• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر سوداګرۍ خونه: قطريان لېواله دي چې افغانستان کې د سوداګریزو فرصتونو په اړه پوه شي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۶ GMT+۱

د قطر د سوداګرۍ خونې مرستیال په دوحه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر سره په لیدنه کې وویل، قطري پانګوال لیواله دي چې په افغانستان کې د فرصتونو، په ځانګړې توګه د «کرنې، کانونو او خوراکي توکو د خوندیتوب» په اړه پوه شي.

طالب چارواکي له قطري سوداګرو هم په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د یکشنبې په ورځ د قطر د سوداګرۍ خونې مرستیال د کار او ټولنیزو چارو له سرپرست وزیر عبدالحنان عمري او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

د قطر خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې کتنه کې د قطر او طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، د هغې د ښه کېدو پر لارو چارو او په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې.

د دغه راپور له مخې، دواړو لوریو د کرنې، خوراکي توکو د پروسس او د زېربناوو په ګډون د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير هم په دې غونډه کې وويل چې دغه ډله د کرنې او خوراکي توکو د پروسس په برخو په تېره بيا د مېوو، زعفرانو، مميزو او نورو کرنيزو محصولاتو په برخو کې د پانګونې زمينه برابروي.

نوموړي له قطري پانګوالو څخه هیله وکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او محصولات نورو هېوادونو ته صادر کړي.

عمري وويل چې اوس د پخوا پرتله په افغانستان کې د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا زمينه برابره شوې ده.

دغه وزارت په ایکس پاڼه لیکلي چې طالب چارواکي د قطر د خصوصي سکتور له چارواکو غوښتي چې د افغانستان له خصوصي سکتور سره خپلې کاري او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ډان ورځپاڼه: د افغان سوداګرو لومړۍ لارۍ له موقتي اسنادو سره پاکستان ته دننه شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۱

ډان ورځپاڼې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې په حواله راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ د یوه داسې پلان پلي کول پیل کړي چې له مخې یې افغان لاریو ته اجازه ورکول کېږي چې د موقتي اسنادو په کارولو سره پاکستان ته دننه شي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې یوه جګپوړي غړي ویلي چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان لومړنۍ سوداګریزې لارۍ چې لنډمهالي اسناد لري د کرمې د خرلڅۍ له لارې د تېرېدو اجازه ورکړل شوه.

د ګډې خونې مسوول ضیاالحق سرحدي وايي، په کابل کې د پاکستان سفارت افغان موټر چلوونکو ته موقتي اسناد ورکړي دي.

په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله وايي، دوی پاکستاني موټر چلوونکو ته هم ورته اسناد ورکوي.

د نوموړي په خبره، له کابل څخه پيښور ته يو چارواکي ورغلى دى چې پاکستاني موټر چلوونکو ته لنډمهالي اسناد ورکړي.

نوموړی وايي: «دا د دوه اړخیز سوداګرۍ لپاره ښه خبر دی.»

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو او طالبانو د مارچ په میاشت کې ویلي وو، چې د سوداګریزو موټرو چلوونکو ته د موقتي اسنادو د ورکولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

محب الله وایی:«د دواړو هېوادونو لارۍ اوس کولای شي چې د پاکستان او افغانستان هر ښار ته ولاړې شي.»

د پاکستان د سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد خرم اغا د مارچ له ۲۴ تر ۲۷ کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ترانزیټي اړیکو په اړه ژورې خبرې وکړې.

د موټر چلوونکي د ویزې او پاسپورټ، د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ د اجازې پر سر شخړې د جنورۍ په میاشت کې د تورخم لاره د څو ورځو لپاره تړلې وه.

طالبانو د جنورۍ په ۱۳مه له هغه وروسته د تورخم دروازه وتړله چې پاکستان اعلان وکړ چې له پولې د تېرېدو لپاره معتبر پاسپورټونه او ویزې اړینې دي.

دغه دروازه هغه وخت بېرته پرانیستل شوه کله چې پاکستان له خپلې پرېکړې پر شا شو.

افغان او پاکستاني موټر چلوونکي به د جون په میاشت کې د یوه کالپاره په امتحاني ډول لنډمهاله اسناد ترلاسه کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل؛ موږ دې ته د یو ډېر مثبت پرمختګ په سترګه ګورو چې د دوه اړخیزه سوداګرۍ لپاره به لاره هواره کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې شاوخوا شپږ زره افغان راجستر شوي لارۍ او نهه زره پاکستاني راجستر شوي لارۍ دواړو هېوادونو ته د مالونو په لېږدولو بوخت دي.

د اروپايي ټولنې استازي د دوحې د غونډې په اړه د ايران سفارت له مرستيال سره خبرې وکړې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۲۲ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال غلام رضا نجاري سره وکتل. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د دوحې د درېيمې ناستې په اړه خبرې وشوې.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره کتلي او د دوحې د درېيمې ناستې په اړه يې ورسره خبرې کړې وې.

په دوحه کې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د روان هجري لمریز کال (د چنګاښ ۱۰مه او ۱۱مه) نېټه په قطر کې جوړیږي.

طالب چارواکو د دې غونډې په دویم پړاو کې ګډون نه و کړی؛ خو په دې وروستیو کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د طالبانو پر «معنا داره ګډون» ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، چې تر کتنې او څېړنې وروسته به دوی د دوحې په درېيمه ناسته کې د ګډون او نه ګډون په اړه خپل دريځ اعلانوي.

طالبان: په بغلان کې د اسماعیلیانو د استوګنې سیمه د حکومت ده او هلته د بسونو تم ځای جوړېږي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو د والي ویاند عالم مجیدي وايي، چې په پلخمري کې د اسماعیلیانو د استوګنې سیمه د حکومت ملکیت دی او په پام کې ده، چې هلته یو «لوی د بسونو تم ځای جوړ شي.»

په ورته وخت کې نوموړي د شاوخوا ۷۰ اسماعيلي کورنيو د جبري بې ځايه کېدو اړوند راپورونه «بې اساسه» وبلل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د يکشنبې په ورځ د (غبرګولي ١٣مه) ادعا وکړه، چې د بغلان اسماعيليان چمتو دي، چې خپلې استوګنې سيمې طالبانو ته وسپاري.

په بغلان کې د طالبانو د والي ویاند عالم مجیدي ونه ویل، چې دوی به چېرته لېږدول کیږي او د کورونو د ویجاړېدو په بدل کې به تاوان ورکړي که نه.

تر دې وړاندې په ايټاليا کې د افغانستان سفارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ٩مه) يوه اعلاميه خپره کړه او خبر يې ورکړ، چې طالبان پلان لري له پلخمري ښار څخه ٧٠ اسماعيليه کورنۍ په زوره وباسي.

د دغه سفارت په اعلاميه کې راغلي، چې طالبانو دغو کورنیو ته د «لوی اختر» تر درېیمې نېټې پورې د خپلو کورونو د پرېښودو ضرب الاجل ټاکلی دی.

په دغه اعلاميه کې راغلي دي، چې طالبان د دغو فشارونو په پلي کولو سره غواړي د اسماعیلي مذهب پیروان دې ته اړ کړي، چې «سني مذهب ته يې واړوي»

په ايټاليا کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې؛ دغه اسماعيلي کورنۍ «له ٣٠ کلونو راهيسې د پلخمري ښار په مربوطاتو کې ژوند کوي.»

په ايټاليا کې د افغانستان سفير خالد ذکريا وويل: «دا کورنۍ په خراب اقتصادي حالت کې دي او نه شي کولاى چې بل ځاى ته ولاړ شي.»

روح الله يوسفي د سوېډن د ازادۍ مبارزې د سازمان (ایف سي ار) د اتلولۍ کمربند وګاټه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

په سوېډن کې مېشت افغان لوبغاړي روح الله یوسفي د «جاني توما» په نوم خپل سوېډني حریف ته ماتې ورکړه. دا سیالي د سوېډن د (ایف سي ار) سازمان له خوا په ۵۶ کیلو ګرامه وزن کې ترسره شوه.

د دې سیالیو په درېیم پړاو کې یوسفي خپل سیال ته ماتې ورکړه او د (ایف سي ار) سازمان د اتلولۍ کمربند یې وګټی

د جاني توما سره د یوسفي سیالي د (ايف سي ار) سازمان د ازادې مبارزې ۲۰م پړاو سيالۍ وه، چې د سوېډن په کوربه توب جوړه شوې وه.

يوسفي چې څو کاله وړاندې يې پلار وفات شوی، د دې سيالۍ له ګټلو وروسته په ډېر احساساتي او ژړا سره وويل: «ما له پلار سره ژمنه کړې وه، چې يوه ورځ به اتل شم او نن اتل شوم، زه پوهیږم چې زما پلار ما ویني او په ما ویاړي.»

یوسفي تر دا مهاله په ازادو سياليو کې پنځه برياوې ګټلي او درې سيالۍ يې بايللي دي.

د یوسفي سيال سوېډنی جاني توما چې د دې سازمان د اتلولۍ کمربند يې په خپل نوم وو، شپږ سيالۍ يې ګټلې او دوې یې بايللي دي.

کام ایر هوايي شرکت له خوست څخه دوبۍ ته الوتنې پیل کړې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ، چې د خوست او دوبۍ تر منځ د کام ایر هوايي شرکت دوه طرفه الوتنې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي۱۳مه) پیل شوې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه شرکت به د یکشنبې او پنجشنبې په ورځو له کابل څخه خوست او له خوست څخه دوبۍ ته الوتنې وکړي.

د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳ مه) له خوست څخه دوبۍ ته د الوتنې د پیل پر مهال یو شمېر طالب چارواکي هم حاضر وو.

د متحده عربي اماراتو هوايي شرکت تېر کال افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې وې.

د اتحاد هوايي شرکت هم د روان کال په اپریل میاشت کې د افغانستان له کام ایر شرکت سره د همکارۍ اعلان وکړ.

د اتحاد هوايي شرکت د اعلان له مخې؛ د دې شرکت پېرودونکي کولای شي له ټولې نړۍ څخه کابل او له هغه ځایه د ابوظبۍ په هوايي ډګر کې له کام ایر سره د افغانستان نورو ښارونو ته الوتنه وکړي.