• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر سوریې د اسراییل په برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د سوریې دولتي رسنیو د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د سوریې حلب ښار ته څېرمه د اسرايیل په هوايي برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي. دغه برید له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې پر دغه هېواد د اسراییل دویم برید دی.

سرچینې پرته له دې، چې د برید او مرګ ژوبلې په اړه نور جزییات ورکړي وویل، چې برید د شپې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې شوی دی.

د سوریې د دولتي رسنیو په وینا؛ اسرايیل د می میاشتې په ۲۹مه د سوریې په مرکزي سیمه او همدارنګه د بنیاس په ساحلي ښار هوايي بریدونه کړي وو، چې یو ماشوم یې وژلی او لس ملکیان یې ټپیان کړي وو.

اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې د ایران پورې تړلو ډلو باندې بریدونه کوي.

ایران له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې نیابتي ډلې لري.

د اپریل په میاشت کې ایران په سوریه کې د دغه هېواد پر سفارت د اسراییل له احتمالي برید وروسته پر اسراییل د توغندیو بریدونه وکړل.

د اسراییل په برید کې د یو جنرال په ګډون څو ایراني وکړي وژل شوي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې په منځني ختیځ کې د سولې د تامین لپاره فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

کارپوهانو او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دغه هېواد په رسمیت پېژندنه د فلسطین د خلکو د حقونو ساتنه بولي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې څه کم یوه اونۍ وړاندې اسپانیا، ایرلنډ او ناروې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله وايي، چې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندنه "د فلسطین د خلکو د حقونو، د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د هغوی د مبارزې یوه مهمه پېژندنه ده."

د دوی په بیانیه کې راغلي: "دوه دولتي حل لاره د فلسطین او اسراییل لپاره د سولې او امنیت لپاره یوازینۍ منل شوې لاره ده او د تاوتریخوالي او ناخوښۍ له اوږدې دورې څخه د وتلو لاره ده."

د ملګرو ملتونو کارپوهان او د دې سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي وايي: "دا په فلسطین او ټول منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره یو مخکینی شرط دی، چې په غزه کې په سمدستي اوربند پیل شي او په رفح باندې نور پوځي برید ونه شي."

اسپانیا، ایرلنډ او ناروې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند او ویې ویل، چې په غزه کې له حماس سره د اسراییل په جګړه کې د اوربند د ټینګولو لپاره هڅې ګړندۍ کوي.

اسراییل په ځلونو د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندلو کړنې غندلې او ویلي یې دي، چې دا کړنې حماس پیاوړی کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې په غزه کې د اوربند لپاره نوی درې اړخیز وړاندیز وړاندې کړی دی.

حماس یوه بیانیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې که اسراییل دغه وړاندیز ته غاړه کیږدي، د دغه پلان په اړه مثبت نظر لري؛ خو د اسراييل لومړي وزير ويلي، چې په غزه کې به د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې اوربند ونه کړي.

د ایران د ولسمشرۍ نوماند: د تېلو له زېرمو سره زموږ د خلکو د ژوند شرایط تر افغانانو بدتر دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د ایران د ولسمشرۍ نوماند حامد کریمي وايي، چې دوی د بشري ځواک او د خدای له خوا ورکړل شويو منابعو له پلوه بډایه دي؛ خو ایرانیان د یوه بډایه هېواد په څېر ژوند نه کوي.

ښاغلي کریمي وویل، چې د تیلو د سترو زیرمو په درلودلو سره د ایران د خلکو د ژوند شرایط د افغانستان د خلکو په پرتله بدتر دي.

ایلنا خبري اژانس د غبرګولي په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د اسلامي شورا غړي حامد کريمي د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره له نوم ليکنې وروسته وويل چې لوړو بيو، انفلاسيون او بېکارۍ د هغو خلکو ملا ماته کړې ده، چې لوړې زده کړې لري. وړتیا لري، مګر وزګار دي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: "زه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لپاره له الام ولایت څخه راغلی یم. که ټاکنې وګټم، غواړم په همغږو پلانونو سره یو پیاوړی ایران جوړ کړم."

د ایران د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو مرکزي دفتر اعلان کړی، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي کاندیدان به د غبرکولي په ۲۲مه اعلان شي.

ټاکل شوې د ایران ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د سرطان په اتمه ترسره شي.

د اروپايي ټولنې استازي د دوحې د غونډې په اړه د ايران سفارت له مرستيال سره خبرې وکړې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۲۲ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال غلام رضا نجاري سره وکتل. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د دوحې د درېيمې ناستې په اړه خبرې وشوې.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره کتلي او د دوحې د درېيمې ناستې په اړه يې ورسره خبرې کړې وې.

په دوحه کې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د روان هجري لمریز کال (د چنګاښ ۱۰مه او ۱۱مه) نېټه په قطر کې جوړیږي.

طالب چارواکو د دې غونډې په دویم پړاو کې ګډون نه و کړی؛ خو په دې وروستیو کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د طالبانو پر «معنا داره ګډون» ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، چې تر کتنې او څېړنې وروسته به دوی د دوحې په درېيمه ناسته کې د ګډون او نه ګډون په اړه خپل دريځ اعلانوي.

د نیویارک پولیسو په بروکلین موزیم کې ۲۹ فلسطین پلوه مظاهره کوونکي ونیول

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۰۶ GMT+۱

د نیویارک پولیسو د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د بروکلين په موزیم کې د فلسطین په ملاتړ د جمعې د ورځې د مظاهرې په تړاو لږ تر لږه ۲۹ کسان نیولي دي. د پولیسو په وینا؛ په نيول شويو کسانو کې يې شپږ تنه د ځورونې او جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د بروکلين د موزيم وياند له مظاهرې وروسته رسنيو ته وويل: «په موزيم کې د هنري اثارو او د دغه موزيم په میدان کې ځينې نوي نصب شوي اثار زيانمن شوي دي.»

د موزيم د دغه مسوول په خبره مظاهره کوونکي د بروکلين ودانۍ ته له ننوتلو وروسته د ودانۍ له ځینو امنیتي کارکوونکو سره فزیکي ناوړه چلند وکړ.

فلسطین پلوه مظاهره چیانو د جمعې په ورځ په نیویارک ښار کې د بروکلین د هنر د میوزیم ځینې برخې ونیولې.

دوی بیا د میوزیم د ودانۍ بهر کې د « فلسطين ازاد کړئ» او «نسل وژنه بنده کړئ» بېنرونه ونښلول.

په همدې حال کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې له غزې سره د اسراییل د جګړې پر ضد لاریونونه په وروستیو ورځو کې تر ډېره په پوهنتونونو کې پیل شوي دي.

د فلسطین په ملاتړ د مظاهرو له امله د ځینو پوهنتونونو نظم ګډوډ شوی او د پوهنتونونو یو شمېر استادانو له دندو استعفا کړې ده.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په تازه پېښه کې د شنبې په ورځ د شیکاګو پوهنتون لسګونه محصلینو او د پوهنتون استادانو د فراغت په مراسمو کې کار بند کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د چین سفیر د خلیج د ټاپوګانو په اړه احضار کړ

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د چین سفیر احضار کړی، چې په خلیج کې د درېیو ټاپوګانو د مالکیت په اړه د چین او متحده عربي اماراتو د څرګندونو په اړه اعتراض وکړي.

متحده عربي امارات او ایران دواړه د دغو درېیو ټاپوګانو د ملکیت ادعا کوي.

دواړه هېوادونه د ابو موسی او ګرېټر او لیسر تونب په نوم د دغو درېیو ټاپوګانو د ملکیت ادعا کوي؛ خو د ۱۹۷۱ کال راهیسې د ایران په واک کې دي.

د ایران دولتي رسنیو ویلي: "د متحده عربي اماراتو او چین په ګډه اعلامیه کې د چین له خوا د دغو بې اساسه ادعاو د ملاتړ په اړه د ایران اعتراض په تهران کې د چین سفیر ته وړاندې شوی دی."

چین له تېرو لسیزو راهیسې د ایران یو له سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی.

د ایران دولتي رسنیو ویلي: "د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې درې ټاپوګان د دې هیواد د خاورې ابدي برخه ده او موږ تمه لرو چې چین به په دې مساله کې خپل دریځ بدل کړي."