• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایا هبت الله اخوندزاده چمتو دی چې له واک څخه لېرې شي؟

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۰

له واک څخه د لېرې کېدو په اړه د هبت الله اخوندزاده نننۍ وینا د طالبانو ترمنځ د ژورو اختلافونو، د واک پر سر د جګړې او د دوی ترمنځ د نارضایتۍ ښکارندويي کوي. نوموړی ټولو طالب چارواکو ته وایي، چې که د هغه له رهبریت سره مخالفت لري، اکثریت راټول کړی تر څو نوموړی له خپلې دندې لېرې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

د لوی اختر په لمانځه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده نننۍ ۲۴ دقیقه یې وینا تر ډېره د طالبانو د رهبرۍ تر منځ د اختلافاتو په اړه وې او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.
تر دې وړاندې هم څو ځلې د طالبانو د مشرتابه له تګلارو سره د کورنیو اختلافاتو او د کابینې د غړو، قوماندانانو، چارواکو او ډیپلوماتانو د مخالفت په اړه راپورونه خپا ره شوي و.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون چې د ملا هبت الله اخوندزاده غږیز فایل خپور کړی، نوموړي د فرعوني سیاستونو، بې اتفاقۍ، تخریب او د اختلافاتو په اړه خبرې کړي دي.
دا لومړی ځل دی، چې نوموړی د طالبانو له مشرۍ څخه د لېرې کېدو خبره کوي او ټينګار کوي، چې د طالبانو غړي په ټولییزه توګه کولی شي هغه له دندې لېرې کړي، خو تر هغه وړاندې باید اختلافونه پایته ورسوي.
دا خبرې د یوه ډېموکراټیک نظام د مشر لپاره ښایي اسانه وي، خو د هغه کس خبرې چې د ټوپک په زور رامنځته شوی حکومت کنټرولوي، معنا لرونکې ده.
ښاغلی اخوند وایي: «زه شخصا تاسو ته وایم چې ورورولي، اتفاق، اتحاد او د مسلمانانو وحدت غواړم. زه په دې راضي نه یم چې د مسلمانانو په نظام کې عام او خاص شتون ولري. اختلاف نه غواړم. که ټوله په یوه ورځ سره یو ځای شي، ما له دې دندې څخه لېرې کړي، خوشحاله به شم، خو په دې به خوشحاله نه یم چې ستا ترمنځ اختلافونه او بې اتفاقي وي.»
دا خبرې په داسې حال کې کیږي، چې د طالبانو د اسلامي امارات ټول واک د ښاغلي اخوندزاده په لاس کې دی.
نوموړی په کندهار کې ناست دی او خپله حکومتولي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د فرمانونو او حکمونو پر اساس کوي.
ټولې ګومارنې په مستقیمه توګه د ملا هبت الله په کنټرول کې دي او د طالبانو ټول اقتصادي، ټولنیز او بهرني سیاستونه هم تنظیموي.
له څه باندې زرو ورځو راهیسې د نجونو د ښوونځيو تړل پاتې کېدل، له دندو څخه د ښځو منع کېدل او ان په ننۍ وینا کې یې د ښځو د نوم نه اخیستل، د بهرنيو اسلامپاله وسله والو ډلو ملاتړ او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بندولو امر يې په شدیده توګه د اختلافونو لامل دی.
په دې کې شک نشته، چې د طالبانو اکثره حکومت په نړۍواله ټولنه کې د دغې ډلې د حکومت د مشروعیت او رسمیت پېژندلو لپاره یوازې یو کس مسوول ګڼي.
د طالبانو ډېری اوسني او د لومړۍ دورې مشران په ښکاره او پټه د ملا هبت الله د حکومت پر دې ډول نیوکې کوي.
د دې ډول حکومتوالۍ تر ټولو څرګندې نیوکې ښايي د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په وینا کې وي.
ښاغلي ستانکزي په وار وار د رسنیو پروړاندې د نجونو د زده کړو، د ښځو د کار او د هبت الله اخوندزاده د حکومتولۍ د ډول په اړه نیوکې کړي دي.
تېره اوونۍ د طالبانو بنسټګر ملا عمر ته نېږدې کس، د ګوانتانامو پخوانی بندي او په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا سلام ضعیف د طالبانو د "ظالم" مشر په اړه د نیوکې خوله خلاصه کړه.
نوموړي وویل، د امیر مطلق حاکمیت او استبداد د اسلامي ټولنو د زوال اصلي لامل دی.
ښاغلي ضعیف وویل، هر امیر چې مطلق واک په لاس کې واخلي، د وخت په تېرېدو سره په یوه مطلق مستبد بدلیږي.
د عبدالسلام ضعیف په خبره، په یوه مستبد کس د امیر بدلېدل ددې لامل کیږي چې چاپلوس کسان شاوخوا ته ټول کړي او پوه کسان له خپل ځانه لېرې کړي.
نوموړي وړاندیز وکړ، چې «د رهبرۍ یو قوي شورا» کولی شي د امیر په «خالي ځای» کار وکړي.
.د طالبانو مشر تر اوسه د کار د ډول د بدلولو دغو وړاندیزونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او په وار وار یې ټینګار کړی،چې د خپلې خوښې شرعی قانون پلې کول غواړي.
د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته سره له دې چې د طالبانو حکومت مشروعیت او رسمیت نه دی ترلاسه کړی، خو داسې ښکاري چې حداقل د دوی په ویناوو کې انعطاف رامنځته شوی دی.
اخوندزاده کابو دوه کاله مخکې د جولای په لومړۍ نېټه په لویه جرګه کې ګډون کوونکو ته وویل، چې «افغانستان اوس یو ازاد او خپلواک هېواد دی» او زیاته یې کړه: «که تر دې وروسته له اټمي برید سره هم مخامخ شو د کافرانو مشورو ته غوږ نه نیسو.»
خو اوس نوموړی وایي: «ستاسو د اختلافاتو ګټه دوښمن ته رسېږي. دوښمن له دې څخه منفي استفاده کوي. ولې یو بل ته بد وایی؟ ستاسو مسلمان ورور دی او د ورور په سترګه وګوری. غیبت مه کوئ، مه یې افشا کوئ، په پټه ورته نصیحت وکړئ. مخالفت مه کوئ، مقابله مه کوئ، نصیحت وکړئ، ان ما ته هم نصیحت وکړئ، نصیحت کول د مسلمانانو امامانو ته هم کیږي..»
دا ویناوې یو بل ملا هبت الله ښيي، چې ژور اختلافونه او د حکومتولۍ فشارونو حداقل د هغه په ژبه کې انعطاف رامنځته کړی دی.
دا روښانه نه ده، چې دا ویناوې څومره د هغو استبدادي مشرانو لپاره چې د خلکو د تېر اېستلو او د هغوی د احساساتو په پارولو سره د خپلې واکمنۍ د بقا لپاره ترې کار اخلي، حساب کړو، خو که پر طالبانو د فشارونو کچه زیاته شي او یاده ډله د خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راشي، هیڅ مسله به د طالبانو ترمنځ د اختلافونو د زیاتېدو او طالباني نظام د ړنګېدو مخه و نه نیسي.


ښاغلی اخوندزاده وایي: «زه شخصا تاسو ته وایم چې ورورولي، اتفاق، اتحاد او د مسلمانانو وحدت غواړم. زه په دې راضي نه یم، چې د مسلمانانو په نظام کې عام او خاص شتون ولري. اختلاف نه غواړم. که ټوله په یوه ورځ سره یو ځای شئ، ما له دې دندې څخه لېرې کړي، خوشحاله به شم، خو په دې به خوشحاله نه یم چې ستا تر منځ اختلافونه او بې اتفاقي وي.»
دا خبرې په داسې حال کې کیږي، چې د طالبانو د اسلامي امارات ټول واک د ښاغلي اخوندزاده په لاس کې دی.
نوموړی په کندهار کې ناست دی او خپله حکومتولي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د فرمانونو او حکمونو پر اساس کوي.
ټولې ګومارنې په مستقیمه توګه د ملا هبت الله په کنټرول کې دي او د طالبانو ټول اقتصادي، ټولنیز او بهرني سیاستونه هم تنظیموي.
له څه باندې ۱۰۰۰ ورځو راهیسې د نجونو د ښوونځيو تړل پاتې کېدل، له دندو څخه د ښځو منع کېدل او ان په ننۍ وینا کې یې د ښځو د نوم نه اخیستل، د بهرنيو اسلامپاله وسله والو ډلو ملاتړ او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بندولو امر يې په شدیده توګه د اختلافونو لامل دی.
په دې کې شک نشته، چې د طالبانو اکثره حکومت په نړۍواله ټولنه کې د دغې ډلې د حکومت د مشروعیت او رسمیت پېژندلو لپاره یوازې یو کس مسوول ګڼي.
د طالبانو ډېری اوسني او د لومړۍ دورې مشران په ښکاره او پټه د ملا هبت الله د حکومت پر دې ډول نیوکې کوي.
د دې ډول حکومتوالۍ تر ټولو څرګندې نیوکې ښايي د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په وینا کې وي.
ښاغلي ستانکزي په وار وار د رسنیو پروړاندې د نجونو د زده کړو، د ښځو د کار او د هبت الله اخوندزاده د حکومتولۍ د ډول په اړه نیوکې کړي دي.
تېره اوونۍ د طالبانو بنسټګر ملا عمر ته نېږدې کس، د ګوانتانامو پخوانی بندي او په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا سلام ضعیف د طالبانو د "ظالم" مشر په اړه د نیوکې خوله خلاصه کړه.
نوموړي وویل، د امیر مطلق حاکمیت او استبداد د اسلامي ټولنو د زوال اصلي لامل دی.
ښاغلي ضعیف وویل، هر امیر چې مطلق واک په لاس کې واخلي، د وخت په تېرېدو سره په یوه مطلق مستبد بدلیږي.
د عبدالسلام ضعیف په خبره، په یوه مستبد کس د امیر بدلېدل ددې لامل کیږي، چې چاپلوس کسان شاوخوا ته ټول کړي او پوه کسان له خپل ځانه لېرې کړي.
نوموړي وړاندیز وکړ، چې «د رهبرۍ یو قوي شورا» کولی شي د امیر په «خالي ځای» کار وکړي.
د طالبانو مشر تر اوسه د کار د ډول د بدلولو دغو وړاندیزونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او په وار وار یې ټینګار کړی،چې د خپلې خوښې شرعی قانون پلې کول غواړي.
د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته سره له دې چې د طالبانو حکومت مشروعیت او رسمیت نه دی ترلاسه کړی، خو داسې ښکاري چې حداقل د دوی په ویناوو کې انعطاف رامنځته شوی دی.
اخوندزاده کابو دوه کاله مخکې د جولای په لومړۍ نېټه په لویه جرګه کې ګډون کوونکو ته وویل، چې «افغانستان اوس یو ازاد او خپلواک هېواد دی» او زیاته یې کړه: «که تر دې وروسته له اټمي برید سره هم مخامخ شو د کافرانو مشورو ته غوږ نه نیسو.»
خو اوس نوموړی وایي: «ستاسو د اختلافاتو ګټه دوښمن ته رسېږي. دوښمن له دې څخه منفي استفاده کوي. ولې یو بل ته بد وایی؟ ستاسو مسلمان ورور دی او د ورور په سترګه وګوری. غیبت مه کوئ، مه یې افشا کوئ، په پټه ورته نصیحت وکړئ. مخالفت مه کوئ، مقابله مه کوئ، نصیحت وکړئ، ان ما ته هم نصیحت وکړئ، نصیحت کول د مسلمانانو امامانو ته هم کیږي..»دا ویناوې یو بل ملا هبت الله ښيي، چې ژور اختلافونه او د حکومتولۍ فشارونو حداقل د هغه په ژبه کې انعطاف رامنځته کړی دی.دا روښانه نه ده، چې دا ویناوې څومره د هغو استبدادي مشرانو لپاره چې د خلکو د تېر اېستلو او د هغوی د احساساتو په پارولو سره د خپلې واکمنۍ د بقا لپاره ترې کار اخلي، حساب کړو، خو که پر طالبانو د فشارونو کچه زیاته شي او یاده ډله د خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راشي، هیڅ مسله به د طالبانو ترمنځ د اختلافونو د زیاتېدو او طالباني نظام د ړنګېدو مخه و نه نیسي.


تېره اوونۍ د طالبانو بنسټګر ملا عمر ته نېږدې کس، د ګوانتانامو پخوانی بندي او په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا سلام ضعیف د طالبانو د "ظالم" مشر په اړه د نیوکې خوله خلاصه کړه.
نوموړي وویل، د امیر مطلق حاکمیت او استبداد د اسلامي ټولنو د زوال اصلي لامل دی.
ښاغلي ضعیف وویل، هر امیر چې مطلق واک په لاس کې واخلي، د وخت په تېرېدو سره په یوه مطلق مستبد بدلیږي.
د عبدالسلام ضعیف په خبره، په یوه مستبد کس د امیر بدلېدل ددې لامل کیږي، چې چاپلوس کسان شاوخوا ته ټول کړي او پوه کسان له خپل ځانه لېرې کړي.
نوموړي وړاندیز وکړ، چې «د رهبرۍ یو قوي شورا» کولی شي د امیر په «خالي ځای» کار وکړي.
د طالبانو مشر تر اوسه د کار د ډول د بدلولو دغو وړاندیزونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او په وار وار یې ټینګار کړی،چې د خپلې خوښې شرعی قانون پلې کول غواړي.
د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته سره له دې چې د طالبانو حکومت مشروعیت او رسمیت نه دی ترلاسه کړی، خو داسې ښکاري چې حداقل د دوی په ویناوو کې انعطاف رامنځته شوی دی.
اخوندزاده کابو دوه کاله مخکې د جولای په لومړۍ نېټه په لویه جرګه کې ګډون کوونکو ته وویل، چې «افغانستان اوس یو ازاد او خپلواک هېواد دی» او زیاته یې کړه: «که تر دې وروسته له اټمي برید سره هم مخامخ شو د کافرانو مشورو ته غوږ نه نیسو.»
خو اوس نوموړی وایي: «ستاسو د اختلافاتو ګټه دوښمن ته رسېږي. دوښمن له دې څخه منفي استفاده کوي. ولې یو بل ته بد وایی؟ ستاسو مسلمان ورور دی او د ورور په سترګه وګوری. غیبت مه کوئ، مه یې افشا کوئ، په پټه ورته نصیحت وکړئ. مخالفت مه کوئ، مقابله مه کوئ، نصیحت وکړئ، ان ما ته هم نصیحت وکړئ، نصیحت کول د مسلمانانو امامانو ته هم کیږي..»
دا ویناوې یو بل ملا هبت الله ښيي، چې ژور اختلافونه او د حکومتولۍ فشارونو حداقل د هغه په ژبه کې انعطاف رامنځته کړی دی.
دا روښانه نه ده، چې دا ویناوې څومره د هغو استبدادي مشرانو لپاره چې د خلکو د تېر اېستلو او د هغوی د احساساتو په پارولو سره د خپلې واکمنۍ د بقا لپاره ترې کار اخلي، حساب کړو، خو که پر طالبانو د فشارونو کچه زیاته شي او یاده ډله د خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راشي، هیڅ مسله به د طالبانو ترمنځ د اختلافونو د زیاتېدو او طالباني نظام د ړنګېدو مخه و نه نیسي.



•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د اسلامي هېوادونو ډېپلوماټانو هم له طالبانو سره يو ځای د اختر لمونځ وکړ

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د اداري مرستیال دفتر په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يو شمېر اسلامي هېوادونو ډېپلوماټانو له طالب مشرانو سره يو ځای په سپېدار ماڼۍ کې د اختر لمونځ ادا کړ.

طالبانو د سعودي عربستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو څخه جلا یوه ورځ وروسته اختر ونمانځه.

د لوی اختر د لمانځه په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي تر څنګ د یو شمېر بهرنیو اسلامي هېوادونو ډېپلوماټانو ګډون درلود.

د ریاست الوزرا د اداري مرستیال دفتر نن دوشنبې په يوې اعلاميه کې ویلي، چې عبدالسلام حنفي د اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال د «غزې مسلمانانو ته د اختر مبارکي ويلې.»

په اعلاميه کې راغلي، چې حنفي له خپلو طالب مسوولينو غوښتي، چې د خلکو هوساينې ته په پام خپل مسوليتونه ادا کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله هم په کندهار کې د اختر لمانځه ادا کولو پر مهال د طالبانو د حکومت مشرانو ته په اشارې سره وویل: «له خپلمنځي مخالفتونو تېر شئ او که داسې ونه کړئ دښمن به مو نظام در ویجاړ کړي.»

نوموړي د طالبانو د حکومت پر یووالي ټينګار وکړ.

د طالبانو مفتي: ښځو ته ان په کور کې هم لیکل او لوستل جایز نه دي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند د «شیخ عبدالعلي دیوبندي» فتوا په اېکس کې خپره کړې ده، چې په کور کې د نجونو زده کړې ناروا بللي دي. ضیاالله هاشمي د دغه مفتي هغه خبرې چې ویلي یې دي، د نجونو زده کړه د فحشا د ترویج لامل کیږي، یوه مهمه فتوا وبلله.

په دې غږیز کلېپ کې شیخ عبدالعلي دیوبندي د «صدر اسلام» د پېښو د روایتونو په حواله وايي چې ښځې د جماعت لمانځه ته د تللو او لیکلو د زده کړې اجازه نه لري.

دغه طالب مفتي د اسلامي هېوادونو په اړه وايي، چې ښځو ته د زده کړو حق ورکوي، دغه هېوادونه «اسلامي» بلل کېږي، خو په حقیقت کې د شرعي احکامو د پلي کولو توان نه لري.

عبدالعلي دیوبندي ټینګار کوي، چې ښځې د جماعت لمانځه ته تلل او د هغوی لپاره د لیکلو زده کول "د فساد لامل کیږي."

دا معلومه نه ده چې دا اډیو کلېپ کله ثبت شوی.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند ضیاالله هاشمي په دې وروستیو ورځو کې د مفتي خبرې بیا خپرې کړې او دا یې یوه "مهمه فتوا" وبلله.

څه باندې زر ورځې کېږي، چې طالبانو د نجونو لپاره د منځني او لوړو زده کړو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو مخه نیولې ده. طالبانو هم د ۱۴۰۱ کال د حوت له ۲۹ راهیسې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو زده کړه بنده کړې ده.

طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز یو موقتي پرېکړه ده. خو د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت د ویاند له خوا د دغې فتوا له بیا خپرېدو څخه څرګنده شوه، چې دغه ډله د نجونو د زده کړو د بندولو په اړه د خپلې پرېکړې د بدلولو اراده نه لري.

عبدالعلي دیوبندي د "اسلامي شریعت" له نظره د ښځو د تعلیم په اړه د یوې راډیو د اورېدونکي د پوښتنې په ځواب کې وویل: "که ښځې لیکل زده کړي، نورو ته به لیکونه ولولي." هغه زیاتوي: "ځوانې او زړې ښځې له زده کړو او جماعت ته له تللو منع دي، ځکه زموږ عصر د فتنې وخت دی او دا کار د ښځو د فساد لامل کېږي."

دیوبندي په خپلو خبرو کې د ښځو له خوا د ګرځنده تلیفونونو د استعمال په اړه هم خبرداری ورکوي او وایي چې ښځې د موبايل ټلیفونونو څخه د اړیکو ټینګولو او فحاشي او بدکاریو ته مخه کوي.

د دوحې غونډې ته د افغانستان د مدني ټولنې استازي نه دي وربلل شوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د فرانسې خبري اژانس د ډيپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان مدني ټولنې استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې. په دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ګډون ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په دغې غونډه کې ګډون کوي.

د فرانسې خبري اژانس په راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی، ویل شوي چې د دوحې له غونډې مخکې او وروسته به د مدني ټولنې له غړو سره د مشورې لپاره لیدنې وشي، خو په هغو غونډو کې به ګډون ونه کړي چې طالبان پکې وي.

خو دا څرګنده نه ده چې د مدني ټولنې غړي څوک دي چې سلا مشورې به ورسره کیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش به د دوحې د تېرو دوو ناستو برعکس قطر ته ولاړ نه شي.

طالبان او د ملګرو ملتونو چارواکي د دوحې په غونډه کې د دې ډلې د ګډون په اړه د تېروڅو اوونیو راهیسې په کابل کې په خبرواترو او مشورو بوخت وو.

له څو ورځو وروسته طالبانو د یکشنبې په وويل، چې د دغې ډلې یو پلاوی به د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ شي.

په همدې حال کې طالبانو خبرداری ورکړی چې که د دوحې د ناستې په جوړښت او اجنډا کې بدلون راشي، د دغې ډلې د ورتګ پر پرېکړې اغېز کولای شي.

د دوحې په دویمه ناسته کې ملګرو ملتونو هڅه وکړه چې طالبان هم په کې ګډون ته وهڅوي، خو دغو هڅو نتیجه ورنه کړه.

هغه مهال طالبانو شرطونه ایښي وو، چې له دې ډلې پرته به بل څوک د افغانانو په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

داسې ښکاري چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ملګرو ملتونو د طالبانو غوښتنې ومنلې او دغه ناسته به په داسې حال کې ترسره شي چې د افغانستان په استازیتوب به یوازې د طالبانو استازي په کې وي.

د طالبانو پر ضد د ښځو اعتراضي خوځښتونو، سیاسي ګوندونو او بهیرونو څو څو ځلې ویلي چې د ښځو د استازو او د سیاسي ګوندونو په نشتون کې د دوحې د ناستې ترسره کول طالبانو ته د امتیازونو ورکولو په معنا دي.

سیاسي بهیرونو او معترضو ښځو د دوحې د غونډې په اړه په یوه ګډه خبرپاڼه کې لیکلي: «له ترهګروډلو سره جوړجاړی به ستونزه حل نه کړي او نور ناورینونه به وزیږوي»

ملا هبت الله په اختریزه وینا کې: ' که په نظام کې مخالفتونه لرې نه کړئ، ختم به شئ'

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۲۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله یو ۲۳ دقیقې غږیز فایل خپور کړی، چې د طالبانو حکومت مشرانو ته په اشارې په کې ویل شوي، «له خپلمنځي مخالفتونو تېر شئ، او که داسې ونه کړئ دښمن به مو نظام در ویجاړ کړي.»

هغه په خپله وینا د طالبانو حکومت پر یووالي ټينګار وکړ.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن دوشنبه د (غبرګولي ۲۸مه) د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله یو ۲۳ دقیقې غږیز فایل خپور کړی، چې هغه د طالبانو حکومت مشرانو ته په اشارې ویلي چې له خپلمنځي مخالفتونو تېر شي او یو او بل ومني.

د طالبانو د مشر له اشارو داسې څرګندیږي چې د دغې ډلې مشران تر خپل منځ ستر مخالفتونه لري او خبره تر دې رسیدلې چې د دوی مشر ملا هبت الله یې د حکومت په ویجاړئ اندېښنه څرګنده کړه.

ملا هبت الله په خپله وینا کې ټينګار کوي چې که طالب مشران له خپلو مخالفتونو لاس وانه خلي نو د ده په خبره دښمن به یې ډیر ژر حکومت له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړه چې «که مسوولین له ځانه کبر لرې نه کړي او له ځانو خادمان جوړ نه کړي نو نظام به یې نابود شي.»

هغه وویل، چې که د طالب مشرانو تر منځ یووالی نه وي نو پر دوی به نور خلک واکمن شي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله داسې مهال د طالبانو حکومت تر منځ په خپلمنځي مخالفتونو اندېښنه څرګنده کړې چې دغې ډلې د قاضی القضات په ګډون د حج و اوقاف وزیر او یو شمېر نورو مشرانو په سعودي عربستان کې د یکشنبې په ورځ اختر ولمانځه او په افغانستان کې نورو طالبانو نن دوشنبه د اختر ورځ ولمانځله.

تر هغه وړاندې د راپورونو له مخې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د مشرانو او استخباراتو د مشر تر منځ د استخباراتو پر څوکیو خپلمنځي مخالفتونه رامنځته شوي وو چې ان خبره تر خپلمنځي شخړې رسېدلې وه چې بیا بلې ډلې د دوی تر منځ په کابل کې له جګړې مخنیوی کړی و.

ملا هبت الله خلکو ته: ژمنه وکړئ چې خپلو خوېندو، مېندو او لوڼو ته به شرعي حقونه ورکوئ

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۰ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله د اختر لمانځه پر مهال د ښځو د شرعي حقونو په اړه په داسې حال کې وینا کړې چې یادې ډلې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کندهار په مرکزي عیدګاه کې نن د دغې ډلې د مشر په امامت د اختر لمونځ ادا شو.

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو رسنیز دفتر د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۸مه) په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امامت د اختر لمانځه د ادا کېدو په اړه په اېکس پاڼه لیکلي؛ چې ملا هبت الله د اختر لمانځه پر مهال د ښځو د حقونو په اړه وینا کړې ده.

د طالبانو د کندهار ولایت رسنیز دفتر لیکلي، چې ملا هبت الله د وینا یوه برخه د ښځو شرعي حقونو ته ځانګړې شوې وه. او ملا هبت الله د خپلې وینا پر مهال د ښځو د شرعي حقونو پر ورکړې ټينګار کړی.

کندهار کې طالبانو لیکلي؛ ملا هبت الله له ټولو خلکو وغوښتل، چې همدلته ژمنې وکړئ چې د خپلو خوېندو، مېندو او لوڼو شرعي حقونه به ورکوئ.

خو ملا هبت الله په خپله وینا کې د نجونو د زده کړو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په داسې حال کې د لوی اختر د لمانځه پر مهال د ښځو شرعي حقونو د ورکړې په اړه وینا کړې چې دغې ډلې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی.

د کندهار ښار په ۱۵ لویو جوماتونو کې د اختر د لمانځه لپاره چمتوالی نیول شوی و، او تر ډيره د کندهار ښار د لویې عیدګاه سیمه چیرې چې د ملا هبت الله په مشرۍ پکې د اختر لمونځ ادا شو کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و.