• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې د بریدونو پړه دې پر افغانانو نه اچول کیږي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۱

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ د پاکستان په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دغه هیواد پوځ ته په اشارې سره ويلي، چې «په پاکستان کې د بریدونو پړه دې پر افغانانو نه اچول کیږي.» هغه وايي، له ترهګرۍ سره مبارزې «ترهګري لا زیاته کړې ده.»

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ یکشنبه د (غبرګولي ۱۳مه) د پاکستان په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په دغه هیواد کې د نا امنۍ په اړه اندېښنو ته اشاره وکړه او ویې ويل چې «که چیرې ترهګر له افغانستان څخه راځي نو پر ډیورنډ کرښه ولاړ پوځيان یې ولې راپریږدي.»

هغه وايي، هغه مهال چې «پرویز مشرف د پاکستان واک په لاس کې لرل، امریکا ته یې د افغانستان د بمبارد لپاره د پاکستان هوايي اډې په واک کې ورکړې او زرګونه افغانان یې پې ووژل.»

مولانا د پاکستان پوځ ته په اشارې وايي، «کله چې تاسو افغانان بمباردول هغوی له تاسو شکایت وکړ؟ تاسو خپله فضا امریکا ته د بمبارد لپاره ورکړه او شل کاله مو زرګونه کسان پې ووژل هغوی له تاسو ګیله وکړه؟»

د ۲۰۲۴ کال د پاکستان په ټاکنو کې تر ناکامېدو وروسته مولانا فضل الرحمان د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې زیاتې کړې دي او د تحریک انصاف عمران خان ګوند سره یې په ګډه په سیاسي مخالفت لاس پورې کړی.

شنونکي وايي، مولانا فضل الرحمان چې کله هم په پاکستان کې له سیاسي امتیازه بې برخې شي نو د حکومت او پوځ په وړاندې پارونکي ویناوې کوي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم پر پاکستاني پوځ نیوکې کړې وې چې د «افغانستان د تېر جمهوري حکومت په وړاندې د جګړې لپاره یې له پاکستانه ۳۰ زره وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره استولي وو.»

خو د پاکستان پوځ د مولانا فضل الرحمان داسې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: په افغانستان کې سېلابونه د ماشومانو لپاره بیړنی او دوامداره ګواښ دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۱

د ماشومانو د ملاتړ صندوق له ناورین سره د چمتوالي او له اقلیم سره د مبارزې په برخه کې د پانګونې د زیاتوالي غوښتنه کوي. د دغه سازمان په خبره، وروستي سېلابونه په راتلونکي کې د اقلیمي بدلون د زیانونو جدي خبرداری ورکوي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د بیړني او دوامداره ګواښ په اړه یو راپور خپور کړی.

یونېسف په دغه راپور کې لیکلي؛ چې په افغانسان کې لسګونه زره ماشومان د ورستیو سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.

د راپور له مخې ډیری ماشومان په شمالي ولایتونو کې او په ځانګړي توګه بغلان، بدخشان او غور کې اغیزمن شوي.

په راپور کې ویل شوي، چې د وروستیو سېلابونو له امله د لسګونو ماشومانو په ګډون نږدې ۳۵۰ تنه مړه شوي، ۷۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او تر ۵۰۰۰ ډيرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.

یونېسف وايي، په زیانمنو شویو سیمو کې یې د روغتیايي خدمتونو تر څنګ زیامنو شویو کورنیو ته ګرمې جامې، کمپلې، د کور توکي او د پخلي وسایلو په کډون نغدي مرستې هم وویشلې.

یونېسف په خپل دغه راپور کې په افغانستان کې د هوا د اقلیم کړکیچ د زیاتیدو د نښو نښانو په لیدو سره اندېښنه ښيي.

په افغانست‍ان کې د یونېسف استازی ډاکټر تاج الدین اویویل وايي: «نړېواله ټولنه باید په ماشومانو باندې د اقلیم د بدلون اغیزو د کمولو او تطبیق لپاره د ټولنو د ملاتړ لپاره هڅې او پانګونه دوه برابره کړې. په ورته وخت کې، یونېسف او بشردوستانه ټولنه باید د اقلیم اړوند ناورینونو نوي واقعیت ته ځان چمتو کړي.»

په دغه راپور کې یونېسف ویلي؛ د چاپیریالي بدلون له امله د ماشومانو د ګواښونو په برخه کې د ۱۶۳ هېوادونو په لړ کې افغانستان په ۱۵ ځای کې ولاړ دی.

راپورونه وايي، په فاریاب کې د زلزلې له امله یو ښوونځی نړېدلی دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۴۹ GMT+۱

د راپورونو له مخې په فاریاب ولایت کې د «سلطان حسین بایقرا» په نوم یو ښوونځی د زلزلې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. په فاریاب کې ځايي مسوولانو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د زلزلې له امله شوې.

که څه هم د دغې پېښې کره وخت نه دی څرګند؛ خو د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي چې د زده کړو دغه مرکز د یاد ولایت په خیبر ولسوالۍ کې نړېدلی دی.

د دغه خبر پر بنسټ، په یاده پېښه کې د سر زیان نه دی اوښتی. او دا هم نه دي ویل شوي چې زلزله کله شوې ده.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ښوونځي له پامه غورځول شوي او ډیره پاملرنه دیني مدرسو ته کیږي.

تردې وړاندې په فاریاب او تخار ولایتونو کې د نجونو ځينې ښوونځي د شپې مهال د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوي وو.

فاریاب کې تازه د زلزلې خبر نه دی ورکړل شوی خو په دې وروستیو کې د افغانستان ځینې شمالي برخې د زورورو سېلابونو له امله ویجاړې شوې دي.

هرات کې تيرکال د تلې په میاشت کې پرله پسې زلزلو نږدې دوه زره تنه مړه کړل او تر دې ډېر کسان یې ټپيان او بې کوره کړل.

د خوړو نړېوال پروګرام:د سېلاب ځپلو د ژوندانه بیا رغولو لپاره ۱۴.۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د خوړو نړېوال پروګرام وايي؛ په راتلونکو اوو میاشتو کې ۱۴،۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې له کورنیو سره مرسته وکړو. د دغه پروګرام چارواکي وايي، زیامنې شوې کورنۍ ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړېوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۶۵ زرو ډيرو خلکو ته زیانونه اوښتي دي.

د خوړو نړېوال پروګرام وايي، یادې ۱۴،۵ میلیونه ډالره به د خلکو د ژوندانه په بیارغولو کې ولګوي.

افغانستن د اقلیم د بدلون له امله یو له تر ټولو ډیر زیانمن هېواد بلل کیږي.

وروستیو سېلابونو او ورښتونو د افغانستان په شمالي او سوېلي ولایتونو کې سلګونه کسان مړه کړل، زرګونه کورونه یې ویجاړ او زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړل.

طالبان وايي، اندونیزیا غواړي د افغانستان د پوهنې او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اندونیزیا د مخکني ولسمشر مرستیال او د دغه هېواد د جوماتونو د شورا مشر ویلي، چې هېواد یې غواړي د افغانستان د پوهنې او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي. یوسف کالا د یکشنبې په ورځ په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل.

طالبانو په خبرپاڼه کې د محمد یوسف کالا له قوله لیکلي، چې «اندونیزیا غواړي د پوهنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي» او په دې برخه کې د طالبانو همکارۍ ته اړتیا لري.

د اندونیزیا هیواد دغه پلاوی له طالبانو سره داسې مهال د پوهنې په برخه کې د همکارۍ خبره کوي چې دغې ډلې واک ته له رسېدو وروسته د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز ولګاوه.

اندونیزیا یو له سترو اسلامي هېوادونو څخه دی، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په وار وار له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

وروسته له هغې چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وویل، «موږ هیله من یو چې طالبان به په دې اړه له سره غور وکړي چې هر څوک زده‌کړو ته لاسرسی ولري. د ښځو او نجونو په ګډون دغه مسله لا هم د افغانستان د راتلونکي لپاره مهمه ده.»

په همدې حال کې تېره ورځ یکشنبه د (غبرګولي ۱۳مه) په ارګ کې د طالبانو د ریاست الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې محمد یوسف کالا د اندونیزیا د حکومت له خوا د افغان ځوانانو لپاره د زده‌کړو فرصتونو برابرولوخبر ورکړل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، عبدالسلام حنفي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د اندونیزیا د چمتووالي هرکلی وکړ او ویې ویل چې طالبان به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

امیرخان متقي د اندونیزیا له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي و، چې طالبان غواړي د سوېل ختیځې اسیا له هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

سرچیني: د طالبانو د ملي راډیو-ټلویزیون مرستیال له کارکونکو سره بد چلند کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۴۱ GMT+۱

باخبره سرچينې د ملي راډيو - ټلويزيون مرستيال هدايت الله هدايت چې د طالبانو غړی دی، له کارکونکو سره په ناوړه چلند او زورواکۍ تورنوي. یو شمېر کارکونکي وايي،‌ طالبان د دې ادارې د «مسلکي قراردادي کارکونکو» د معاشونو یوه برخه معاش ترې ګرځوي.

د طالبانو تر واک لاندې د دغې دولتي رسنۍ یوه کارکونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ چې دوی په دې اړه د ملي ټلویزیون له اوسني مشر قاري یوسف احمدي او له پخواني مشر احمدالله وثیق سره خبرې کړې دي، خو دواړو د دوی ستونزه نه ده حل کړې.

د ملي ټلویزیون یو له دغو کارکونکو څخه ښاغلی هدایت په «ناپوهۍ، تاوتریخوالي، ناوړه او دیکتاتورانه چلند» تورنوي.

د ملي ټلویزیون د کارکونکو په وینا، هدایت الله هدایت له خپلو کارکونکو سره د ناوړه چلند تر څنګ هغه کسان له دندې ګوښه کوي چې د نوموړي په اړه شکایت وکړي.

د دغو کارکونکو له ډلې څخه يوه يې وويل؛ چې په افغانستان کې د پراخې بېکارۍ له امله نه شي کولى چې د راډيو او ټلوېزيون له مرستيال سره مخالفت وکړي او خپله دنده پرېږدي.

د دې ادارې يو بل کارکونکى وايي، چې له طالبانو څخه د ښه چلند تمه نه لري، خو غواړي د طالبانو له دغه چلند څخه عام خلک خبر کړي.

د کارکونکو له معاشونو برخه اخیستل

د ملي ټلویزیون یوه کارکونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان د دې رسنۍ د ځینو مسوولانو چې د تېر حکومت پرمهال ټاکل شوي، په ځانګړې توګه د قراردادي مسلکي کارکونکو لږ تر لږه ۳۰ سلنه معاشونه نه ورکوي.

د دې ادارې کارکونکي په ملي راډیو او ټلویزیون کې لوړپوړي طالب چارواکي تورنوي چې «دغه پیسې خپلو جیبونو ته اچوي.»

له دغو کسانو څخه یو یې وویل چې «د ملي راډیو او ټلویزیون مرستیال د بازارموندنې او پلورنې یو لوړپوړی کارکونکی استعفا ته اړ کړ ځکه چې هغه د معاش د یوې برخې له ورکولو څخه یې انکار وکړ.»

د څلورو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان انټرنشنل توانېدلی، چې معلوم کړي د ملي راډيو- ټلوېزيون د يو شمېر مسلکي او تخنيکي کارکونکو معاشونه کم شوي، خو دا چې دغه پيسې د راډيو او ټلوېزيون د مرستيال او يا هم د کوم بل چارواکي ته رسیږي، دا په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

د یادې رسنۍ کارکونکي پر هدایت الله هدایت هم تور لګوي چې د طالبانو تر واک لاندې د دغې رسنۍ له اسانتیاوو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې د دغو تورونو په اړه د هدایت الله هدایت نظر واخلي، خو تر اوسه پورې د دغه طالباب چارواکي له لوري کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.