د اوکراین زاړه پوځیان د ځوانو سرتېرو مرستې ته سترګې په لار دي

۵۰ کلن اوکرایني سرتیري "بیل" چې په تیاره کې د خپل ټوپک سره پټ و، وویل، چې هیله لري چې د هغه ډیری ځوان هیوادوال د روسیې د یرغل په وړاندې جګړه کې د سرتېرو په توګه برخه واخلي.

۵۰ کلن اوکرایني سرتیري "بیل" چې په تیاره کې د خپل ټوپک سره پټ و، وویل، چې هیله لري چې د هغه ډیری ځوان هیوادوال د روسیې د یرغل په وړاندې جګړه کې د سرتېرو په توګه برخه واخلي.
د اوکراین پوځ د یو لوی او ښه مجهز دښمن سره مخامخ دی، خو د هغه په څیر په زړو سرتیرو تکیه کوي ترڅو د روسیې د بې رحمه بریدونو په وړاندې د هیواد دفاع وکړي.
دغه سرتیری چې د اوکراین په ختیځ کې په یوه روزنیز کمپ کې زدکړې ترلاسه کولې وویل: "ځوان نسل باید پوه شي چې زموږ او دوی پرته بل څوک دا کار (د اوکراین دفاع) نه کوي."
د اوکراین پوځ تر فشار لاندې دی چې لا ډیر سرتیري د جګړې لیکو ته واستوي ځکه چې د ۲۷ میاشتنۍ جګړې د پای څرک لا هم نه لګي او اوس د جګړې د لومړیو میاشتو په پرتله لږ کسان په خپله خوښه د جګړې لیکو ته ځي.
چارواکو په دې وروستیو کې عسکر ۍ ته د جذب مقررات بدل کړي او پر شرایطو د برابرو کسانو عمر یې ۲۵ کلنۍ ته راټیټ کړی. تر ۶۰ کلنۍ پورې نارینه د عسکرۍ لپاره پر شرایطو برابر دي. یو شمېر اوکرایني چارواکي اټکل کوي چې د اوکرایني سرتېرو اوسط عمر له ۴۰ کلونو ډېر دی.
رویټرز خبري اژانس ته د دونڅک په سیمه کې د ۳۳ میخانیکي لوا د روزنې غونډې ته لاسرسی ورکړل شوی، چې د مسکو ځواکونه ورو ورو په څو سیمو کې پرمختګ کوي.
سرتیرو ته په مختلفو مهارتونو کې روزنه ور کول کیږي چې د خندق پاکولو څخه نیولې د لویو لاریو او درنو جنګي وسلو تر کارولو پورې. ځینې سرتیري په نوو دندو ګمارل شوي او ځینې نور نوي له پوځ سره یوځای شوي.
د لوا یو چارواکي وویل، چې ډیری هغه نارینه چې اوس مهال روزنه ترلاسه کوي د ۵۰ کلونو څخه ډیر عمر لري مګر دوی د ځوانو سرتیرو په پرتله ډیره انګیزه لري.
هغه وویل: "دوی پوهیږي چې ولې دلته دي: د خپلو ماشومانو او لمسیانو لپاره."


د زاهدان د اهل سنت امام د جمعې په ورځ - غبرګولي ۲۵ مه نېټه - د جمعې د لمانځه په خطبه کې وویل، چې د ایران په اسلامی جمهوریت کې سیاستونه نه بدلیږی او مختلف ارګانونه یو له بل سره همغږي نه دی. عبدالحمید اسماعیل زهي ټینګار وکړ، چې د ایران هیڅ ولسمشر په دې حالت کې هیڅ نه شي کولی.
مولوي عبدالحمید د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د یوه مخکښ سني شخصیت پر نه نوم لیکنې نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په تېرو ۴۵ کلونو کې د ایران د سني ټولنې پر وړاندې دا ډول تبعیضي عمل څو ځلې تکرار شوی دی.
په شپږمه ولسي جرګه کې د سنندج استازي جلال جلال زاده مخکې اعلان کړی و، چې غواړي د ۱۴۰۳ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندید کړي، خو د کورنیو چارو وزارت له نوم لیکنې منع کړ.
د زاهدان د اهل سنت والجماعت امام د جمعې په خطبو کې دې ته په اشارې سره چې په تېرو ٤٥ کلونو کې په ايران کې د ولسمشرۍ لپاره له نوم ليکنې وروسته ښځې معزول شوې دي، وويل، چې په دې موده کې ښځو ته يو ځل هم موقع نه ده ورکړې شوې. هر ځل به یې ویل، چې "کاندیدان باید سیاسي شخصیتونه وي."
هغه ټینګار وکړ: "د سیاسي سړي په اړه د نګهبان شورا تفسیر غلط دی".
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنې د ١٤٠٣ کال د چنګاښ د مياشتې په اتمه نېټه ترسره شي. دغه ټاکنې له وخت مخکې او د ابراهيم ریيسي د چورلکې د غورځېدو وروسته د نوموړي د مړینې له امله ترسره کیږي.
د ولسمشرۍ د لومړيو ټاکنو په بهير کې ٨٠ کسانو ځانونه کانديد کړي وو.
د دغو کسانو له جملې څخه د ایران نګهبان شورا د شپږو کسانو نوم لیکنه منظور کړه. په دغه ډله کې سعید جلیلي، محمد باقر قالیباف، مسعود بشکیان، علیرضا زکاني، مصطفی پور محمدي او امیرحسین غازي زاده هاشمي شامل دي.

د تاجکستان خاور دولتي خبري اژانس خبر ورک وي، چې د دغه هېواد لوی څارنوال د پارلمان غړی او د ډیموکراټ ګوند پخوانی مشر سعید جعفر عثمان زاده سلب صلاحیت یا بې واکه کړی او نیولی دی. د تاجکستان لوی څارنوال وايي، عثمان زاده غوښتل په زور واک ترلاسه کړي.
د تاجکستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د پارلمان دغه غړي په جلاوطنۍ کې د ممنوع الخروج سازمان «تاجکستان ملي پیمان» له مرستیال شرف الدین ګادیف سره د «په زور د واک نیولو» لپاره خبرې کړې دي.
د تاجکستان د لوی څارنوال دفتر وايي، داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې ښيي سعید عثمان زاده په ۱۴۰۰ میلادي کال کې له شرف الدین ګادیف سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال په تاجکستان کې د واک د نیولو وړاندیز کړی و.
په همدې حال کې د تاجکستان حکومت وايي چې سعید جعفر عثمان زاده د تاجکستان دننه او بهر له ډېرو ډلو سره د خپل «جنایتکارانه پلان» لپاره تماسونه نیولي او ځینې یې د حکومت ضد فعالیتونو د تنظیمولو لپاره ګمارلي دي.
له بلې خوا د تاجکستان حکومت ادعا کړې، چې سعید عثمان زاده له یو شمېر نورو مخالفو څېرو سره په همغږۍ د دغه هېواد په ځینو برخو کې د سیاسي او ټولنیز ثبات د ګډوډولو او د پولیسو ودانۍ ته ننوتلو سره وسلې ترلاسه کړي او حکومت نسکور کړي.
د تاجکستان حکومت لا هم ادعا کوي، چې سعید عثمان زاده په تاجکستان کې د یوه بهرني هېواد له استازي څخه د حکومت د تخریبي پلان د عملي کولو لپاره لس میلیونه ډالره غوښتې وې.

د روسیې ولسمشر وايي، که اوکراین له هغو ۴ سیمو پوځ وباسي چې مسکو یې خپلې بولي او هم په ناټو کې له غړیتوب تېر شي کرملین به اوربند او خبرې ور سره پیل کړي. د سولې لپاره د اوکراین له غوښتنو سره په ټکر کې د پوتین دا شرطونه د سویس د سولې کانفرنس په درشل کې دي چې مسکو ور بلل شوی نه دی.
خو ولادیمیر پوتین نن په مسکو کې وویل، چې دا شرطونه ډېر ساده دي.
د رویټرز د راپور له مخې، هغه د خپلو شرطونو بیانولو سره وویل، چې کیف دې د اوکراین په ختیځ او سوېل کې خپل ټول ځواکونه، له دونڅک، لوهانسک، خرسون او زپروژیا نه وباسي.
هغه زیاته کړه: «که دوی په کیف کې په ډاګه کړي چې دې پرېکړې ته تیار دي، له دې سیمو د ځواکونو وتل پیل کړي او دا رسمي اعلان هم وکړي چې په ناټو کې نور غړیتوب نه غواړي، نو زموږ لوری به سملاسي ټیک په همغه شېبه کې د اوربند امر پلی او خبرې به پیل کړي.»
نوموړي بیا وویل. «زه تکراروم چې موږ به سملاسي همداسې وکړو، طبعا موږ به له دې سیمو د اوکرایني ځواکونو خوندي او بې خنډه وتل هم تضمین کړو.»
روسیې پر اوکراین په برید سره په تېرو دریو کلونو کې د دغه هېواد پر پنځمه برخه خاوره ولکه کړې ده.
اوکراین وايي، په دې شرط سوله کوي چې روسي ځواکونه د دوی له سیمو ووځي او پر دې خاوره د کیف حاکمیت ومنل شي.
د ولادیمیر پوتین دا نوې خبرې د دې اونۍ وروستیو کې د سویس یا سوېزرلنډ د سولې کانفرنس په درشل کې دي، چې له ۹۰ د ډېرو هېوادونو او سازمانونو استازي پکې ګډون کوي.
د ایجنډا له مخې به په دې ناسته کې پر ځمکني ملکیت د خبرو پر ځای په اوکراین کې خوړو او اټومي خوندیتوب په هکله خبرې وشي.

هند ته د هغو ۴۵ کارګرو مړي نن ولېږدول شول چې د کوېټ په یوه ودانۍ کې د اور لګېدو له امله درې ورځې مخکې مړه شوي وو. د دې قربانیانو خپلوانو او کارپوهانو له نوي ډېلی وغوښتل چې په بهر کې د هندي کارګرو خوندیتوب ته پام زیات کړي.
دا کسان د کوېټ په منګان ښار کې د کارګرو په استوګنځي کې د اور لګېدو له امله تېره چارشنبه مړه شول.
د لومړنیو پلټنو له مخې اور د برېښنا شارټۍ له امله لګېدلی او پکې د هندیانو په ګډون ۴۹ کسان مړه او ۳۳ نور ټپي شوي دي.
په څلورو پاتې مړو کسانو کې هم درې د فلیپین دي.
هندي چارواکي وايي، په دې ودانۍ کې ۱۷۶ کارګر اوسېدل.

په مړه شویو هندیانو کې ۲۳ یوازې د کیرالا ایالت اوسېدونکي دي او د دې سیمې سروزیر دا پېښې ملي ناورین بللی دی.
نوي ډېلي ته د دې کسانو دجنازو رسېدو ته کورنۍ، خپلوان او ان وزیران او چارواکي ور ټول وو او پولیسو هم ورته درناوی وړاندې کړ.
نږدې ۱۳ میلیونه هندیان په بهر کې دي چې ۶۰ سلنه یې خلیجي هېوادونو کې دي.
کوېټ د اته لکه پنځوس زره هندي کارګرو لرلو سره په دغه برخه کې دریم ستر هېواد دی.

د هند د بهارتیه جنتا پارټۍ یا بي جي پي رهبر نریندرا مودي او د هغه دوه اویا کسیزې کابینې د جون د میاشتې په لسمه نيټه په پرله پسې توګه په دریم ځل د هند صدراعظم په توګه سوګند پورته کړ.
مودي د هند په سیاسي تاریخ کې دویم کس دی چې په پرله پسې توګه په دریم ځل د پارلمان په انتخاباتو کې د چوکیو د اکثریت په ګټلو سره د خپل هیواد د صدراعظم د جوړیدو افتخار ور ګټي.
د دې نه وړاندې هند ته د انګلیس له استعمار د ازادۍ ګټلو د مبارزې او د کانګرس ګوند ستر مشر جواهر لال نهرو هم په ۱۹۶۲ کال کې دریم ځل د هند صدراعظم منتخب شوی و.
خو د سیاسي ايدیالوجۍ او کړنلارې له مخې نهرو او مودی غټ توپیرونه لري، نهرو یو مترقي، روڼ اندی دموکرات وو چې خپل هیواد ته د استقلال ګټلو نه پس یې هلته یو سیکولار پارلماني جمهوریت تشکیل کړ او نریندرا مودي یو افراطي مذهبي سیاستمدار دی ، چې په خپل هیواد کې یې ژور سیاسي انقطاب یا درز منځ ته راوستی دی.

هند په جغرافیايي توګه د پراختیا په وجه نیمه قاره بلل کیږي او په نزدې کلونو کې د نفوسو په شمیر کې د چین نه د وړاندې کیدو له امله د نړۍ پرنفوس ترین هیواد هم منل کیږي، چې د نفوسو شمیره یې ۱.۴ میلیارده ده.
په دغه نفوس کې د رای ورکوونکو تعداد ۹۶۸میلیونه دی، نو دا طبعي خبره وه چې په دومره لوی هیواد کې او د دومره ډیرو رای ورکوونکو ټول ټاکنې په یوه ورځ او یا په یوه اونۍ کې نه شوې کیدی.
دغه ټول ټاکنې په اوو مراحلو کې تر سره شوې چې شپږ اونۍ یې ونیوې. دا پروسه د اپریل میاشتې په نولسمه نیټه پیل شوه او د جون د میاشتې په وړومبۍ نیټه پاې ته ورسیده.
د ټول ټاکنو نتیجې د جون په څلورمه نیټه اعلان شوې، دا خبره د یادونې ده چې د هندو مذهب د ملتپالې ایډیالوجۍ په اساس ولاړ ګوند بھارتیه جنتا پارټي یا د بھارت ولسي ګوند د کال ۲۰۱۴ او د کال ۲۰۱۹ د ټول ټاکنو په دروند اکثریت سره د ګټلو په وجه د تیرو لسو کالو نه واکمن ګوند دی.
د نوموړي ګوند او د هغه د رهبر نریندرا مودي د ظاهري پراخ نفوذ او سیاسي ځواک په وجه توقع دا وه چې په پرله پسې توګه په دریم ځل به هم دوی په اسانه په دغو ټول ټاکنو کې بریالي شي، خو چې د جون په څلورمه نیټه د ټول ټاکنو نتیجې رابرسیره شولې نو د توقع برعکس د نریندرامودي ګوند په پارلمان کې دومره چوکۍ و نه ګټلې چې یوازې د خپل ګوند د غړو په زور حکومت جوړ کړي.

د هند د پارلمان د لوک سبھا یا ولسي جرګې ټولې چوکۍ ۵۴۳ دي او په دې چوکیو کې په ټول ټاکنو کې د ۲۷۲ چوکیو لاس ته راوړونکی ګوند واک ګټي.
د مودي ګوند ایله ۲۴۰ چوکۍ ګټلی وې نو ځکه هغه مجبور شو چې د یو څو نورو سیاسي ګوندونو سره په ګډه یو ایتلافي حکومت جوړ کړي، تر څو په پارلمان کې د ۲۷۲ او د دې نه د زیاتو چوکیو اکثریت ولري.
لکه چې وړاندې ذکر وشو د نریندرا مودي ګوند د هندو مذهبي هویت د ایډیالوجۍ په اساس سیاست کوي او د نفوذ ساحه یې زیاتره د شمالي هند په هندي ژبې ویونکو ایالتونو کې ده.
دغه ګوند ادعا کوي چې په تیرو زرو کلونو کې د شمال نه راتلونکو مسلمان فاتحینو، په خاصه توګه ګورګاني امپراتورۍ په خپله واکمنۍ کې په هندوانو ظلم کړی دی.
د هغوی مذهبي هویت یې زیانمن کړی، د هغوی معبدونه یې تخریب کړي او د هغوی په ځای یې د مسلمانانو مسجدونه جوړ کړي دي.
د هندوانو د تمدن احیا د بي جي پي د برنامې اساسي برخه ده.
دا ګوند هند ته د استقلال ګټونکي کانګرس او د هغه په رهبرانو یعنې مهاتما ګاندي او جواهر لال نهرو او نورو رهبرانو په دې اساس انتقاد کوي چې دوی د هندوانو د هویت او تمدن د احیا لپاره هیڅ کار نه دی کړی.
بي جي پي په دغو شعارونو د ۲۰۱۴ او د ۲۰۱۹ کلونو ټاکنې په ګڼ اکثریت سره وګټلې، خو په ۲۰۲۴ کې داسې ونه شول.

شنونکي وايي چې د مودي د ګوند تضعیف سیاسي او اقتصادي وجوهات لري.
دغه ګوند د هند سیکولار او دموکراتیک اساسي قانون څخه د انحراف لار غوره کړې وه.
د دوی حکومت د مذهبي لږکیو او په خاصه توګه د مسلمانانو، چې د هند د نفوسو ۱۴ فیصدي تشکیلوي، په ضد د ژور تعصب، تنګ نظرۍ او تبعیض نه کار اخست، چې نه یوازی د هند مسلمانان ترې زړه چاودي وو خو په دموکراسۍ او په قانون باوري هندوانو زړونه هم پرې بد وو.
دې سره د نورو مذهبي لږکیو لکه عیسایانو، بودایانو او د سیکانو سره هم د بي جي پي د حکومت برخورد منصفانه او انساني نه و.
د بي جي پي په حکومت کې د دکتاتورۍ نښې راښکاره شوې وې، مخالفو ګوندونو سره زښت چلن کیده او د میډیا ازادي محدوده شوې وه.
د نریندرا مودي د حکومت په لسو کلونو کی اقتصادي پرمختګ شوی، نوي صنعتونه او خارجي سرمایه ګزارۍ هند ته راغلې دي، خو د هغې ګټه څه درمیانه اقشارو ته لاړه ده، مګر زیاتره فایده یې غټو سرمایه دارو ته رسیدلې ده.
د ژوند د اساسي اړتیا د موادو نرخونه لوړ دي، بې کاري هم زیاته شوې ده، د خلکو اکثریت په فقر کې ژوند کوي، نو ځکه د بي جي پي د محبوبیت سطح راټيټه شوې ده.
سیاسي شنونکي دا هم وايي چې د نریندرا مودي په دریم حکومت کې به په خارجي سیاست کې کوم درامتیک تغیر ونه لیدل شي.
د چین او پاکستان سره د هند د اړیکو ترینګلتیا به ادامه وکړي، امریکا، اسراییل او د خلیج عربي هیوادونو سره به د هند اړیکې لاپسې ټینګې شي، د چینايي نفوذ د مخ نیوي لپاره د امریکا، استرالیا، جاپان او هند څلور اړخیز اتحاد QUAD فعالیت به پراختیا ومومي.
هند د افغانستان سره اړیکو کې تاریخي دلچسپي لري، هند به په احتیاط سره د طالبانو د امارت سره خپل ارتباطات وپالي، البته د هند له لوري به د دغو ارتباتاطو ضعف او یا مضبوط والی د پاکستان او طالبانو تر منځه د اړیکو څرنګوالي پورې هم تړلی وي.
د هند د سیاسي اوضاعو ځینې څارونکي په دې اند دي چې نریندرا مودي د تیرو لسو کلونو د حکومت په دوره کې د شخصیت په کیش او د قدرت په تمرکز روږدی شوی دی.
اوس به هغه ته د ایتلافي حکومت چلول ګران وي، ځکه چې هغه باید د خپلو متحدینو نظر ته هم غوږ ونیسي، نو داسې امکان شته چې د مودي زیاته پاملرنه به داخلي چارو ته وي.
خو بیا نور شننونکي وايي چې د هند دولتي نظام یوه قوي او مجربه بیروکراسي لري، نو ځکه به دغه دولتي ماشین خارجي چارو ته هم پوره پام وکړي، د دغږټولو نظرونو واقیعیت به په نزدې راتلونکي کې معلوم شي .
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.