• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په بغلان کې د اسماعیلیانو د استوګنې سیمه د حکومت ده او هلته د بسونو تم ځای جوړېږي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۲۲ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو د والي ویاند عالم مجیدي وايي، چې په پلخمري کې د اسماعیلیانو د استوګنې سیمه د حکومت ملکیت دی او په پام کې ده، چې هلته یو «لوی د بسونو تم ځای جوړ شي.»

په ورته وخت کې نوموړي د شاوخوا ۷۰ اسماعيلي کورنيو د جبري بې ځايه کېدو اړوند راپورونه «بې اساسه» وبلل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د يکشنبې په ورځ د (غبرګولي ١٣مه) ادعا وکړه، چې د بغلان اسماعيليان چمتو دي، چې خپلې استوګنې سيمې طالبانو ته وسپاري.

په بغلان کې د طالبانو د والي ویاند عالم مجیدي ونه ویل، چې دوی به چېرته لېږدول کیږي او د کورونو د ویجاړېدو په بدل کې به تاوان ورکړي که نه.

تر دې وړاندې په ايټاليا کې د افغانستان سفارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ٩مه) يوه اعلاميه خپره کړه او خبر يې ورکړ، چې طالبان پلان لري له پلخمري ښار څخه ٧٠ اسماعيليه کورنۍ په زوره وباسي.

د دغه سفارت په اعلاميه کې راغلي، چې طالبانو دغو کورنیو ته د «لوی اختر» تر درېیمې نېټې پورې د خپلو کورونو د پرېښودو ضرب الاجل ټاکلی دی.

په دغه اعلاميه کې راغلي دي، چې طالبان د دغو فشارونو په پلي کولو سره غواړي د اسماعیلي مذهب پیروان دې ته اړ کړي، چې «سني مذهب ته يې واړوي»

په ايټاليا کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې؛ دغه اسماعيلي کورنۍ «له ٣٠ کلونو راهيسې د پلخمري ښار په مربوطاتو کې ژوند کوي.»

په ايټاليا کې د افغانستان سفير خالد ذکريا وويل: «دا کورنۍ په خراب اقتصادي حالت کې دي او نه شي کولاى چې بل ځاى ته ولاړ شي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

روح الله يوسفي د سوېډن د ازادۍ مبارزې د سازمان (ایف سي ار) د اتلولۍ کمربند وګاټه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

په سوېډن کې مېشت افغان لوبغاړي روح الله یوسفي د «جاني توما» په نوم خپل سوېډني حریف ته ماتې ورکړه. دا سیالي د سوېډن د (ایف سي ار) سازمان له خوا په ۵۶ کیلو ګرامه وزن کې ترسره شوه.

د دې سیالیو په درېیم پړاو کې یوسفي خپل سیال ته ماتې ورکړه او د (ایف سي ار) سازمان د اتلولۍ کمربند یې وګټی

د جاني توما سره د یوسفي سیالي د (ايف سي ار) سازمان د ازادې مبارزې ۲۰م پړاو سيالۍ وه، چې د سوېډن په کوربه توب جوړه شوې وه.

يوسفي چې څو کاله وړاندې يې پلار وفات شوی، د دې سيالۍ له ګټلو وروسته په ډېر احساساتي او ژړا سره وويل: «ما له پلار سره ژمنه کړې وه، چې يوه ورځ به اتل شم او نن اتل شوم، زه پوهیږم چې زما پلار ما ویني او په ما ویاړي.»

یوسفي تر دا مهاله په ازادو سياليو کې پنځه برياوې ګټلي او درې سيالۍ يې بايللي دي.

د یوسفي سيال سوېډنی جاني توما چې د دې سازمان د اتلولۍ کمربند يې په خپل نوم وو، شپږ سيالۍ يې ګټلې او دوې یې بايللي دي.

کام ایر هوايي شرکت له خوست څخه دوبۍ ته الوتنې پیل کړې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ، چې د خوست او دوبۍ تر منځ د کام ایر هوايي شرکت دوه طرفه الوتنې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي۱۳مه) پیل شوې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه شرکت به د یکشنبې او پنجشنبې په ورځو له کابل څخه خوست او له خوست څخه دوبۍ ته الوتنې وکړي.

د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳ مه) له خوست څخه دوبۍ ته د الوتنې د پیل پر مهال یو شمېر طالب چارواکي هم حاضر وو.

د متحده عربي اماراتو هوايي شرکت تېر کال افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې وې.

د اتحاد هوايي شرکت هم د روان کال په اپریل میاشت کې د افغانستان له کام ایر شرکت سره د همکارۍ اعلان وکړ.

د اتحاد هوايي شرکت د اعلان له مخې؛ د دې شرکت پېرودونکي کولای شي له ټولې نړۍ څخه کابل او له هغه ځایه د ابوظبۍ په هوايي ډګر کې له کام ایر سره د افغانستان نورو ښارونو ته الوتنه وکړي.

طالبان: په کونړ کې ماین چاودنې څلور ملکي وګړي ټپیان کړي دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د کونړ لپاره د طالبانو امنيه قوماندانۍ ویاند وايي، چې د دې ولایت په مرکز اسداباد ښار کې د ماین چاودنې له امله ۴ ملکي کسان ټپیان شوي دي. فریدالله دهقان رسنيو ته ويلي، چې ټپيان یې روغتون ته انتقال کړي او د پېښې اړوند پلټنې روانې دي.

د کونړ د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن یکشنه رسنيو ته ويلي، چې ماین چاودنه د اولې ناحيې اړوند د کرهالې پل ته څېرمه د یوه هوټل مخ ته رامنځته شوې.

دهقان وايي، چې په سيمه کې د طالبانو وسله وال کسان نه وو.

د پېښې هدف لا نه دی معلوم او نه هم تر اوسه چا د چاودنې مسووليت منلی.

په دې وروستيو کې په ډېرو ولایتونو کې هدفي بريدونو او ماین چاودنو خلک اندېښمن کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره په دغه هېواد کې له سیلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان وايي؛ په سېلاب ځپلو ولايتونو کې وضعيت "خطرناک" دی.

د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې په یوه راپور کې ویلي: "د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ کې د سېلاب ځپلو ولایتونو وضعیت لا هم کړکېچن دی او د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د اضافي سرچینو سمدستي تحرک ته اړتیا لري."

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي؛ په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله څه باندې ۶۰ زره کسان اغېزمن شوي او ۷۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او تر ۵ زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړه، چې د روان کال د غويي د میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه سېلابونو د غور ولایت ۱۰ ولسوالۍ او د فاریاب ولایت اته ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.

د دغه سازمان له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د دغو سېلابونو له امله په غور او فارياب کې ١٢٠ کسان مړه شوي او سلګونه نور ورک شوي دي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د بدخشان په تیشکان ولسوالۍ کې ګرځنده ټیمونه ځای پر ځای کړي، چې د بدخشان د وروستیو سېلابونو د قربانیانو روغتیايي وضعیت وارزوي.

په وروستیو ورځو کې سختو اورښتونو او سېلابونو د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې خلکو ته د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د سېلابونو له پایلو سره د مقابلې لپاره ۱۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

ملا شيرين: په کندهار کې «ځانګړو او ملي قطعو» ته دې پاملرنه زیاته شي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو والي د کورنيو چارو له وزارت څخه غواړي، چې د امنيت په برخه کې د کندهار «ځانګړو او ملي قطعو» ته په لوړه کچه پاملرنه زياته او اړتياوې پوره کړي. په کندهار کې د طالبانو ځانګړې قطعات د ملا هبت الله اخونزاده د ځانګړو غونډو امنیت ترڅنګ ځانګړي علملیات ترسره کوي.

د کندهار د طالبانو د والي دفتر د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د حميدالله اخونزاده په مشرۍ ددې ډلې n کورنيو چارو وزارت يو پلاوی له «ځانګړې او ملي قطعاتو» څخه د لېدنې په موخه کندهار ته راغلی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پلاوي يوه اونۍ په کندهار کې د همدې دوو قطعو د ملا هبت الله ځانګړی ځواک او ملي قطعې د فعالیت، نظامي زده کړو، وسلو او وسايطو د څار او ستونزو اورېدلي دي.

د کورنيو چارو وزارت پلاوي په کندهار کې د طالبانو والي ملا شيرين ته په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې د ځانګړي قطعې ستونزې يې اورېدلې او باید په ګډه ورته پاملرنه وشي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې په کندهار کې د طالبانو نظامي قطعات څه ستونزې لري.

په کندهار کې د طالبانو والي ملا شيرين د امنيت د ټينګښت په برخه کې د ځانګړې قطعې فعالیتونه ستايلي او د کورنیو چارو له وزارت څخه یې غوښتي، چې همدې قطعو ته باید په لوړه کچه پاملرنه وکړي.

په کندهار کې یاده ځانګړې قطعه د طالبانو کورنيو چارو وزارت پورې اړوند ده او د دې ډلې د مشر هبت الله اخونزاده د غونډو، مجلسونو او لیدنو د امنيت د ټینګښت ترڅنګ په ځانګړو ورځو کې د پېښو د مخنیوي په موخه امنیت ساتي.

د طالبانو ملي قطعات بيا په ښار او ولسوالیو کې د امنيت په برخه کې کار کوي، چې د طالبانو په خبره ډېری یې د عامه نظم په ټینګښت کې دندې پر مخ وړي.

څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل – پښتو د خپلو سرچينو له قوله د ملا هبت الله د ساتنې د ځانګړې ډلې په اړه معلومات خپاره کړي و.

د معلوماتو له مخې، د ملا هبت‌الله د ځانګړي ځواک شمېر شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو ته رسیږي.
دغه قطعه د کابل، ننګرهار، پکتیا، لوګر، کندوز، بدخشان، پنجشیر، نیمروز په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې څانګې لري.
د ملا هبت‌الله یادې قطعې ته د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارت په پرتله ډېر امکانات په واک کې ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې څه موده مخکې ځینو طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي و، چې یاده ډله د داعش او نورو مخالفو ډلو د ځپلو لپاره ځانګړې قطعه جوړوي.

له دې سره، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځانکړو ځواکونو عمومي قومندانۍ په یوه مکتوب کې لیکلي، چې د ملا هبت الله په شفاهي هدایت سره هغه بې برخلیکه طالبان په دغه قطعه کې ګمارل شوي، چې د بستونو په له منځه تلو سره یې دندې له لاسه ورکړي او بې معاشه دي.