظاهره چیانو د جمعې په ورځ په نیویارک ښار کې د بروکلین د هنر د میوزیم ځینې برخې ونیولې.

دوی بیا د میوزیم د ودانۍ بهر کې د « فلسطين ازاد کړئ» او «نسل وژنه بنده کړئ» بېنرونه ونښلول.

په همدې حال کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې له غزې سره د اسراییل د جګړې پر ضد لاریونونه په وروستیو ورځو کې تر ډېره په پوهنتونونو کې پیل شوي دي.

د فلسطین په ملاتړ د مظاهرو له امله د ځینو پوهنتونونو نظم ګډوډ شوی او د پوهنتونونو یو شمېر استادانو له دندو استعفا کړې ده.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په تازه پېښه کې د شنبې په ورځ د شیکاګو پوهنتون لسګونه محصلینو او د پوهنتون استادانو د فراغت په مراسمو کې کار بند کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د چین سفیر د خلیج د ټاپوګانو په اړه احضار کړ

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د چین سفیر احضار کړی، چې په خلیج کې د درېیو ټاپوګانو د مالکیت په اړه د چین او متحده عربي اماراتو د څرګندونو په اړه اعتراض وکړي.

متحده عربي امارات او ایران دواړه د دغو درېیو ټاپوګانو د ملکیت ادعا کوي.

دواړه هېوادونه د ابو موسی او ګرېټر او لیسر تونب په نوم د دغو درېیو ټاپوګانو د ملکیت ادعا کوي؛ خو د ۱۹۷۱ کال راهیسې د ایران په واک کې دي.

د ایران دولتي رسنیو ویلي: "د متحده عربي اماراتو او چین په ګډه اعلامیه کې د چین له خوا د دغو بې اساسه ادعاو د ملاتړ په اړه د ایران اعتراض په تهران کې د چین سفیر ته وړاندې شوی دی."

چین له تېرو لسیزو راهیسې د ایران یو له سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی.

د ایران دولتي رسنیو ویلي: "د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې درې ټاپوګان د دې هیواد د خاورې ابدي برخه ده او موږ تمه لرو چې چین به په دې مساله کې خپل دریځ بدل کړي."

د نتنیاهو مرستیال وايي، چې بایډن د غزې پلان 'ښه معامله نه ده' خو اسراییل یې مني

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۱۵ GMT+۱

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو مرستیال د یکشنبې په ورځ تایید کړه، چې اسراییل د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اسراییل هغه تړون منلی، چې اوس د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن له خوا پرمخ وړل کیږي؛ خو ویلي یې دي‌ چې دغه پلان نیمګړی دی او ډېر کار ته اړتیا لري.

د برېتانیا د سنډی ټایمز مجلې سره په مرکه کې د نتنیاهو د بهرنۍ پالیسۍ مشر اوفیر فالک وویل، چې د بایډن وړاندیز "هغه معامله ده چې موږ پرې موافقه کړې؛ خو دا یوه ښه معامله نه ده، مګر موږ ډېر زیات غواړو چې یرغمل شوي ټول خوشې شي".

هغه وویل: "د معاملې ډېر جزییات دي چې باید کار پرې وشي. د یرغمل شویو خوشې کولو او د نسل وژنې ترهګریز سازمان په توګه د حماس له منځه وړلو" په اړه د اسراییل شرطونه نه دي بدل شوي.

بایډن چې اوس د اسراییل له ملاتړه په غزه کې د ملکي مرګ ژوبلې په غندونکې بدل شوی، د جمعې په ورځ یې د اسراییل د دولت له خوا د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو درې مرحله يي پلان خپور کړ.

بایډن وايي، چې د دغه پلان په لومړي پړاو کې به اوربند کیږي او د حماس له خوا نیول شوي ځینې یرغمل شوي کسان به خپلو کورنیو ته راستنیږي.

وروسته به دواړه لوري په دویم پړاو کې د جګړې د پای ته رسولو او د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړي.

له دې معاملې داسې ښکاري، چې حماس به د مصر او قطر په منځګړیتوب په زیاتیدونکې توګه په خبرو اترو کې وڼډه ولري او اسراییل سره یوه احتمالي نښته کېدای شي د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسراییل د جګړې د بیا پیل سبب شي.

بایډن په تېرو څو میاشتو کې د اوربند بېلابېل وړاندیزونه ستایلي دي، چې هر یو هغه ته ورته وو، چې د نوموړي د جمعې په ورځ بیان کړ؛ خو له دغو وړاندیزیونو یو هم تر اوسه پلي شوي نه دي.

د فېبرورۍ په میاشت کې هغه وویل، چې اسراییل موافقه کړې چې د روژې په میاشت کې جګړه ودروي؛ خو داسې کوم اوربند هېڅ کله رامنځته نه شو.

د اسراییل لومړنی شرط دا دی، چې د حماس د له منځه وړلو پورې به یوازې د لنډمهاله اوربند په اړه خبرې وکړي.

خو حماس چې د له منځه تللو کومه نښه یې نه لیدل کیږي، وايي چې یوازې د جګړې د دایمي پای ته رسولو په بدل کې به یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د "فرصت کارت" پېژندنه؛ جرمني د ځانګړو مهارتونو لرونکو کارګرانو ته وېزې ورکوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د جرمني حکومت اعلان کړی، چې له اروپايي ټولنې بهر مسلکي کارګران کولای شي د ځینو معیارونو په پوره کولو سره د جرمني وېزه تر لاسه کړي. د "د فرصت کارت" سکیم له مخې؛ دا کارګران به یو کال وخت ولري، چې جرمني ته له ننوتلو وروسته په دې هېواد کې د ځان لپاره کار ومومي.

د دې پلان له مخې؛ وړ نوماندان په جرمني کې د کارموندنې وړاندیز او تضمین لیک ته اړتیا نه لري.

د پلان له اعلان وروسته د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر وویل؛ د جرمني حکومت هوډ لري، چې د ماهرو کارکونکو لپاره یو فرصت برابر کړي چې د هېواد اقتصاد یې له کلونو راهیسې ورته اړتیا لري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، هغه کسان کولای شي چې د «فرصت کارت» پروګرام لپاره درخواست وکړي، چې دوی لږ تر لږه دوه کاله حرفوي زده کړې بشپړې کړي او یا د پوهنتون معتبر سند ولري.

د مهارت لرونکو کارګرانو لپاره د وېزو ورکول د جرمني د حکومت د اصلاحاتو یوه برخه ده، چې موخه یې په دې هېواد کې د ماهرو کارګرانو کمښت راکم کړي.

د جرمني حکومت د رسمي پروسو په ساده کولو سره د ماهرو کارګرانو د جذبولو لپاره دا نوښت اعلان کړ.

برنامې ته غوښتونکي باید د ماهر کارګر په توګه وپېژندل شي یا د پواینټونو پر اساس سیسټم کې لږترلږه شپږ نمرې ترلاسه کړي.

په دې پروګرام کې د پېژندلو وړتوب د ژبې د مهارتونو، مسلکي تجربې، عمر او جرمني سره د غوښتونکي د اړیکو پر بنسټ د سکور کولو سکیم پر بنسټ ټاکل کیږي.

همدارنګه ویل شوي، چې هغه کسان چې د فرصت کارت ترلاسه کولو وړ وي حق لري، چې د یو کال لپاره په جرمني کې د خپل مسلک اړوند کار وپلټي او په دې موده کې کولی شي په اونۍ کې شل ساعته په نورو برخو کې کار وکړي.

د مکسیکو په ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره د یوې ښځې د ولسمشرې کېدو احتمال زیات شوی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د مکسیکو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره شاوخوا سل میلیونه رایې ورکوونکي رایه ورکولو ته بلل شوي دي. نظرپوښتنې ښیې، چې په دې ټاکنو کې یوه له ښځینه کاندیدانو څخه کلودیا شینباوم د نورو په پرتله د ګټلو احتمال ډېر دی.

د مکسیکو ولسمشریزې ټاکنې به د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په دیارلسمه ترسره شي.

په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی د ټاکنیزو کمپاینونو د ترسره کېدو مخه نه ده نیولې.

"دا یکشنبه موږ تاریخ جوړوو " د واکمن کیڼ اړخي ګوند نوماند شینباوم د چهارشنبه په ورځ په مکسیکو ښار کې په لسګونو زره خلکو ته وویل.

هغه دې ته په اشارې سره چې د مکسیکو مېرمنې تل د مکسیکو د سرپرستې ټولنې غندنه کوي، زیاته کړه: "دا د ښځو او بدلون وخت دی، دا پدې معنا ده، چې پرته له وېرې او پرته د تاوتریخوالي ژوند کوي."

۶۱ کلنه شینباوم او د مکسیکو ښار پخوانۍ ښاروال په ټولټاکنو کې په دوامداره توګه د خپل مرکز ښي سیالې ۶۱ کلن سچیل ګالویز ، چې یوه ښځینه اقتصادي فعاله هم ده ، مخکې شوې.

د سراسري ټولپوښتنې له مخې؛ هغه په ​​سلو کې ۵۳ رایې لري او د هغه مخالف به ۳۶٪ رایې ولري.

ګالویز د اوسني حکومت پر امنیتي ریکارډ نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د اندریس مانویل لوپیز اوبراډور د ولسمشرۍ له پیل راهیسې په مکسیکو کې د تاوتریخوالي له امله شاوخوا ۱۸۶ زره کسان وژل شوي او ۵۰ زره کسان ورک شوي دي.

د مکسیکو د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د کانګرس او سنا لپاره د نورو ټاکنو، د والیانو ټاکنې او د سیمه ییزو چارواکو لوی شمېر شتون لري.

ټاکنیز کمپاینونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د رسمي شمېرو له مخې؛ د سیمه ییزو پوستونو ۲۴ نوماندان وژل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د مکسیکو د یوه ښار د ښاروالۍ لپاره نوماند الفریدو کابریرا په څو ډزو ووژل شو او د هغه د وژنې صحنه په کمره کې ثبت شوه.

د ټولنيزې پراختيا د پاليسۍ د ارزونې د ملي شورا د راپور له مخې؛ د اوسني حکومت په موده کې ۸،۹ ميليونه وګړي له بې وزلۍ څخه وتلي؛ خو لا هم د مکسیکو د ۱۲۹ ميليونو وګړو له ډلې ۳۶،۳ سلنه په دغه ډول حالت کې دي.

د مکسیکو راتلونکی ولسمشر به د اکتوبر په لومړۍ نېټه خپله دنده پیل کړي.

د نومبر په میاشت کې د امریکا د انتخاباتو نتیجې د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو په راتلونکې باندې مهم اغیز لري.

د ایران د کډوالو ملي اداره: د کډوالو د تنظیم لپاره تر ۴۰ ډیر پلانونه پلي کیږي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د ایران د کډوالو ملي ادارې مشر عبدالله مبیني په ایران کې د کډوالو د تنظیم لپاره د څه دپاسه ۴۰ پلانونو د پلي کېدو خبر ورکړ. په دغو پلانونو کې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو راټولول او ایستل، د پولو بندول، د ویزو په صادرولو کې سمونې او د بهرنیو وګړو ګمارل شامل دي.

د ایران خبري اژانس (ایرنا) د شنبې په ورځ د غبرګولي ۱۲مه د ایران د کډوالو ملي ادارې د مشر په حواله خبر ورکړ چې دغه پلانونه به په یو وخت کې پلي شي.

دغه ایراني چارواکی وویل: «د کډوالو د پالیسي جوړونې او همغږۍ شورا د سیاستونو په وړاندې د ملي یووالي او په یوه مناسب ګډ مدیریت سره ممکنه ده چې بهرنيو کډوالو په وړاندې ګامونه پورته کړو.»

وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه کابل ته ننوتل، د افغان کډوالو یوه څپه د پولو له لارې ایران ته ولاړه. کابو درې کاله وروسته له دې چې طالبانو د کابل واک ترلاسه کړی، ایران زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل.

د هغو رسمي شمېرو له مخې چې د ایران د چارواکو له خوا خپرې شوې، تېر کال له قانوني اسنادو پرته یو میلیون او ۳۰۰ زره کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

د بشري حقونو فعالانو تل له افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا د ناوړه چلند، له هغوی سره د سیستماتیک تبعیض او بنسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.