د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې فهیم عظیمي له بند څخه خوشې کړي

د بښنې نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، څو د روزنې د برخې فعال فهیم عظیمي له قید او شرط پرته له بند څخه خوشې کړي. دغه اداره د عظیمي نیول او محاکمه کول ناعادلانه بولي او زیاتوي، چې د نوموړي نیول د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی.