• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ نړېوال جام؛ لومړۍ لوبه امریکا له کاناډا څخه د اوو ویکېټو په توپير وګټله

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د ۲۰۲۴ شل اوریز نړېوال جام کرېکټ سیالۍ د امریکا او کاناډا په لوبه پیل شوه. دغه لوبه کوربه هیواد امریکا له کاناډا څخه د اوو ویکېټو په لوی توپير وګټله. نن دویمه لوبه په ویسټ اینډیز کې د پي‌این‌جي او ویسټ اینډیز تر منځ ترسره کیږي.

دغه سیالۍ د یکشنبې په ورځ د امریکا په ډالاس لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې پچه د امریکا ملي لوبډلې وګټله او د کاناډا لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د کاناډا لوبډلې د نوتیټ ډالیوال د ۶۱ منډو، نکولاس کیرتون ۵۱ منډو او شریاس مووا د ۳۲ ناسوځېدلو منډو په مټ په شلو اوریونو کې د امریکا لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.

د کوربه هیواد امریکا لوبډلې د کاناډا له لوري د ۱۹۵ منډو هدف د لوبې په اتلسم اور کې پوره کړ او له کاناډا څخه یې د اوو ویکېټو په توپیر لوبه وګټله.

په دغې سیالۍ کې د امریکا د ملي لوبډلې توپ وهونکي ارون جونز په ۴۰ بالونو ۹۴ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې او د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

همدارنګه انډریس جونس ۶۵ او مانانک پټیل ۱۶ د امریکا په ګټه ۱۶ منډې جوړې کړې.

د ۲۰۲۴ کال د نارینه‌و شل اوریز نړېوال جام دویمه سیالۍ نن په کوربه ویسټ اینډیز کې د پي‌اېن‌جي او ویسټ اینډیز لوبډلو تر منځ تر سره کیږي.

سږنی نړېوال چام د ویسټ اینډیز او امریکا په کوربه توب ترسره کیږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

سبا د کرېکټ ۲۰ اوره نړيوال جام د امریکا او کاناډا په سيالۍ پيليږي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۲ GMT+۱

د ۲۰۲۴ م کال د ۲۰ اوره نړيوال جام لومړۍ سيالي به سبا د کوربه امریکا او کاناډا کرېکټ لوبډلو ترمنځ په دالاس کې تر سره شي. افغانستان به په دې نړيوالو سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې سې شنبې به ورځ له یوګانډا سره کوي.

افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو هم په دې سياليو کې د ښه لوبېدو لپاره د پوره چمتوالي خبر ورکړی.

افغانستان په سي ګروپ کې د یوګانډا، نیوزیلنډ، پاپاو نیوګېني او وېسټ انډيز سره سيالۍ لري.

د افغانستان دویمه سيالي د جون پر اتمه له نيوزیلنډ، درېیمه پر ۱۴مه نېټه له پاپ اونیوګېني یا پي‌اېن‌جي او څلورمه لوبه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره کوي.

پاکستان به بیا د پنج شنبې په ورځ د جون په ۶مه په خپله لومړۍ سيالۍ کې د امریکا کرېکټ لوبډلې سره بخت ازمويي.

خو پاکستان بيا د جون مياشتي په ۹مه نېټه په خپله دوهمه سيالۍ کې د هند کرېکټ لوبډلې سره مخ کيږي.

د رسنيو د معلوماتو له مخي، چې د پاکستان او هند د همدې سيالۍ ټول ټکټونه پلور شوي او د ټکټ بیه دوه برابره لوړه شوې ده.

د ۲۰۲۴م د نارينه و کرېکټ ۲۰ اوره نړيوال جام سيالۍ په امریکا او ويسټ اينډيز کې تر سره کيږي.

دغه سيالۍ سبا پيليږي، چې شاوخوا يوه مياشت وخت به ونيسي.

په دې سيالیو کې ۲۰ لوبډلې برخه لري او په ۴ ګروپونو ويشل شوي دي.

هره لوبډله به دوهم پړاو ته دتګ لپاره حداقل درې لوبې ګټي او یا به یې د ګروپ نمرې تر نورو لوړي وي.

د کلکتې لوبډلې د هند غوره لیګ د ۲۰۲۴ کال د اتلولۍ جام د دریم ځل لپاره وګاټه

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۶:۰۹ GMT+۱

د دغه لیګ په پایلوبه کې د کلکتې لوبډلې پیلیز توپ وهونکی افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز د پام وړ لوبه تر سره کړه. د کلکته نايټ رایډرز او سنرایزر حیدراباد لوبډلو تر منځ د هند غوره لیګ پایلوبه تېره ورځ په ماچیمدرام لوبغالي کې تر سره شوه.

د هند غوره لیګ د اتلولۍ جام د کلکتې لوبډلې له لس کلن انتظار وروسته د دریم ځل لپاره په خپل نوم کړ.

د دغه لیګ د اتلولۍ جام په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې د ګاتم ګامبیر په لوبډلمشرۍ د کلکتې لوبډلې ګټلی و.

په ۲۰۲۴ کال کې د هند په ای پي اېل سیالیو کې ککلتې لوبډلې د نورو لوبډلو سره سختې سیالۍ ترسره کړې او په لوبډله کې د غوره توپ وهونکو او غوره توپ اچونکو په مټ یې ځان تر اتلولۍ ورساوه.

د کلکتې لوبډلې له لوري د هند غوره لیګ د اتلولۍ د وروستۍ لوبې په ګټلو کې د یادې لوبډلې د پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز توپ وهنه د لوبډلې د بري لپاره د پام وړ وه.

رحمان الله ګربز ته په دغې پایلوبه کې د ډېرو څلوریزو وهلو جایزه هم ورکړل شوه.

د هند په سوداګریز لیګ کې نن حیدراباد له کلکتې لوبډلې سره پایلوبه کوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۰۹:۴۵ GMT+۱

نن د هند په سوداګریز لیګ کې د حیدراباد او کلکتې لوبډلو تر منځ د لیګ وروستۍ لوبه ترسره کیږي. دغه جام دوه ځله کلکتې او یو ځل حیدراباد لوبډلې ګټلی دی.

نن یک شنبه د (غبرګولي شپږمه) د هند شل اوریز سوداګریز لیګ (ای پې اېل) پایلوبه ترسره کیږي.

دغه پایلوبه د کلکتې او حیدراباد لوبډلو تر منځ په ماچیمدرام لوبغاړي کې ترسره کیږي.

په دواړو لوبډلو کې د نړۍ د کرېکټ پېژندل شوي ستوري لوبیږي.

د کلکتې لوبډله چې د بالیوډ د پېژندل شوي ستوري شاه رخ خان ده د رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر په ګډون میچل سټارک، انډري راسل، شریاس ایر، ونکتیش ایر په ګډون نوم لرونکو لوبغاړو تر پایلوبي راورسوله.

بلخوا د سنرایزر حیدراباد لوبډله بیا د یوې هندۍ سوداګرې ده.

په یاده لوبډله کې راهول ټریپاټي، هاینریک کلاسن، پټ کامینز نتیش کمار په شان د کرېکټ د نړۍ مشهور لوبغاړي پکې لوبیږي.

د ای پې اېل جام په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوی او تر دې مهاله د مهیندرا سینګ ډهوني په لوبډلمشرۍ د چینای سوپر کینګز لوبډلې او ممبۍ اینډینز لوبډلې پنځه پنځه ځلي په خپل نوم کړی دی.

د پاکستان کرېکټ لوبډله نن له انګلينډ سره دویمه ۲۰ اوره لوبه کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ لوبډله نن شنبه د انګلينډ لوبډلې سره د څلورو ۲۰ اوره لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د انګلنډ په برمېنګم کې کوي. دا لوبه د پاکستان ځايي وخت مازیګر شپږ نیمې بجې پیلېږي. د دې سيالیو لومړۍ لوبه د زيات باران له امله ونه شوه.

پاکستان او انګليند د شل اوره ۴ لوبو لړۍ لري، چې درېمه لوبه يې د همدې می میاشتي پر ۲۸ نېټه ده.

پاکستان تر دې وړاندي ايرلينډ ته په دريو شل اوره لوبو کې ماتې ورکړې وه، پاکستان له ايرلينډ څخه دوې لوبې ګټلې او يوه يې بايللې وه.

دواړې لوبډلې به تر ې سياليو وروسته د ۲۰۲۴ م کرېکټ نړۍوالو ۲۰ اوره سيالو ته روانيږي.

د پاکستان کرېکټ لوبډله نن له انګلينډ سره د ۲۰ اوره لوبو لړۍ پيلوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله نن له انګلينډ لوبډلې سره د څلورو ۲۰ اوره لوبو لړۍ پيلوي. دغه لوبې د انګلينډ په کوربه توب د ليډز ښار په هيډينګلي کارنيګي لوبغالي کې نن ماښام د پاکستان په وخت لس نیمې بجې پیلېږي.

پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې لوبډله یې انګليستان ته رسېدلې او لوبو کولو ته تياره ده.

پاکستان تر دې وړاندي ايرلينډ ته په دريو شل اوره لوبو کې ماتې ورکړې وه، پاکستان له ايرلينډ دوې لوبې ګټلې او يوه يې بايللې وه.

د پاکستان کرېکټ لوبه به له انګلينډ سره تر لوبو وروسته د ۲۰۲۴ م کرېکټ نړۍوالو ۲۰ اوره سيالو ته روانيږي.