• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ترکیه کې یو کرد پلوه برحاله ښاروال د ښاروالۍ تر ټاکنو دوه میاشتې وروسته ونیول شو

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي،‌ چې پولیسو د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د کرد پلوه ګوند ښاروال د اورپکو سره د اړیکو په تور نیولی او د هغه پر ځای یې د دغه ولایت والي ټاکلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه ښاروال په سیمه ییزو ټاکنو کې له بریالي کېدو وروسته،‌ دوه میاشتې وړاندې واک ترلاسه کړی و.

د ښاروالۍ له تېرو ټاکنو وروسته ترکیې نږدې ټول کرد پلوه ښاروالان د پي کا کا نومې اورپکې ډلې سره د تړاو په تور توقیف کړي او د هغوی پر ځای یې دولتي چارواکي د انتخابي ښاروالیو څوکیو کې ګمارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا پر اېکس خواله رسنۍ خپرې شوې اعلامیه کې راغلي،‌ چې د ایران او عراق په پوله د حکاري ولایت ښاروال، محمد صدیق اکیس د پي کا کا په وسله واله ډله کې د لوړې کچې د رول په لرلو تورن شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې وویل، چې د پولیسو ټیمونو د حکاري د ښاروالۍ ودانۍ پلټنه کړې او د ښاغلي اکیس د کرد پلوه "د کردانو ډېموکراټیک ګوند" غړي یې له دغې ودانۍ شړلي دي.

دغه ګوند د ترکیې په پارلمان کې درېیم لوی ګوند دی.

ښاغلي اکیس او د هغه وکیل لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي؛ خو ټاکل شوې د هغوی ګوند د دغې پیښې په اړه یو خبري کنفرانس ورکړي.‌

د کردانو ډېموکراټیک ګوند د ښاروال د نیولو په اړه په یوه اعلامیه کې وویل: "دولت چې هر وخت د خلکو په اراده مات شوی، یو ځل بیا هغه لاره غوره کړې، چې ښه پرې بلد دی، د خلکو اراده تر پښو لاندې کول او له پوځي قوته کار اخیستل بدې پایلې لري."

د مارچ په ۳۱ مه په سیمه ییزو ټولټاکنو کې د کردانو ډېموکراټیک ګوند خپل سیمه ییز ځواک یو ځل بیا وښوده او د ۱۰ ولایتونه ښاروالۍ یې وګټلې.

د ترکیې حکومت د کردانو ډېموکراټیک ګوند د پي کا کا وسله والې ډلې سره د اړیکو په لرلو تورنوي، هغه ډله چې د ترکیې، متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوي ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د چین د سفیر د احضارولو سربېره، بیجینګ د درېیو ټاپوګانو په اړه خپل دریځ بدل نه کړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند مایو نينګ د درېيو ټاپوګانو په اړه د چين او متحده عربي اماراتو په ګډې اعلاميې باندې د ايران د اسلامي جمهوريت د اعتراض په اړه وويل: “د دغو درېيو ټاپوګانو په هکله د چين دريځ ثابت دی”.

نينګ د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وويل، چين غواړي چې ايران او متحده عربي امارات خپل اختلافات په سوله ييزه توګه د خبرو اترو او مشورې له لارې حل کړي.

متحده عربي امارات د فارس په خلیج کې د ابو موسی او ګرېټر او لیسر تونب په نوم د دغو درېیو ټاپوګانو د ملکیت ادعا کوياو په تیرو لسیزو کې یې د عدالت نړۍوالې محکمې ته د دې موضوع د راجع کولو غوښتنه کړې.

له بلې خوا ایران دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، چې د ټاپوګانو د حاکمیت مساله په ۱۹۷۱کال کې په قطعي او دایمي توګه واضح شوې وه او یوازې یې د «غلط فهمیو د حلولو لپاره» خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی دی.

تیره اونۍ چین په یوه اعلامیه کې د متحده عربي اماراتو د هڅو ملاتړ وکړ؛ ترڅو د ټاپوګانو موضوع "سوله ییز حل" ته ورسیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په تهران کې د چین سفیر احضار کړ او د متحده عربي اماراتو د "بې اساسه ادعاو" په اړه د چین د "پرله پسې ملاتړ" په اړه یې اعتراض وکړ.

پر سوریې د اسراییل په برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د سوریې دولتي رسنیو د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د سوریې حلب ښار ته څېرمه د اسرايیل په هوايي برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي. دغه برید له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې پر دغه هېواد د اسراییل دویم برید دی.

سرچینې پرته له دې، چې د برید او مرګ ژوبلې په اړه نور جزییات ورکړي وویل، چې برید د شپې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې شوی دی.

د سوریې د دولتي رسنیو په وینا؛ اسرايیل د می میاشتې په ۲۹مه د سوریې په مرکزي سیمه او همدارنګه د بنیاس په ساحلي ښار هوايي بریدونه کړي وو، چې یو ماشوم یې وژلی او لس ملکیان یې ټپیان کړي وو.

اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې د ایران پورې تړلو ډلو باندې بریدونه کوي.

ایران له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې نیابتي ډلې لري.

د اپریل په میاشت کې ایران په سوریه کې د دغه هېواد پر سفارت د اسراییل له احتمالي برید وروسته پر اسراییل د توغندیو بریدونه وکړل.

د اسراییل په برید کې د یو جنرال په ګډون څو ایراني وکړي وژل شوي وو.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې په منځني ختیځ کې د سولې د تامین لپاره فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

کارپوهانو او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دغه هېواد په رسمیت پېژندنه د فلسطین د خلکو د حقونو ساتنه بولي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې څه کم یوه اونۍ وړاندې اسپانیا، ایرلنډ او ناروې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله وايي، چې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندنه "د فلسطین د خلکو د حقونو، د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره د هغوی د مبارزې یوه مهمه پېژندنه ده."

د دوی په بیانیه کې راغلي: "دوه دولتي حل لاره د فلسطین او اسراییل لپاره د سولې او امنیت لپاره یوازینۍ منل شوې لاره ده او د تاوتریخوالي او ناخوښۍ له اوږدې دورې څخه د وتلو لاره ده."

د ملګرو ملتونو کارپوهان او د دې سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي وايي: "دا په فلسطین او ټول منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره یو مخکینی شرط دی، چې په غزه کې په سمدستي اوربند پیل شي او په رفح باندې نور پوځي برید ونه شي."

اسپانیا، ایرلنډ او ناروې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند او ویې ویل، چې په غزه کې له حماس سره د اسراییل په جګړه کې د اوربند د ټینګولو لپاره هڅې ګړندۍ کوي.

اسراییل په ځلونو د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندلو کړنې غندلې او ویلي یې دي، چې دا کړنې حماس پیاوړی کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې په غزه کې د اوربند لپاره نوی درې اړخیز وړاندیز وړاندې کړی دی.

حماس یوه بیانیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې که اسراییل دغه وړاندیز ته غاړه کیږدي، د دغه پلان په اړه مثبت نظر لري؛ خو د اسراييل لومړي وزير ويلي، چې په غزه کې به د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې اوربند ونه کړي.

د ایران د ولسمشرۍ نوماند: د تېلو له زېرمو سره زموږ د خلکو د ژوند شرایط تر افغانانو بدتر دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د ایران د ولسمشرۍ نوماند حامد کریمي وايي، چې دوی د بشري ځواک او د خدای له خوا ورکړل شويو منابعو له پلوه بډایه دي؛ خو ایرانیان د یوه بډایه هېواد په څېر ژوند نه کوي.

ښاغلي کریمي وویل، چې د تیلو د سترو زیرمو په درلودلو سره د ایران د خلکو د ژوند شرایط د افغانستان د خلکو په پرتله بدتر دي.

ایلنا خبري اژانس د غبرګولي په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د اسلامي شورا غړي حامد کريمي د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره له نوم ليکنې وروسته وويل چې لوړو بيو، انفلاسيون او بېکارۍ د هغو خلکو ملا ماته کړې ده، چې لوړې زده کړې لري. وړتیا لري، مګر وزګار دي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: "زه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لپاره له الام ولایت څخه راغلی یم. که ټاکنې وګټم، غواړم په همغږو پلانونو سره یو پیاوړی ایران جوړ کړم."

د ایران د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو مرکزي دفتر اعلان کړی، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي کاندیدان به د غبرکولي په ۲۲مه اعلان شي.

ټاکل شوې د ایران ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د سرطان په اتمه ترسره شي.

د اروپايي ټولنې استازي د دوحې د غونډې په اړه د ايران سفارت له مرستيال سره خبرې وکړې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۲۲ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال غلام رضا نجاري سره وکتل. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د دوحې د درېيمې ناستې په اړه خبرې وشوې.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره کتلي او د دوحې د درېيمې ناستې په اړه يې ورسره خبرې کړې وې.

په دوحه کې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د روان هجري لمریز کال (د چنګاښ ۱۰مه او ۱۱مه) نېټه په قطر کې جوړیږي.

طالب چارواکو د دې غونډې په دویم پړاو کې ګډون نه و کړی؛ خو په دې وروستیو کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د طالبانو پر «معنا داره ګډون» ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، چې تر کتنې او څېړنې وروسته به دوی د دوحې په درېيمه ناسته کې د ګډون او نه ګډون په اړه خپل دريځ اعلانوي.