• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راپورونه وايي، په فاریاب کې د زلزلې له امله یو ښوونځی نړېدلی دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۴۹ GMT+۱

د راپورونو له مخې په فاریاب ولایت کې د «سلطان حسین بایقرا» په نوم یو ښوونځی د زلزلې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. په فاریاب کې ځايي مسوولانو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د زلزلې له امله شوې.

که څه هم د دغې پېښې کره وخت نه دی څرګند؛ خو د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي چې د زده کړو دغه مرکز د یاد ولایت په خیبر ولسوالۍ کې نړېدلی دی.

د دغه خبر پر بنسټ، په یاده پېښه کې د سر زیان نه دی اوښتی. او دا هم نه دي ویل شوي چې زلزله کله شوې ده.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ښوونځي له پامه غورځول شوي او ډیره پاملرنه دیني مدرسو ته کیږي.

تردې وړاندې په فاریاب او تخار ولایتونو کې د نجونو ځينې ښوونځي د شپې مهال د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوي وو.

فاریاب کې تازه د زلزلې خبر نه دی ورکړل شوی خو په دې وروستیو کې د افغانستان ځینې شمالي برخې د زورورو سېلابونو له امله ویجاړې شوې دي.

هرات کې تيرکال د تلې په میاشت کې پرله پسې زلزلو نږدې دوه زره تنه مړه کړل او تر دې ډېر کسان یې ټپيان او بې کوره کړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړېوال پروګرام:د سېلاب ځپلو د ژوندانه بیا رغولو لپاره ۱۴.۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د خوړو نړېوال پروګرام وايي؛ په راتلونکو اوو میاشتو کې ۱۴،۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې له کورنیو سره مرسته وکړو. د دغه پروګرام چارواکي وايي، زیامنې شوې کورنۍ ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړېوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۶۵ زرو ډيرو خلکو ته زیانونه اوښتي دي.

د خوړو نړېوال پروګرام وايي، یادې ۱۴،۵ میلیونه ډالره به د خلکو د ژوندانه په بیارغولو کې ولګوي.

افغانستن د اقلیم د بدلون له امله یو له تر ټولو ډیر زیانمن هېواد بلل کیږي.

وروستیو سېلابونو او ورښتونو د افغانستان په شمالي او سوېلي ولایتونو کې سلګونه کسان مړه کړل، زرګونه کورونه یې ویجاړ او زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول زیانمن کړل.

طالبان وايي، اندونیزیا غواړي د افغانستان د پوهنې او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اندونیزیا د مخکني ولسمشر مرستیال او د دغه هېواد د جوماتونو د شورا مشر ویلي، چې هېواد یې غواړي د افغانستان د پوهنې او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي. یوسف کالا د یکشنبې په ورځ په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل.

طالبانو په خبرپاڼه کې د محمد یوسف کالا له قوله لیکلي، چې «اندونیزیا غواړي د پوهنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي» او په دې برخه کې د طالبانو همکارۍ ته اړتیا لري.

د اندونیزیا هیواد دغه پلاوی له طالبانو سره داسې مهال د پوهنې په برخه کې د همکارۍ خبره کوي چې دغې ډلې واک ته له رسېدو وروسته د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز ولګاوه.

اندونیزیا یو له سترو اسلامي هېوادونو څخه دی، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په وار وار له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

وروسته له هغې چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وویل، «موږ هیله من یو چې طالبان به په دې اړه له سره غور وکړي چې هر څوک زده‌کړو ته لاسرسی ولري. د ښځو او نجونو په ګډون دغه مسله لا هم د افغانستان د راتلونکي لپاره مهمه ده.»

په همدې حال کې تېره ورځ یکشنبه د (غبرګولي ۱۳مه) په ارګ کې د طالبانو د ریاست الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې محمد یوسف کالا د اندونیزیا د حکومت له خوا د افغان ځوانانو لپاره د زده‌کړو فرصتونو برابرولوخبر ورکړل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، عبدالسلام حنفي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د اندونیزیا د چمتووالي هرکلی وکړ او ویې ویل چې طالبان به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

امیرخان متقي د اندونیزیا له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي و، چې طالبان غواړي د سوېل ختیځې اسیا له هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

سرچیني: د طالبانو د ملي راډیو-ټلویزیون مرستیال له کارکونکو سره بد چلند کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۴۱ GMT+۱

باخبره سرچينې د ملي راډيو - ټلويزيون مرستيال هدايت الله هدايت چې د طالبانو غړی دی، له کارکونکو سره په ناوړه چلند او زورواکۍ تورنوي. یو شمېر کارکونکي وايي،‌ طالبان د دې ادارې د «مسلکي قراردادي کارکونکو» د معاشونو یوه برخه معاش ترې ګرځوي.

د طالبانو تر واک لاندې د دغې دولتي رسنۍ یوه کارکونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ چې دوی په دې اړه د ملي ټلویزیون له اوسني مشر قاري یوسف احمدي او له پخواني مشر احمدالله وثیق سره خبرې کړې دي، خو دواړو د دوی ستونزه نه ده حل کړې.

د ملي ټلویزیون یو له دغو کارکونکو څخه ښاغلی هدایت په «ناپوهۍ، تاوتریخوالي، ناوړه او دیکتاتورانه چلند» تورنوي.

د ملي ټلویزیون د کارکونکو په وینا، هدایت الله هدایت له خپلو کارکونکو سره د ناوړه چلند تر څنګ هغه کسان له دندې ګوښه کوي چې د نوموړي په اړه شکایت وکړي.

د دغو کارکونکو له ډلې څخه يوه يې وويل؛ چې په افغانستان کې د پراخې بېکارۍ له امله نه شي کولى چې د راډيو او ټلوېزيون له مرستيال سره مخالفت وکړي او خپله دنده پرېږدي.

د دې ادارې يو بل کارکونکى وايي، چې له طالبانو څخه د ښه چلند تمه نه لري، خو غواړي د طالبانو له دغه چلند څخه عام خلک خبر کړي.

د کارکونکو له معاشونو برخه اخیستل

د ملي ټلویزیون یوه کارکونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان د دې رسنۍ د ځینو مسوولانو چې د تېر حکومت پرمهال ټاکل شوي، په ځانګړې توګه د قراردادي مسلکي کارکونکو لږ تر لږه ۳۰ سلنه معاشونه نه ورکوي.

د دې ادارې کارکونکي په ملي راډیو او ټلویزیون کې لوړپوړي طالب چارواکي تورنوي چې «دغه پیسې خپلو جیبونو ته اچوي.»

له دغو کسانو څخه یو یې وویل چې «د ملي راډیو او ټلویزیون مرستیال د بازارموندنې او پلورنې یو لوړپوړی کارکونکی استعفا ته اړ کړ ځکه چې هغه د معاش د یوې برخې له ورکولو څخه یې انکار وکړ.»

د څلورو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان انټرنشنل توانېدلی، چې معلوم کړي د ملي راډيو- ټلوېزيون د يو شمېر مسلکي او تخنيکي کارکونکو معاشونه کم شوي، خو دا چې دغه پيسې د راډيو او ټلوېزيون د مرستيال او يا هم د کوم بل چارواکي ته رسیږي، دا په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

د یادې رسنۍ کارکونکي پر هدایت الله هدایت هم تور لګوي چې د طالبانو تر واک لاندې د دغې رسنۍ له اسانتیاوو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې د دغو تورونو په اړه د هدایت الله هدایت نظر واخلي، خو تر اوسه پورې د دغه طالباب چارواکي له لوري کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.

جنرال مکېنزي: د دوحې تړون او د هغه لویو تېروتنو افغان حکومت له پښو وغورځاوه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۵۵ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندې یا سینټکام پخواني قوماندان ویلي، واشنګټن له طالبانو سره د دوحې په تړون کې «په خبرو کې تر ټولو بده تېروتنه» کړې ده. جنرال فرانک مکینزي وویل چې دا تړون یو «عملیاتي میکانیزم» و چې «افغان حکومت یې وپرځاوه.»

دغه متقاعد امریکايي جنرال چې په خپل وخت کې یې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د امریکايي ځواکونو د قوماندې پر مهال له افغانستانه د امریکا د وتلو پلان عملي کړی و، د یکشنبې په ورځ له سي‌بي‌ایس ټلویزیون سره په مرکه کې د دوحې له تړون سره د امریکا د حکومت چلند تر پوښتنې لاندې راووست.

هغه وویل چې د بایډن ادارې په بشپړ ډول د تړون شرایطو ته غاړه کېښوده، په داسې حال کې چې «موږ کولای شول چې له دې ښه څه ترلاسه کړو.» مکینزي زیاته کړه چې د سپینې ماڼۍ تېروتنه دا وه چې «له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهال ویش یې وټاکه.»

مکینزي وویل چې دا تړون د خبرو اترو تر ټولو ناسمه تېروتنه وه چې د ټرمپ ادارې لخوا اداره شوه او وروسته د جو بایډن ادارې عملآ پلې کړه.

د سینټکام پخواني قوماندان وویل: «د دوحې تړون هغه عملیاتي میکانیزم و چې افغانستان یې وواژه، افغان حکومت یې ویجاړ کړ، ځکه دوی ولیدل چې موږ د لګښت په پام کې نیولو پرته له هیواد څخه وتلو ته لیواله یو.»

هغه زیاته کړه: «په حقیقت کې د دوحې د سولې په تړون کې داسې یو څه و، چې که درناوی یې شوی وای، نو طالبان به یې اړ ایستلی وو، چې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې یې ځانګړي ګامونه اخیستې وای، خو موږ دا ونه غوښتل.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغان حکومت له پرځېدو څو میاشتې وړاندې جنرال مکینزي د امریکا کانګرس ته خبرداری ورکړی و چې د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته به هم افغان پوځ ملاتړ ته اړتیا ولري، که نه نو نسکور به شي.

هغه ویلي وو، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د افغانانو د دفاع او دغه راز د امریکا له مالي مرستو پرته د افغان حکومت د الوتکو د ساتلو او الوتنو د وړتیا په اړه اندېښمن دی.

د دوحې د سولې په تړون کې چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا د هغه وخت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازي عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو، امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې به له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي. له بلې خوا طالبانو هم ژمنه کړې چې د القاعدې په ګډون له ترهګرو شبکو سره به اړیکې پرې کوي او له افغان سیاسي ډلو سره به خبرې پیل کړي.

منتقدان وايي چې طالبانو د دوحې د تړون دغه دوه مهم شرطونه نه دي پرځای کړي.

د قطر سوداګرۍ خونه: قطريان لېواله دي چې افغانستان کې د سوداګریزو فرصتونو په اړه پوه شي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۶ GMT+۱

د قطر د سوداګرۍ خونې مرستیال په دوحه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر سره په لیدنه کې وویل، قطري پانګوال لیواله دي چې په افغانستان کې د فرصتونو، په ځانګړې توګه د «کرنې، کانونو او خوراکي توکو د خوندیتوب» په اړه پوه شي.

طالب چارواکي له قطري سوداګرو هم په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د یکشنبې په ورځ د قطر د سوداګرۍ خونې مرستیال د کار او ټولنیزو چارو له سرپرست وزیر عبدالحنان عمري او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

د قطر خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې کتنه کې د قطر او طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، د هغې د ښه کېدو پر لارو چارو او په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې.

د دغه راپور له مخې، دواړو لوریو د کرنې، خوراکي توکو د پروسس او د زېربناوو په ګډون د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير هم په دې غونډه کې وويل چې دغه ډله د کرنې او خوراکي توکو د پروسس په برخو په تېره بيا د مېوو، زعفرانو، مميزو او نورو کرنيزو محصولاتو په برخو کې د پانګونې زمينه برابروي.

نوموړي له قطري پانګوالو څخه هیله وکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او محصولات نورو هېوادونو ته صادر کړي.

عمري وويل چې اوس د پخوا پرتله په افغانستان کې د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا زمينه برابره شوې ده.

دغه وزارت په ایکس پاڼه لیکلي چې طالب چارواکي د قطر د خصوصي سکتور له چارواکو غوښتي چې د افغانستان له خصوصي سکتور سره خپلې کاري او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.