• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مکسیکو په ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره د یوې ښځې د ولسمشرې کېدو احتمال زیات شوی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د مکسیکو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره شاوخوا سل میلیونه رایې ورکوونکي رایه ورکولو ته بلل شوي دي. نظرپوښتنې ښیې، چې په دې ټاکنو کې یوه له ښځینه کاندیدانو څخه کلودیا شینباوم د نورو په پرتله د ګټلو احتمال ډېر دی.

د مکسیکو ولسمشریزې ټاکنې به د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په دیارلسمه ترسره شي.

په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی د ټاکنیزو کمپاینونو د ترسره کېدو مخه نه ده نیولې.

"دا یکشنبه موږ تاریخ جوړوو " د واکمن کیڼ اړخي ګوند نوماند شینباوم د چهارشنبه په ورځ په مکسیکو ښار کې په لسګونو زره خلکو ته وویل.

هغه دې ته په اشارې سره چې د مکسیکو مېرمنې تل د مکسیکو د سرپرستې ټولنې غندنه کوي، زیاته کړه: "دا د ښځو او بدلون وخت دی، دا پدې معنا ده، چې پرته له وېرې او پرته د تاوتریخوالي ژوند کوي."

۶۱ کلنه شینباوم او د مکسیکو ښار پخوانۍ ښاروال په ټولټاکنو کې په دوامداره توګه د خپل مرکز ښي سیالې ۶۱ کلن سچیل ګالویز ، چې یوه ښځینه اقتصادي فعاله هم ده ، مخکې شوې.

د سراسري ټولپوښتنې له مخې؛ هغه په ​​سلو کې ۵۳ رایې لري او د هغه مخالف به ۳۶٪ رایې ولري.

ګالویز د اوسني حکومت پر امنیتي ریکارډ نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د اندریس مانویل لوپیز اوبراډور د ولسمشرۍ له پیل راهیسې په مکسیکو کې د تاوتریخوالي له امله شاوخوا ۱۸۶ زره کسان وژل شوي او ۵۰ زره کسان ورک شوي دي.

د مکسیکو د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د کانګرس او سنا لپاره د نورو ټاکنو، د والیانو ټاکنې او د سیمه ییزو چارواکو لوی شمېر شتون لري.

ټاکنیز کمپاینونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د رسمي شمېرو له مخې؛ د سیمه ییزو پوستونو ۲۴ نوماندان وژل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د مکسیکو د یوه ښار د ښاروالۍ لپاره نوماند الفریدو کابریرا په څو ډزو ووژل شو او د هغه د وژنې صحنه په کمره کې ثبت شوه.

د ټولنيزې پراختيا د پاليسۍ د ارزونې د ملي شورا د راپور له مخې؛ د اوسني حکومت په موده کې ۸،۹ ميليونه وګړي له بې وزلۍ څخه وتلي؛ خو لا هم د مکسیکو د ۱۲۹ ميليونو وګړو له ډلې ۳۶،۳ سلنه په دغه ډول حالت کې دي.

د مکسیکو راتلونکی ولسمشر به د اکتوبر په لومړۍ نېټه خپله دنده پیل کړي.

د نومبر په میاشت کې د امریکا د انتخاباتو نتیجې د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو په راتلونکې باندې مهم اغیز لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د کډوالو ملي اداره: د کډوالو د تنظیم لپاره تر ۴۰ ډیر پلانونه پلي کیږي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د ایران د کډوالو ملي ادارې مشر عبدالله مبیني په ایران کې د کډوالو د تنظیم لپاره د څه دپاسه ۴۰ پلانونو د پلي کېدو خبر ورکړ. په دغو پلانونو کې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو راټولول او ایستل، د پولو بندول، د ویزو په صادرولو کې سمونې او د بهرنیو وګړو ګمارل شامل دي.

د ایران خبري اژانس (ایرنا) د شنبې په ورځ د غبرګولي ۱۲مه د ایران د کډوالو ملي ادارې د مشر په حواله خبر ورکړ چې دغه پلانونه به په یو وخت کې پلي شي.

دغه ایراني چارواکی وویل: «د کډوالو د پالیسي جوړونې او همغږۍ شورا د سیاستونو په وړاندې د ملي یووالي او په یوه مناسب ګډ مدیریت سره ممکنه ده چې بهرنيو کډوالو په وړاندې ګامونه پورته کړو.»

وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه کابل ته ننوتل، د افغان کډوالو یوه څپه د پولو له لارې ایران ته ولاړه. کابو درې کاله وروسته له دې چې طالبانو د کابل واک ترلاسه کړی، ایران زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل.

د هغو رسمي شمېرو له مخې چې د ایران د چارواکو له خوا خپرې شوې، تېر کال له قانوني اسنادو پرته یو میلیون او ۳۰۰ زره کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

د بشري حقونو فعالانو تل له افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا د ناوړه چلند، له هغوی سره د سیستماتیک تبعیض او بنسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

محمود احمدي نژاد د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د دغه هېواد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه. ښاغلي احمدي نژاد د یکشنبې په سهار د ایران کورنیو چارو په وزارت کې د ټاکنو په مرکزي دفتر کې له نوم لیکنې وروسته وویل چې «دا یوه نوې او ویاړلې دوره کېدای شي.»

احمدي نژاد وویل؛ چې «د اکثریت خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو هر مسوول کس له صبر او زغم څخه بې برخې کوي.»

د ایران دغه پخواني ولسمشر له خپلو یو شمېر پلویانو سره د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو په مرکزي دفتر کې نوم لیکنه وکړه.

احمدي نژاد له ۱۳۸۴څخه تر ۱۳۹۲ پورې د ایران ولسمشر و.

نوموړی په ۱۴۰۰ کال کې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شوی و.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د یکشنبې په ورځ په څلورمه ورځ هم دوام درلود او ټاکل شوې سبا هم نوماندان نوم لیکنه وکړي.

د ایران د مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله د ایران ولسمشریزې ټاکنې ټاکل شوې له وخت وړاندې د روان کال د چنګاښ په اتمه ترسره شي.

د اسراییل د کورني امنیت وزیر: که نتانیاهو په غزه کې اوربند ته غاړه کیږدي، حکومت به ړنګ کړو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۱۱ GMT+۱

د اسراییل د کورني امنیت وزیر ایتامار بین ګوور وايي، که نتنیاهو د حماس د له منځه وړلو پرته د غزې د جګړې د پای ته رسولو هوکړه ومني، نو دی به حکومت ړنګ کړي.

د اسراييل د ماليې وزير هم ويلي، چې که نتنياهو د حماس د له منځه وړلو او د يرغمل شويو کسانو له خوشې کولو پرته په غزه کې اوربند ته غاړه کېږدي، نو استعفا به ورکړي.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي دي چې په غزه کې به دایمي اوربند تر هغه وخته پورې رانه شي چې د حماس پوځي وړتیاوې له منځه لاړې نه شي.

جوبایډن وویل چې دا هوکړه د اسراییل وړاندیز شوی نوی پلان دی چې په دریو پړاوونو؛ اوربند، د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول او د غزې بیارغونه پکې شامله ده.

په ورته وخت کې قطر، مصر او امریکا د منځګړو په توګه له اسراییل او حماس څخه غوښتي چې دغه وړاندیز شوی تړون وروستی کړي.

د اسراییل د کورني امنیت وزیر ایتامار بین ګوور د شنبې په ورځ (غبرګولي ۱۲مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د وړاندیز شوي تړون د جزیاتو له مخې چې اوس خپور شوی ، دغه تړون «د جګړې پای ته رسولو او حماس د پرېښودلو معنا لري.»

هغه وړاندیز شوی تړون یو «بې پروا تړون» بللی او لیکلي یې دي چې دغه «د ترهګرۍ بری او د اسراییل دولت لپاره یو امنیتي ګواښ دی.د داسې یوې هوکړې منل بری نه بلکې مطلقه ناکامي ده.»

ایتامار بین ګوور وړاندې لیکلي: «موږ به د حماس د بشپړ له منځه وړلو پرته د جګړې پای ته رسیدو اجازه ورنکړو.»

هغه ګواښ وکړ چې که نتانیاهو دغه تړون ته غاړه کیږدي، حکومت به ړنګ کړي.

د اسراییل د مالیې وزیر هم ګواښ کړی چې که نیتانیاهو وړاندیز شوې هوکړې ته غاړه کیږدي نو له خپلې دندې به استعفا وکړي.

برني سنډرز: بنیامین نتنیاهو یو جنګي مجرم دی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۱۴ GMT+۱

د امریکا ډیموکراټ سناتور برني سنډرز د کانګرس ګډې غونډې ته د وینا لپاره د اسراییل د لومړي وزیر پر بلنه نیوکه وکړه. برني سنډرز ویلي؛ چې «بنیامین نتنیاهو یو جنګي مجرم دی.» ښاغلي سنډرز زیاته کړه چې دی به په کانګرس کې د بنیامین نتنیاهو د وینا په غونډه کې ګډون و نه کړي.

د امریکا کانګرس د دواړو ګوندونو مشرانو د اسراییل لومړي وزیر ته بلنه ورکړې چې د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړي.

تر اوسه پورې د دې غونډې وخت نه دی ټاکل شوی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر منلې، چې بنیامین نتنیاهو د امریکا د کانګرس په ګډه غونډه کې د وینا کولو بلنه منلې ده.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د نتانیاهو له نوې وینا سره هغه لومړنی بهرنی مشر دی، چې د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته په څلورم ځل وینا کوي.

بنیامین نتانیاهو وویل چې دی به په دې ګډه غونډه کې د اسراییل په استازیتوب خبرې وکړي او د هغو کسانو پر وړاندې به د اسراییل د جګړې په اړه د امریکا د خلکو استازو او نړۍ ته هغه حقیقت بیان کړي چې د ده په وینا د دغه هېواد د ورانولو غوښتونکي دي.

د سویلي افریقا یو ګوند له درې لسیزې واکمنۍ وروسته د دغه هېواد په ټاکنو کې ماتې وخوړه

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۲۲:۰۱ GMT+۱

د سویلي افریقا د ټاکنو د پایلو له مخې د افریقا د ملي کنګرې ګوند وروسته له ۳۰ کلنۍ واکمنۍ ماتې وخوړه. د رایو يایلې ښیي چې د ملي کنګرې ګوند چې په دې هېواد کې یې نژادي تبعیض پای ته رسولی و، ۴۰سلنه رایې ګټلي دي.

د ډیموکراتیک اتحاد ګوند په نوم اصلي اپوزیسیون، تر ۲۱سلنې ډیرې رایې، د پخواني ولسمشر جیکوب زوما په مشرۍ د ام کې ګوند تر ۱۴سلنې ډیرې او د افراطي کیڼ اړخي اقتصادي ازادۍ مبارزانو چې مشري یې جولیوس مالما په غاړه لري، څه باندې ۹سلنه رایې خپلې کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د رایو ۹۹.۵۳ سلنه پایلې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) اعلان شوې او تمه ده چې وروستۍ پایلې به سبا یکشنبه اعلان شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سویلي افریقا خلک چې د بېکارۍ، نابرابرۍ او د برېښنا د نشتوالي له امله په غوسه دي، په دې ټاکنو کې یې د افریقا د ملي کنګرې ګوند ملاتړ ونه کړ.

د افریقا ملي کنګرې ګوند د نېلسن مانډلا سیاسي میراث دی چې درې لسیزې یې واک په لاس کې درلود. اوس دغه ګوند اړ دی چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره له مخالفو ګوندونو سره متحد شي.

د افريقا د ملي کانګرې ګوند يوه چارواکي پرته له دې چې د احتمالي ايتلاف رامنځته کېدو ته اشاره وکړي ویلي، چې دغه ګوند له هر چا سره خبرې اترې کولای شي.

د مخالفو ګوندونو یو مشر جولیوس نالما ویلي، چې دوی د افریقا د ملي کنګرې ګوند د رایو له ۵۰سلنې څخه د کمولو لپاره خپل هدف ترلاسه کړی دی. هغه ویلي، چې پلان لري د کنګرې ګوند سره د ایتلافي حکومت جوړولو په سر خبرې اترې وکړي.

‎د افریقا ملي کنګره د ۱۹۹۴تاریخي رایو اخېستو راهیسې چې د سپین پوستو لږکیو واکمني یې پای ته ورسوله ټولې مخکینۍ ملي ټاکنې ګټلي دي ، خو په تېرو لسیزو کې یې د دې امله چې اقتصاد په ټپه ولاړ دی ، بیکاري مخ په ډېریدو او سړکونه ویجاړ شوي او د بریښنا فابریکې سقوط شوي دغه ملاتړ له لاسه ورکړی.

په ټاکنو کې ولس خپل استازي په ولایتي او ملي شوراګانو کې ټاکي، چې وروسته ولسمشر د ملي شورا له لارې ټاکل کېږي.