د روسیې پولیسو یو افغان د جعلي واده په تور نیولی

روسي رسنیو نن خبر ورکړ، چې د دغه هېواد پولیسو یو ۴۳ کلن افغان له یوې روسۍ نجلۍ سره د "جعلي واده" په تور نیولی دی. ویل کېږي، چې د دغه افغان هدف د جعلي واده له لارې د روسیې تابعیت ترلاسه کول وو.

روسي رسنیو نن خبر ورکړ، چې د دغه هېواد پولیسو یو ۴۳ کلن افغان له یوې روسۍ نجلۍ سره د "جعلي واده" په تور نیولی دی. ویل کېږي، چې د دغه افغان هدف د جعلي واده له لارې د روسیې تابعیت ترلاسه کول وو.
د راپورونو له مخې د روسیې په ایوانوا ښار کې د جعلي ودونو د تنظیمولو یوه ډله هم نیول شوې او دوه تنه یې اوس په کورونو کې نظر بند دي.
د ايوانوا ځايي خبري اژانس نن د دغو کسانو د نيولو ويډيو خپره کړه.
په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳م کال له سپټمبر تر ۲۰۲۴م کال پورې ۹ جعلي ودونه په ګوته شوي دي.
دا هم ویل شوي، چې د دغه ۴۳ کلن افغان پر ضد جنايي قضیه هم ثبت شوې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر وايي، دغه ډله د امنیتي اړیکو د پراخوالي لپاره له روسیې سره خبرو ته چمتو ده. عبدالمنان عمري زیاتوي: «افغانستان اوس باثباته دی. موږ کومه امنيتي ستونزه نه وينو. البته غواړو چې د دا ډول اړيکو د پراختيا په برخه کې له روسيې سره ښې اړيکې ولرو."
عبدالمنان عمري د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلی، د طالبانو غړي د دغه هېواد ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د وتلو په تمه دي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو غړي د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د وتلو په تمه دي.
هغه وويل: "موږ دې پرېکړې ته په تمه يو. موږ د دې نيت ډېر ستاينه او هرکلی کوو. دا د افغانستان لپاره يو پر مختګ دی."
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د طالبانو د ډلې سره د اړیکو ټینګولو ته اړتیا ده.
نوموړي تر دې وړاندې ویلي و، چې روسیه باید په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اړیکې جوړې کړي. پوتین ویلي، چې په افغانستان کې ثبات د روسیې او ازبکستان لپاره مهم دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، سیمه ییزې مشورې به دا مرسته وکړي، چې افغانستان د «ترهګرو» په مرکز بدل نه شي. دا څرګندونې د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ د تماس ډلې د غونډې په درشل کې دي، چې د ایران، پاکستان، چین او روسیې د استازو په حضور کې سبا په تهران کې جوړېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې نن په اسلام اباد کې خبري کنفرانس کې وویل، چې دا غونډه « په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت نه د ډاډمنتیا لپاره د دغه هېواد د د ګاونډیو ترمنځ د نږدې همکارۍ لپاره یوه مهمه پروسه ده."
د ممتاز زهرا بلوچ په وینا، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي درانی به د تهران غونډه کې ګډون وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي مشر رسول موسوي په تهران کې د مسکو فارمټ غونډه د سیمه ییزې همکارۍ او ادغام په رڼا کې د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام وباله.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د حج لپاره سعودي عربستان ته تللی دی. د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې سراج الدین حقاني او ځینې نورو طالب چارواکو ته د حج د سفر اجازه ور کړه.
پر حقاني سربېره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې مولوي عبدالکبیر، عبدالحق وثیق او نور محمد ثاقب ته هم حج ته د تلو معافیت ورکړی دی.
دغې کمیټې ویلي چې یوازې سعودي عربستان ته د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره دغو چارواکو د سفر اجازه ور کړل شوې ده.
محمد جلال چې د طالبانو د رسنیو فعال دی، خپل اېکس ټولنیزې شبکې کې د دې ډلې د کورنیو چارو د وزیر عکس خپور کړی او لیکلي یې دي: "سراج الدین حقاني به سږ کال حج وکړي."
په انځور کې سراج الدین حقاني لیدل کېږي، چې د حج لپاره یې ځانګړی احرام اغوستی دی.
تر دې مخکې امریکا له هېوادونو غوښتي وو، چې د هغو طالب چارواکو د سفر بندیزونه په پام کې ونیسي، چې د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر ویلي، حکومتونه باید د دغو طالب چارواکو د سفر اجازه واخلي او دې پروسې ته درناوی وکړي.
د طالبانو د ځینو جګپوړو چارواکو پر سفري له بندیز سره، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رییس د سې شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر ابوظبۍ ته لاړ او هلته یې د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر په ګډون له لوړ پوړو اماراتي چارواکو سره وکتل.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس ادعا کوي، چې طالبان له داعش سره د مبارزې په پلمه له ځینو هېوادونو څخه په میلیونونو ډالر ترلاسه کوي.
رحمت الله نبیل وايي، چې د سیمې ځینې هېوادونه د داعش د ګواښ له امله طالبانو سره جوړجاړی کوي.
ښاغلي نبیل د چهارشنبې په ورځ په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو په کابل کې پر چینايي اتباعو د داعش د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونه، په مسکو او ایران کې د داعش ډلې بریدونو څخه د وسیلې په توګه کارولي دي. رحمت الله نبیل زیاته کړه، چې له دغو بریدونو وروسته «د چین، روسیې او ایران» اړیکې له طالبانو سره ترینګلې شوي او نوي پړاو ته داخلې شوي دي.
تر دې مخکې هم له افغانستان سره د امریکا پر مالي مرستو او د طالبانو له خوا د بشري مرستو د ناسمې استفادې له امله نیوکې شوې دي. منتقیدینو دغه مرستې د طالبانو د مالي ملاتړ په توګه تعبیروي. خو دا لومړی ځل دی چې د پخواني حکومت یوه امنیتي څېره ادعا کوي چې طالبان له ځینو هېوادونو مالي مرستې ترلاسه کوي.
نبیل په خپل اېکس لیکلي: «طالبان د داعش سره د مبارزې په پلمه له ځینو هېوادونو څخه په میلیونونو ډالر اوپراتیفي پیسې ترلاسه کوي.»
د ښاغلي نبیل په باور، طالبان د داعشـخراسان ته منسوبو بریدونو او د دغې ډلې د پراخېدو په اړه له رپوټونو د ځان په ګټه کار اخلي..
د ملي امنیت پخواني رییس وویل، چې افغانستان کې د داعش خراسان شتون «منل شوی واقعیت» دی او باید د دغې ترهګرې ډلې او د هغې پر خطرونو جدي فکر وشي.
تر اوسه کوم هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه چین، روسیې، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړې توګه قزاقستان له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي دي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانگارینرویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو په برخه کې جدي کار کوي.
د هغه په وينا، له لوژستيکي ستونزو سربیره قزاقستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه په کال کې له يو ميليارد څخه درې ميليارد ډالرو ته لوړه کړي.
د روسيې انټرفکس خبري اژانس په وینا، د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال د دغه هېواد د ملي شورا د غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل: "اوسمهال له افغانستان سره د سوداګرۍ اندازه څه باندې يو ميليارد ډالره ده، زموږ هدف دا دی چې دا اندازه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړو."
د ښاغلي ژومانگارینپه وینا، قزاقستان غواړي افغانستان ته د اوړو، غنمو او نورو توکو صادرات زیات کړي.
قزاقستان په پام کې لري چې د یوې نوې لارې په پرانیستلو سره له افغانستان سره سوداګري پراخه کړي. له الماتا څخه د ايټاليا د سوداګرۍ او پانګونې د اژانس د ګزارش له مخې، ښاغلي ژومانگارینوويل، چې هېواد يې هڅه کوي چې د ترکمنستان له لارې د افغانستان له لوېديځ سره يوه لنډه سوداګريزه لاره پرانيزي.
هغه زیاته کړه: "لویدیځ افغانستان ته لاسرسی به موږ ته اجازه راکړي چې خپل صادرات دې هیواد ته زیات کړو."
اوس مهال دغه هېواد له افغانستان سره د ازبکستان له لارې سوداګري کوي. ژومانگارینټینګار وکړ چې له دغه هیواد سره د سوداګرۍ زیاتول د لوژیستیکي مشکلاتو له حل وروسته شونې ده.
همدارنګه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال اعلان وکړ چې "د سوداګرۍ او لوژستیک لومړنی کنفرانس به د جون په پای کې د اکتاو په ښار کې جوړ شي او د افغانستان استازي به په کې ګډون وکړي."
هغه دا هم وویل، چې د افغان سوداګرو یوه لویه ډله به د اګست له لومړۍ نیټې څخه تر پنځمې نیټې پورې دغه هیواد ته راشي او غواړي چې په الماتا کې یو لوی سوداګریز نندارتون جوړ کړي.
