• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له دوه زره ډير افغان کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ۱۵۰۰ ډېر کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې له ایران څخه په جبري توګه او خپله خوښه او له ۳۰۰ ډېر کډوال د کندهار سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې۳۲۴ تنه وو، د کندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت په جبري توګه هېواد ته راستانه کړي.

طالبان وايي، له پاکستانه په جبري توګه راستانه ش‍وي ټول کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ، د خوړو نړېوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ورپيژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو دغه وزارت لیکلي؛ چې د شنبې په ورځ ۱۷۷۳ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې په جبري توګه او خپله خوښه له ایران څخه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو په خبره په دغو راستنو شویو کډوالو کې مجردان او کورنۍ شاملې دي، چې له ډلې یې ۲۴۰ تنه اړمن یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه نړېوالو مرستندویه بنسټونو ته ورپيژندلي دي.

له تېر میلادې کال راپدیخوا نږدې هره ورځ سلګونه افغان کډوال د پاکستان او ایران هېوادونو له لوري په جبري توګه او خپله خوښه له یادو هېوادونو څخه ایستل کیږي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو او د کډوالو ملاتړ سازمانونو ډیره هڅه کړې چې پاکستان په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي خو لا هم یاد هېواد له خپلې پرېکړې نه دی پر شا شوی، چې ویلي یې و، له پاکستانه به ټول هغه افغان کډوال وباسي چې په یاد هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په مشهد کې د طالب ډیپلوماټ له لوري د یوه ایراني عکاس تر وهلو وروسته هغه له ایرانه شړل شوی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۲۰ GMT+۱

د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي په مشهد کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو د ډیپلوماټ له‌خوا د ایراني عکاس د وهلو په اړه وضاحت ورکړ. کاظمي قمي وویل چې له سرغړونکي سره «سخت چلند شوی، څنګه چې ویل شوي و دغه کارکونکی به له ایرانه وځي، دا ګام پورته شو.»

ایرانۍ ورځپاڼې په دې وروستیو کې راپور ورکړ چې یو طالب ډیپلوماټ په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ ته یو ایراني عکس اخیستونکی په زور بیولی او وهلی یې و.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې دغه طالب ډیپلوماټ وروسته له هغه له ایرانه و ایستل شو، چې تصویر اخیستونکي ځینې شکایت وکړ.

له مشهد څخه باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته منلې چې دغه پېښه د شنبې په ورځ د ١٤٠٢ کال د لیندۍ په ٢٥مه وشوه. سرچینې وايي، له دغې پیښې وروسته ایراني تصویر اخیستونکي د طالبانو له ډیپلوماټ ډاکتر سلیم چې د تاوتریخوالي اصلي لامل و د ایران حکومت ته شکایت وکړ .

سلیم چې د طالبانو غړی و، په مشهد کې د افغانستان د جنرل کونسل د لومړي سکرتر په توګه کار کاوه.

کاظمي قمي د شنبې په ورځ په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل، «که په ایران کې د کوم هېواد سیاسي اداره، سیاسي استازولۍ، قونسلګرۍ له ډیپلوماتیکو اصولو سرغړونه وکړي، طبیعي ده چې د دغه هېواد ډیپلوماتیک نظام به ورسره قانوني چلند وکړي.»

ښاغلي قمي زیاته کړه چې دغه ایرانۍ عکاسه یوه ښځه وه. خو هغه د عکاسې په اړه نور جزیات ورنه کړل.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

ایرانی چارواکی: دوښمن د افغانانو پر وړاندې رواني جګړه پیل کړې ده

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د ایران د کډوالو ملي ادارې مرستیال داود معصومي وویل چې د ایرانیانو په ذهنونو کې له افغانانو وېره د دوښمن رواني جګړه ده. هغه د شنبې په ورځ د «په ځان له باور نیولې د افغانانو تر ځواکمنتیا» په نوم غونډه کې زیاته کړه چې موږ باید ډیر پام وکړو چې د «دښمن په ژرنده اوبه ور پرینږدو.»

معصومي زیاته کړه چې د ایران او افغانستان تر منځ ګډ ټکي د نښلولو له مهمو برخو څخه دي او په ایران کې ډیری بهرني کډوال افغانان دي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د کډوالو ملي ادارې مرستیال وویل د دوښمنانو په تېره بیا د اسراییل فکري ډلې د ایران او افغانستان د خلکو ترمنځ د تفرقې د رامینځته کولو هڅه کوي. هغه وویل: «د دوښمنانو د فکر خونه چې بنسټ یې د اسراییل نیواکګر رژیم دی او ورسره ځینې هیواد پلورونکي زموږ د ویشلو هڅه کوي.»

هغه د شنبې په ورځ (غبرګولي ۱۹مه) په دغې غونډه کې وویل: «د ملي یووالي په ډګر کې زموږ موخه د اسلامي امت د یووالي پر لور حرکت دی او موږ باید په دې ډګر کې محتاط واوسوچې له ایران او افغانستان د وېرې خبرېد دوښمنانو چلونه دي.»

هغه له افغانانو او نورو بهرنیانو وغوښتل چې له ایراني چارواکو سره هملاسي شي او په «دوښمنانو ونه غولیږي.»

د کډوالو د ملي ادارې مرستیال ټینګار وکړ چې دوښمنانو په تېرو کلونو کې په ایران کې د افغانانو په وړاندې رواني جګړه پیل کړې چې د خلکو په ذهنونو کې یې اندېښنې اچولې دي.

په وروستیو میاشتو کې، ایران د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو پراخې څپې بیا پیل کړې. ایراني چارواکو د دغه هېواد په څو ولایتونو کې د افغانانو پر اوسېدو هم بندیز لګولی دی.

طالبان: په لسو ورځو کې مو د امو سیند د ۷۱ میلیونو ډالرو په ارزښت خام تېل پلورلي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند ویلي چې دغې ډلې په تېرو لسو ورځو کې د امو سیند حوزې ۱۳۰ زره ټنه خام تېل د ۷۱،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت پلورلي دي. همایون افغان وویل چې د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي۲۰مه) به ۲۰ زره ټنه خام تیل د پلور لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شي.

دغه طالب ویاند په ایکس پاڼه په یوه پوسټ کې ادعا کړې چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې په دوو اونیو کې ۱۵۰ زره ټنه خام تېل پلورل کیږي.

تر دې مخکې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و چې افغانستان د ورځې پنځوس زره بېرله تېلو ته اړتیا لري، خو اوس مهال نږدې ټول تېل له ګاونډیو هېوادونو ایران او ازبکستان څخه واردوي.

د تېر کال په لیندۍ کې بلومبرګ راپور ورکړ چې د چین د سنکیانګ د مرکزي اسیا د تیلو او ګاز شرکت په افغانستان کې د خام تیلو تولید درې چنده کړی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د نویو څاګانو کیندل به د دې ډلې حکومت ته شاوخوا 500 ملیون ډالر عاید لاسته راوړي.

د تړون د شرایطو له مخې، چینایي شرکت به په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره او په راتلونکو دریو کلونو کې ۵۴۰ میلیونه ډالره د افغانستان په شمال کې د ۴۵۰۰ کیلومتره مربع په ساحه کې د نفتو او ګازو د پنځو بلوکونو د استخراج لپاره پانګونه وکړي.

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبغاړو د سویلي اسیا په سیالیو کې ۵ مډالونه وګټل

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبډلې د سویلي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو د ۱۴ پړاو په لومړۍ ورځ د طلا د دوو مډالونو په ګډون پنځه مډاله ترلاسه کړل.

دغه سیالۍ په مالدیف کې ترسره شوي او د افغانستان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې د فزیک او بدن جوړونې په برخو کې دوه د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

افغان لوبغاړو نن شنبه په دغو سیالیو کې برخه واخیسته.

د سویلي اسیا د بدن جوړونې په سیالیو کې د افغان لوبغاړو له ډلې مسلم شاه فقیري د ۲۱ کلنو ځوانانو په ډله کې د مثبت ۷۵ کیلو ګرامو په وزن کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

نصیب الله عظیمي د فزیک په ډله کې د ۱۷۵سانتي متره قد په ګروپ کې، د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

فراموز اکرمزاده د بدن جوړونې په برخه کې په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د سپینو زرو مډال او

وحیدالله صدیقي د فزیک په کټګورۍ کې د ۱۷۰ سانتي متره قد په ګروپ کې، د سپینو زرو مډال وګټه.

بل خوا شاهد شهیم د فزیک په کټګورۍ کې، د ۱۶۰ سانتي متره قد په ګروپ کې، د برونزو مډال ترلاسه کړ.

د افغانستان د بدن د ښکلا فدراسیون د خبرپانې له مخې، د افغانستان ملي لوبغاړي به سبا یکشنبه د بدن د ښکلا او فټنس سیالیو په اوو بېلابېلو څانګو کې د سویلي اسیا د نورو هیوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

سیک زیارت کوونکي د "جور میلې" کې د ګډون لپاره لاهور ته رسیدلي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۵ GMT+۱

د هند شاوخوا ۸۴۶ سیک زیارت کونکي نن شنبه د واګا بندر له لارې د پاکستان لاهور ښار ته رسیدلي چې د سیکانو د پنځم ګورو، ارجن دیو جی، د مړینې په یاد د "جور میلې” کې ګډون وکړي.

د پنجاب ایالتي وزير او د پاکستان سیکانو کمیټې مشر سردار رميش سينګ د دغو سیک زیارت کوونکو هرکلي ته ورغلی دی.

سردار رميش سينګ رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له هند او د نړۍ له بیلابیلو سیمو دغې میلې ته د راتلونکو زیارت کوونکو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د نوموړي په وینا، د پاکستان حکومت دغو زیارت کوونکو ته د استوګنې ځای، امنيت، طبي اسانتیاوې، د سفر ترتیبات او نورې د اړتیا وړ اسانتياوې برابرې کړي دي.