• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود احمدي نژاد د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د دغه هېواد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه. ښاغلي احمدي نژاد د یکشنبې په سهار د ایران کورنیو چارو په وزارت کې د ټاکنو په مرکزي دفتر کې له نوم لیکنې وروسته وویل چې «دا یوه نوې او ویاړلې دوره کېدای شي.»

احمدي نژاد وویل؛ چې «د اکثریت خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو هر مسوول کس له صبر او زغم څخه بې برخې کوي.»

د ایران دغه پخواني ولسمشر له خپلو یو شمېر پلویانو سره د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو په مرکزي دفتر کې نوم لیکنه وکړه.

احمدي نژاد له ۱۳۸۴څخه تر ۱۳۹۲ پورې د ایران ولسمشر و.

نوموړی په ۱۴۰۰ کال کې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شوی و.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د یکشنبې په ورځ په څلورمه ورځ هم دوام درلود او ټاکل شوې سبا هم نوماندان نوم لیکنه وکړي.

د ایران د مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله د ایران ولسمشریزې ټاکنې ټاکل شوې له وخت وړاندې د روان کال د چنګاښ په اتمه ترسره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل د کورني امنیت وزیر: که نتانیاهو په غزه کې اوربند ته غاړه کیږدي، حکومت به ړنګ کړو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۱۱ GMT+۱

د اسراییل د کورني امنیت وزیر ایتامار بین ګوور وايي، که نتنیاهو د حماس د له منځه وړلو پرته د غزې د جګړې د پای ته رسولو هوکړه ومني، نو دی به حکومت ړنګ کړي.

د اسراييل د ماليې وزير هم ويلي، چې که نتنياهو د حماس د له منځه وړلو او د يرغمل شويو کسانو له خوشې کولو پرته په غزه کې اوربند ته غاړه کېږدي، نو استعفا به ورکړي.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي دي چې په غزه کې به دایمي اوربند تر هغه وخته پورې رانه شي چې د حماس پوځي وړتیاوې له منځه لاړې نه شي.

جوبایډن وویل چې دا هوکړه د اسراییل وړاندیز شوی نوی پلان دی چې په دریو پړاوونو؛ اوربند، د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول او د غزې بیارغونه پکې شامله ده.

په ورته وخت کې قطر، مصر او امریکا د منځګړو په توګه له اسراییل او حماس څخه غوښتي چې دغه وړاندیز شوی تړون وروستی کړي.

د اسراییل د کورني امنیت وزیر ایتامار بین ګوور د شنبې په ورځ (غبرګولي ۱۲مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د وړاندیز شوي تړون د جزیاتو له مخې چې اوس خپور شوی ، دغه تړون «د جګړې پای ته رسولو او حماس د پرېښودلو معنا لري.»

هغه وړاندیز شوی تړون یو «بې پروا تړون» بللی او لیکلي یې دي چې دغه «د ترهګرۍ بری او د اسراییل دولت لپاره یو امنیتي ګواښ دی.د داسې یوې هوکړې منل بری نه بلکې مطلقه ناکامي ده.»

ایتامار بین ګوور وړاندې لیکلي: «موږ به د حماس د بشپړ له منځه وړلو پرته د جګړې پای ته رسیدو اجازه ورنکړو.»

هغه ګواښ وکړ چې که نتانیاهو دغه تړون ته غاړه کیږدي، حکومت به ړنګ کړي.

د اسراییل د مالیې وزیر هم ګواښ کړی چې که نیتانیاهو وړاندیز شوې هوکړې ته غاړه کیږدي نو له خپلې دندې به استعفا وکړي.

برني سنډرز: بنیامین نتنیاهو یو جنګي مجرم دی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۱۴ GMT+۱

د امریکا ډیموکراټ سناتور برني سنډرز د کانګرس ګډې غونډې ته د وینا لپاره د اسراییل د لومړي وزیر پر بلنه نیوکه وکړه. برني سنډرز ویلي؛ چې «بنیامین نتنیاهو یو جنګي مجرم دی.» ښاغلي سنډرز زیاته کړه چې دی به په کانګرس کې د بنیامین نتنیاهو د وینا په غونډه کې ګډون و نه کړي.

د امریکا کانګرس د دواړو ګوندونو مشرانو د اسراییل لومړي وزیر ته بلنه ورکړې چې د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړي.

تر اوسه پورې د دې غونډې وخت نه دی ټاکل شوی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر منلې، چې بنیامین نتنیاهو د امریکا د کانګرس په ګډه غونډه کې د وینا کولو بلنه منلې ده.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د نتانیاهو له نوې وینا سره هغه لومړنی بهرنی مشر دی، چې د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته په څلورم ځل وینا کوي.

بنیامین نتانیاهو وویل چې دی به په دې ګډه غونډه کې د اسراییل په استازیتوب خبرې وکړي او د هغو کسانو پر وړاندې به د اسراییل د جګړې په اړه د امریکا د خلکو استازو او نړۍ ته هغه حقیقت بیان کړي چې د ده په وینا د دغه هېواد د ورانولو غوښتونکي دي.

د سویلي افریقا یو ګوند له درې لسیزې واکمنۍ وروسته د دغه هېواد په ټاکنو کې ماتې وخوړه

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۲۲:۰۱ GMT+۱

د سویلي افریقا د ټاکنو د پایلو له مخې د افریقا د ملي کنګرې ګوند وروسته له ۳۰ کلنۍ واکمنۍ ماتې وخوړه. د رایو يایلې ښیي چې د ملي کنګرې ګوند چې په دې هېواد کې یې نژادي تبعیض پای ته رسولی و، ۴۰سلنه رایې ګټلي دي.

د ډیموکراتیک اتحاد ګوند په نوم اصلي اپوزیسیون، تر ۲۱سلنې ډیرې رایې، د پخواني ولسمشر جیکوب زوما په مشرۍ د ام کې ګوند تر ۱۴سلنې ډیرې او د افراطي کیڼ اړخي اقتصادي ازادۍ مبارزانو چې مشري یې جولیوس مالما په غاړه لري، څه باندې ۹سلنه رایې خپلې کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د رایو ۹۹.۵۳ سلنه پایلې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) اعلان شوې او تمه ده چې وروستۍ پایلې به سبا یکشنبه اعلان شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سویلي افریقا خلک چې د بېکارۍ، نابرابرۍ او د برېښنا د نشتوالي له امله په غوسه دي، په دې ټاکنو کې یې د افریقا د ملي کنګرې ګوند ملاتړ ونه کړ.

د افریقا ملي کنګرې ګوند د نېلسن مانډلا سیاسي میراث دی چې درې لسیزې یې واک په لاس کې درلود. اوس دغه ګوند اړ دی چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره له مخالفو ګوندونو سره متحد شي.

د افريقا د ملي کانګرې ګوند يوه چارواکي پرته له دې چې د احتمالي ايتلاف رامنځته کېدو ته اشاره وکړي ویلي، چې دغه ګوند له هر چا سره خبرې اترې کولای شي.

د مخالفو ګوندونو یو مشر جولیوس نالما ویلي، چې دوی د افریقا د ملي کنګرې ګوند د رایو له ۵۰سلنې څخه د کمولو لپاره خپل هدف ترلاسه کړی دی. هغه ویلي، چې پلان لري د کنګرې ګوند سره د ایتلافي حکومت جوړولو په سر خبرې اترې وکړي.

‎د افریقا ملي کنګره د ۱۹۹۴تاریخي رایو اخېستو راهیسې چې د سپین پوستو لږکیو واکمني یې پای ته ورسوله ټولې مخکینۍ ملي ټاکنې ګټلي دي ، خو په تېرو لسیزو کې یې د دې امله چې اقتصاد په ټپه ولاړ دی ، بیکاري مخ په ډېریدو او سړکونه ویجاړ شوي او د بریښنا فابریکې سقوط شوي دغه ملاتړ له لاسه ورکړی.

په ټاکنو کې ولس خپل استازي په ولایتي او ملي شوراګانو کې ټاکي، چې وروسته ولسمشر د ملي شورا له لارې ټاکل کېږي.

مکسیکو کې د بریتانیا سفیر په دې له دندې ګوښه شو چې په ټوکه یې یوه کارمن ته وسله نیولې وه

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۳۰ GMT+۱

په مکسیکو کې د بریتانیا سفیر وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې د سفارت یوه محلي کارکوونکي ته یې په ټوکه وسله ونیوله. په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښیي چې جان بنیامین یو سړي ته وسله نیولې ده.

په لومړي ځل فایننشال ټایمز د دې پېښې په اړه راپور خپور کړی دی.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ویلي: «په مکسیکو کې د مخدره توکو د پلورونکو له خوا د ورځنيو وژنو سره سره، هغه ډېر جرات کوي چې له وسلې سره لوبې وکړي.»

بنیامین تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې، چې منتقدین یې "خورا بې ځایه ټوکه» بولي.

د بریتانیا حکومت په دې اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، خو د سفارت په رسمي وېبپاڼه کې د مکسیکو د سفیر په توګه د هغه نوم نه دی لیدل شوی. ویب پاڼه وايي چې هغه د ۲۰۲۱او ۲۰۲۴ترمنځ په دې دنده و.

تېر کال په مکسیکو کې تر ۳۰زره ډېر کسان وژل شوي دي.

د غه هېواد د وسلې قانون د وسلو په لیږد سخت محدودیتونه وضع کړي او د مکسیکو سیټي په پوځي مېنه کې یوازې یو د وسلو پلورنځی شته.

د اوکریان او غزې جګړې سربیره، امریکا هڅه کوي چې د چین پر ګواښونو نظر وساتي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین د شنبې په ورځ هڅه وکړه چې په اسیا – ارام سمندر کې د چین له خوا راټوکیدلو ګواښونو ته توجو راجلبه کړي او هغه اندیښنې کمې کړي چې د اوکراین او غزې شخړې له امله په سیمه کې د امریکا امنیتي ژمنو د کمرنګه کیدو په اړه راپورته شوي‌ دي.

په شانګري-لا کنفرانس کې د اسټین له څرګندونو څو ساعته وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي سینګاپور ته ورسید، چیرې چې هغه د یکشنبې په ورځ په یو امنیتي مجلس کې وینا کوي.

هغه په خواله رسنۍ اېکس خپور کړي پیغام کې ویلی، چې د اسیا - ارام سمندر سیمې څخه د سولې سرمشریزې لپاره د ملاتړ د جزبولو لپاره راغلی. ټاکل شوې چې دغه سرمشریزه د جون په ۱۵-۱۶ مه په سویس کې ترسره شي. هغه وویل، چې پلان لري چې د سینګاپور د ولسمشر ترمان شانموګراتنم او لومړي وزیر لارنس وانګ په ګډون د سینګاپور له پانګوالو او نورو چارواکو سره څو غونډې وکړي.

بل خوا، ښاغلي اسټین د جمعې په ورځ د شانګري-لا کنفرانس په څنډه کې له خپل چینایي سیال دونګ جون سره وکتل ترڅو د تایوان څخه نیولې د سویلي چین په سمندر کې د چین د پوځي فعالیتونو په اړه د لانجو د کمولو هڅه وکړي.

په دې وروستیو کې دا اندیښنې ډیرې شوي چې امریکا د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د ملاتړ او د غزې په جګړه کې د اسراییل سره د مرستې له امله له ارام سمندر سیمې څخه خپل پام اړولی دی. امریکا هڅه کوي چې د اوکراین او غزې جګړه نورو سیمو ته پراخه نه شي.

اسټین په خپله وینا کې وویل: "په اروپا او مینځني ختیځ کې د دې تاریخي جګړو سربیره ، هند - ارام سمندر سیمه زمونږ لپاره لا هم لومړیتوب لري.

هغه وايي: "دا باید روښانه کړم چې متحده ایالات یوازې هغه وخت خوندي پاتې کیدی شي چې اسیا خوندي وي. له همدې امله متحده ایالاتو له اوږدې مودې راهیسې په دې سیمه کې حضور لري."