• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ روسیې د اوکراین پر ښارکیف ښار د لایزري بمونو برید کړی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د اوکراین سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې روسیې د دوشنبې په ورځ د اوکراین په شمال ختیځ ښارکیف ښار کې درې لایزري بمونه وغورځول، چې لږ تر لږه شپږ کسان پکې ټپیان شوي او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د ښارکیف ښاروال ایهور تیریخوف د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي، چې لږ تر لږه دوه کورونه په دغه برید کې زیانمن شوي او ښايي د تلفاتو شمېره لوړه شي.

هغه زیاته کړه، چې له برید وروسته په سیمه کې اور لګیدلی او ګراجونه او موټرونه هم زیانمن شوي دي.

د اوکراین دویم لوی ښار ښارکیف او شاوخوا سیمې له اوږدې مودې راهیسې د روسیې د بریدونو موخه ګرځیدلي او په وروستیو میاشتو کې یې بریدونه زیات شوي، چې ملکي وګړو او د انرژۍ زیربناو ته یې زیان اړولی دی.

روسیه په قصدي ډول د ملکي وګړو په نښه کول ردوي؛ خو پر اوکراین یې په پراخه پیمانه یرغل کې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د هند پولیس: په جمو کې د وسله والو له برید وروسته نهه هندو زیارت کوونکي وژل شوي دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د هند په جمو او کشمیر کې د یکشنبې په ورځ د یوه مشکوک وسله وال له برید وروسته لږ تر لږه نهه کسان هغه مهال ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول چې د هندو زیارت کوونکو یو بس یوې ژورې کندې ته ولوېده.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې نرېندرا مودي د درېیمې دورې لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه او د اپوزیسیون کانګرس ګوند له خوا پرې نیوکې وشوې.

د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر اېکس خواله رسنۍ یو پیغام کې لیکلي: "دا شرمناکه پېښه په جمو او کشمیر کې د اندېښنې وړ امنیتي وضعیت ریښتیني انځور دی."

د همالیا غرونو کې پرته دغه سیمه، چې پاکستان یې هم د ملکیت ادعا کوي، په ۱۹۸۹کال کې د هند ضد بغاوت له پیل راهیسې د وسله والو له تاوتریخوالي سره مخامخ ده چې تر اوسه یې له امله په لسګونو زره کسان وژل شوي. په وروستیو کلونو کې په دغه سیمه کې تاوتریخوالی کم شوی دی.

د ریاسي ولسوالۍ د پولیسو مشر موهیتا شرما وویل: «وسله والو پر بس برید وکړ او پرلپسې ډزې یې وکړې. بس په یوه کنده کې ولوېد، چې له امله یې ۹تنه زیارت کوونکي ووژل شول او ۳۳نور ټپیان شول.»

په سیمه کې پر هندو زیارت کونکو وروستی لوی برید په ۲۰۱۷ کال شوی و، چې په کې یو بس په نښه شوی او اته تنه وژل شوي وو.

د یکشنبه برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د پولیسو مشر ار ار سوین وویل، چې په سیمه کې د محلي اورپکو شمیر کم شوی خو لا هم نږدې ۸۰ بهرني وسله وال فعال پاتې دي.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او د برید کوونکو لټون روان دی.

یو دولتي چارواکي مخکې ویلي وو چې په دغه برید کې لږ تر لږه د ۱۰زیارت کوونکوي وژل شوي دي.

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر پوتین شمالي کوریا او ویتنام ته سفر وکړي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د روسیې ویډوموستي ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ ویلي؛ ټاکل شوې چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به په راتلونکو اونیو کې شمالي کوریا او ویتنام ته سفر وکړي.

رویټرز خبري اژانس ته سرچینو ویلي، چې پوتین ښايي د جون په ۱۹ – ۲۰ له اوکراین څخه لیدنه وکړي.

په شمالي کوریا کې د روسیې سفیر الکساندر ماتسیګورا تایید کړې، چې پیونګ یانګ ته د پوتین سفر په "فعال ډول پلان شوی" دی.

د دغه ورځپاڼې د راپور له مخې؛ پوتین ښايي د جون په لومړیو کې ویتنام ته سفر وکړي او شمالي کوریا ته د هغه له سفر څخه وروسته د ویتنام سفر سمدستي وروسته پلان شوی دی.

په ویتنام کې یو چارواکي رویټرز ته ویلي، چې له پلازمینې هانوي څخه د پوتین د لیدنې پر نېټې موافقه شوې؛ مګر د لیدنې اجنډا لا تر بحث لاندې ده.

دغه چارواکي وویل، چې انرژي، پوځي همکاري، د پیسو لېږد او د پوهنې په برخه کې یو هوکړه لیک هغه عمده مسایل دي چې تمه کیږي په دغه لیدنه کې پرې خبرې وشي.

ویډوموستي ورځپاڼې تېره میاشت په ویتنام کې د روسیې د سوداګرۍ استازي له قوله ویلي وو، چې د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو مهمه سوداګریزه مساله د پیسو د لېږد لپاره بانکي ملاتړ دی.

د روسیې او شمالي کوریا اړیکې

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تېر سپټمبر میاشت کې له پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته تللی و.

هغه د روسیې په ختیځ کې د دغه هېواد د ووستوچني کاسموډروم فضایي مرکز څخه لیدنه وکړه او پوتین ژمنه وکړه، چې د شمالي کوریا سره به د سپوږمکۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.

کرملین ویلي، چې روسیه غواړي له شمالي کوریا سره په «ټولو برخو کې» ګډ کار وکړي؛ خو د دې لیدنې نېټه یې نه ده تایید کړې.

روسیې له اوکراین سره د جګړې له پیل راهیسې له شمالي کوریا او د امریکا خلاف نورو هېوادونو لکه ایران سره اړیکې پیاوړي کړې دي، هغه څه چې د لویدیځ لپاره د اندېښنې وړ بلل کیږي.

متحده ایالاتو او اوکراین د جنوري په میاشت کې روسیه تورنه کړه، چې د شمالي کوریا له خوا جوړ شوي د لنډ واټن بالیسټیک توغندي یې د اوکراین په جګړه کې کارولي دي؛ خو دا موضوع د روسیې له خوا رد یا تایید شوې نه ده.

ویډوموستي ورځپاڼه لیکي، چې پوتین او کیم به په دې اړه بحث وکړي چې ایا روسیه به له شمالي کوریا څخه مهاجر کارګران راولي که نه.

روسیه د اوکراین د جګړې له امله د کارګرانو له سخت کمښت سره مخامخ ده.

په سلګونو زره نارینه یا جنګ ته تللي یا هم بهر ته تښتیدلي دي.

ایران: هغه موټر چلوونکي چې بې اسناده کډوال لېږدوي د انساني قاچاق په تور به ونیول شي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۱

د ایران کهګیلویه او بویراحمد یوه سیمه ییز چارواکي خبرداری ورکړی، چې د هغو موټرو چلوونکي چې د استوګنې له اسنادو پرته دوه یا تر دوو زیات کډوال لېږدوي، په انساني قاچاق کې د لاس لرلو په تور به ونیول شي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، تېر کال له کهګیلویه او بویراحمد ولایتونو څخه ۳۶۸ بې اسناده افغان کډوال ایستل شوي دي.

ایرنا خبری اژانس د غبرګولي په ۲۱ نېټه د کهګیلویه او بویراحمد ولایتونو د امنیت، قانون د تنفیذ او د بهرنیو کډوالو د ادارې د مشر روح الله شاهیني له قوله خبر ورکړ، چې هغه موټرونه چې بې اسناده کډوال لیږدوی تر شپږو میاشتو پورې به بند کړی شی.

دغه ایرانی چارواکی د کډوالو د سازمان د مرکزی دفتر په غونډه کې ټینګار وکړ په کهګیلویه او بویراحمد کې د بهرني کډوالو داخلیدل منع دي او که چېرې له اسنادو پرته کډوال وموندل شي نو له دغه ولایته به وایستل شي.

روح الله شاهیني همدا راز په کهګیلویه او بویراحمد ولایتونو کې د بې اسنادو کډوالو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د پیژندلو، راټولولو او شړلو لپاره د همغږۍ د زیاتوالي اعلان هم وکړ.

ښاغلي شاهیني وویل، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ۱۴۰۳ کال په دوه نیمو میاشتو کې له اسنادو پرته د کډوالو توقیف ۲۷ سلنه زیات شوی دی.

په ایران کې اکثره بهرني کډوال د افغانستان اتباع دي او په تېرو میاشتو کې له هغوی سره د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د ناوړه چلند راپورونه خپاره شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم هره ورځ له ایران څخه د سلګونو افغان کډوالو د راستنیدو خبر ورکوي.

د فیلیپین حکومت په ښوونځيو کې د زده کونکو له خوا د ځیرک موبایلونه په کارولو بندیز ولګاوه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۱

د فیلیپین د مشرانو جرګې یو قانون تصویب کړ، چې د لیسې زده کونکو لپاره په وړکتون کې د ځیرک موبایلونونو کارول منع کړل. د فیلیپین مشرانو جرګه وايي، چې دغه لایحه د پوهنې وزارت ته استول شوې؛ څو د تطبیق لپاره روښانه لارښوونې ترتیب کړي.

د فیلیپین د حکومت د ویاند په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې ځینو څېړنو ښودلې چې د زده کونکو له خوا د ځیرک موبایلونو کارول د زده کړو په کیفیت منفي اغیزه لري.

په ۲۰۲۲ کې د فیلیپین د زده کړو د کیفیت تحلیل او ارزونې برنامې راپور ورکړ، چې په ټولګیو کې د ځیرک فونونو کارول نږدې ۸۰٪ تنکي زده کونکي مغشوش کړي دي.

د فیلیپین د مشرانو جرګې غړي شروین ګچالیان د زده کوونکو د زده کړې په بهیر کې د ځیرک موبایلونو پر ناوړه اغیزو ټینګار وکړ او ویې ویل: «ځیرک موبایلونه او نورو الکترونیکي وسایلو د محصلینو سایبر ځورونه او تفریح ​​زیاته کړې ده».

له بلې خوا سناتور ګچالیان دا مني، چې د پوهنې پر کیفیت د ټېکنالوژۍ مثبتې اغېزې له پامه غورځول کېدی نه شي؛ خو څېړنو ښودلې چې د درسونو پر مهال د الکترونیکي وسایلو کارول د زده کوونکو زده کړو ته زیان رسوي.

په ورته وخت کې د یونیسکو نړۍوال سازمان په ۲۰۲۳ کې په یوه راپور کې په ښوونځیو کې د ځیرک فونونو کارولو لپاره د سختو قوانینو او مقرراتو سپارښتنه کړې.

د رسمي راپورونو له مخې؛ د نړۍ ۱۳ سلنه هېوادونو په ښوونځيو کې د ځیرک موبایل پر کارولو په بشپړ او مشروط ډول بندیز لګولی او ۱۴ سلنه یې د دې ټلیفونونو د کارولو لپاره ځانګړي شرایط په پام کې لري.

په همدې حال کې د فیلیپین د سنا قانون د زده کونکو لپاره د ځیرک موبایلونو په کارولو باندې د بشپړ او غیر مشروط بندیز وړاندیز نه کوي.

دغه قانون په بېړنیو حالاتو او ځانګړو حالاتو کې د دغو ټیلیفونونو کارول قانوني بولي.

په هندي کشمیر کې پر یوه بس موټر د وسله والو په ډزو کې ۱۰ کسان ووژل شول

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۱

هندي پولیسو اعلان کړی، چې په جمو او کشمیر کې د زیارتوالو په یوه بس باندې د وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. ویل کیږي، چې دا برید د جمو او کشمیر په رییسي سیمه کې پر ځايي وخت ماښام شپږ بجې شوی دی.

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۱ مه خبر ورکړ، چې په کنډا پوني سیمه کې د زیارت کوونکو پر یوه بس چې ۵۳ تنه زیارت کوونکي په کې سپاره وو، د وسله والو له خوا برید وشو. د دې برید په پایله کې موټر چلوونکي کنټرول له لاسه ورکړ او یوې ژورې درې ته ولوید.

دپوليسو دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې په وژل شويو کسانو کې يو ماشوم هم شامل دى .

د هند ولسمشر دروپادي مورمو دغه برید په کلکه غندلی او دا یې د بشریت ضد جنایت بللی دی. ښاغلي مورمو د پېښې د عاملینو د پېژندلو او د سختې سزا غوښتنه وکړه.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل: هغه کسان چې دغه ترهګریز برید یې ترسره کړی، ژر به مجازات شي.

پوليس وايي، د دې بريد د عاملينو د پېژندلو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې هم وسله والو د هند په جمو او کشمیر کې د زیارتوالو پر یوه بس برید کړی و، چې په پایله کې یې اووه کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي وو.