د امریکا ولسمشر جو بایډن په پنځه ورځني سفر فرانسې ته ورسېد

د امریکا ولسمشر د چهار شنبې په ورځ د نورمنډي په سواحلو کې د متحدینو د ځواکونو د یادګار ۸۰یمې کلیزې د نمانځنې په موخه فرانسې ته ولاړ.

د امریکا ولسمشر د چهار شنبې په ورځ د نورمنډي په سواحلو کې د متحدینو د ځواکونو د یادګار ۸۰یمې کلیزې د نمانځنې په موخه فرانسې ته ولاړ.
سپینه ماڼۍ وايي، چې جو بایډن به د فرانسې له ولسمشر سره د دغه پنځه ورځني سفر په ترڅ کې د روسیې د ۳۰۰ میلیارد ډالرو د کنګل شوې شتمنۍ د احتمالي کارونې په اړه خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل؛ جو بایډن به په دې غونډه کې د «دیکتاتورانو پر وړاندې د درېدو» په موضوع وینا وکړي.
سلیوان خبریالانو ته وویل، چې جو بایډن به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سره د روسیې د یرغلګرو د شاته کولو لپاره د جګړې د هڅو په اړه هم خبرې وکړي.
د ۱۹۴۴ کال د جون په شپږمه نېټه په دویمه نړۍواله جګړه کې د متحدینو ځواکونه د فرانسې د نورمنډي په ساحل کې راښکته شول او د نازي جرمني پر وړاندې یې جګړه وکړه.
دا جګړه د «نورمنډي جنګ» په نوم یادیږي.
نازي جرمني د نورمنډي په محاذ کې ماتې وخوړه.


د المان په مانهایم ښار کې د اسلام د ښې اړخو منتقدينو پر غونډې له بريد څو ورځې وروسته د دغه هېواد رسنيو د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې « د المان لپاره د بديل ښې اړخي ګوند ای ايف ډي» د سيمه ييزو ټاکنو پر يوه نوماند د قاچو په وسیله بريد شوی.
برید کوونکی نیول شوی او تر اوسه یې د هویت په اړه معلومات نه شته.
د راپورونو له مخې؛ د سې شنبې په شپه (د غبرګولي ۱۵مه) د سیمه ییزو ټاکنو پر نوماند هاینريش کوخ برید شوی دی.
ويل کيږي، چې په بريد کې د سيمه یيزو ټاکنو دغه نوماند ټپي شوى دى.
د دغه نوماند ټپونه ګڼدل شوي او شپه یې په روغتون کې تېره کړې، د نوموړي روغتیايي حالت ښه بلل شوی دی.
د مانهایم پولیسو د چهارشنبه په ورځ وویل، چې دوی یو ۲۵ کلن ځوان د ټاکنو پوسټر غلا کولو او د سیمه ییزو ټاکنو پر نوماند د برید کولو په تور نیولی دی.
پولیسو ویلي دي، چې د سې شنبې په شپه دغه کس د ټاکنیزو کمپاینونو څو پوسترونه ویجاړ او غلا کړل او بیا یې د ټاکنو له نوماند سره په شخړه لاس پورې کړ.
پولیسو ویلي، چې بریدګر د رواني ناروغۍ له امله د رواني ناروغیو روغتون ته وړل شوی دی.

د هند اوسني لومړي وزیر په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند د هند په ټاکنو کې د دغه هېواد د پارلمان د ډېرو څوکیو په ګټلو سره د دغه ټاکنو ګټونکی شو. په دغو ټاکنو کې ګټونکي ګوند بهارتیا جنتا وشوای کړای، چې له ۵۴۳ څخه ۲۹۳ څوکۍ وګټي او په دغو ټاکنو کې بریالیتوب ته ورسېږي.
د هند ټاکنې چې د اپرېل میاشتې په ۱۹مې پیل او د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېدې، چې د نړۍ ترټولو سترې ټاکنې بلل شوې؛ ځکه چې په دغو ټاکنو کې د ګډونوالو شمېر نږدې یو مېلیارډو کسانو ته رسېده.
تر دې وړاندې په یو شمېر ټولپوښتنو کې دا په ډاګه شوې وه، چې په هند کې د مودي ګوند تذټولو مخکښ دی.
تېره ورځ د هند د ګانګرس ګوند مشر راهول ګاندي ټاکنو ته د راستنېدو پر مهال ویلي، هند د رایو په اتفاق پرېکړه کړې چې مودي نه غواړي؛ خو مودي په ټاکنو کې ټوله حکومتي دستګاه د ځان په ګټه کارولې ده.

اسراییلي چارواکو ویلي؛ په دې باور دي، چې د غزې په تړانګه کې د حماس په بند کې د پاتې یرغمل شویو کسانو درېیمه برخه مړه یا وژل شوي دي.
د حماس غړو تېر کال د اسراييل پر جنوبي سيمو په بريد کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ يې يرغمل کړل، چې له دې ډلې يې تر اوسه ۱۱۲ کسان خوشې شوي دي.
د غزې په تړانګه کې د اسرایيلي پوځ د عملياتو په ترڅ کې د يو شمېر يرغمل شويو کسانو مړي هم موندل شوي او دغه هېواد ته راوړل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ اسراییل د حماس په بند کې د پاتې یرغمل شویو کسانو شمېر ۱۲۰ تنه اټکل کړی.
اسراييلي چارواکو له بېلابېلو سرچينو څخه د تر لاسه شويو معلوماتو په حواله په رسمي ډول د دغو کسانو له جملې څخه د ۴۳ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په دې توګه د حماس په بند کې د اسراييلي يرغمل شويو کسانو شمېر تر ۸۰ تنو کم اټکل شوی دی.
رویټرز زیاتوي، چې ځینو اسراییلي چارواکو په خپلو شخصي خبرو کې اټکل کړی، چې ښايي د وژل شویو یرغملو کسانو شمېر تر دې هم زیات وي.
برېتانوي ورځپاڼې ډېلي مېل د می په دویمه نېټه ليکلي وو، چې ښايي د حماس په بند کې د پاتې يرغمل شويو کسانو له ډلې څخه يوازې ۴۰ تنه ژوندي وي.
حماس په وار - وار اعلان کړی، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې د دغې ډلې یو شمېر یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.
د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د وژونکي برید په ځواب کې اسراییل پر غزه پراخ پوځي عملیات پیل کړل.
د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶۵۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي. په دې موده کې څه باندې ۸۲ زره فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.
تازه امریکايي چارواکو ویلي، چې په غزه کې د اوربند لپاره یې د یوه پرېکړه لیک مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلې ده.
دا مسوده د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندې کړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپل لومړني سفر متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې د اماراتو له مشر محمد بن زاید بن سلطان ال نهیان سره لیدلي دي.
په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د سې شنبې په ورځ په ایکس پانې لیکلي، چې نوموړی له یوه پلاوي سره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
په دغه سفر کې د طالبانو د چارواکو په منځ کې د دغې ډلې د استخباراتو مشر هم د پلاوي غړیتوب لري.
سراج الدین حقاني د طالبانو له هغو مشرانو څخه دی، چې لا هم د متحده ایالاتو په تور لېست کې شامل دی او د سلګونو ځانمرګو بریدګرو د روزونکي په توګه یادیږي.
نوموړي په خپلې یوې وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې له زرو زیات ځانمرګو بریدونو د تنظیم او روزنې چارې ترسره کړي دي.
تر اوسه د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

امریکا وايي په غزه کې د اوربند لپاره یې د یوه پرېکړه لیک مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلې ده. دا مسوده د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندې کړ.
متحده ایالاتو پرون د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر جوبایډن د وړاندیز ملاتړ وکړي.
رویټرز خبري اژانس چې د دې مسودې یو مخ متن یې لیدلی، ویلي چې دا متن د امنیت شورا ۱۵ غړو ته استول شوی او د تصویب لپاره لږ تر لږه نهو مثبتو رایو ته اړتیا لري.
امنیت شورا په ځانګړې توګه چین او روسیه یې ویټو کولی شي.
مسوده پر حماس غږ کوي، چې دا تړون ومني او "بې له ځنډ او پرته له کوم شرطه دې په بشپړ ډول پلی کړي."
امریکا د خپل وړاندیز شوي پرېکړه لیک په مسوده کې د هغو اړخونو پر اهمیت هم ټینګار کړی، چې د دایمي دښمنۍ د ختمولو په هدف د موافقې د شرایطو رعایت کوي.
د امریکا دا وړاندیز یوه اونۍ وروسته له هغې وشو، چې الجزایر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه چې په غزه کې د اوربند، د حماس له خوا د ټولو یرغمل شویو د خوشې کولو او په رفح کې د اسراییل د پوځي عملیاتو د سملاسي بندیدو غوښتنه یې کوله.
د تېرې جمعې په ورځ بایډن په غزه کې د اسراییل د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د اوربند لپاره درې مرحلې وړاندیز کړې او ویې ویل: "د دې وخت دی چې دا جګړه پای ته ورسیږي."
د امریکا د ولسمشر دا وړاندیز د حماس له لومړني مثبت غبرګون سره مخ شو.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ په یوه بیان کې ویلي، چې د سیمې په ګډون ګڼو مشرانو او حکومتونو دغه پلان تایید کړی او دوی له امنیت شورا غواړي، چې د دې موافقې په عملي کولو کې ورسره یوځای شي.
نوموړې د شورا له غړو وغوښتل چې دغه پرېکړه ليک تصويب کړي.
د اوو حکومتونو ډلې (G7) مشرانو هم په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې دوی د هر اړخیز اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو د تړون "بشپړ ملاتړ کوي او تر شا به یې ولاړ وي".
د سعودي عربستان، اردن، متحده عربي اماراتو، قطر او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو هم د دغه پلان ملاتړ کړی دی.